د افغاني مېرمنو د حقونو تورې ورځې

په مناظرو کې واورېدل شول چې بيړنی عدالت زياتره د اختصاصي محکمو له خوا سرته رسيږي.

د افغاني مېرمنو د حقونو تورې ورځې

په مناظرو کې واورېدل شول چې بيړنی عدالت زياتره د اختصاصي محکمو له خوا سرته رسيږي.

Saturday, 13 February, 2016

دننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د گډون کوونکو په وينا د ی آیاآآآآ    ختيځ ولايت ننگرهار ښځې يه زياتېدونکې توگه د بيړني عدالت د تگلارو ښکار کيږي.

په مناظرو کې واورېدل شول چې په دغه ولايت، په ځانگړي ډول په لرې پرتو سيمو کې، فعالې قومي محکمې زياتره زيان منونکې مېرمنې پر ډبرو ايشتلو، د پزې يا غوږ په پرې کولو، وهلو ډبولو او د جبري ودولو په گډون له ډېرو وحشيانه ظلمونه سره مخ کوي.

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له ړنگېدو راوروسته د ښځو د حقونو په ډگر کې له اساسي پرمختگ سره سره ويناوالو گوته وڅنډله چې دا لاسته راوړنې اوس له خطر سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د سيمه ييز دفتر د ښځو د څانگې مشرې، هاشمې شريف وويل، د ولايت په محکمو کې د فساد له امله سرغړونو ته زياتره سزا نه ورکول کيږي.

نوموړې د يوې پېښې يادونه وکړه چې د ننگرهار ولايت د يوه  کلي اوسيدونکې مېرمنه اوو بېلابېلو سړيو ته واده شوې او په هره پلا واده کې يې يو ماشوم زيږولی و. په پای کې نوموړې ښځه له اوو اولادونو سره بېرته د لومړي مېړه کورته لېږل شوې وه.  

شريف وويل، په بله پېښه کې د ننگرهار ولايت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې «يوه ښځه د پنځو نجونو د زيږولو په «جرم» په شاقه کار محکومه شوې وه.»

د ننگرهار د پوليسو د بشري حقونو د څانگې رئيس، عبدالمحمد ومنله چې د جبري ودولو په گډون له ښځو سره داسې ناوړه اعمال په دې ولايت کې يوه ستونزه ده.

عبدالمحمد د يوې پېښې يادونه وکړه، چې د سيمې پوليسو بايد هغه مهال مداخله کړ وای چې يو سړي خپله ښځه شپږ مياشتې په زنځيرونو تړلې وه.

نوموړي زياته کړه: «زه د دې پخلی کولای شم چې پخوا د ننگرهار په ځينو سيمو کې ښځې، څلور پنځه ځلې پر يو او بل پلورل شوي. اوس ښځې په دغه ډول نه پلورل کيږي.»

همدارنگه عبدالمحمد ومنله چې د جنسيت د سرغړونو په اړه شکايتونه زيات شوي، خو وايي چې د دې کار لامل عدالت ته د ښځو اسانه لاسرسی او پر پوليسو ډاډ دی. 

د ننگرهار د استيناف د محکمې رئيس، عبدالعزيز نيازي وويل، د ښځو د حقونو په اړه د معلوماتو د نشتوالي له امله بيړنيو محکمو ته لار پرانيستل شوې ده.

هغه وويل: «هر سړی چې د ښځو له حقونو څخه ناخبره وي، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی کوي.»

Frontline Updates
Support local journalists