د افغان ژورنالستانو روزنيز رفورم يو گام رانژدې شو

.د ماهرانو مباحثه هغه غوښتنې په پام کې نيسي چې وايي راتلونکو خبريالانو ته دې د پراخه زده کړې تدريس وکړای شي

د افغان ژورنالستانو روزنيز رفورم يو گام رانژدې شو

.د ماهرانو مباحثه هغه غوښتنې په پام کې نيسي چې وايي راتلونکو خبريالانو ته دې د پراخه زده کړې تدريس وکړای شي

Second discussion meeting on new curriculum for journalism students in Afghanistan. (Photo: IWPR)
Second discussion meeting on new curriculum for journalism students in Afghanistan. (Photo: IWPR)

د آی ډبليو پي آر په کوربه توب د راتلونکو خبريالانو د ملي ښوونيز نصاب د ودې او پراختيا په خبرو اترو کې د برخوالو استادانو د وينا له مخې  د افغان پوهنتونونو د ژورناليزم د څانگو د محصلانو راتلونکې دنده ددې غوښتنه کوي چې د رسنيو په اوسنيو زده کړو کې توپير راوستل شي او لا پسې پراخه شي. 

د رسنيو د چلوونکو او د هرات، کابل، بلخ، خوست او ننگرهار د پنځو پوهنتونونو د استادانو په گډون د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه تجربه لرونکو ژورنالستانو د جون د مياشتې له اتمې څخه تر ديارلسمې نېټې پورې په يوې غونډې کې گډون کړی وو، چې په کابل کې د آی ډبليو پي آر په دفتر کې جوړه شوې وه. د لوړو زده کړو د وزارت مرستيال، محمد عثمان بابري هم په دې غونډې کې حضور درلود.

دا د هغو درېو غونډو له ډلې څخه دويمه غونډه وه چې آی ډبليو پي آر يې د کابل د ژورناليزم د کنفرانس لپاره کوربه توب کوي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان پوهنتونو ته د ژورناليزم د معياري او سټنډرډ نصاب پر چوکاټ هوکړه وشي.

د ماهرانو مباحثه هغه غوښتنې په پام کې نيسي چې وايي راتلونکو خبريالانو ته دې د پراخه زده کړې تدريس وکړای شي.   

د کنفرانس کار به د لوړو زده کړو د وزارت، افغان پوهنتونونو، د متحده ايالتونو د سفارت او ټاکلو امريکايي پوهنتونو له خوا په گډه پر مخ ولاړ شي.

برخوالو استادانو پر ممکنه مضامينو او منځپانگې خبرې اترې وکړې او دايې وڅېړله چې د ژورناليزم د څانگې محصلان ښايي د اقتصاد يا سياست په ډگرونو کې خپله مسلکي پوهه تر لاسه او پراخه کړي.  

د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد، ضيا رفعت وويل: "په دې غونډه کې يوه نوې پرېکړه دا وه، داسې يو سيستم دې رامنځته شي چې محصلان وکړای شي د زده کړې په څلورم کال ځينې ټاکلي مضامين ولولي. په راتلونکې کې به گڼ شمېر مسلکي ژورنالستان په ځانگړو ډگرونو کې د کار کولو جوگه وي."

پنځه افغاني پوهنتونونه له څلورو امريکايي پوهنتونو سره په گډه د افغانستان د ژورناليزم د پياوړتيا په پروگرام کې کار کوي چې په کابل کې د متحده ايالتونو د سفارت له خوا تمويليږي.  

په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون استادې، سبرا سټيفن آيريس وويل: "زما لپاره د کنفرانس تر ټولو په زړه پورې او گټوره برخه په هېواد کې د ژورناليزم له نورو استادانو سره ليدنه کتنه وه. که موږ په دولتي پوهنتونونو کې تدريس کوو يا په شخصي هغو کې، د افغانستان د راتلونکي نسل د ژورنالستانو د زده کړې لپاره ټول يوشان اندېښنې لرو... . زه احساس کوم چې له يو شمېر پوهنتونو سره ښې اړيکې لرم او په پام کې لرم له هغوی سره د راتلونکې همکارۍ او خپلو محصلانو ته د ممکنو پروژو د جوړولو په هيله خپلو اړيکو ته دوام ورکړم."

دمگړۍ د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ژورناليزم تدريس يو تر بله زيات توپير لري. داسې اندېښنې هم شته چې هغوی نشي کولای محصلان په عملي ډگر کې د کار لپاره وروزي.  

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر مشر، نور رحمان رحماني وويل: "له افغان ژورنالستانو او د ژورناليزم له پوهنځيو سره موږ د خپل کار په بهير کې وليدل چې هغوی يو پر بل باور نه لري. د ژورناليزم گڼ شمېر فارغانو، چې له موږ سره يې د کار کولو غوښتنه درلوده، بنسټيز مسلکي مهارتونه نه درلودل، ځکه د هغوی د تدريس توکي يا ډېر پخواني او زاړه وو او يا هم د عمل په ډگر کې ورته نوره اړتيا موجوده نه وه.  موږ تل ددې احساس کاوه چې د يوه مېز تر شا د دې مسلک د خاوندانو د راغونډولو له لارې دا تشه له منځه يوړل شي."

د خوست ولايت د ډېوې د رادېو –تلويزيون خبريال، کمال سادات وويل، ما دپه گڼو ورکشاپونو کې گډون کړى وو "خو کله چې راته وويل شول دا غونډه د آی ډبليو پي آر له خوا جوړه شوې، نو زړه مې ښه شو، ځکه نوموړې موسسه په ژورناليزم کې ښه مخينه لري. ما ته پوره ثابته شوه ... هغه څوک چې په رښتيا هم د دې هېواد د ځوانانو په اړه فکر کوي، پر يو ځای راټول شوي دي."

برخوال هيله من وو چې خبرې اترې به د ژورناليزم د تدريس په لارو چارو کې د يو ستر بدلون لامل شي.

د هرات د پوهنتون استادې، عادلې کبيري وويل: "ډاډمنه يم چې نوی نصاب به په دې پنځو پوهنتونونو کې د ژورناليزم په پوهنځيو کې ستر بدلونونه (انقلاب) رامنځته کړي."

د هېواد په ختيځ کې د محمد آصف شينواري په نامه يوه ژورناليست د افغاني ژورناليزم له ځانگړتياوو سره د وروستنيو تخنيکي پرمختگونو د يوځای کولو په اړه خبرې وکړې.   

هغه وويل: "تر اوسه په افغانستان کې د ژورناليزم تدريس يا په دوديزه بڼه دی او يا هم په بشپړ ډول له بهر راوړل شوی. يو يې هم زموږ لپاره ښه نه دی. په دې غونډه کې به د بهرني نصاب د ميتودونو د کارولو لارښوونه وشي، خو په کار ده چې د دوديز نصاب مثبت اړخونه وساتل شي."

د کليد د رسنيو د ډلې مشرې، نجيبې ايوبي وويل، په کار ده چې خبرو اترو ته له اوسنيو سلا مشورو وروسته هم دوام ورکړ شي. هغې وويل "نصاب ښايي هر کال يا په دوو کلونو کې يوه پلا بيا وکتل شي، ترڅو يې په نړيوال ژورناليزم کې له پرمختگونو سره موازنه برابره کړای شي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists