Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغان «د نمونوي محبس» په اړه شکايتونه

د ارزګان د جوړ شوي محبس چارواکي مني چې د خوړو لپاره لږې پيسې موجودې دي، خو وايي دا د ټول هېواد ستونزه ده.
By Ahmad Shah Jawad

په افغانستان کې د آی ډبليو پې آر د خبريال، احمدشاه جواد ليکنه

د ارزګان ولايت بنديان د محبس په نوې نمونوي ودانۍ کې د خوړو له کمبوت او د غير انساني شرايطو له موجوديت څخه شکايت کوي.  

ځايي چارواکي په نوموړي محبس کې د ستونزو د شتون خبره مني، خو وايي د هوارولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي. 

بنديان دوه مياشتې دمخه د ارزګان دولايتدمحبس له زړې ودانۍ نه د ارزگان مرکز نوي زندان ودانۍ ته ولېږدول شول  د زاړه محبس ودانۍ، چې دا بنديان پکې دمخه ساتل کېدل،  کوچنۍ او تاسيسات يې نامناسبهاو زاړه و. اوس هلته ‍۱۳۰  تنه بنديان اوسيږي، چې ټول يې نارينه دي.

هغوی وايي تر اوسه لا هم د څلورو تنو لپاره په جوړې شوې يوې خونې کې شپږ، اووه تنه اوسيږي؛ خواړه او د روغتيا څارنې شرايط يې نيمګړی دي؛ د ساعت تيرۍ ځای په پام کې نه دی نيول شوی، د ښوونې او روزنې امکانات پکې نشته او د محبس په جومات کې ورته د (پنځه وخته لمانځه) د جمعې د لمونځ اجازه نه ورکول کيږي.

د محمد انور په نامه يو بندي وويل، هيڅکله يې [دلته] بشپړ خواړه نه دي خوړلي.

هغه وويل: «که حکومت پر خوړو باندې زموږ د مړولو وس نه لري، نو زموږ کورنيو ته دې اجازه ورکړي، چې له خپلو کورونو څخه راته خواړه راوړي، يا دې موږ پريږدي چې (د پخلي وسايل چمتو کړو)، ترڅو پخپله د ځانونو لپاره خواړه پاخه کړو.»

د مجاهد په نامه يو تن، چې د دېوال سيورې ته ولاړ و او د خپل بندي پلار او ورور د ليدلو انتظار يې ايسته، وويل، هغوی له لوږې څخه شکايت کوي.  

هغه وويل: «کله چې موږ په کور کې د خوړ ولپاره پر دسترخوان راټوليږو، نو پلار او ورور مې سترګو ته ودريږي. په خدای (ج) قسم که ډوډۍ خوند راکوي. که چېرته حکومت د بنديانو د خوړو لپاره په بېلو شوو پيسو کې زياتوالی نشي راوستلای، نو موږ ته دې اجازه راکړي، چې ډوډۍ ورته يوسو.»

محمد انور وويل، د محبس ورځنۍ بودجه د ۱۵۰ ډالرو معادل ده، چې د محبس د ساتونکو او بنديانو خواړه پرې چمتو کيږي.

هغه وويل: «دا پيسې د بنديانو د وچې ډوډۍ لپاره نه بس کيږي.»

د محبس مسول  سمونوال اهل الله مني چې د خوړو لپاره د بېلو شوو پيسو اندازه  لږه ده. هغه پوښتنه کوي، چې ولې کارکوونکي بل چېرته ډوډۍ نه خوري؟ هغوی بهر هم تلای شي، په داسې حال کې چې بنديان ۲۴ ساعته همدلته وي. هغه وويل: «دا ستونزه په ټول افغانستان کې موجوده ده.»

نوموړي وويل محبس ته د خوړو او د پخلي د وسايلو راوړل، ځکه بند دي چې د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق ډار پکې ليدل کيږي. له بلې خوا کېدای شي [د پخلي] وسايل [له محبس څخه] د تېښتې لپاره وکارول شي.  

د نوموړي ولايت د عدليې د رياست چارواکي د بودجوي ستونزو خبره مني، خو وايي دا خبره د هېوادو په نورو سيمو کې هم  شته. د نوموړې ادارې رئيس، سيد محمود سادات وويل، د خپلو لوړو پوړو چارواکو غوږونو ته يې دا موضوع رسولې ده.

هغه وويل: «موږ په دې وروستيو کې د عدليې له وزير سره غونډه کړې ... هغه وويل په راتلونکې کې به دا ستونزه هواره کړو.» 

د اسدالله په نامه يو بل بندي د محبس دننه جومات ته په ورتګ د بنديز لګولو له امله شکايت وکړ، ويې ويل: «له هغه راهيسې چې بندي شوی يم ، په جومات کې مې لمونځ نه دی کړی. هر مسلمان د مذهبي مراسمو د سرته رسولو اجازه لري ... خو هغوی موږ دې کار ته نه پريږدي.»   

د محبس مسول،اهل الله وويل، د جمعې پر لمانځه بنديز ددې لپاره لګول شوی چې د بلوا او يا د ډله ييزې تېښتې مخه نيول شوې وي.

هغه وويل: «موږ لا تر اوسه د محبس دننه له خونديتوب او امنيتي شرايطو څخه ډاډمن شوې نه يو.»،

د ولايت د عدليې رئيس، سيد محمود سادات د محبس د مشر امنيتي اندېښنو ته په ګوتې نيولو زياته کړه، جومات نوی جوړ شوی او لا تر اوسه فرش نه لري، چې لمونځونه پرې ادا شي.

له هغه وروسته چې آی ډبليو پي آر د ارزګان له والي، محمد عمر شېرزاد  سره د ليدنې پر مهال د محبس په اړه اندېښنې راپورته کړې، نوموړي د محبس د ليدلو لپاره د يو ځانګړي پلاوې د ټاکلو ژمنه وکړه، ترڅو د هغه ځای شرايط وګوري او د حل يوه لاره ورته پيدا کړي.

محمدانور د روغتيا په اړه وويل، يو ډاکټر په اوونۍ کې يو پلا بنديان معاينه کوياو په سرسري ډول يې معاينه سرته ورسوي. که څوک د شپې له خوا ناروغ شي، بايد تر سهاره انتظار وباسي.

هغه وويل: «هر ناروغ ته د ټولو ناروغيو لپاره ډاکتر هماغه يوه ګولۍ ورکوي. نور درمل نشته.» 

سادات وويل، داکټر د اوونۍ دوه ځلې ناروغان معاينه کوي، خو دا يې منله چې د کلينيک نشتوالی  «يوه ستره ستونزه» ده.

بل عام شکايت له خپلوانو سره د ليدنې «ملاقات» پر مهال د خلوت د ځای نشتوالی و. 

محمد انور وويل: «اسلام هرې مسلمانې ښځې ته لارښونه کوي، چې خپل مخ له پردېو څخه پټ کړي. خو کله چې زموږ ښځې دلته راځي، داسې کوم مناسب ځای ځايګی نه لرو، چې د هغوی مخونه [او څېرې] وګورو.»

   کله چې له سادات څخه په دې اړه وپوښتل شول، ويې ويل: «موږ به ډېر ژر د ښځو د ملاقات لپاره د يوې خونې د جوړېدو په اړه پرېکړه وکړو.»