د ايران هېواد ته د ورتګ ګران شوې

هغه يو زيات شمېرخلک چې ګاونډي هېواد ايران ته د تګ اجازه تر لاسه کوي، وايي، هغوى اړايستل کيږي، چې د ايران د هوايي ليکې ګرانه بيه ټکت واخلي.

د ايران هېواد ته د ورتګ ګران شوې

هغه يو زيات شمېرخلک چې ګاونډي هېواد ايران ته د تګ اجازه تر لاسه کوي، وايي، هغوى اړايستل کيږي، چې د ايران د هوايي ليکې ګرانه بيه ټکت واخلي.

په کابل کې د ايران د سفارت مخې ته د ناراضي افغانانو يوه اوږده ليکه جوړه شوې ده. هغوی دلته په ايران کې د خپلو ملګرو او خپلوانو د ليدلو لپاره د ويزې اخيستلو ته خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.


ليکه او دهغې تر څنګ د انتظار سختي، دواړه مخ په زياتېدو دي. يو شمېر افغانان، چې د غوښتنليکونو بهير يې بشپړ شوی دی، وايي، دايران حکومت له افغانانو غواړي تر څو (له ايران څخه) د بېرته راستنېدو تضمين ورکړي او په ځانګړې توګه د ايران په هوايي شرکت کې د تګ او راتګ ټکسونه واخلي.


د ولاړو خلکو په ډلې کې يو هم٣١ کلن شېرجان دی. هغه وايي: ((زما د دوه طرفه ټکس اخيستلو ته وسه نه رسيږي. اوس ايران ته د ځمکې لارې د ويزې د ترلاسه کولو انتظار باسم.)) شېرجان وايي، د هغه د کورنۍ نيمايي غړي په کابل او پاتې نور يې په ايران کې اوسيږي. هغه وايي د ځمکې له لارې کولای شي، د څه ناڅه اويا ډالرو په بدل کې ايران ته ورسيږي، په داسې حال کې چې د تګ او راتګ هوايي ټکس 340 ډالره بيه لري، چې زما له وسې ډېر لوړ دي. هغه وايي: ((دايران حکومت د دومره زياتو پيسو په اخيستلو موږ لوټوي.))


په ليکه کې ولاړ ، 27 کلن امين الله وويل: ((له درېو مياشتو راهيسې (دايران) په اصفهان کې له خپلې کورنۍ هېڅ احوال نه لرم. دوه طرفه هوايي ټکت اخيستلو ته مې وسه نه رسيږي. که د ځمکې له لارې ويزه رانه کړي، نو بيا به له ناچارۍ د غيرقانوني لارو داخل شم.))


شپږ ويشت کلن حزب الله وويل، ساعتونه ساعتونه مې د ځمکې له لارې ويزي اخيستلو ته انتظار وايست، چې 33 ډالره بيه لري. هغه وايي: ((زما د تره زامن په ايران کې دي. زه د هغوی د ليدو لپاره هلته ورځم. په هوايي سفر باندې ډېرې پيسې لګيږي.))


زياتره افغانانو لپاره ايران مهم تمځای دی. د کورنۍ جګړې او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال زيات شمېر افغانانو په دې هېواد کې پناه اخيتسې وه. په سلګونو زره نور لا تر اوسه هم هلته اوسيږي او کار کوي. خو اوس د افغانانو لپاره ايران تګ يو ستونزمن کار دی.


له آی ډبليو پي آر سره په مرکو کې يو شمېر زيات شمېرخلکو څرګنده کړې، د ويزې اخيستونکو ته ويل کيږي، چې د ويزې د بهير د چټکتيا په منظور بايد هر يو ايران ته د تګ په خاطر په ايران پورې اړوند هوايي شرکت، آسمان څخه د تګ او راتګ دواړو لوريو ټکتونه واخلي.


په کابل کې د ايران د سفارت قونسل، مسلم سلاطيني له دې خبرې انکار وکړ، چې داسې کومه معامله دې شوې وي. هغه وويل، که چېرته مسافرين ثابته کړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستنيږي، کولای شي، د ځمکې له لارې ويزه واخلي. هغه وويل: ((کله چې مسافرين د قونسلۍ چارواکوته دا ثابته کړي، چې هغوی بېرته راستنيږي، کولای شي، د ځمکې له لارې ويزه تر لاسه کړي. خو که په دې کار کې پاتې راشي، نو بايد د تګ او راتګ دواړو لارو ټکتونه واخلي.)) سلاطيني د آسمان هوايي شرکت او ايران قونسلګرۍ تر منځ د تړلو دروازړ تر شا معامله په ټينګه رد کړه. خو زياته يې کړه، چې د ايراني شرکتونو پياوړي کول د هغه د سفارت په لومړنيو دندو کې راځي. هغه وويل: ((د دپلوماتانو په توګه زموږ دنده له ايرانيانو او ايراني شرکتونو سره مرسته او ملاتړ دی. ايران ته د افغانانو سفر په دويمه ليکه کې راځي.))


خو له سفارت بهر په ليکه ولاړ زيات شمېر افغانان په دې هکله شک لري. 42 کلن علی ياور وويل. ((د ايران سفارت له آسمان (هوايي شرکت) سره يو جوړ جاړى لري، ځکه که څوک د آسمان ټکت ولري، نو سم له لاسه ويزه تر لاسه کوي.)) د آسمان يو چارواکي په دې هکله له خبرو کولو ډډه وکړه او ويې ويل، چې د هغه د هوايي شرکت حج ته د افغانانو د استولو په کار بوخت دی. يو مامور، چې خپل نوم يې جاوېد وښود، وويل ((بښنه غواړم، د مرکې لپاره (زموږ د شرکت) يوازينی مسوول شخص د شرکت رئيس، محسن کريمي دی.))


د آريانا افغان هوايي شرکت يو مامور، چې د نوم دنه څرګندولو په شرط يې خبرې کولې، وويل، د هغوې زياتره الوتکي په خالي څوکيو له کابل څخه تهران ته الوتنه کوي.


د آريانا افغان هوايي شرکت تجارتي مرستيال، محمدنادر فياض دا رپوټونه بې بنسټه وبلل، چې له ايراني سيال هوايي شرکت سره دې کومه معامله شوې وي او دا يي هم ناسم وبلل، چې د هغوی الوتکې له کابل څخه تهران ته خالي ځي. هغه وويل: ((دا يو حقيقت دی، چې که يوازې يوشرکت تهران ته الوتنې وکړي نو ښايي زياته ګټه به يې وکړي خو زه فکر نه کوم، چې د آسمان هوايي شرکت دې د آريانا افغان په هوايي شرکت ناوړه اغېزه کړې وي. د هوايي شرکتونو ترمنځ سيالي او رقابت په ټوله نړۍ کې يوه عادي خبره ده.)) نوموړي وويل: ((د ايران د سفارت د پاليسی دليل څرګند دی. ځکه هغه مهال چې د افغانانو ويزي موده سر ته رسيږي، زيات شمېر وطنوال هلته پاتې کيږي او بېرته نه راستنيږي.))


ايران ته د تلونکو افغانانو لپاره د بيې زياتوالی کوم خنډ نه دی. څلودېرش کلن ضيا شکايت وکړ، هغه وايي: ((هغوی د (افغانستان) د يو ولايت استوګن ته اجازه نه ورکوي، چې دځمکني ويزې د اخيستلو لپاه بل ولايت ته ولاړ شي. د ويزي غوښتونکي بايد وېزې د اخيستلو پرمهال دهمغه ولايت تذکره د قونسلګرۍ چارواکو ته وښايي.))


ايران په کابل، هرات، کندهار او مزارشريف کې قونسلګرۍ لري.


سلاطيني دا تورونه رد کړل او ويې ويل، چې په دې اړه موجودې شمېرنې ښه بېلګه ده. هغه وايي: ((موږ هر کال په کابل کې 30 زره، په هرات کې 40 زره په مزارشريف او کندهار کې پنځلس ، پنځلس زره هوايي او ځمکنۍ وېزې ورکوو.))


Frontline Updates
Support local journalists