د افغانستان په يوه ولايت کې د ښځينه محبس نشتوالی

د چارواکو په وينا دا کار د جنسيت د نابرابرۍ پراخه موضوع رابرسېره کوي.

د افغانستان په يوه ولايت کې د ښځينه محبس نشتوالی

د چارواکو په وينا دا کار د جنسيت د نابرابرۍ پراخه موضوع رابرسېره کوي.

Thursday, 8 September, 2016

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول چې په شمال ختيځ ولايت، کونړ کې آن د يوې ښځې د حبس لپاره ځای نشته، ټول بنديان گاونډي ولايت، ننگرهار ته استول کيږي.

کارپوهانو او چارواکو تېره مياشت پر دې موضوع د کونړ ولايت په مرکز اسعدآباد کې د څه دپاسه سلو تنو نارينه او ښځينه گډون کوونکو په وړاندې خبرې اترې وکړې.

د کونړ د ښځو د چارو رئيسې، سهيلا بابر وويل: «په حقيقت کې په کونړ کې د ښځينه زندان نه موجوديت ښځينه بنديانو ته جدي ستونزې راپيدا کړي دي.»

د کونړ ولايت د نارينه يوازني محبس مدير، نور رحمن نور وويل: «کله چې يوه ښځه محکوميږي، ټول خلک وراخطاکيږي، چې له محکوم لوري به څه کيږي. له دې پرته چې ننگرهار ته واستول شي، بله لار نشته.»

نوموړي په دوام وويل: «له خپلو خپلوانو څخه لرې والی او د ليدو کتلو محدوديت د ښځينه بنديانو په وړاندې لويه ستونزه ده.»

په ختيځ زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون استازي، غلام حسين بېوس وويل: «په کونړ ولايت کې د محبس د ودانۍ جوړول له اهميت نه ډکه خبره ده.»

د کونړ ولايت د ولايتي شورا منشي، حاجي شېرزمان له دې خبرې سره موافق و او ويې ويل دا يو لومړيتوب دی. ټولو ويناوالو په گډه غوښتنه وکړه چې د ښځينه محبس ودانۍ دې جوړه شي. 

نور وويل، د ښځينه محبس نه موجوديت د جنسيت د مساواتو په برخه کې ډېرې لويې ستونزې رامنځته کړي دي. 

هغه وويل: «موږ په کونړ ولايت کې د پوليسو يوازې يوه ښځينه افسره او د پوليسو په اداره کې يوه ښځينه کارکوونکې لرو. کله چې خلک خپلې لوڼې او خويندې د پوليسو په ځواک کې کار لپاره ته نه پرېږدي، څنگه به د ښځينه محبس د ودانۍ د جوړېدو تمه وشي.»

Frontline Updates
Support local journalists