Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان کوچنی باليووډ

په جلال آباد کې، سره لدې چې سينما نه لري، لسګونه سينمايي فلمونه جوړ شوي دي.
By Hijratullah Ekhtyar

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال،هجرت الله اختيار ليکنه

په لومړي نظر هغه شنې خيمې، چې د جلا ل آباد په ښار کې په يوه ليکه ولاړې دي، داسې ښکاري  د کډوالو کومې ډلې ته جوړې شوې وي، خو دا بيخي د بلې موخې لپاره درول شوی دي.  نوموړې  خيمې په داسې يوه  ښار کې چې د «کوچني مومبی» په نامه ياديږي، ځايي سينماګانې دي، چې  باليووډ ته د افغانستان تر ټولو نژدې نښه څرګندوي.  

د جلال آباد اوسيدونکي  د50 افغانيوپه اندازه نوموړو سينما ګانو ته راځي او پخپله مورنۍ ژبه، پښتو د سيمه ييزو جوړو شوو فلمونو ننداره کوي. 

د خيمو دا سينماګانې يوازې د عمومي رخصتيو په ورځو کې پرانيستې وي. د خيمو دروزنه په ټوټو بند شوي، چې دننه د ورځې د رڼا د ورتګ مخه ونيسي. 

درويشت کلن زړور په پرله پسې ډول د درېو فلمونو ننداره وکړه. خو له خيمې څخه يې د  بهر شور ماشور له امله سم خوند وانخيست، ځکه يو شمېر ځوانانو خيمې ته څېرمه  موټر سايکلونه ځغول.

زړور وويل: «کاشکې په ننګرهار ولايت کې د سينما يو سالون وای. زموږ چارواکي په لوټ او تالان بوخت دي او دې ډول شيانو ته يې نه پام کيږي.»  

جلال آباد په ۱۹۸۰ کلونو کې دوه سينماګانې درلودې، خو هغه دواړه يې له منځه تللې دي.

په ختيځ افغانستان کې د فلم د صنعت د کارکوونکو د ټولنې مشر، نجيب الله صادق وويل، د اوسني حکومت له بېکارۍ داسې ښکاري چې د سينماګانو جوړول له شونتيا وتلې خبره ده. په تر پام لاندې ځای کې هټۍ جوړې شوې دي.  

صادق وويل، د هغه ټولنې د فلمونو د ښودلو لپاره د ننګرهار په لويو هوټلونو کې سالونونه په کرايه اخيستي وو، خو  خاوندانو يې د امنيتي اندېښنو له امله هغه بند کړي دي.

هغه وويل له دې امله: «موږ ددې خيمو ودرلو ته اړ شوي يو او له دې لارې خلکو ته خپل فلمونه وړاندې کوو.»   

محمد ظريف چې  ترنندارې لاندېيوفلم  د«لرو او برو پښتنو، يوځای شئ»  ډايرکټر دى  او هم يې پکې يو رول لوبولی، وايي، په خيمو کې نندارې ته د هغې وړاندې کول وروستۍ چاره ده.

هغه وويل: «د فلم جوړوونکو او لوبغاړو ډېر تاوان کړی. د فلمونو له جوړولو سره يې مينه له لاسه ورکړې او زياتره له دې دندې څخه لاس په سر شوي.» 

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط راوروسته په افغانستان کې د رسنيو ټولو بڼې وغوړېدې. د فلم په برخه کې په نورو سيمو کې د جلال ابادپه څېر توليد نه و، چې د تېرو لسو کلونو په بهير کې پکې له سلو څحه زيات فلمونه توليد شوي دي.

کېدای شي د توليد بڼه ابتدايي وي او يو شمېر لوبغاړو د مينې او شوق له مخې رولونه لوبولي وي، خو کچې او شهرت يې جلال آباد د «کوچني مومبی» په نامه مشهو رکړی دی.

دا يوه سخته مبارزه وه. په پيل کې په ښځينه رولونو کې د سيمې نجونو له کارکولو ډډه کوله. ځکه د افغانانو د محافظه کار فرهنګ او ارزښتونو له مخې دا کار ناشونی و. 

فلم جوړوونکو د کار د پرمخوړلو لو لپاره  ګاونډي هېواد پاکستان ته مخه کړه او له  هغه ځاي   يې ښځينه لوبغاړې وګومارلې او بيا يې په جلال آباد کې د فلمونو له اخيستل شوو برخو سره ونښلولې.

د شان په نامه يو نارينه لوبغاړيديو فلم هغه صحنې ته گوته ونيوه چې دې پکې لوبيدلى وو هغه  وويل: «کله چېفلم بشپړشو او هغه مې وليد په فلم کې ما سره يوه نجلۍ وه چې ما ورپسې منډې وهلې حال دا چې دشوټينگ په جريان کې ما سره هيڅ ښځينه لوبغاړې نه وه ))

 داسې موضوعګانې په افغانستان کې د فلم جوړولو حساسيت څرګندوي، چې تلويزيوني کانالونه پکې تل نندارې ته د باليووډ د فلمونو د وړاندې کولو له امله تر بريد لاندې دي.

د زړور په څېر ننداره کوونکو لپاره په پښتو ژبه په ننګرهار کې جوړ شوي فلمونه ښه په زړه پورې دي. 

هغه وويل: «بهرني فلمونه زموږ  کلتور او دين ته زيانمن دي، خو افغاني فلمونه موږ ته له هېواد سره د مينې او خواخوږۍ پيغامونه راکوي.»   

لکه څنګه چې صادق ورته ګوته ونيوه، فلم جوړوونکي او نارينه لوبغاړي په پرله پسې ډول د توندو نظرياتو د خاوندانو له ګواښ سره مخامخ دي. 

هغه وويل: «هر مازيګر کورته د تګ پر مهال څلور ځله د کور شاوخوا ګورم. ژوند مې له ډار سره مل دی. خلک په دې اند دي، چې که يو څوک په سينما کې کارکوي، نو هغه کافر دی.  له ښاره بهر د فلم د شوټنګ لپاره نشو تللای.» 

هغه وويل، زيات شمېر اسلامی عالمان د ځايي فلمونو له منځپانګې څخه خوشال دي، خو که چېرته طالبان د فلم جوړوونکو څرک ولګوي، «نو سرونه به مو په چاړه پرې کړي.»

محمد اصف بهادري ځان دلته د پښتو فلمونو د صنعت د رامنځته کوونکې د ډلې غړی بولي، خو وايي د ګټې تر لاسه کول ناشونی کار دی.

هغه وويل: «ما په ننګرهار کې په خپل لګښت دولس فلمونه جوړ کړي دي. ډېرې پيسې مې پرې لګولي، خو زيات تاوان يې رااړولی دی. ځکه له فلمونو څخه کوم عايد لاسته نه دی راغلی، چې لګښت پوره کړي. اوس مې د فلمونو له جوړولو څخه لا س اخيستی دی. دلته د خلکو د نندارې لپاره کومه سينما نشته، چې راشي او ټکټ واخلي. فلمونه د سي ډي ګانو له لارې، آن د فلم له ښودلو دمخه، نندارې ته وړاندې کيږي.  هغه په هټيو کې پلورل کيږي او آن د خپل لګښت پنځمه سلنه هم نه جوړوي.»

د جلال آباد د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د افغان فلم د څانګې کارکوونکي، محمد شاه وويل له ډېرو لوړ پوړو چارواکو سره يې د موضوع په اړه خبرې کړي، خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.

هغه وويل: «موږ په لاس کې هيڅ شی نه لرو. څه شی مو له لاسه هم نه راځي.حکومت له  افغان فلم سره مرسته نه کوي. کله چې له چارواکو سره په دې اړه خبرې کوو، هغوی سرونه ښوروي، خو هيڅ شی نه کوي.»  

صادق له دې ټولو خنډونو سره سره خوشبين بريښي. هغه د دوو برياليو فلمونو يادونه وکړه، چې يو يې  «دلاس نښه » نوميږي او د فلمونو په ملي فيستيوال کې يې لومړۍ جايزه ترلاسه کړې. بله يوه د «سپين زهر» په نامه يوه ډرامه ده چې دوه ويشت برخې لري او د ملي تلويزيون له لارې نندارې ته وړاندې کيږي.

هغه ووويل: «موږ د خپلو اولادونو په ډوډۍ دا فلمونه جوړ کړي دي. له افغاني فلمونو څخه ګټه نه ترلاسه کيږي. موږ فلمونه د خپلې مينې او لېوالتيا او له هغو سره د خلکو د زياتې مينې له مخې جوړوو.»