Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان په لويديځ کې په زور د رايو ټولول

.د غور ولايت رايه ورکوونکي وايي، ځايي زورواکو هغوی ډارولي چې له ملاتړو نوماندانو سره يې د مرستې ژمنه وکړي
By Mustafa Alokozai
Voters claim the cards that will allow them to take part in the April 5 election. (Photo: Mustafa Alokozai)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، مصطفی الکوزي ليکنه

تابان تر گلدار پوړنې لاندې له يخنۍ ريږدي. هغه په چغچران کې د رايې ورکولو د کارت د اخيستلو لپاره په اوږدې ليکي کې ولاړه ده.

نوموړې اويا کلنه مېرمن د ژمي په يخنۍ کې له يو شمېر نورو ښځو سره په موټر کې د غور ولايت مرکز چغچران ته وړل شوې چې د اپريل د مياشتې په ولسمشريزو او د ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې د رايې ورکولو اسناد تر لاسه کړي.

په ليکه کې ولاړې مېرمنې ډارېدلې چې وبه نه کړای شي په ازاد ډول ورته د رايې ورکولو حق ورکړل شي.

په ليکه کې ولاړې يوې مېرمنې، گل عروس ويل، د رايې ورکولو کارت به ورڅخه ځايي زورواکی واخلي او د هغې پرځای به رايه ورکړي. 

گل عروس وويل: "کشکې يو ښه نوماند ته مې رايه ورکولی شوای، چې امنيت يې ټينگ کړی او د ظلم مخه يې نيولی وای. خو په هغه ځای کې چې زه اوسيږم، څوک مې دې کار ته نه پريږدي. زورواکي وسله وال افراد زموږ برخليک ټاکي. هغوی وايي، څوک، چې موږ يې درته ښيو، بايد همغه شخص ته رايه ورکړئ، که نه، نو له سختې سزا سره به مخامخ شئ."

ځايي چارواکو او د بشري حقونو ډلو په غور کې د ډارونې او زورزياتي د کچې له امله ټکان خوړلی دی. د هغوی د ادعا له مخې د اپرېل د پنځمې نېټې ولسمشريزي او ولايتي شوراگانو ټاکنې له پيله درغلې دي.   

د غور ولايت اوسيدونکي وايي وسله والې ډلې د ځايي خلکو د رايې ورکولو کارتونه ټولوي او فوتوکاپي کوي يې. وروسته دا کاپيگانې په دې ژمنه نوماندانو ته ورکول کيږي، چې د ټاکنو په ورځ به د هغوی په گټه خپل کارت کاروي. د رايې ورکولو د کارتونو خاوندانو ته گوته څنډل شوې، چې که دا کار ونه کړي، له تاوتريخوالي سره به مخامخ شي.   

د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ اوسيدونکي، ٢٥ کلن امير محمد د ظلم څرنگوالی بيان کړ.

هغه وويل: "ځايي قوماندانان د رايې ورکولو د کارتونو کاپيگانې اخلي او گواښوي مو، چې د هغوی د خوښې نوماند ته رايه ورکړو. هغوی موږ ته گوته څنډلې چې که نورو نوماندانو ته رايه ورکړو، نو زموږ د کارتونو د کاپيگانو له مخې به معلومات لاسته راوړي او په دې توگه به موږ او زموږ کورنيو ته زيان ورسوي."

د دوليانې د ولسوالۍ اوسيدونکي، گلخان زياته کړه: "ځايي قوماندانان او مشران د رايې ورکولو وړ خلک پېژني. که خلک و نه غواړي چې د رايې ورکولو کارت واخلي او يا خپل د خوښې نوماند ته رايه ورکړي، نو و به وژل شي."

د نوموړي ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه اړيکو کارکوونکي، عبدالحبيب عزيزي د دې پخلی وکړ چې ځايي زورواکان په زوره د خلکو د رايې ورکولو کارتونه ټولوي.

عزيزي ونشو کړای ووايي، چې پر څومره ښځو باندې رايې ورکول تحميل شوي، خو ويې ويل، نارينه رايه ورکوونکي هم د وسله والو ډلو تر فشار لاندې دي. 

هغه وويل، تر اوسه پورې ٣٢ زره ښځو د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي. دا د دې معنا لري چې د ټولو رايو ورکوونکو په ډله کې ٤٠ سلنه ښځې دي. 

عزيزي وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون به په هغو سيمو کې، ترهغه چې حکومتي ځواکونو پکې امنيت خوندي کړی نه وي، د رايو ورکولو مرکزونه پرانه نيزي.  

عزيزي وويل: "د غور په ولايت کې د رايو ورکولو ٢٨١ مرکزونه موجود دي. څه دباندې پنځوس يې له جدي امنيتي گواښونو سره مخامخ دي."عزيزي د لسو ولسواليو نومونه واخيستل، چې پکې د شهرک، دوليانې، پساوند، دولتيار، چارسده او د چغچران يو څه برخې شاملې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون هم تاييدوي، د غور ولايت جنگ سالاران هر هغه څوک گواښوي چې د هغوی د خوښې نوماند ته رايه ورنه کړي.

په غور کې د بشري حقونو د خپلواک کميسون مشر، جواد رضايي آی ډبليو پي آر ته وويل، موږ د دې وضعې له امله اندېښمن يو. زياتره دا زورواکان په پارلمان کې د غور ولايت د استازو او همدارنگه د کابينې د وزيرانو ملاتړ لري. له دې امله ځايي چارواکي دا ستونزه نشي هوارولای.

هغه وسله والې ډلې چې ستونزې رامنځته کوي، طالبان نه دي، چې له سره د ټاکنو مخالف دي او مخنيوی يې کوي، نه دا چې پايلې يې تر اغېز لاندې راولي. دا د ملېشوهغه پاتې شونې ډلې دي چې په ١٩٩٠ کلونو کې په فعاليت بوختې وې او په خپلو منځونو او له طالبانو سره په جگړو لگيا وو. له ٢٠٠١ کال څخه په راوروسته افغانستان کې هغوی بايد بېوسلې شوی او عادي ژوند ته ورگرځېدلی وای. په هغو ډلو کې چې هغوی تنظيم شوي وو، وروسته منحلې شوې او يا هم سياسي گوندونه ترې جوړ شول. خو "ناقانونه وسله والې ډلې"، لکه څنگه چې نومول شوي، لا تر اوسه په زياترو سيمو کې موجودې دي. (وگورئ: د غور جنگ سالاران له ښځو سره په تاوتريخوالي تورن دي.)

آی ډبليو پي آر موندلې چې په يو شمېر سيمو کې د رايو ورکولو کارتونه ټاکلو نوماندانو ته ټول شوي دي. ځينې ډلې ځانونه، د ډاکټر عبدالله عبدالله او عبدالرب رسول سياف په گډون ولسمشرۍ ته په نوماندانو او يا د سياف د مرستيال، اسمعيل خان پورې تړي. نور په پيسو اخيستل شوي قوماندانان هغه په لوړه بيه پلوري.  

په غور کې د مدني ټولنې يو فعال، محمد حسن حکيمي وويل، ملېشه يي ډلو له هغه وروسته د رايو د کارتونو په ټولولو پيل وکړ چې په تېر [ميلادي] کال کې د ولسمشريزو نوماندانو وروستنی لست اعلان شو. 

هغه وويل، يو شمېر نوماندانو دمخه تر هغه چې د قانون له مخې په کمپاين لاس پورې کړي، له خلکو څخه په رايو غوښتلو پيل وکړ. رسمي کمپاين د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د فبرورۍ د مياشتې په دويمه او د ولايتي شوراگانو لپاره د مارچ په څلورمه پيليږي.

حکيمي وويل: "د [نوماند] ولسمشر يو متنفذ مرستيال د غور ولايت خلک هرات ته وربللي وو، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه ورته وينا واوروي او وروسته يې [په خپله گټه] وکاروي."حکيمي وويل، له وخته مخکې ټاکنيز کمپاين به د بهير روڼتوب (شفافيت) تر سيورې لاندې راولي.

د غور ولايت لويديځ ته د هرات د ولايتي شورا مشر، سيد وحيد قتالي وويل، په گاونډې ولايت، غور کې د وسله والو ډلو فعاليتونو ټاکنو ته ستر گواښ پېښ کړی دی.

هغه وويل: "ځينو معلومو مشرانو، حکومتي وزيرانو او متنفذينو له دې زورواکانو سره نژدې اړيکې ټينگې کړي چې يوه ورځ يې په کار راشي. دا ورځ اوس راتلونکې ده."

د هرات والي، سيد فضل الله واحدي د دې خبرې پخلی وکړ چې په نوموړي ولايت کې د ولسشمريزو او ولايتي شوراگانو لپاره لا له وړاندې کمپاينونه پيل شوي دي. هغه گوته وڅنډله، که دا کار دوام وکړي، نو د هغوی د کمپاين دفترونه به وتړل شي.

د غور ولايت د امنيې قوماندان، دلاورشاه دلاوري ټينگار وکړ، پوليس به چاته اجازه ورنه کړي چې د ټاکلو نوماندانو په گته د رايو ورکولو کارت وکاروي.

هغه وويل: "موږ پوهيږو چې زورواکي افراد به هڅه وکړي د خلکو رايې واخلي، خو موږ به ورته اجازه ورنه کړو چې دې کار ته ورسيږي."

ځايي خلک دا ژمنې هغومره نه مني.

د چغچران د ولسوالۍ د اخته خانۀ سفلا يو تن اوسيدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي،  وويل: "په تېرو ټاکنو کې زورواکي د رايو ورکولو د بکسونو په سر ولاړ وو چې په خلکو زور راوړي رايې د هغوی نوماندانو ته ورکړي. سره له دې چې په سيمه کې پوليس موجود وو، خو له ډاره يې هغوی ته څه نشو ويلای. دا کار به بيا  تکرار شي او پوليس به ونه کړای شي د دې زورورو مخه ونيسي." 

گلخان دا مني، داسې څوک نه و چې د ملېشو په وړاندې ودريږي.  

هغه وويل: "دلته له خلکو سره د مېږو (پسونو) په څېر چلن کيږي. هغوی دې قصابانو برمته کړي دي. دلته د قانون حاکميت نشته. هر خپل سری قوماندان د خپلو شخصي گټو له مخې خپل قانون چلوي. هغوی خپل ځانونه قانون، قانونپوه او قاضي بولي. پوليس نشي کولای د دې زورورو خلکو په وړاندې وجنگيږي. زموږ ټولې هيلې په اوبو لاهو شوې دي."

د گل عروس په څېر رايه ورکوونکي اوس له يوه ناشوني حالت سره مخامخ دي. هغې وويل: "زه که د زورواکانو په هېلو پسې لاړه شم او کوم ظالم ته رايه ورکړم، نو ځان به گناهکاره وگڼم، ځکه په جنايت کې به شريکه شم. خو بله کومه چاره نه لرم، پرته له دې چې رايه ورکړم."

مصطفی الکوزی په غور کې د آی ډبليو پي آ رله خوا يو روزل شوی خبريال دی.