Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان – پاکستان تر منځ د توغنديو د بريدونو له امله را ولاړ شوی تاوتريخوالی

په ناڅرګندو بريدونو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو له امله دپلوماتيکی ناندرۍ.
By Mina Habib
The mountainous terrain of southeast Afghanistan makes it hard to determine where the border with Pakistan lies. Here, a hill fort in Kunar province. (Photo: Isafmedia/US Army Staff Sgt Gary A Witte)

په افغانستان کې  د آی ډبليو پی آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه

افغان چارواکي له پولې هاخوا د  کونړ او ننګرهار پر ختيځو ولايتونو د توغنديو د بريدونو پړه پر پاکستان اچوي چې له امله يې دپلوماتيکې اړيکې د تاوتريخوالي په لور روانې دي.

د افغانستان په ختيځ کې د يوې حکومتی سرچينې له خولې په وروستيو اوونيو کې له پنځو سوه او شلو څخه زيات توغندي په نوموړې سيمه کې لويدلي دي. د دولسو ماشومانو په ګډون يې  شپږدېرش تنه وژلي او دېرش نور يې ټپيان کړي دي. په سلګونه ولسي  خلک له خپلو کورنو څخه تښتيدلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، زلمي رسول، په کابل کې د پاکستان سفير، محمدصديق بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتی او د توغنديو د بريدونو د  ژر تر ژره بنديدو غوښتنه يې ورته وړاندې کړېده

ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني ولسمشر، آصف علي زرداري ته په ايران کې د يوې غونډې پر مهال د بريدونو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه.  هغه له زرداري وغوښتل چې د توغنديو د بريدونو په اړه بشپړ معلومات ورکړي. د رپوټونو له مخې پاکستاني مشر  د پاکستان له هر راز ښکېلتيا څخه انکار وکړ او د پلټنو ژمنه يې وکړه.    

د کرزي وياند وحيد عمر وويل، د [بريدونو] د پای ته رسولو په اړه، چې هغه د افغاني خاورې پر ځمکنۍ بشپړتيا تېری وباله، دپلوماتيکې خبرې اترې روانې دي.

هغه وويل: «پاکستان تر اوسه له مسؤوليته غاړه غړولې ده. موږ نه پوهيږو ددې بريدونو موخه څه شی دی، خو [په هر ترتيب]  بايد يي ودروي.»

د پاکستان د پوځ وياند، جنرال اثر عباس  وويل، کېدای شي يو څو ګولۍ په غلطۍ له پولې ها خوا لګېدلې وي، ځکه زموږ امنيتي پوځونو د افغانستان له پولې څخه د ياغيانو په بريد کې ځوابيه بريدونه کړي، خو يو يې هم په لاسي ډول د پولې ها خوا ته نه دی توغول شوی. 

عباس د ايکسپرس تريبون ورځپاڼې ته وويل د ياغيانو يوې لويې ډلې د پولې پر پوستو پراخه بريدونه پيل کړي دي، چې له امله يې ۵۰  تنه پاکستاني ځايي امنيتي ساتونکي وژل شوي دي.

په افغانستان کې يو شمېر شنونکي وايي چارواکي د دولتي تاسيساتو تر منځ د اړيکو د نشتوالي له امله  غړند غبرګون ښيي. 

د هېواد پارلمان د جون د مياشتې پر ۲۷د نوموړو بريدونو غندنه وکړه  او پر امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ چې د هغې د ودرولو لپاره اقدام وکړي.  ولسي جرګې د دفاع او د کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت د ادارې مشر د توضيحاتو لپاره ورغوښتي وو.

په همدې وخت کې د دفاع وزارت وياند، ظاهر عظيمی وويل: «موږ د پالمان، حکومت او سياستوالو  پرېکړې ته سترګې په لاره يو. هغوی بايد تصميم ونيسي او موږ يې پلي کړو.» 

عظيمي د پاکستان دا خبره رده کړه، چې ګوندې کېدای شي په ناپوهۍ کې کوم توغندی پر افغاني خاورې لويدلی وي.

هغه وويل: «افغان حکومت ته دا ادعا د  منلو وړ نه ده، ځکه غلطي يو ځل يا دوه ځلې وي. دا کار له تېرو دوو اوونيو راهيسې روان دى  او د بېګناه افغانانو د وژل کېدو لامل شوى دى .»

د کورنيو چارو د وزارت وياند، محمد صديق صديقي هم وويل له هر اقدام دمخه  سياسي لارښوونې اړينې دي.  

هغه وويل: «کله چې افغان حکومت د غبرګون غوښتنه وکړي، زموږ پوليس د هغې د سرته رسولو لپاره چمتو دي. پرېکړه د افغانستان د دولت دنده ده.»    

دا بريدونه د کرزي له خوا له اسلام آباد سره د اړيکو د ښه کېدو له ادعاوو وروسته رامنځته شول. نوموړي هغه هېواد ته په خپل يو وروستني سفرکې وويل، د امنيت د تامين او بسيانې په موخه نوي تړونونه لاسليک شوي دي. په تېرو دوو مياشتو کې پاکستاني چارواکي هم په منظم ډول کابل ته راغلي او «د ترهګرۍ په وړاندې  د جګړې» په اړه يې خبرې اترې سرته رسولي دي.

له ډېرې اوږدې مودې راهيسې کابل پر اسلام آباد له طالبانو او نورو ياغي ډلو سره د ملاتړ او مرستې تورونه لګوي او دا ادعاوې يې هغه مهال  سمې راوختي، چې تېره مياشت د القاعدې مشر، اسامه بن لادن په پاکستان کې وموندل شو او ووژل شو. 

افغانان د حکومت له خوا د ټينګ غبرګون د نه ښودلو له امله په غوسه دي.

د کابل ښاروالۍ د کار د رياست يو کارکوونکي، محمد ياسين وويل: «د چارواکو پټو خولو د خلکو ژوره اندېښنه راپارولې ده. حکومت بايد د خلکو اندېښنو ته پرېکنډه ځواب ووايي او همدار نګه پاکستان ته يو څرګند پيغام واستوي.»  

د عزيزالله په نامه يو هټيوال تر هغه دمخه ولاړ او ويې ويل: «زموږ د حکومت نيمايي غړي د پاکستان يا ايران د استخباراتو ايجنټان دي. د پاکستان ايجنټان هڅه کوي حکومت چوپه خوله وساتي او د ټينګ غبرګون مخه يې نيسي.» 

سياسي شنونکي، داد نوراني وويل، ښايي د بريدونوو موخه دا وي چې تر ناندريو لاندې «ډيورنډ کرښې» ته پام واړول شي.  نوموړې کرښه د  ۱۸۹۳کال د يو تړون له مخې رامنځته شوې ده. کابل د ډېورنډ کرښه په رسميت نه پېژني او پاکستان غواړي هغې ته د يوې رسمي پولې بڼه ورکړي.  

نوراني وويل: کېدای شي پاکستان د توغنديو بريدونه آن زيات کړي، ځکه له افغانستانه غواړي په غبرګون کې په ورته اقدام لاس پورې کړي. دا به ددې معنا ولري چې د ډېورڼد کرښه په غير مستقيم ډول تر بحث لاندې او په رسميت پېژندل شوې ده.»

نوراني شک لري او وايي پاکستان ښايي  په نژدې راتلونکې کې له متحده ايالتونو سره د افغانستان د اوږدې مودې د ستراتيژيک پلان د لاسليک له امله دې کار ته هڅېدلې وي.

په هېواد کې په ۲۰۱۴  کال کې له ټاکلي نېټې څخه راوروسته د امريکايي سرتېرو شتون به پاکستان ته ستونزمنه کړي، چې پر کابل زور راوړي اوسنۍ پوله په رسميت وپېژني.

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >