Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغاني هندوانو اوسکهانو ستونزمن حالت

.زمولل شوې ټولنه د خپل هويت د ساتلو لپاره هلې ځلې کوي
By Mina Habib, Abdali

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، مينا حبيب او ابدالي ليکنه

سکهـ کسبه کار، امريت سنگهـ، چې د کابل ښار په شوربازار کې د بنجار گۍ په خپلې کوچنۍ هټې کې ناست دی، وايي: "له موږ سره د انسانانو په څېر چلن نه کيږي. کله چې ژوندي يو، نو سپکاوی مو کيږي، ښکنځلې راته کيږي او وهل کيږو... کله چې مو مړي، خپلې شخصي شتنمۍ، هندو سوزان ته يوسو، نه مو پريږدي چې ويې سوځوو، وايي بوی کوي."

نوموړي پنځه پنځوس کلن سکهـ وپوښتل: "آيا موږ په دې هېواد کې کوم حق لرو، که نه؟"

هندوان اوسکهان د ننني افغانستان تر ټولو کوچنی پوړکی جوړوي. هغوی په تاريخي لحاظ د سوادگرو او متشبثينو په توگه مهم رول لوبوي، په افغانستان کې يې په پرتله ييز ډول له سلگونو کلونو راهيسې ښه او سم ژوند کړی او زياتره په پلازمېنې کابل او په سويل ختيځ ولايت، خوست کې اوسېدلي.   

د هندوانو او سکهانو د ملي شورا د مشر، اوتار سنگهـ  په وينا، د هغوی شمېر اوس يوازې ٣٩٥ کورنيو ته رسيږي. هغه وويل، په ١٩٩٢ کال کې د شوروي پلوي حکومت له رانسکورېدو دمخه د دواړو ټولنو [هندوانو او سکهانو] شمېر شاوخوا ٢٠٠ زرو تنو ته رسېده.

له هغه راوروسته د کورنۍ جگړې په بهير کې يې زيات شمېر نورو هېوادونو، په ځانگړي ډول هند، ته وکوچېدل. د پاتې شوو هغو ژوند په ١٩٩٦ –٢٠٠١ کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خراب شو. د مذهبي مناسکو سرته رسول يې ټکني شول او د مړو پر سوځولو يې بنديز ولگول شو. 

سره لدې چې پورتنی بنديز اوس له منځه تللی، خو د اوتار سنگهـ په وينا د جنازې د مراسمو د سرته رسولو ځای د يوې سترې ستونزې په توگه تر اوسه پاتې دی. هغه وويل، د کابل ښار سويل ختيځ ته د قلعچېپه سيمه کې د هغوی د مړو د سوځولو [هندوسوزان] له ١٢٠ کلن زاړه ځای سره خلک مخالفت کوي.

هغه وويل: "کله چې موږ خپل مړي هندوسوزان ته لېږدوو، نو د پوليسو په بدرگه ځو. بيا هم ځايي اوسيدونکي مو په ډبرو ولي. هغوی زموږ مړو ته سپکاوی کوي."هغه زياته کړه، افغان پارلمان، د بشري حقونو خپلواک کميسون، د ملگرو ملتونو نماينده گۍ او د متحده ايالتونو سفارت ته د غوښتنې له وړاندې کولو سره سره د هغوی ستونزه هواره شوې نه ده.   

د کابل ښار د پوليسو د قوماندنۍ مرستيال، داود امين وويل، پوليس ددې لږه کيو د حفاظت او ساتنې لپاره تر خپلې وس کار کوي.

هغه وويل: ""موږ تل له هغوی سره مرسته کړې. موږ هغوی بدرگه کړي او هيڅوک مو نه دی پرېښی چې سپکاوی ورته وکړي. خلکو يوازې يو وار هغوی پر ډبرو وويشتل او موږ يې مخه ونيوله. هرکله چې يې راڅخه د مرستې غوښتنه کړې، مرسته مو ورسره کړې ده."

د قلعچې اوسيدونکو په ټينگار وويل چې له هندوانو او سکهانو سره کومه ستونزه نه لري، ستونزه يوازې د مړو له سوځولو سره لري.

د قلعچې د خلکو د شورا مرستيال، غلام حبيب فواد وويل، پخوا هندوسوزان د استوگنې له سيمو څخه په لرې واټن کې پروت و، خو اوس هغې ته څېرمه ډېر کورونه جوړ شوي دي.

هغه وويل: "کله چې هغوی خپل مړي دلته سوځوي، ټول کورونه بوی نيسي. زيات شمېر خلک غبرگون ښيي او ناروغه کيږي. ماشومان ډاريږي. ځينې کورنۍ څو ورځې خپل کورنه پريږدي او د خپلوانو کورنو ته ځي."

اوتار سنگهـ له دې خبرې انکار وکړ چې گوندې د مړو سوځول پر چاپېريال بد اغېز کوي.

هغه وويل: "د مړو د سوځولو پر مهال د ښاروالۍ او پوليسو استازي حاضر وي او آن وايي کوم بوی يې احساس کړی نه دی."

په مشرانو جرگه کې د سکهانو استازې، انارکلي هنريار وايي، د مړو د سوځولو موضوع يې په لوړه کچه ياده کړې.

هنريار، چې له ٢٠١٠ کال راهيسې د مشرانو د جرگې يوازنۍ نامسلمانه غړې ده، وايي: "ما د [قلعچې] موضوع ته پخپله د حکومتي چارواکو پام اړولی دی. هغوی همکاري کوي. موږ له خپلو مسلمانو ورونو سره کومه ستونزه نه لرو، زما په اند يو شمېر ځانگړي سياسي عناصر او بهرنۍ لاسوهنېد هندوانو او سکهانو په وړاندې ستونزې راولاړوي."

سره له دې گڼ شمېر هندوان او سکهان وايي هغوی د خپلو گاونډيانو له گواښونو، سپکاوي او آن فزيکي تاوتريخوالي سره مخامخ دي.

د کابل ښار د بنجاره گۍ يو هټيوال، بجن سنگهـ وويل: "زموږ مېرمنې له کوره بهر نشي وتلای. کله چې مو ماشومان ښوونځي ته ځي، له دې امله چې هندوان دي، سپکاوی يې کيږي. يو شمېر هندوان ورونه مو وهل شوي او پيسې ترې غلا شوي. ټول حقونه مو تر پښو لاندې شوي دي. کاشکې [حکومت] موږ کوم بل هېواد ته واستوي."

هنريار دا مني، سکهان او هندوان له يو شمېر ستونزو سره لاس او گرېوان دي، چې لامل يې د خلکو ناپوهي ده. هغې وويل، له رسنيو او د حج او اوقافو له وزارت يې غوښتنه کړې چې په دې اړه د عمومي پوهاوی يو کمپاين پلی کړي.

هغې وويل: "زما په اند د خلکو د ليک لوست د کچې ټيټوالی، مهاجرتونه [راستانه شوي افغان کډوال] او د هندو لږه کيو په اړه د معلوماتو نشتوالی د دې ستونزې لاملونه دي. هرڅوک داسې نه دی. يوازې يو شمېر ناپوهه کسان دا کارونه کوي. ما په داسې پېښو کې له پوليس سره اړيکې نيولي، هغوی بشپړه همکاري کړې او ښکېلو افرادو ته يې سزا ورکړې ده."

هنريار وويل، هغې  داسې يو نوښت تر لاس لاندې نيولی چې د کابل په ختيځ کې هندوانو او سکهانو ته بشپړ استوگنځايونه جوړ کړي چې کورونه، ښوونځي، د مړو د سوځولو ځای او نورې اسانتياوې ولري. خو تر دې دمه ورسره چا هغومره مينه څرگنده کړې نه ده. 

هغې وويل: "اوس چې مو د ښارگوټی ځای وموند، څوک ورته زړه نه ښه کوي. ښاروالي راته هره ورځ تيلفونونه کوي او وايي د هغې د ودانولو کار بايد ژر پيل شي."

په کابل کې مېشت هندوان او سکهان وايي نوي استوگنځي ته تگ د هغوی ستونزې نشي هوارولای. که له پلازمېنې ووځې ښايي له زياتو امنيتي ستونزو سره مخامخ شي.

د منپال سنگهـ په نامه يو استوگن وويل: "موږ  آن د کابل په زړه کې د پوليسو او قانون له شتون سره سره خوندي نه يو. څنگه به له ښاره بهر شل کيلو متره وړاندې دښته کې ژوند وکړای شو؟ د نورو کلو خلک به راسره څه کوي؟ آيا په کابل کې بل ځای نه و، چې اوس مو دښتو او غرونو ته استوي."

يو شمېر خلکو ته لا هغه وخت اوس هم په ياد دی چې هندوانو او مسلمانو به خوږ گډ ژوند درلود.

په خوست کې يو مسلمان هټيوال، بادشاه وويل: "زموږ غم او ښادي سره شريکه وه. کله چې هندوستان ته لاړ شو، د هغوی په کورونو کې اوسيږو. هغوی وياړلي افغانان دي. هغوی ميلمه پال دي. هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره له موږ سره په گډه کار کاوه. په هغوی پسې خپه يم."

د سمترال په نامه د خوست يوه هندو، چې اوس په کابل کې اوسيږي، وويل:"موږ له خپلو مسلمانو ورونو سره تر دې کچې انډيوالي درلوده چې فکر مو نه کاوه موږ څوک يو او هغوی څوک دي. موږ ټول يوازې يو افغانان وو."

هغه وويل، هغوی [هندوان] اوس په هند کې اوسيږي او اړيکي ورسره لري.

نوموړي زياته کړه: "هغوی ټول په خپلو کورونو او کلو پسې کړيږي. کاشکې امنيت مو درلودلای، چې بېرته مو يوځای ژوند کړی وای." 

مينا حبيب په کابل کې او ابدالي په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوي خبريالان دي.