د الوتکې د پاتې شونو راټولول زيات وخت غواړي

په افغانستان کې له ترټولو ناوړه هوايې ناورين څخه يوه مياشت وروسته لا تر اوسه هم د مړيو جسدونه ورک دي.

د الوتکې د پاتې شونو راټولول زيات وخت غواړي

په افغانستان کې له ترټولو ناوړه هوايې ناورين څخه يوه مياشت وروسته لا تر اوسه هم د مړيو جسدونه ورک دي.

Friday, 18 November, 2005

د پنځه ويشتو په شاوخوا کې ستړي ستومانه خلک د سهار په خړه په سړې هوا کې د کابل د طبي علومو د روغتون دروازې ته ولاړ دي. يو شمېر يې په خپلو منځونو کې په خبرو اترو بوخت دي، په داسې حال کې چې يو شمېر نورو يې په يو ليرې ځای کې د نهيلۍ سترګې ښخې کړي دي.


هغوې د تېرې يوې مياشتې راهيسې هره ورځ په دې هيله راځي، ترڅو د خپلو نژدې خپلوانو د جسدونو په اړه معلومات تر لاسه کړي، چې د روان کال د سلواغې په 15 د افغانستان د تاريخ په تر ټولو ناوړه هوايي ناورين کې له منځه تللي دي.


اوس، له ناورين يوه مياشت وروسته لا تراوسه 32 مړي له واورو څخه په ډک غره کې ورک دي، چې الوتکه په کې رالوېدلې وه.


د کام هوايې چلن 737 بوينګ الوتکې هغه مهال له هوايي ترافيک سره خپل تماس له لاسه ورکړ، چې له هرات څخه يې کابل ته الوتنه کوله او د واورو په سخت اورښت کې يې پر ځمکه د کيناستو تکل درلود.


د الوتکی د الوتنې د ثبت لوښی (ريکارډر) موندل شوی نه دی. د هوايي چلن نړيوالو ماهرينو په دې هکله په خپلو څېړنو پيل کړی دی.


انساني زيان او تر يوولسو ورځو پورې د 104 مړيو د جسدونو د راټولولو د نه پيل له امله د هغوی خپل خپلوان په غوسه شوي دي. خرابې هوا، لېرې پرتې غرنۍ سيمې او دځمکنيو ماينونو خطر د نړيوالو ځواکونو او افغاني عسکرو د ژغورلو هڅې له خنډ سره مخامخ کړي دي.


د مړيو خپل خپلوان د چارواکو له خولې د بهير د اوږدوالي او سوکه والي خبرو د اورېدو او د نن او سبا د وعدې د ورکولو له امله پوزې ته راغلي. يو څو تنه يې له دې زيات له خبريالانو سره خبرو اترو ته تن نه ږدي. يو تن په خپګان وويل: ((لېرې ځه وروره! موږ ډېرې مرکې کړي، خو هېڅ پايله يې نه درلوده. ځه، او له (ولسمشرحامد ) کرزي څخه وپوښته، چې ولې جسدونه نه راټولوي.))


يو بل خپلوان وويل: ((که چېرته اسامه (بن لادن) او ملاعمر په دې الوتکه کې وای، نو امريکايانو به ټول غر له هېواد څخه وړی وای.))


د يوې ليسې ښوونکي، صفت الله وويل، د هغه تره په دې ورځو کې مړ شو او ويې نه شو کړای د (خپل ورور) د هغه د بل تره په جنازې کې ګډون وکړي، چې په دې بدمرغه الوتکه کې و. هغه وايي: ((دا د خپګان خبره ده. د پاخه عمر يو سړي ددې فرصت ونه موند، ترڅو خپل ورور د وروستي ځل لپاره وګوري. ما د هغه د جسد په هکله کوم معلومات لاس ته نه دي راوړي. زه پوهيږم، چې په الوتکه کې له سلو څخه زياتې سپرلۍ وې، چې بايد وموندل شي او پېژندل شي. چارواکي کولای شي موږ ته يو څه معلومات راکړي.))


د دفاع د وزارت وياند، جنرال محمد ظاهر عظيمي وايي: ((خلک په داسې حالت کې احساساتي کيږي. هغوی ملګري او خپلوان له لاسه ورکړي دي د هغوی خپګان يوه طبيعي خبره ده.))


نوموړي زياته کړه، الوتکه په بند غازي کې، چې له کابل څخه څه ناڅه 32 کيلومتره لرې د غره په سر په درې زره متره لوړې پرتې سيمې کې په ډېرې سړې او خرابې هوا کې راولوېده. هغه زياتوي: ((هلته د ماينونو د پاکولو کار روان دی. دا به ساده ګي وي، چې د مړيو د رايستلو لپاره د بل چا ژوند په خطر کې واچول شي.))


خو دا ځواب د احمد ضيا د قناعت وړ نه دی. هغه وويل، د هغه يو ورور او درې تنه نور خپلوان په دې پېښه کې له منځه تللي، چې په ايران کې اوسېدل او هېواد ته راستانه شول تر څو له خپلو کورنيو سره يوځای شي. هغه وايي: ((دا د افسوس خبره ده، چې ان د نړيوالو ځواکونو له مرستې سره سره، حکومت نه شي کولای جسدونه ومومي او کورنيو ته يې وسپاري.))


احمد ضيا وويل، حکومت دنده لري، تر څو خلکو ته معلومات ورکړي، چې الوتکه څنګه او ولې راولوېده او ولې له يوې مياشتې په تېريدو لا تر اوسه مړي نه دي موندل شوي؟


د هرات ولايت د کهزاد اوسيدونکی، نصير احمد وايي، هغه د الوتکې د لوېدو د خبر له اوريدو سره سم له لاسه کابل ته راغی، ځکه د هغه ورور په دې الوتکې کې و. خو هغه نه شي کولای له دې نور وځنډيږي، ځکه پيسې يې خلاصې شوي دي. په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې څڅېدې، ويل يي. ((موږ غواړو په خپله خپل مړي ولټوو. خو چارواکي مو نه پرېږدي.))


هغه په يو هوټل کې اوسيږي، خو د ډوډۍ د خوړلو وس نه لري. هغه وايي: ((ما سره دومره پيسې دي، چې هوټل ته يې ورکړم، خو د ډوډۍ د خوراک لپاره څه شی نه لرم.))


د کام د هوايي چلن مرستيال، فريد پيکار وايي، پنځلسو تنو ته په هوټل کې ځای نيول شوی، چې خپل خپلوان يې مړه شوي دي. نوموړی وايي: ((يو تن چې د کندوز له ولايت څخه په خپل مړي پسې راغلی و، بېرته کورته د تګ لپاره يې پيسې نه درلودې. موږ ورته تکت واخيستلو.))


Frontline Updates
Support local journalists