Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغاني زندانونو د روزنې پروگرام ښځينه بنديانې هيله منې کړې دي

د لاسي صنايعو مهارتونه د زندانيانو رواني فشار له منځه وړي او ښځو ته وس ورکوي له خپلو کورنيو سره مرسته وکړي.
By IWPR Afghanistan
Prison guard stands as female inmates weave carpets in Herat's main prison. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

شگوفه د تېرو شپږو کلونو راهيسې د بغلان په زندان کې بندي ده. هغه د قتل په تور شل کاله قيد تېروي. د پنځو اولادونو دا مور خپلې راتلونکې ته خوشاله ده. سره له دې چې هغې زندان ته له راتگ دمخه د بازار په کچه د مهارت څښتنه نه وه، خو له راتگ وروسته يې هم گنډل زده کړل او هم د غاليو اوبدل. اوس کولای شي له زندان څخه بهر له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.   

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «د نارينه او ښځينه بنديانو د جامو د گنډلو په بدل کې دمیاشتې  ٥٠ امريکايي ډالره اخلم. کله چې له بنده خلاصه شم، نو د مېړه پيسو ته به اړتيا ونه لرم. زده کړې مسلک به راسره مرسته وکړي چې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند سمبال کړم.»

د افغانستان په شمال کې د بغلان ولايت د زندان بنديان وايي، پر دندې د روزنې پروگرام له هغوی سره نه يوازې مالي مرسته کوي، بلکې د زندان دننه د رواني فشار له راټيټېدو سره هم مرسته کوي. 

د افغان قانون له مخې په زندان کې ښايي بنديانو ته د زده کړې او روزنې په گډون يو لړ خدمتونه وړاندې شي.

د هېواد په کچه امکانات محدود دي، خو د بغلان  دزندان کارکوونکي وايي، له دې امله وياړي چې د دې زندان ښځينه بنديانې ټغر اوبدل، گنډل، خامک دوزي او پر موشکڼو سينگارول زده کوي. نه يوازې دا، بلکې هغوی خپل توليدات هم پلوري او نيمايي گټه يې تر لاسه کړي.  

د بغلان ولايت د زندان د ښځينه څانگې مسؤول، غلام علي خان وويل: «د زندان اداره د نوموړو توليداتو ٥٠ سلنه گټه اخلي چې بېرته پرې د بنديانو لپاره خام مواد پېرودل کيږي او د روزنې لگښت پرې پوره کيږي.»

د بغلان د زندان رئيس، عبدالحليم کوهستاني وويل، د زندان رياست بنديانو ته د غالۍ اوبدلو، گنډلو او د موشکڼو د پيېلو ټول وسايل چمتو کړي دي.  

ښځينه کارکوونکي دا توليدات پلوري او بنديانو ته خپله برخه گټه ورکول کيږي.

بنديان بوخت ساتل کيږي او له امله يې د زندان عمومي فضا ډېره ښه شوې ده.

کوهستاني وويل: «کله چې بنديان د لاسي صنايعو په کار کې بوختې وي، د لږ خپگان احساس کوي او د هغې تر څنگ مالي مرسته هم ترلاسه کوي.»

د بغلان ولايت دښځو چارو ریاست  حقوقي مشاوره  اندېشه مشعل له دې سره موافقه ده چې زده کړه او حرفوي روزنه د بنديانو د رواني فشار په راټيټېدو کې زياته اغېزمنه ده. 

هغې وويل: «کله چې بنديان بېکاره وي، نو زياتره له يو بل سره ناندرۍ وهي. که چېرته په کار بوختې وي، د يو بل په وړاندې سرخوږی نه راپيدا کوي چې د تاوتريخوالي لامل شي.»

(د لازياتو معلوماتو لپاره وگورئ: افغانستان: له ځورونې څخه د ښځينه بنديانو شکايت)

د شاوخوا شلو کلونو په عمر يوې بندۍ، مروه، وويل، څنگه دمخه بنديانو د وزگارتيا له امله له يو بل ربړول او شخړې يې سره کولې.

مروې وويل: «څوک چې دنده ونه لري، په نورو بنديانو باندې ټوکې ټکالې کوي يا يې سپکوي. زه په هغه ډله کې وم چې تل به ځورول کېدم. هغوی به رټلم او سپکولم. اوس ښه ده چې هغوی د ورځې له خوا په کار مصروفې شوي دي.»

مروه د نورو ډېر بنديانو په څېر له کوره د تېښتې له امله بندي شوې ده. دې کار ته د «اخلاقي جرم» په سترگه کتل کيږي. په دې ډله کې هغه ښځې هم شاملې دي چې پر جنسي بداخلاقۍ تورنې دي، له کوره تښتي او يا واده ته غاړه نه ږدي. په مدني قانون کې دغه اعمال جرم گڼل شوی نه دې، خو محکمې کولای شي هغوی په بند کې وساتي. 

هغې وويل، ډاډمنه ده د اوبدلو او د موشکڼو پيېلو زده کړي مهارتونو به يې په راتلونکې ژوند کې حقيقي بدلون رامنځته کړي.   

مروه زياته کړه: «اوس مې پر ځان باور پيدا شو چې له بند څخه له خوشې کېدو وروسته به وکړای شم له خپل کورنۍ سره د غاليو د اوبدلو او خامک دوزۍ له لارې مالي مرسته وکړم.»

مرضيه هم دوه کاله دمخه هغه مهال بندې شوه چې له کوره تښدېلې وه.

هغې وويل، د بغلان زندان ته تر راتگ دمخه يې کوم کار او کسب زده نه و.

به زندان کې يې د غالۍ د اوبدلو د زده کړې موقع ترلاسه کړه.

هغې وويل: «زه خوشاله يم چې اوس په زندان کې خپل ډېر وخت په زده کړه او د غاليو پر اوبدلو تېروم. اوس نه پوهيږم چې ورځ څنگه تېريږي. پېسې غټه مرسته ده. کله چې بېرته خپل عادي ژوند ته وروگرځېدم، وبه کړای شم په خپلو لاسي صنايعو خپل ژوند وچلوم.»

د افغانستان د محابسو د قانون د ٢٨ مادي له مخې زندانونه بايد بنديانو ته پر کار د گومارنې فرصتونه، همدارنگه زده کړه او د حرفوي مهارتونو روزنه چمتو کړي. هغوی بايد کتابتون او جومات ته لاسری ولري او د دې فرصت تر لاسه کړي چې فرهنگي او تفريحي فعاليتونه سرته ورسوي.   

په بغلان کې بنديان د اوونۍ درې ورځې دوه، دوه ساعته د ليک لوست او حساب د زده کړې کورسونو ته تللای شي، چې د پوهنې د رياست له خوا تنظيميږي.

د نوموړو کورسونو په پای کې، چې موخه يې د ليک لوست زده کړه او د مهارتونو دوام دی، گډون کوونکو ته بريليکونه ورکول کيږي. همدارنگه د پوهنې رياست د ښوونکو معاشونه ورکوي او د درسي کتابونو، کتابچو او قلمونو په گډون د لوست ټول مواد چمتو کوي.  

د بغلان ولايت د پوهنې د رياست د ليک لوست  د زده کړې مشر، غلام قادر جمشېد وويل، دا رياست ټولو هغو لويانو ته کورسونه جوړوي چې پر ليک لوست نه پوهيږي.

هغه وويل: «له دې امله زموږ فعاليتونه نارينه او ښځينه بنديانو ته رسيږي.»

هغه زياته کړه: «زياترو جرمونو او نيمگړتياوو ريښې په ناپوهۍ کې ځغليدلی دي. کله چې بنديان ليک او لوست زده کړي، کتابونه لولي. د پوهې په رڼا کې هغوی کولای شي د خپل ژوند تگلاره بدله کړي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د حقونو د څانگې رئيسې، شفيقې سپهر وويل، د زندان د حرفوي زده کړو پروگرام  د قناعت وړ دی.

هغې وويل، سره له دې بايد د زندان اداره نور ډېر کار سرته ورسوي.

هغې وويل: «که چېرته موږ د محابسو د قانون ٢٨ ماده په پام کې ونيسو، د روزنې، زده کړې او حرفوي زده کړو له چمتو کولو پرته بنديانو ته نور فعاليتونه، لکه: سمبال کتابتون، د لوبو ميدانونه او فرهنگي فعاليتونه چمتو شوي نه دي.د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون څو څو ځلې د دې فعاليتونو د چمتو کولو هڅه کړې، خو تر اوسه په دې اړه کوم گام پورته شوی نه دی.»

د بغلان د ولايتي شورا غړې، نورضيا ايماق هم وويل، موجود فعاليتونه مهم دي، خو کفايت نه کوي.

هغه وويل: «زده کړه او حرفوي روزنه په يو شمېر برخو کې ښه کار کوي. پر کار گومارل د بنديانو ذهن د هغوی له ستونزو څخه بل خوا ته اړوي او له يو بل سره ناندرۍ نه وهي. د هغې تر څنگه ورته د هغوی له کار څخه يو څه عايد هم لاسته راځي، چې وکړای شي خپلې بنسټيزې اړتياوې پرې پوره کړي.»

هغه همدارنگه وويل، سره له دې له زندان څخه د هغه د ليدنې پر مهال بنديانو د يو سمبال کتابتون او د تفريح د نورو وسايلو د نشتوالي له امله شکايت درلود.

کوهستاني ومنله چې بنديانو ته له قانون سره سمې اسانتياوې نه دي چمتو شوې. 

هغه وويل: «د بغلان زندان ښې سرچينې او تاسيسات نه لري. د هغوی د چمتو کولو لپاره د زندان ادارې اړوندو ادارو ته ډېرې غوښتنې وړاندې کړي دي، خو تر اوسه يې کوم مثبت ځواب تر لاسه کړی نه دی.»

سره له دې بنديان وايي د موجودو پروگرامونو له امله په زندان کې د هغوی په ژوند کې ډېرې اسانتياوې راغلې دي.

سهرگل چې د زنا د تور له امله درې کاله د بند موده تېروي، آی ډبليو پي آر ته وويل، له يوې بېوزلۍ کورنۍ سره تړاو لري. کله چې زندان ته راغله، دومره پيسې يې نه لرلې چې بنسټيزې اړتياوې پرې پوره کړي. 

هغې په دوام وويل: «په پيل کې مې ډېرې سختې ورځې تېرې کړې. کله چې مې په زندان کې د موشکڼو پيېل او گنډل زده کړل، ومې کړای شول پر خپلو پښو ودريږم.»

«اوس څنگه چې د ورځې له خوا مصروفه يم، د پخوا په څېر د بند پر ډېرې سختۍ نه پوهيږم.»