د افغانستان په شمال کې د موسيقۍ زده کړه

په داسې حال کې چې ياغيان د افغانستان په سهيل کې د نجونو ښوونځي سوځوي، په شمالي ښار مزارشريف کې د موسيبقۍ زده کړه يوه څه متناقضه غوندې بريښي.

د افغانستان په شمال کې د موسيقۍ زده کړه

په داسې حال کې چې ياغيان د افغانستان په سهيل کې د نجونو ښوونځي سوځوي، په شمالي ښار مزارشريف کې د موسيبقۍ زده کړه يوه څه متناقضه غوندې بريښي.

.



له پلازمينې کابل څخه بهر د ساز دا يوازينی ښوونځی دی، چې مازې د نجونو لپاره جوړ شوی دی. نوموړی ښوونځي د روان کال د اګست د مياشتې په نيمايي کې جوړ شو. په دې ښوونځي کې اوسمهال 30 تنه زده کوونکي شته، چې د سندرو ويلو، ګيتار، برښنايي کيبورډ او د هارمونيې غږولو او د ډ ول د وهلو لوست وايي.



دا ښوونځی د بلخ د ساز غږوونکو د ټولنې له خوا د افغاني فرهنګ او مدني ټولنې د موسسي په مالي مرسته د ٩ زره امريکايي ډالرو په لګښت ودان شوی دی. نورو ولايتونو ته د نوموړی ښوونځي د غځولو پلانونه هم تر لاس لاندې دي.



سره له دې چې اوس په دې ښوونځي کې لوست په وړيا توګه ورکول کيږي، خو ښايي په راتلونکي کې پرې فيس ولګول شي.



دا راز ښوونځی به په سهيلي ولايتونو کې د منلو وړ نه وي، چې طالبان په کې په منظم ډول د نجونو ښوونځيو ته اور اچوي.



ښځې او موسيقي دواړه د بنسټپالو او آن په شمال کې د نه مننې وړشيان دي. په شمالي افغانستان کې ډېر داسې خلک شته، چې انګيري، د خلکو په وړاندې د ښځو سندرې او ساز ناروا او رټل شوی کار دی.



شپاړس کلنه مريم ګيتار غږوي او غواړي په راتلونکي کې يوه بريالۍ سندرغاړې او ښه ساز غږوونکې شي. هغه په ښووځي کې له شاملېدو څخه دمخه د خپلې کورنۍ له زيات مخالفت سره مخامخ وه.



هغې وويل: ((کله چې مې مور ته د ګيتار د زده کړې په اړه وويل، نو ډېره په غوسه شوه او ويې ويل، دا د نجونو کار نه دی. خو له زيات خپګان وروسته يي راته د زده کړې اجازه راکړه.))



آن همدا اوس د هغې يو شمېر ګاونډيان هغه ښه نه ايسي، چې له زده کړې يي خبر شوي دي. په ښوونځي کې هغې او نورو هغو نجونو ته په سپکه سترګه کتل کيږي، چې غواړي ګډا زده کړي. ګډا د نجونو لپاره کورټ شرم بلل کيږي.



هغې وويل: ((له هغه مهاله زما او آن زما د کورنۍ په وړاندې د ګاونډيانو چال چلن زيات توپير موندلای دی، چې په ښوونځي کې شامله شوې يم. کله چې مې خلک په کوڅه کې ګوري، آن که ښوونځي ته هم نه ځم، خو سپکوي مي. هغوی وايي: وګورئ، دا نجلۍ غواړي ډمه شي.))



خو مريم وايي، ددې کار په وړاندې به ټينګار وکړي. هغه وايي((که چېرته د داسې خبرو په وړاندې ټينګار ونه کړم، نو هيڅکله به ونه کړای شم، ساز غږول زده کړم. په پيل کې هر څه ګران و، خو اوس ورسره روږدې شوې يم.))



يو ښوونکي، امير محمد سلطاني، وويل: ((هغه مهال چې دا مرکز پرانيستل شو، ما داسې انګيرله ګوندې يوه نجلۍ به هم د لوست لپاره رانه شي، خو اوس ګورو چې شمېره ورځ په ورځ لوړيږي.))



نوموړي زياته کړه: ((کله چې په زده کړې کې د نجونو مينه ګورم، نو په افغانستان کې د موسيقۍ د راتلونکي په هکله مې هيله زياتيږي))



د نوموړي مرکز مشر، محمد صابر نقشبندي وويل، په بل ګام کې به ورته ښوونځی په نورو ولايتونو کې هم جوړ کړو او د هلکانو لپاره به د ساز د غږولو د زده کړې بېلې لوستخونې جوړې کړو.



نوموړي وويل، د ورځني لګښت او د کارکوونکو د معاشونو د ورکولو په موخه به د وړيا زده کړې سيستم بدل کړو. په مزارشريف کې به د نورو شپږو مياشتو په اوږدو کې لوست د پخوا په شان وړيا وي.



نقشبندي زياته کړه: ((موږ په افغانستان کې د موسيقۍ له ټولو ټولنو سره اړيکې نيولي دي. هغوی له موږ سره زموږ د سازغږولو د اړتيا وړ الو او ښوونکو د چمتو کولو ژمنه کړې ده.))



نجونو ته د ساز د غږولو زده کړه لا همدا اوس د اختلاف لامل شوی دی. د آی ډبليو پي آر له خوا د مرکه شوو خلکو په ډلې کې ځوانان د هغې په پلوي و، خو زاړه بيا د هغې په وړاندې بيخې مخالف و.



د مزارشريف يو ديني پوه پنځوس کلن ملا رحمت الله وويل: ((د نجونو لپاره دا ډېره لويه ګناه ده، چې د نارينه په وړاندې سندرې ووايي او وناڅي. نجونې دې په کور کيني. موسيقي دې زده نه کوي.))



نوموړي زياته کړه: ((لوېديځوال غواړي ډمګرۍ ته زموږ د نجونو په اړولو زموږ فرهنګ له منځه يوسي. که چېرته زما لور دا کار کړی وای، نو په هماغه لومړۍ ورځې به مې وژلی وای. ځکه زه نه غواړم، لور مې ډمه شي.))



د مزارشريف اوسيدونکي يو 25 کلن ځوان، نصرت الله دا خبره نه مني، وايي: ((د نجونو لپاره د موسيقي زده کړه يوه ښه خبره ده. لا تر اوسه ښځې په موسيقۍ کې لږه ونډه لري. څه توپير کوي، که چېرته ښځې ساز غږول زده کړي او سندرې ووايي؟ که زما خور او يا د کورنۍ يوه بله ښځينه غړې مې له هغې سره مينه ولري، نو زه به ورسره په دې کارکي مرسته وکړم.))



زده کوونکي د زده کړې په هکله هوډمن بريښي. اتلس کلنه مينه، چې په ښوونځي کې د سندرو ويلو لوست وايي، وايي، د هغې کورنۍ د هغې له خوښې سره موافقه ده، خو د بسنټپالو ديني پوهانو له

مخالفت څخه ډاريږي. نوموړې وايي، کله چې مې خپلې کورنۍ ته په دې هکله وويل، نوره په مينه يي ومنله.



هغې وويل: ((زما يوازينۍ هيله داده، چې د خلکو په وړاندې د سټيج په سر سندرې ووايم او د هغوی شاباسی وګورم.))

هغې زياته کړه ((زه ډاريږم، که ساز غږول او سندرې ويل زده هم کړم، نو آيا ملايان به راته د سندروويلو اجازه راکړي؟ خو له دې ستونزو سره سره به زه تر هغه خپلې مبارزې ته دوام ورکړم، چې خپل هدف ته ورسيږم.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists