Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان کارکوونکي ماشومان

هغوی بايد ښوونځي ته لاړ شي، خو پر ځای يې کورنۍ ستونزې دې ته اړ باسي چې کرۍ ورځ کار وکړي او پيسې پيداکړي.
By Nabila Haidari
Roman aged 7, sorts bricks at the Kabul brick factory where he works from 8am to 5 pm daily. Picture from November 2009. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

په افغاانستان کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريالې، نبيلا حيدري ليکنه

د افغانستان په پلازمېنې کابل ښار کې د ټکنده غرمې مهال و، نهه کلنه ماشومه، برښنا د نوي ښار په پارک کې د يو سړک په منځ کې په هر موټر پسې ځغلېده. زړې او شکيدلي جامې يې پر غاړه او يو زوړ پوړنی يې پر سر و. په لاس کې يې اووه، اته لاسې گنډلې خولۍ نيولې وې.   

هر موټر چلوونکي ته يې زارۍ کولې: «تره، لطفا يوه خولۍ واخله.» کوم يو به يې غږ ته غوږ ونيو. يو ستړي موټر چلوونکي پرې ور نارې کړې: «نجلۍ ورکه شه، لاره مه بندوه.»  

برښنا د آی ډبليو پي آر خبريال ته وويل: «ځينې موټر چلوونکي راته ښکنځلي کوي.»

هغې وويل، د کورنۍ د بېوزلي حالت له امله هغې ته د سړک پر غاړې د شيانو له پلورولو پرته بله لاره نه ده پاتې. پلاریی په يوې ځانمرگې چاودنې کې وژل شوی و. 

هغې وويل: «زه له دوو کشرانو ورونو، مشرې خور او مور سره د کابل ښار په چارقلعه کې په يوه کرايي کور کې اوسيږم. مور مې بېروزگاره ده. د ډوډۍ گټلو څوک نه لرو. هره ورځ له سهاره تر ماښامه په سړکونو کې گرځم او خولۍ پلورم.» نوموړې زياته کړه، هره ورځ د څلور پنځو ډالرو معادل پيسې گټي.

سره له دې چې برښنا د ښوونځي په درېم ټولگي کې ده، خو زياتره په ټولگي کې ناسوبه وي.

هغې وويل: «بايد کار وکړم.»

سره له دې چې زده کړې ته د ماشومانو لاسرسی له ٢٠٠١ کال راوروسته د افغانستان ستره بريا گڼل کيږي، خو هغه ماشومان چې شيان پلوري يا گدايي کوي د پلازمېنې او د نورو ښارونو پر سړکونو او واټونو د خلکو پام ځانته اړوي.

د کم عمره ماشومو کارکوونکو تازه شمېره په لاس کې نشته، خو د ٢٠٠٨ کال د رسمي شمېرو له مخې له شپږو څخه تر اوولسو کلونو پورې عمر لرونکي يو عشاريه نهه مليونه ماشومان په يو ډول يا بل ډول کار بوخت دي. دا شمېره په افغانستان کې د ټولې شمېرې شاوخوا پنځمه برخه جوړوي. په داسې حال کې چې ځينې يې گدايي کوي يا پر واټونو د لوبو ارزان بيه توکي پلوري. يو شمېر يې درانه کارونه کوي. د خښتو بټۍ د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د کم عمره ماشومانو ستر استخداموونکی ځای دی. (وگورئ: زه له موره مريی نه يم پيدا شوی.)

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د موسسې (يو نسيف) د اټکل له مخې يوازې د کابل ښار پر واټونو ٦٠ زره ماشومان کار کوي. 

يو شمېر يې د برښنا په څېر د خوليو، خوږو او کاغذي دستمالونو په څېر کوچني توکي پلوري. ځينې يې سپلني لوگی کوي او پيسې غواړي. د دود له مخې د سپلنو لوگی د بد نظر مخه نيسي. 

څوارلس کلن يتيم، نورالدين، چې مور او پلار دواړه يې په ځانمرگي بريد کې مړه شوي، د خپلو څلورو خويندو او ورونو لپاره ډوډۍ پيداکوي. 

هغه له ډېرې مودې راهيسې د نوي ښار په پارک کې خلکو ته سپلني لوگي کوي او پيسې (بخشش) غواړي. سره له دې چې د خلکو له خوا ډېر ځورول کيږي، خو بيا هم د ورځې تر پنځو ډالرو پورې گټلای شي.

ستونزمن ژوند له هغه هر څه اخيستي. کله چې له هغه وپوښتل شو، څه فکر کوي چې چارواکي به يې له زده کړې سره مرسته وکړای شي او کار روزگار به ورته پيداکړي، په ځواب کې يې وويل: «بې گټې دی. هيڅ شی نه غواړم.»  

افغانستان د ملگرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو د لوظنامې يو لاسليک کوونکی دولت دی او د ماشومانو د حمايت ځانته قوانين لري، خو د څارونکو په وينا دا قوانين په سم ډول عملي شوي نه دي.

د يوولسو کلونو له عمر څخه د کښته ماشومانو کار کول د قوانينو مخالف عمل دی، خو دا قاعده په څرگند ډول پلې شوې نه ده.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو د وزارت وياند، علي افتخاري آی ډبليو پي آر ته وويل، زيات شمېر کوچنيان دې ته اړ دي چې د واټونو پر سره ځانته ډوډۍ پيدا کړي. حکومت تر خپل وس پورې له هغوی  سره مرسته کوي. 

هغه وويل: «د کورنۍ بېوزلتوب او د ماشومانو د لوړې شمېرې زېږون له امله ډېری ماشومان څوک گدايي کوي او څوک ډېر درانه کارونه سر ته رسوي.»

افتخاري وويل، د هغه د وزارت کارکوونکي په منظم ډول ښار ته راوځي او ماشومان له واټونو څخه راټولوي، خو دا کار هغومره نتيجه نه ورکوي. 

هغه وويل: «موږ د دغه کار لپاره پوره پيسې نه لرو. دويم، کله چې مو له يوې سيمې څخه افراد راټول کړي او مرسته مو ورسره کړې، نو بله ورځ مو ليدلي چې هماغه ماشومان بيا د ښار په يوې بلې سيمې کې گدايي کوي او سپلني لوگی کوي.»

چارواکي وايي د ځبېښاک (استثمار) او د جنسي گټی اخستنې له خطر سره د دې مخامخ شوو ماشومانو يو شمېر يې جنايتونو ته لاس اچوي.     

د کورنيو چارو د وزارت مرستيال، صديق صديقي وويل، د سړکونو د غاړې ماشومان امنيت هم ننگوي.

هغه وويل: «په عمومي توگه، کيسه بري، غلا، او د نشه يي توکو قاچاق په دې ماشومانو کې يوه عادي خبره ده.»

صديقي وويل، طالبانو په پلازمينې کې د ځانمرگو بريدونو لپاره يو شمېر تنکي ماشومان جلب کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ماشومانو د څانگې کارکوونکي، نجيب الله ځدراڼ وويل، دا د حکومت دنده ده چې د ماشومانو کار ته پام واړوي او د هغی د مخنيوي لپاره قوانين وضع کړي.

نوموړي هغو ماشومانو ته گوته ونيوه چې خپلې کورنۍ ته اعاشه او اباته چمتو کوي او د زده کړې، لوبو، تفريح او د رغنده کورني ژوند په څېر له خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې دي. 

په ورته وخت کې د برښنا په څېر ماشومان د واټونو پر غاړو خپل ژوندانه ته دوام ورکوي. هغه مهال چې د دې رپوټ خبريال خدای پامانۍ کوله، هغې په يو نهيلي غږ ورته وويل: «کومه خولۍ راڅخه نه اخلي؟»

نبيلا حيدري په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر يوه روزل شوې خبرياله ده.