د انتخاباتو په ورځ د رنګ ستونزه

د انتخاباتو په ورځ د رنګ ستونزه

Thursday, 16 September, 2010

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی هغه رنګ چې د شنبې په ورځ به د رایی ورکوونکو کوتې پری په نښه شی تر درې ورځو نه پاکیږی .

په داسې حال کې چې دا د کمیسیون لپاره یو ښه کار دی خو دغه کار یوشمیر رایی ورکوونکی په اندیښنه کی اچولی دی هغوی وایی چې تر درې ورځو د رنګ پاتی کیدل ددوی په ګوتو کې دوی به د وسله والو مخالفینو هدف وګرځوی

د وردګو ولایت یو تن اوسیدونکی حمیدالله وایی چې دی به په ټاکنو کې ګډون ونه کړی ځکه د هغه په وینا د ګوتو رنګ به دی د مخالفینو تر هدف لاندې راولي

نوموړی وایی " زموږ په سیمه کې طالبان دی او په یقین سره په درې ورځو کې زه له هغوی سره مخامخ کیږم او زه نه غواړم چې طالبان دی زما ګوته پری کړی 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists