د افغان پېژندپاڼو قومي برخه لا تر اوسه تر اختلاف لاندې ده

د هغې پروژې په وړاندې لا هم تر اوسه خنډونه پراته دي چې د امنيت او ټاکنيز شفافيت د پرمختګ لامل کيږي.

د افغان پېژندپاڼو قومي برخه لا تر اوسه تر اختلاف لاندې ده

د هغې پروژې په وړاندې لا هم تر اوسه خنډونه پراته دي چې د امنيت او ټاکنيز شفافيت د پرمختګ لامل کيږي.

د غور، کندز، کاپيسا او بغلان په ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د تنظيم شوو مناظرو د ويناوالو د وينا له مخې برښنايي پېژندپاڼې د جرايمو کچه راټيټوي او په عادلانه توګه د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو په سرته رسولو کې مرسته کوي.

د «تذکرې - پېژندپاڼې» په نامه دا بايومتريک کارتونه د اړوند شخص د گوتې نښه او ديجيتلي عکس لري. همدارنگه د استوګنې ځای او شخصي او کورنی دريځ يې پکې ليکل کيږي. په روان کال کې  يو شمېر پېژندپاڼې د نمونې په توګه  ووېشل شوې، خو ټولو هېوادوالو ته د هغې د وېشلو پلان د تخنيکي ستونزو او قومي حساسيتونو له امله له خنډ سره مخامخ شو.  

د پېژندپاڼې لرونکي، هر يو ته، د «افغان» خطاب کيږي. د دې کلمې په پام کې معنا  «د افغانستان تبعه» دی، خو ځينې خلک له دې اصطلاح څخه يوازې د پښتون معنا اخلي. د تاجيکو، ازبيکو، هزاره گانو او نورو توکمونو لازمه يادونه پکې نه ده شوې.

چارواکي هيله لري دا نوې پروژه به د ټاکنيزو درغليو او همدارنگه د امنيت په اړه ستونزې هوارې کړي.

د غور ولايت د دولاينې ولسوال، احمد حسين دانشيار وويل: «برښنايې پېژندپاڼه تر يوه بريده د درغلۍ مخه نيولای شي، چې تر مخه يوه عامه خبره وه. له دې وروسته به هيڅوک ونشي کړای څو پېژندپاڼې ولري.»

د دولاينې د پوليسو د قوماندانۍ د جنايي جرمونو مشر، بسم الله صديقي وويل، هغه هم د برښنايي پېژندپاڼو وېش ته خوشبين دی.

هغه وويل، پخوا يې پخپله ليدلي چې جنايتکارانو او مخالفانو دواړو له  تقلبي پېژندپاڼو [تذکرو] څخه کار اخيستی دی. 

هغه وويل: «برښنايي پېژندپاڼې کولای شي د هغو ځانمرګو بریدونو او جنایی فعالیتونو مخه ونیسی چې د ولسوالۍ د بهر خلکو له خوا ترسره کیږي»

په شمال ختيځ کندز ولايت کې د پوليسو وياند، سيد سرور حسيني وويل، برښنايي اسنادو ویش لا له وړاندې د جنايتونو پر وړاندې په مبارزه کې  ستر اغېز کړي دی.

هغه وويل: «د تېرکال راهيسې چې کله د برښنايي پاسپورټونو په ویش پيل وشو، موږ د بايومتريک چيک له لارې زيات شمېر جنايتکاران ونيول او بنديان مو کړل.»

د مدني ټولنې يوه فعال، عبدالحق رسولي وويل، د نوي سيستم په وېش کې ځنډ د عادي خلکو زړونه مات کړي دي.

نوموړي د ټولو لپاره د «افغان» د کلمې د کارولو په وړاندې حساسيتونو ته گوته ونيوله.

هغه وويل: «که د برښنايي پېژندپاڼو وېش پيل نشي او د قوميت په اړه سياسي موضوع هواره نشي، خلک به له حکومت څخه لا نور هم مخ واړوي او ښايي د ملي وحدت د حکومت په وړاندې راپورته شي.»

د کاپيسا ولايت د ولايتي شورا غړي، محمد امان مبارز هم ګوت څڼډنه وکړه، چې خلک پر نوموړي بهير خپل باور له لاسه ورکوي. هغه وويل، مهمه دا ده چې قوميت د هر کارت د معلوماتو په برخه کې ځای ولري. 

هغه وويل: «که چېرته قوميت په برښنايي پېژندپاڼو کې ورزيات شي، نو وبه ليدل شي، چې کومه ډله ډېره کۍ يا لږه کۍ ده. په دې کار به تتوالی [ابهام] له منځه لاړ شي.»

مبارز زياته کړه، د برښنايي پېژندپاڼو د پروژې پر مخ وړلو کې حکومت د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه وويل: «که چېرته له دې بهير سره نړيواله مرسته بنده شي، د برښنايي پېژندپاڼو وېش به ناشونی شي.»

د برښنايي پېژندپاڼو د وېش د حکومتي ادارې استازي، عبدالوکيل کوهستاني وويل، د پېژندپاڼو د پراخ وېش لپاره امنيتي وضع مناسبه نه ده. د هېواد سورۍ، سورۍ پولې يوه بله ستونزه ده.  

هغه وويل: «لومړی ښايي امنيت بسيا شي ترڅو  ګرځنده ډلې خپل کارونه پيل کړای شي. که چېرته يوازې په ښارونو او ولايتي مرکزونو کې د پېژندپاڼو وېشل پيل شي، نه په کلیو کې، نو ټول بهير به ناکام شي.»

په بغلان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د سرشمېرنې د ادارې مشر، عبدالديان صافي ومنله چې لوژستيکي ستونزې پرځای پاتې دي.

نوموړي وپوښتل: «حکومت نشي کولای د نفوسو د سرشمېرنې څانگې په مناسب ډول تنظيم کړي، څنگه به وکړای شو برښنايي پېژندپاڼې ووېشو.»

د برښنايي پېژندپاڼو د ثبت د څانګې مشر د ځنډ پړه پر سياسي ملاحظاتو پورې کړه. زمري بهير وويل، ١١٠٠ تنه کارکوونکي د کارتونو د وېش بهير ته روزل شوي او وېش ته چمتو دي. 

هغه وويل: «موږ د ټولو عصري وسايلو او سيستم سره د برښنايي پېژندپاڼو وېش ته چمتو يو. د قوميت پر سر د ناندريو له امله لا تر اوسه پر وېش پيل نه دی شوی او د «افغان» د اصطلاح د تعريف په اړه ستونزه پرځای پاتې ده.»

د مدني ټولنې يوه فعال، محمد عثمان شيرزي وويل، د ځنډ لامل سياسي موضوع ده.

هغه وويل: «يو ملت هغه مهال جوړېدای شي چې ټولو [مليتونو] ته په یوه سترګه وکتل شي او باکيفيته مشرتابه ولري، دا بهير د بريالي کېدو نه دی.»

د بغلان د ولايتي شورا غړي، بسم الله عطاش په ټينګار وويل، مليت بايد په برښنايي پېژندپاڼو کې وليکل شي.

هغه وويل: «حکومتي چارواکي بايد د برښنايي پېژندپاڼو تر وېش دمخه د خلکو غوښتنې په پام کې ونيسي. د هېواد هر اوسيدونکی ځانګړی هويت لري، هغه بايد پوره روښانه وي.»

 

 

Frontline Updates
Support local journalists