Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د اوبو پروژو ته هیلې تر سره شوې

اټکل شوې پراختیايي [پروژې] به کروندې خړوبه او برښنا به تولید کړي.
By Safiullah Amiri

د نیمروز ولایت اوسیدونکي وايي، د اوبو د یو ستر بند پروژه به په دغه شاړوزمه ولایت کې د ژوند د بدلېدو لامل او د دوی هیلې به تر سره شي.

داسې اټکل کیږي، د کمال خان بند، چې اوس په درېم او وروستی پړاو کې دی، د هېواد په سویل لودیځې سیمې کې هم به په اوبو لګولو او هم د برښنا په تولید کې ستره اغېزه ولري.

د چاربرجک په ولسوالۍ کې پروت دا بند به له بشپړېدو وروسته ۸۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه او همدارنګه به نهه میګاواټه برښنا تولید کړي. د نیمروز ولایت نفوس تیت او پرک پروت دي.

د نیمروز اوسیدونکي علي احمد مهاجر وویل، اوس ډېر خوشبین دی، بند خپل وروستي پړاو ته نژدې شوی. د دې ولایت زیاتره سیمې شاړې دښتې دې.

مهاجر وویل: «د کمال خان د بند جوړول او د هغې فعالیدل به خلکو ته ډېرې اسانتیاوې چمتو کړي. د بند ودانول به د ولایت د شمالي برخو په شاړو او وچو سیمو کې د اوبو د کمښت کچه راټیټه کړي.» نوموړي زیاته کړه، دغه کار به په زرګونو خلکو ته د کرنې له لارې د معیشت زمینه برابره کړي.    

ځايي خلک په دې اند دي چې بند به د هغوی بخت بدل کړی، ځکه اوبه په سیمې کې د تاوتریخوالي دایمي سرچینه ده.   

د هلمند سیند د هندوکش په غرونو کې له خپلې سرچینې څخه د افغانستان او ایران تر پولې پورې ۷۰۰ میله اوږدوالی لري. دا بند به په خپل تګلوري کې دې بهیر ته زیان ورسوي.

په ۱۹۷۳ کال کې د هغه مهال د صدراعظم، محمد موسی شفیق تر څارنې لاندې د اوبو د لاسلیک شوی دوه اړخیز تړون د پنځمې مادې له مخې باید د ټولو هغه اقداماتو مخه ونیول شي چې ایران ته د هلمند د سیند د اوبو بهیر بندوي. دغه تړون افغانستان ته دنده ورکوي چې ایران ته هر کال په ثانیه کې لږ تر لږه  ۲۲ مکعب متره اوبه ورکړي.

دواړه هېوادونه له تړون څخه پر یو بل د سرغړونې پړه اچوي. په ۲۰۱۵ کال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف شکایت وکړ: «د تړون احکام د افغان حکومت له خوا په نامناسبه او نابرابره ډول پلي کیږي.»

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکو څرګنده کړه، د بند پروژه به د ایران د اوبو زېرمو ته زیان و نه رسوي. زموږ حکومت خپل ګاونډي هېواد ته هر کال د ۸۲۰ ملیون مکعب مترو اوبو اکمالولو ته ژمن دی.   

د نیمروز ولایت د انرژۍ او اوبو رئیس، اصف غفوري وویل، د اوبو د اکمال د تنظیم له امله به په حقیقت کې دغه بند د ۱۹۷۳ کال د تړون له پلي کولو سره مرسته وکړي.

دمخه د طالبانو د بریدونو له امله د بند پراختیايي کارونه له ځنډ سره مخ شوي وو. د نیمروز چارواکي وايي، د هغوی په اند امنیت اوس تر کنترول لاندې دی.

د نیمروز د والي ویاند، خالد پرواني وویل، د بند د وروستی پړاو تړون، چې د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې پیل شوی و، د ترکيې له یوه شرکت سره لاسلیک شوی و. نوموړي شرکت ژمنه کړې وه چې د ودانولو کار به په ۴۲ میاشتو کې بشپړوي. اوس داسې بريښي چې نوموړی پړاو به له اټکل شوي وخت څخه دمخه بشپړ شي.    

په درېم پړاو کې د دریو توربینونو ودرول او د نورو ویالو د کیندلو په ګډون د برښنا د ستیشن جوړول شامل دي. د دغه بند ۷۸ ملیونه ډالره لګښت د افغان حکومت له پراختیايي بودجې څخه تمولیږي.

پرواني زیاته کړه، امنیتي ځواکونه هلته ځای په ځای شوي او د پروژې د پرمختګ په وړاندې د کوم خنډ یا ګواښ اټکل نه کیږي.

د نیمروز د پولیسو مشر، غلام جیلانی ابوبکر د دې خبرې پخلی کوی، وايي: «امنیتي ځواکونه له پلان سره سم خپل کارونه پر مخ وړي. په چاربرجک ولسوالۍ کې له شرکت سره د همکارۍ لپاره اضافي سرتیري ځای په ځای شوي دی چې د کمال خان د بند د جوړولو دریم پړاو سرته رسوي. تر اوسه د هغوی په وړاندې کومه امنیتي ستونزه رامنځته شوې نه ده.»

دمګړۍ د نیمروز اوسیدونکي د خپل راتلونکي ژوند د نېکمرغۍ اټکل کوي.

د عجب ګل په نامه یوه ځايي اوسیدونکي وویل: «کمال خان د نیمروز ولایت تر ټولو یوه ښه پروژه ده. خلکو ته به ډېرې زیاتې اسانتیاوې چمتو کړي. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دغه بند د جوړولو په کار کې جدي اوسي، ترڅو د نیمروز خلک ترې ګټه پورته کړي.»