د افغاني فلم د فسخ کولو پړه د ايران پر غاړې ده

پر تهران د هغه فلم د نندارې د مخنيوي پړه اچول کيږي، چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چال چلن څخه يې پرده پرده کوله

د افغاني فلم د فسخ کولو پړه د ايران پر غاړې ده

پر تهران د هغه فلم د نندارې د مخنيوي پړه اچول کيږي، چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چال چلن څخه يې پرده پرده کوله

Tuesday, 8 November, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، عبداللطيف سهاک او خان محمد دانشجو ليکنه

تر ناندريو لاندې يو فلم، چې په ايران کې يې د افغان کډوالو ناوړه حالت انځورولو، په کابل کې يوولس ساعته وروسته بند شو او د خلکو تر منځ يې د خپګان سپرغۍ وشيندلې، چې ګوندې چارواکي د تهران تر فشار لاندې راغلی دي.

هغه مهال چې د فلم د لغو کېدو له امله خپګان سر واخيست، افغان پارلمان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، سيد مخدوم رهين وروغوښت، چې نوموړې موضوع يې له پامه غورځولې وه. هغه او د افغان فلم دولتي موسسې دواړو د فلم  د بندولو له موضوع څخه انکار وکړ.  نوموړی فلم «مدرسه» نومېد. د ايران سفارت وويل چې په پرېکړه کې لاس نه لري.  

د فلم جوړوونکو او د پارلمان د غړو له خوا د ايران د لاسوهنې ادعاګانې د افغانستان په سياست کې د پردې تر شا د ايران د رول د لوبولو په اړه پراخ شکونه رامنځته کړل.

«مدرسه» د يو افغان کډوال مبارزه انځوروي چې په ايراني ښوونځي کې د خپلې يوې لور د شاملولو هڅه کوي. د ښوونځي دروازې د هغې پر مخ په پرله پسې ډول تړل کيږي. په فلم کې له پلار سره د ايرانيانو له سپکاوي څخه ډک چال چلن نندارې ته وړاندې کيږي، ځکه هغه يو افغان دی. هغه په پای کې زندان ته اچول کيږي او ځورول کيږې.  

په پام کې وه چې نوموړی فلم د اکتوبر په نيمايي کې په کابل کې نندارې ته وړاندې شوی وای، خو په وروستيو شېبو کې بند شو.

په کابل کې د پارلمان غړې، شکريې بارکزۍ په دې باور ده، چې فلم د ايرانی دپلوماتانو د فشار له امله بند شو. نوموړې د افغان حکومت غندنه وکړه، چې دې ډول لاسوهنو ته تسليميږي.

په کابل کې د ايران سفارت ددې موضوع په اړه د تبصرې لپاره د آی ډبليو پي آر  پرله  پسې غوښتنو ته ځواب ورنه کړ. د طلوع په نامه د افغانستان يو تلويزيون د هغې وينا راخيستې وه، چې په موضوع کې يې له ښکېلتيا څخه انکار کړی و.   

دې پېښې د اسد سکندر په ګډون، چې د «مدرسې» د فلم جوړولو د شرکت مشری کوي، د افغان فلم جوړوونکو غوسه راوپاروله.  هغه وويل ددې فلم بندول د بيان د ازادۍ  تر پښو لاندې کول دي. 

د افغانستان د سينما د اتحاديې مشر، جوانشېر حيدري نوموړې پرېکړه ناقانونه او غير دموکراتيکه وبلله. هغه وويل، سمه خبره داده، د افغانستان د رسنيو د څار ډله دې په دې اړه   شکايت وکړي، چې فلم بايد له خپرېدو دمخه سانسور نشي.

«مدرسه» يوازنی فلم نه دی، چې په دې وروستيو کې يې ناندرۍ راپارولي دي. تېره مياشت د بلخ په ولايت کې د بشري حقونود فلمونو د فستيوال پر مهال  د څو فلمونو د نندارې له امله له نارو سورو ډک اعتصابونه راوپارېدل. 

ظاهرا اعتصاب کوونکي له دې امله په غوسه وو، چې د فلمونو منځپانګه غير اسلامی وه، خو د فستيوال جوړوونکي، مالک شافعي وويل، د هغه په اند اصلي خبره دا نه وه. هغه ادعا وکړه،  په بلخ کې ايران پلوه شبکې دا اعتصابونه ددې لپاره جوړ کړی وو، چې نندارې ته د نورو فلمونو د وړاندې کولو مخه ونيسي. 

هغه وويل: «ددې کار لپاره د بلخ پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي يو شمېر محصلين ګومارل شوي وو. هغوی د يوه يا دوو فلمونو په اړوند اعتصابونه جوړکړل او فستيوال يې ګډوډ کړ، چې د اسلام پر ضد يې هيڅ  نه درلودل.»   

يو فلم، چې په پام کې وه نندارې ته وړاندې شی، «ګاونډی» نومېده. دا فلم د افغانانو د ډله ييزې وژنې په باره کې و، چې د ايران په پنډغالي کې يې بلوا کړې وه.» د نوموړی فلم جوړوونکي، زبير فرغند وويل، د نورو فلمونو په اړه اعتصاب په حقيقت کې له صحنې څخه د هغه د يوه فلم د ايستلو له امله جوړ شوی و.   

هغه وويل: «له دې امله چې فلم پر يوې رښتينې کيسې ولا ړ و، ايراني حکومت هڅه وکړه، ترڅو په هره ممکنه لاره د هغې د ښودلو مخه ونيسي.»  

د فلم له نندارې سره مخالفت کوونکو افرادو ټينګار کاوه چې د هغوی غوسه د اسلامی ارزښتونو د تر پښو لاندې کېدو له امله وه. نندارې ته د «کاغذي کښتۍ» د فلم ننداره، هغه مهال د الله اکبر په شعارونو قطع  او بنده شوه، چې پکې وښودل شول، يوه کونډه ښځه ملا له ځانه سره ملګرې کړې ده.

د محمد جمشېد په نامه يوه محصل وويل، دا ډېر زيات خراب فلم و، «ځکه يوه امام په جومات کې له يوې ښځې سره د جنسي تمايلاتو څرګندونه کوي... . څنګه به يو مسلمان هغه وزغمي؟»        

د سهراب سيرت په نامه د فلم يوه بل ننداره کوونکي وويل، د فلم اصلي کيسه داسې وه، چې د يوه ملا له خوا پر بشرپالنې د جګړې له امله د يوې کونډې مېرمنې عقيده څنګه بېرته اعاده کيږي. نوموړی هم په دې باور و، د بلوا اصلي موخه د «ګاونډي» د فلم بندل و، چې محتوا يې دايران پرضد  وه او فستيوال ته راليږل شوی و.

د فيستيوال تنظيموونکي، شفيع ټينګار وکړ، چې په پروګرام کې نيول شوي ټول فلمونه  د [اطلاعاتو او] فرهنګ وزارت د استازي په ګډون د يو کميسون له خوا ليدل شوي او تاييد شوي و. د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، صالح محمد خليق وويل، موضوع داسې نه وه او د هغه رياست ته چا د فيستيوال  په اړه معلومات ورکړی نه و.

په بلخ کې د فرهنګي چارو شنونکي، ميوند وويل، په ۲۰۰۱ کال کې له واک څخه د طالبانو له غورځېدو راوروسته  ايران په دې ولايت کې د ديني ښوونځيو، کتابتونونو او خيريه موسسو د جوړولو او د ځايي رسنيو د تمويل له لارې خپل حضور پياوړی کوي. هغه د افغانستان پر لويديځو متحدينو غږ وکړ، چې په دې ولايت کې د ايران له پردې لاندې فعاليتونو سره مقابله وکړي

Diplomacy
Frontline Updates
Support local journalists