Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغاني سندرغاړو غږونه چوپ شوي دي

سيمه ييز سندرغاړي وايي د امنيتي گواښونو له امله د خوندي کار او بار په موخه د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي
By Hijratullah Ekhtyar, Mina Habib
Afghan musicians at a poetry festival in Farah, western Afghanistan, in May 2010. (Photo: US Air Force Senior Airman Rylan K. Albright/ISAF/Wikimedia Commons)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، هجرت الله اختيار او مينا حبيب ليکنه

د جلال آباد د ښار له اميرجان مارکيټ بهر لارويان له څېرمه ودانۍ څخه د ساز د غږ په اورېدو پښه نيولي کيږي.

دا د سندرغاړو د ټولنې مرکز دی. په دې مرکز کې سندرغاړي او ساز غږوونکي راټوليږي، کيسې کوي او يا په گډه سندرې وايي او موسيقي غږوي. يو شمېر ځوان او زاړه سندرغاړي او ساز غږوونکي خبرې کوي، چای څښي او نور شاوخوا ناست دي او سړک ته گوري.

پاچاخان په فکر کې ډوب تللی، خو د آی ډبليو پي آر د خبريال په رارسېدو يې مخ غوړيږي. کله چې نوموړی مشهور سندرغاړی پوهيږي، دا شخص د دې لپاره نه دی راغلی هغه د ساز لپاره يوسي، نو د مخ څېره يې بېرته مړاوې او په نهيلۍ بدليږي.

هغه ويل: "په تېرو دوو مياشتو کې چا د ساز لپاره نه يم وړی. د کوټې د درېو مياشتو کرايه راباندې پاتې ده. د کور لپاره ترکاري له هټۍ څخه په پور اخلم. هابله ورځ يې هټيوال راته وويل،ډېر پور دې کړی، نور څه شی نه درکوم.نه پوهيږم څه وکړم."

پاچا خان وايي، په ننگرهار ولايت کې د خرابيدونکې امنيتي وضعې له امله د کار لپاره د جلال آباد له ښار څخه بهر نشي وتلای.

هغه وويل: "درې کاله دمخه به ولسواليو ته د ودونو لپاره تللو. سازونه ډېر وو. هيڅ واده بې سازه نه و. په دې ورځو کې له ښار څخه يوه ټوټه وړاندې خلک په ودونو کې د طالبانو له ډاره موسيقي نشي غږولای. په ولسواليو کې خو له پوښتنې وتلې خبره ده. زموږ کار په ټپه درېدلی."

موسيقي تل د افغاني فرهنگ يوه مهمه برخه وه، خو له څو کلونو راهيسې دا دود د ديني ذهنيت او د جگړې د عمومي ناخوالو له امله غړند شوی دی.

د افغانستان ديني عالمان د موسيقي د رول په اړه بېلابېل نظر لري. يو شمېر يې بېخي حرامه بولي. نور يې د منلو وړ بولي، خو په دې شرط چې د نارينه گانو له خوا سرته ورسيږي او سندرې يې "اخلاقي"اړخ ولري. 

يو شمير صوفيان ساز په خپلو مذهبي مراسمو کې ورگډوي. تر ټولو مشوره يې چشتيه طريقه ده چې سرچينه يې د افغانستان په لويديځ کې ده. د دې طريقې پلويان ساز او سندرې د خپل عبادت يوه برخه بولي.

موسيقي د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې بنده شوې وه، ساز غږوونکي او سندرغاړي به يې ځورول او د موسيقي آلې يې ورته په لارو کې ځوړندولې.

کله چې طالبان  په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې يرغل کې راوپرځول شول، يو شمېر سندرغاړي له جلاوطنۍ راستانه شول او په ساز او اواز يې پيل وکړ.

ساز غږوونکي وايي، په افغانستان کې د ساز له محبوبيت سره سره هغوی ته څوک درناوی نه کوي. 

د افغانستان په ختيځ کې د سندرغاړو د ټولنې مشر، کمين گل وويل: "زموږ خلک هنر خوښوي. هغوی په کورونو کې تلويزيونونه لري، ديش انتونونه لري، ټيپ ريکارډرونه غږوي. په گرځندو تليفونونو کې ساز اوري. خو سره له دې بيا هم سندرغاړي نه خوښوي او د درناوۍ وړ يې نه بولي."

ډېری سندرغاړي وايي پخپله يې د بې احترامۍ ډېرې بېلگې ليدلي.

د ننگرهار ولايت يو سندرغاړی، خوشال تاجی وايي: "زه خلکو ته وايم، موږ تاسو ته خوښي درکوو. موږ پر ځان سخته تېرو چې تاسو خوشاله کړو. دروند چلن راسره وکړئ. لويدو ته مو مه پرېږدئ. ژوند ته مو پرېږدئ او مه مو سپکوئ."

تاجی د ننگرهار ولايت د پچير او اگام اوسيدونکی دی، خو اوس په جلال آباد کې اوسيږي، ځکه هغه سيمه د مخالفينو په لاس کې ده.

هغه وويل: "که هملته پاتې وای، نو وخته به وژل شوی وای. هغه ځای د طالبانو په ولکه کې دی."

لرې پرتې سيمې او کلي بانډې له ساز غږوونکو خالي دي.

د سره رود د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي، ننگيالي امرخېل وويل: "پخوا چې ولسوالۍ او کليوالي سيمې خوندي وې، خلکو به د خوښيو په مراسمو کې هوايي ډزې کولې، ساز به يې غږولو او د ساز او سندرو غونډې به يې جوړولې. خو نن سبا خلک ودونه، د مړي د مراسمو په څېر، په چوپه چوپتيا کې تېروي. څوک نشي ويلای چې دلته واده دی او که غم."

آن په پلازمينې، کابل کې سازيان وايي د خلکو د کوچېدو له امله کاروبار ډېر لږ پيدا کيږي.

د پښتو مشهور سندرغاړی، بريالي ولي، چې اوس په پلازمېنه کې اوسيږي، آی ډبليو پي آر ته وويل، په دې هڅه کې دی چې کوم اروپايي هېواد ته ويزه واخلي. نور ملگري يې هم په همدې هڅه کې دي. 

هغه وويل: "د هنر کړۍ ورځ په ورځ تنگيږي. دوه کاله دمخه به په مياشت کې څه ناڅه څلوېښتو ودونو ته تلم، خو اوس د مياشتې يو يا دوه ودونو ته ځم. په دې پيسو به څنگه ژوند وکړم؟"

هغه وويل: "پخوا به مې په يو واده کې له زرو څخه تر درېو زرو پورې ډالر اخيستل. اوس په لږو پيسو هم ځم، خو ودونه نشته."

په جلال آباد کې دعزيز گل کار وبار هم رالوېدلی. هغه اوس د ساز غږولو آلې ترميموي. هغه پيسې نه لري چې ځانته پرې هټۍ کرايه ونيسي. اوس د امير جان په مارکيټ کې تر پاټکو لاندې د ترپال په يوې کوډلې کې کار کوي.

عزيز گل وايي، دوه کاله دمخه يې د مياشتې ترڅلورو سوو ډالروکار کاوه او سندرغاړو ته به يې دساز الې جوړولې . په دې ورځو کې د مياشتې د ساز د آلو له ترميم څخه د سلو يا يو سلو او شل ډالرو پورې معادل پيسې پيدا کوي.

هغه وويل: "کله چې سندرغاړي بي کاره شي، زه هم بې کار يم. ډېر پوروړی شوی يم."

يو شمېر سندرغاړو خپل مسلک پريښی او ځانونو ته يې بل ځای کاروبار پيدا کړی.

پاچا خان وويل: "هغه مهال چې په افغانستان کې وضعه خرابه شوه، سندغاړي پاکستان ته لاړل. اوس هلته هم وضع ښه نه ده. سندرغاړي له هغه ځايه بېرته راوځي. زما يوازنۍ چاره داده چې د سندرو له ويلو لاس واخلم او مزدورۍ ته ملا وتړم."

په کابل کې دوو ورونه، جاوېد او وحيدالله د موسيقۍ يوه جوړه وه، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې مزدوري کوي.

وحيدالله وويل: "تر دوو کلونو دمخه د موسيقۍ کار ښه و. موږ دواړو به هره مياشت ښه گټه کوله او خپلې ستونزې به مو پرې هوارولې. له پروسږکال راهيسې موسيقي د يو څو ولايتونو پر مرکزونو پورې محدوده شوه. سندرغاړي له ولايتونو څخه کابل ته راغلل."

هغه وويل: "که کومه دنده پيدا شي، نو په لاس نه درځي. ډېر مشهور سندرغاړي، چې په يوه شپه به يې دوه، درې زره ډالره اخيستل، اوس په ٥٠٠ ډالرو ځي. موږ ته هيڅ کار نه پيداکيږي. اوس څاگانې کنو او ورځ مزدوري کوو."

په ننگرهار کې د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، اورنگ صميم وويل، چارواکي له ستونزې خبر دي، خو د هغې په اړه د څه کولو جوگه نه دي.

هغه وويل: "اته کاله دمخه د ننگرهار د اطلاعاتو او فرهنگ په رياست کې د موسيقۍ څانگه موجوده وه. اوس هغه له منځه تللې. له بلې خوا د خصوصي سکتور پر پيسو د سندرغاړو گوزاره نه کيږي. زموږ لاسونه تړلي دي."

صميم وويل، د سندرغاړو د عايداتو د لوړولو يوه لاره خصوصي راديوگانې او تلويزيونه دي چې د بهرنيو سندرو د خپرولو پر ځای دوی پر کار وگوماري او سندرې يې خپرې کړې.

په ننگرهار کې د سازيانو د لاسنيوي يوازنۍ چاره د هغوی د خپلې ټولنې په لاس کې ده.

کمين گل وويل: "سندرغاړي هره مياشت خپلې ټولنې ته د غړيتوب حق ورکوي. په دې پيسو کېدای شي له ډېرو اړو سندرغاړو سره مرسته وشي."

هغه وويل: "دوه شيان په افغانستان کې د سياسي لوبو ښکار شوي؛ افغانان او د هغوی موسيقي. تاسو پوهيږئ، يو سندرغاړی خپل ژوند په خپل هنر په مخ وړي. کله چې ورته زمينه چمتو نه وي، څنگه به يې ژوند پر مخ يوړلای شي؟"

هجرت الله اختيار په ننگرهار او مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آر روزل شوي خبريالان دي.


More IWPR's Global Voices