Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان په شمال کې د تورتم واکمني

د برښنا دانتقال لپاره دنوي لينونو نشتوالى دبلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار په تورتم کې اوسى
By Abdul Latif Sahak

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

سره لدې چې د افغانستان شمال ته پروت ښار په پرتله ييز ډول له امنيت او د انرژۍ له ځينو سرچينو يو څه برخمن دی، خو اوسيدونکي يې وايي د ورځې يوازې څو ساعته برښنا ور رسيږي. 

د اوړي د موسم  د تودوښې پر ستونزو سربېره د برښنا د نشتوالي له امله خوراکي توکي يخ نه ساتل کيږی او د ناروغيو د رامنځته کېدو لامل کيږي.  

اوسيدونکي له دې امله سخت په غوسه دي، افغانستان ته د بې خړته مرستو په رارسيدو [حکومت] ونشو کړای د اړتيا وړ برښنا چمتو کړي، چې د اقتصادي پراختيا اصلي بنسټ ګڼل کيږي.

د مزارشريف  اوسيدونکي په څلرويشتو ساعتونو کې يوازې درې ساعته برښنا لري. د فريدون په نامه يو اوسيدونکي له  آی ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې وويل، د ورځې يو ساعت برښنا لري، خو هغه هم بيا دومره کمزورې وي، چې يخچال نشي چالانولای.  

فريدون په داسې حال کې چې د خپل کاله په مخکې تر يوې ونې لاندې ناست و او ځانته يې پکی واهه، وويل: «ګورې، سره له دې چې زه غټ سړی يم، خو دې ګرمۍ ته  نشم ټينګېدای، نو ماشومان به څنګه ورته ټينګ شي؟ ټوله شپه مې ماشومانو ته پکی وهم. کله ناکله ضعف را باندې راځي . که برښنا وای، نو دا ستونزې به مې نه درلودې، ځکه [برقي] بادپکی او يخچال لرم.»

فريدون سيمه ييز حکومت پړ بولي او وايي: «د خدای لپاره، د ولايت هرچارواکي له لسو کلونو راهيسې پر څوکيو ګېډه اچولې، ته به وايي په ميراث ورته پاتې دي. که کا رنشي کولای، بايد ځايونه نورو ته پريږدي!»

د ښار صنعتکاران وايي هغوی توليد بندوي او يا يې تړلو ته اړايستل کيږي، ځکه خپل ماشينونه نشي چلولای.

خواجه امير دې ته ګوته ونيوله چې څنگه  يې درې مياشتې دمخه خپله د پلاستيک جوړولو فابريکه ودروله.

هغه وويل: «زه د برښنا د کمبوت له امله د خپلې فابريکې تړلو ته اړ شوم. ځکه د ډيزلي جنراتورونو په کارولو د توکو بيه لوړېده، چې بيا يې اخيستلو ته د خلکو وس نه رسيده.»   

خواجه امير وويل، هغه دې ته اړ شو، چې شاوخوا سلو تنو کارګرانو ته ځواب ورکړي.

هغه وويل: «حکومت نه غواړي چې د خلکو د بېروزګارۍ ستونزه هواره کړي...  د سيمه ييزو توليداتو مرسته نه کوي، د هغې ترڅنګ بهرنيو توليداتو ته لاره پرانيزي.» 

فقير محمد د کنګل (يخ)  جوړولو فابريکه لري. هغه ته د تقاضا د زياتوالي پته لګېدلې. هغه د برښنا د توليد ډيزلي جنراتورونو کاروي او د پلورلو بيه يې دوه هومره لوړه کړې ده.

هغه وويل: «سره له دې چې تېل ګران دي، خو جنراتورونه کاروو. زياته ګټه نه کوو، خو بايد د کنګل توليد ته دوام ورکړو، ځکه خلک ورته ډېره اړتيا لري.»            

د بلخ ولايت د صنايعو د خونو مشر، سيد طاهر روشن زاده وويل، لسګونه فابريکې، چې توکي يې توليدول، [تازه] مېوې يې بسته بندي کولې او غير الکولي څښاک يې توليداوه، تړل شوي او په زرګونه خلک يې بېروزګاره کړی دي. 

هغه وويل: «د برښنا کمبوت د افغاني توکو بيې لوړې کړي دي. هيڅوک يې نه اخلي. کله چې ونه پلورل شي، خاوند يې مجبوريږي، چې خپله فابريکه وتړي.»

روشن زاده وويل، د برښنا نشتوالی د راتلونکې پانګې اچونې په مخکې خنډونه جوړوي، که دا نه وي، د افغانستان په دې نسبتا کراره سيمه کې د هغې د غوړېدا امکانات ډېر دي.  

په عين حال کې، د عامې روغتيا او چاپېريال ساتنې د ادارو چارواکي خبرداری ورکوی، چې د برښنا د کمبوت له امله به د ماشومانو ناروغي نوره هم زياته شي.

د کوچنيانود ناروغيو ماهر،  ډاکتر احمد فروغ وويل، هره ورځ زيات شمېر کوچنيان د مزارشريف په روغتون کې د نس ناستې، د بدن د اوبو د کموالي او د زهري خوراکي توکو د خوړو له امله بستريږي.

هغه وويل: «زياتره کورنۍ باسي [د شپې يا غرمې پاته شوي] خواړه خوري. نوموړي خواړه د يخچالونو د نشتوالي له امله  خراب او د ناروغيو لامل کيږي.» 

په مزارشريف کې د چاپېريال د ساتنې رئيس، غلام نبي خرمي وويل، د فابريکو، صنعتکارانو او کورنيو له خوا د ډيزلي جنراتورونو زياتې کارونې هوا ډېره ککړه کړې ده. دا پخپله د ناروغيو يوه بله سرچينه ده. همدارنګه د تودو سيمو هوا نوره هم پسې تودوي.

بلخ د نورو ولايتونو په پرتله نېکمرغه دی، ځکه له ګاونډي هېواد، ازبکستان څخه ورته د اوږدې مودې هلو ځلو له امله برښنا راغلې ده. له دې امله په مزارشريف کې ستونزه د برښنا

نشتوالی نه دی، بلکې ستونزه داده چې د برښنا زړې او له کاره لويدلې شبکې د برښنا د ويش ظرفيت او توان له لاسه ورکړی دی.       

چارواکي وايي، دستګاه تر شلو ميګاواټو پورې د برښنا د ساتلو ظرفيت لري. هغه بايد ورغاول شي، ترڅو اويا ميګاواټه تقاضا پوره کړي. 

د بلخ ولايت د برښنا رئيس، انجنير نصير وويل، سيمه ييزو سب ستيشنونو ته لازمه کچه  برښنا رسيږي، خو د ښار د برښنا اووه ويشت کلن زوړ سيستم نشي کولای ټولو برخو ته په سم ډول د اړتيا وړ برښنا ورسوي.  

په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت د نړيوال بانک د ۲۳  مليونو ډالرو په مرسته د مزارشريف د برښنا د شبکې د سيستم د نوي کولو په اړه له افغاني او هندي دوو شرکتونو سره يو تړون لاسليک کړ. 

نوموړې پروژه به لا بشپړيږي.

انجنير نصير وويل، د نوموړو دوو قرارداديانو تر منځ د کيفيت د څرنګوالي په اړه د رامنځته شوو ناندريو له امله کار په ټپه ولاړ دی. د کار د څارنې لپاره يو جرمني شرکت رابلل شوی دی. 

د څارنې د کار د ډلې مشر، انجنير ګيلرمو سياپنو د ناندريو د راولاړېدو پخلی کوي،وايي: «موږ افغاني او هندي شرکتونو ته تر هغې د کار د دوام اجازه نه ورکوو، تر څو خپل کارله  عالي سټنډرډ سره سم نه کړي.»

هندي قراردادي، (ATPS) مرکې ته حاضر نشو، خو د افغاني شرکت (A-T-SL)  مشر، محمدظاهر پر بيروکراسۍ او د سيمه ييزو حکومتي چارواکو په نه همکارۍ پړه واچوله. هغه وويل د پروژې جرمني پلټونکو هغه مهال انديښنه څرګنده نه کړه، چې د برښنا ۱۸۰۰  ستنې او نوي مزي غځول کېدل، له هغې وروسته يې د کيفيت موضوع راپورته کړه. دا ددې معنا لري چې کار بايد بېرته له سره په زياتې بيې ترسر ه شي.            

په عين حال کې د اوبو او برښنا وزارت نوموړي دوه شرکتونه پر خپل وخت د کار د نه سرته رسولو له امله دوه مليونه ډالره جريمه کړي دي. هغه زياته کړه: «که کارونه همداسې دوام ومومي، موږ به د کار د سرته رسولو توان ونه لرو.»       

د برښنا کمبوت او له هغې سره مل ستونزې يوازې په بلخ پورې محدودې نه دي، هر بل ولايت  او پلازمېنه، کابل هم د برښنا پرچاوي او يا محدوده برښنا لري. 

د اوبو بندونه  شته او د ځواب جوګه دي، خو هغه ډېر پخواني او زاړه دي.  هغه پروژې، چې بايد نوې جوړې شي او يا زړې هغه له سره ورغاول شي، د طالبانو د روان بغاوت له امله له خنډونو سره مخامخ دي.  زياتره خلک په دې اند دي چې ګاونډي دولتونه، نه غواړي هغوی ته له پولې څخه دې خوا د ورتلونکو اوبو د کچې لږوالی وګوري. (ددې ادعاوو په اړه  د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: ايران د برښنا د افغاني بند د بيارغاولو د کارونو پر ګډوډولو تورن دی او ايران د افغان بند د رغاولو د کارونو دودرولو پر هڅو تورن دی.)