د افغان ناکراره ولايت خوشالي

د ارزګان ولايت اوسيدونکي وايي امنيتي حالت په ښه توګه مخ په ښه کېدو روان دی.

د افغان ناکراره ولايت خوشالي

د ارزګان ولايت اوسيدونکي وايي امنيتي حالت په ښه توګه مخ په ښه کېدو روان دی.

Wednesday, 23 November, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه جواد ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا د ارزګان د مرکه شوو اوسيدونکو په وينا د تېرو څو مياشتو راهيسې ژوند د افغانستان په مرکزي ولايت، ارزګان کې مخ په ښه کېدو روان دی.

د جولای په وروستۍ مياشت کې طالبانو وکولای شول  د ارزګان په اداري مرکز، تيرينکوټ کې د والي پر دفتر يو سخت بريد وکړي، خو له هغې راوروسته د ياغيانو د بريدونو په شمېر کې لږوالی راغلی، خلک وايي وضعه ښه شوې او هغوی خپل کاروبار ته رسيدلای شی.

اغا محمد سابه او ترکاري پلوري. هغه دې ته اړ دی چې د ولايت لرې پرتو سيمو ته لاړ شي او له کروندګرو څخه د هغوی حاصلات وپيري. هغه وايي تر دې دمه ورته دا کار له خطره يو ډک  کار و.  

هغه وويل: «په ټوله لار به له طالبانو څخه ډارېدم. ښايي په دې  يې تورن کړی وای، چې ترکاري [او خوراکی توکي] کافرانو (بهرنيو سرتېرو) ته وړم. سر بېره پر دې د سړک د غاړې د ماينونو ډا رهم موجود و.  کور ته د رسېدو په لار کې به مې په هر ګام کې د خدای نوم ياداوه. دا داسې کار  و، لکه له مرګ سره چې لوبې کوو.»  

نور هټيوال هم د اغا محمد په څېر له ښه امنيت سره روږدي کيږي.

هغه وويل: «زياتره خلک به د ځانمرګي بريدونو او نښتو له ډاره بازار ته نه راتلل. اوس د هرې ورځې په تيرېدو د تيرينکوټ بازار له ګڼې ګوڼې څخه ډکيږي.» 

«وروره، سوله د خدای يونعمت دی. په ارزګان کې به هره ورځ جنګونه، بمبارۍ، وژنې او وينې تويېدنه وه، خو اوس پکې سوله او کراري ده. ژوند عادي دی. خلک د سولې په خوند بوهيدلي. نور به هيچاته اجازه ورنه کړي، چې ګډوډي رامنځته کړي.»     

د عبدالصمد په نامه يو بل اوسيدونکی د هغه له دې خبرو سره موافق و، چې د سوله ييز چاپېريال له امله په ولايت کې سوداګري، د راکړې ورکړې فعاليتونه او  د ودانيو کارونه جريان لري. 

هغه وويل، کېدای شي په ځينو ځايونو کې لا تر اوسه ياغيان موجود وي، خو په ښکاره د بريد کولو وس نور نه لري. 

هغه زياته کړه:  «ښه خبره داده چې هيڅوک نور د وژنو، چاودنو او جګړې  نوم نه اخلي.»  

د ارزګان د پوليسو وياند، فريد حايل وويل، حکومتي ځواکونو ځينې داسې سيمې نيولي چې د تېرې لسيزې راهيسې د طالبانو په لاس کې وې.

هغه وويل:  «خلک نور له جنګونو ستړی شوي، له دې امله له امنيتي ځواکونو سره د ټيکاو په راوستو کې مرسته کوي.»  

د آی ډبليو پي آر ددې ليکنې ليکوال هڅه وکړه په ارزګان کې د ناتو د ميشتو ځواکونو  څخه، چې زياتره استراليايی سرتيري دی، د امنيت د ښه کېدو په اړه تبصره تر لاسه کړي، خو د ارزګان په ولايت کې د نوموړو ځواکونود وياند د ناسوبتيا له امله په دې کار ونه توانيد.

د ارزګان د ولايتی شورا مشر، امان الله هوتکي د امنيت د ښه والي لامل د روان کال په اوړي کې د هغه ولايت د امنيې د قوماندان په توګه د امان الله خان له ګومارلو سره تړلی وباله.  

نوموړي زياته کړه: «د پوليسو مشر د خلکو په غوښتنه وټاکل شو. له دې امله ورسره خلک همکاري کوي.»  

مطيع الله خان له پخوا راهيسې د ارزګان يوه وتلې څېره وه. د ملېشو د يوې ډلې مشری يې کوله او په سويل کې يې تر کندهاره د لويې لارې امنيت ساتلی و.

د سيمې اوسيدونکي وايي، هغه د يو شمېر کارونو له امله د خلکو باور تر لاسه کړی دی، لکه له بېوزلو او د غير رسمي شورا له هغو مشرانو سره د نغدو پيسو مرسته چې د خلکو ستونزو ته د هوارۍ لارې چارې لټوي.  

د ارزګان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، نورالله هوتک وويل دامنيت د تامين له امله د کوکنارو په کرکيله کې کمښت راغلی دی، په داسې حال کې چې د نشه يي توکو قاچاق بيخي ورک شوی دی.   

هوتک آی ډبليو پي آر ته يو ګودام وښود، چې يو نيم ټن نشه يي توکي پکې و او زياتره يې خام اپين و. د هغه د وينا له مخې د هغه کارکوونکو په تيرينکوټ، چورې او دهراود ولسواليو کې هغه ترلاسه کړي و. 

هغه وويل: «موږ دا نشه يي توکي ... د خلکو په مرسته نيولي دي. راتلونکي کال ته به د کوکنارو کرکيله د موجودې کروندې پنځه سلنې يا صفر ته ورسيږي.» 

د خير محمد په نامه يو ځايي کروندګر وويل، د اپينو پرځای يې د غنمو کرکيلې ته مخه کړې. هغه هم ددې بدلون لامل د امنيې د نوي قوماندان ګومارل کېدل وبلل. 

هغه وويل: «مطيع الله خان موږ ته ويلي چې اپين ونه کرو. موږ هغه کا رکوو، چې هغه يې راته وايي. نوموړي هغه ټولې هټۍ تړلي چې اپين پکې پلورل کېده او قاچاق کوونکي يې بنديان کړي دي. خلکو ته معلومه شوې چې د کوکنارو کرکيله نور د هغوی په ګټه نه ده. له دې امله يې پتېلې چې نورې غلې وکري.»

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists