د اود عمر خاوند

په داس هواد ک يو سى د ١١٥ کلونو اود عمر خبر کوي، چ د ژوند منن اندازه په کې ٤٧ کلونه ده.

د اود عمر خاوند

په داس هواد ک يو سى د ١١٥ کلونو اود عمر خبر کوي، چ د ژوند منن اندازه په کې ٤٧ کلونه ده.

Wednesday, 16 November, 2005

لدين وايي، هغه مهال چ لمى و، نو د زور او واک له امله د هر چا په خولو ک و. نن ه ناه يوه پ وروسته هغه بيا هم د خپل اود عمر له کبله د خلکو په من ک ياديي. لدين وايي، چ اوس يي عمر ١١٥ کلونو ته رسدلى دى. که دا رتيا وي، نو هغه نه يواز د افغانستان په کچه، بلک کداى شي، د ن په کچه د لوى عمر خاوند وي.


ه شى، چې د هغه د اوږد عمر په هکله خلک اريانوي، هغه په افغانستان کې د اوس مهال د ژوند منځنى اندازه ده، چې ٤٧ ته رسيږي. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د هېواد د وګړيو يوازې په سلو کې درې تنه له ٦٥ کلونو څخه زيات عمر کوي.


ګلدين ته هر څوک په درنه سترګه ګوري، ځکه په دې هېواد کې د سپين ږيرو زيات درناوى کيږي.


ګلدين دافغانستان د ختيځ د آدم خېلو په کلي کې څه ناڅه يوه پېړۍ وړاندې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. هغه په يوې تيارې کوټې کې له يو ريتاړي توشک او تار تار شړۍ څخه د خپل ژوند کيسه کوي.


د هغه زور اوس اوبه شوى، مخ يي ګونجې کړي او په ملا کړوپ شوى دى. سره له دې چې د سترګو ځلا يي کمه شوې او ديد يي کمزورى شوى، خو غوږونه يي ښه دي، فکر يي تېز او حافظه يي پر ځاى ده.


هغه وايي، چې د امير حبيب الله خان په پاچا هۍ (١٩٠١ – ١٩١٩)کې د نوموړي د امير باغوان و. هغه وايي: "ما په بالا حصار کې کار کاوه. هغه مهال موټرې نه وې، يوازې پيلان وو. امير حبيب الله خان لس مېرمنې درلودې."


د هغه دا هم په ياد دي، چې له خپل پلار سره يي د يو سيمه ييز ځمکه وال مزدوري کوله، له غرونو يي لرګې په شا راوړل او د هغې د خرڅلاو له لارې به يي خپله ګوزاره کوله. نوموړى وايي: "ما به لس منه لرګي له غره څخه په شا راوړل او په بازارکې مې به په دوه نيمې افغانۍ پلورل او د هغې په پيسو به مې جوار اخيستل."


ګلدين وايي، هغه مهال ژوند خورا ګران و. هغه زياتوي: "هېڅ مسلمان دې زما په شان سخت ژوندتېر نه کړي."


هغه د خپل د عمر د اوږدوالي راز د چلم (تماکو) او چاى نه څکول بولي، وايي: "کله چې خلک چاى څکي، نو ماته خندا راځي."


ګلدين وايي، چې دوه ودونه يي کړي دي؛ يوه پلا يي د خپل تره کونډه په نکاح کړې او بله پلا يي له يوې پېغلې سره واده کړى دى. هغه د خپل ژوند زياته برخه په بېوزلۍ تېره کړې ده. هغه وايي: "پنځلس شپاړس اولادونه مې مړه شوي دي." هغه وايي، چې څلورو زامنو ته يي ودونه کړي، خو له بده مرغه د لمسيانو شمېر يي ورته معلوم نه دى.


هغه وايي، د زلميتوب پر مهال يي د افغانستان ګوټ ګوټ ته يي پلي سفرونه کړي دي. وايي چې له کابل څخه تر کستان (شمالي ولايتونه) ته به سړى په لسو او له جلال آباد څخه غزني ته په اوو ورځوکې رسېده.


د ګلدين د عمر د خبرې سپينول ناشوني دي، خو زياتره کليوال دا مني، چې هغه د اوږد عمر خاوند دى. د سيمې يو اوسېدونکى محمد سليمان، چې پخپله ٩٤ کلن دى وايي، ګلدين په دې سيمه کې تر ټولو زوړ سړى دى. سليمان وايي: "هغه مهال چې زه د اتو کلونو په منګ وم، ګلدين ستر او د خپلې غښتلتيا له امله د هر چا په خولو کې و." يو بل کليوال ولي محمد، چې پخپله ١١٠ کلن دى وايي، زه نه پوهېږم، چې ګلدين به څو کلن وي، خو دومره پوهيږم، چې تر ما مشر دى."


په افغانستان کې د اوږد عمر لرونکي کسان شته. د کابل د خيرخانې مېنې يو اوسيدونکى محمد شريف وايي، په دې وياړي، چې د خپلې ٨٥ کلنې سپين سرې مور خدمت کوي. شريف وايي، مور او پلار د خپلو اولادونو خوښي غواړي او هغوى تر خپل وزر لاندې نيسي. کله چې مور او پلار زاړه شي، د اولادونو دنده ده، دهغوې پالنه وکړي. نوموړى وايي: "موږ بايد له هغوى سره داسې چلن وکړو، چې هغوى له موږ سره کړى دى."


شريف وايي، قرآنکريم موږ ته لارښوونه کوي: "مسلمان ته لازم دي، چې د خپل مور او پلار پالنه وکړي؛ ځکه د خداى (ج) او پيغمبر (ص) رضا د مور او پلار په رضا کې نغښتې ده. که هغوى موږ ونه بښي، نو خداى (ج) به مو نه وبښي."


د کابل اوسېدونکې اتيا کلنه ناديه وايي، که چېرته خپل زامن او لمسيان يوه شېبه ونه ګوري، نو زړه يي چوي. هغه له دې نظر سره مخالفه ده، چې زاړه خلک دې سره يو ځاى په بېلو کورونو (د متقاعدينو) په کورونو کې استوګنه ولري. هغه ددې تصور نه شي کولاى، چې اولادونه دې خپل مور او پلار په داسې حال کې پريږدي. هغه وايي، په داسې کولو "هغوى له خپلو ميندو او پلرونو سره" جفا کوي.


د خپل اوږد عمر په هکله هغه وايي، چې دا د خداى (ج) نعمت دى."عمر، ناروغي او روغ بدن ټول د خداى (ج) په لاس کې دي. هغه د بنده ګانو په لاس کې نه دي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists