Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغاني کوچنيانو په وړاندې تېری، قربانيان بنديانيږي

د [بشري] حقونو فعالين وايي، کوچنيان د "اخلاقي جرم" په تور بنديانيږي، په داسې حال کې چې [اصلي] مجرمين له بنده ازاد گرځي.
By Mina Habib
Juvenile detention centre in Kabul. (Photo: Mina Habib)

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه

پنځلس کلن کوچني د خپل نامه له ښودلو ډډه وکړه. په داسې حال کې چې هغه په کابل کې د کوچنيانو سمون د مرکز [دارالتاديب] په يوې تشې کوټې کې ناست و، سترگې يې کښته اچولې وې.

هغه ورو ورو پر خبرو پيل وکړ، خوله يې بېرته کړه او خپله کيسه يې پيل کړه. د يوه يتيم په توگه هغه د سرپل په ولايت کې له خپله کوره راووت او ښار ته راغی چې په مدرسه کې اسلامي زده کړې وکړي. يوه ورځ له ښاره بهر يې يو سړی وليد چې دوې خريطې يي په لاس کې وې او په ډېره سختې يي وړلې     

هغه وويل: "ما د مرستې لپاره ورودانگل. يوه بوجۍ مې ترې واخيسته او په شا مې کړه او د هغه کور ته مې يوړه. نوموړي سړي زه کورته د ډوډۍ د خوړلو لپاره وربللم، ځکه مرسته مې ورسره کړې وه. کله چې کوټې ته ننوتم، پر مايې جنسي تېری وکړ. ما له کړکۍ ټوپ کړ چې وتښتم. هغه بهر راووت او چېغې يې کړې چې غل دی. ځايي پوليسو د غله په تور بندي کړم. هغوی زما خبرو ته غوږ نه نيوه ... اووه مياشتې کيږي چې په زندان کې يم. نه پوهيږم چې کوم ناسم کار مې کړی دی."

د نورو ټولنو په څېر په افغانستان کې پر کوچنيانو جنسي تېری هم خورا حساسه موضوع گڼل کيږي. عدلي سيستم په دې اړه اجراات نشي کولای. قرباني شوي کوچنیان زياتره د ځوانانو د سمون په مرکز کې د "اخلاقي جرم"تر نامه لاندې شپې سبا کوي، په داسې حال کې چې تېري کوونکي لويان يې ازاد گرځي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون پر نجونو او هلکانو د جنسي تېري يو اوږد لست چمتو کړی دی، خو يادونه کوي چې زيات شمېر نورې ورته پېښې لا تر اوسه پټې پاتې دي او د [کورني] حيا او شرم له امله يې په اړه رپوټ نه دی ورکړشوی. سربېره پر دې خلک پر عدلي سيستم هغومره باور نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د کوچنيانو د څانگې مشر، بلال صديقي آی ډبليو پي آر ته وويل: "منظم فساد، د قانون کمزوری حاکميت او له جرمه خونديتوب ددې لامل شوی، چې مجرم سزا ونه گوري او قرباني شوي شخص ته سزا ورکول کيږي."

د [جرم]  د کره شمېرې په اړه د معلوماتو تر لاسه کول گران دي، ځکه ځينې دولتي ادارې معلومات نه ورکوي. د افغانستان د کوچنيانو د ابتدايه محکمې کارکوونکو آی ډبليو پي آر ته وويل، رسنيو ته پر ماشومانو د جنسي تېرې په اړه هيڅ راز معلومات نشي ورکولای. د کوچنيانو د سمون په مرکز کې هم له بندي شوو کوچنيانو څخه د معلومات ترلاسه کول گران دي.   

د افغانستان په قوانينو کې تناقض د عدالت مخه ډب کړې ده. د کوچني منگ واده په افغانستان کې يو عام کار دی، د ټاکلي عمر پر سر توافق نشته. په ٢٠٠٩کال کې يو قانون پر ښځو جنسي تېری جنايي جرم وباله، خو دا قانون د نارينه قرباني په اړه نه پلی کيږي. د "لواطت"جرم ته تر پنځلسو کلونو پورې د بند سزا ورکول کيږي.

د "اخلاق جرم"سزا کله ناکله، چې د مجردو افرادو تر منځ جنسي اړيکې په پام کې نيسي او هغه مهال پلی کيږي چې کله پر يو کوچني جنسي تېری وشي.

صديقي وايي، کله چې قرباني شوی فرد گناهکار وپېژندل شي، نو زياتره يې هلکان او همدارنگه نجونې د دارالتاديب په مرکز کې ساتل کيږي.

د بنديخانې رئيسې، عزيزې عدالتخواه له دې انکار وکړ چې گوندې د جنسي تېري کوم قرباني شخص دې دلته بندي وي.

هغې وويل: "د بشري حقونو د کميسون ادعا دروغ ده. د داسې پېښو قرباني نه بندي کيږي."

په عين وخت کې عدالتخواه ومنله چې په نوموړي مرکز کې يو شمېر کوچنيان د "اخلاقي جرم"په تور بنديان شوي دي.

د بشري حقونو نيويارک مېشتې ډلې په يوې بيانيې کې پر "اخلاقي جرم"د يو ماشوم د محاکمه کېدو او د نورو ورته پېښو په اړه د حکومت د اقدام غوښتنه کړې ده.  

د آسيا لپاره د نوموړې ډلې مدير، براډ ادم وويل: "کله چې يو سړی له يو ديارلس کلن ماشوم سره جنسي اړيکي نيسي، ماشوم د جنسي تېري قرباني دی، نه يو جنايي مجرم."

د حج او اوقافو د وزارت د څېړنو رئيس، کرامت الله صديقي باوري دی چې د اسلامي قانون پلي کېدل په اغېزمن ډول ددې کار مخه نيسي.

هغه وويل، [په شريعت کې] سرغړوونکی په يوې بوجۍ کې اچول کيږي اود يوې غونډۍ له سره څخه راکوليږي. هغه وويل: "که دا کار وشي، زه ډاډمن يم، هيڅوک به ددې کار د سرته رسولو جرات ونه کړي."

صديقي وايي، پر ماشومانو جنسي تېری کله ناکله داسې حالت ته رسيږي، چې کوم يو قانون پرې پلی کړای شي. هغه وايي، په داسې حال کې چې يو شمېر مجرمين بنديان شوي، خو وړ سزا ورته ورکړ شوې نه ده. هغه يوې وروستۍ پېښې ته گوته ونيوه، چې د فبرورۍ په مياشت کې د افغان ملي اردو د يوه غړي له خوا پر يوه يوولس کلن هلک د جنسي تېري ادعا شوې وه. د سرتېري په وړاندې هيڅ اقدام ونشو.

هغه زياته کړه: "د [بشري حقونو] کميسون پر څېړنيزو ادارو فشار راوړ، چې په پېښه کې ښکېل افراد محاکمې ته راوکاږي، خو موږ له پايلې ډاډمن نشو."

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر، لال گل فرياد وويل، پر کوچنيانو باندې د جنسي تيري ښکېلو زورورو او متنفذو اشخاصو ته څوک سزا نشي ورکولای. 

هغه وويل: "په دولتي ادارو، په تېره بيا په محاکمو کې فساد لوړې کچې ته رسېدلی. جنگ سالاران او د حکومتي څېرو تر ملاتړ لاندې افراد مصؤونيت لري. تر هغه چې قانون پر هرچا په برابر ډول پلی نشي، بايد ومنو چې دا ډول بې عدالتي به لاپسې زياته شي."