د افغانستان په شمالي سرحدي پوله کې سوداگري غړنده شوې

سوداگر شکايت کوي چې د حيرتانو د بندرگي گمرکي اجراات له فساد او گډوډۍ ډک دی.

د افغانستان په شمالي سرحدي پوله کې سوداگري غړنده شوې

سوداگر شکايت کوي چې د حيرتانو د بندرگي گمرکي اجراات له فساد او گډوډۍ ډک دی.

Bridge connecting Afghan border town of Hairatan with Uzbekistan. (Photo: Qayum Babak)
Bridge connecting Afghan border town of Hairatan with Uzbekistan. (Photo: Qayum Babak)
Hairatan is a key trading hub for Afghanistan. (Photo: Qayum Babak)
Hairatan is a key trading hub for Afghanistan. (Photo: Qayum Babak)
A rail link connects northern Afghanistan with Central Asian transport networks. (Photo: Qayum Babak)
A rail link connects northern Afghanistan with Central Asian transport networks. (Photo: Qayum Babak)
Wednesday, 13 March, 2013

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، قيوم بابک ليکنه

سوداگري د افغانستان د شمال د بندري لارې غړنده شوې، په داسې حال کې چې کارکوونکي پر غيرعادلانه اصولو او امنيتي ستونزو پړه اچوي، سوداگر وايي، دلته اداري اجراات تر دې کچې له فساده ډک دي چې غوره بولي [د خپلې سوداگرۍ لپاره] له بل بندره کار واخلي.  

حيرتان د آمودرياب پر غاړه پروت او د پل په واسطه د ازبکستان د ترمز له ښار سره نښلول شوی دی. د بلخ ولايت له مرکز، مزارشريف له ښار څخه د اورگاډي يوه نوې پټلۍ افغانستان د مرکزي اسيا د هېوادونو له لارې له روسيې او اروپا سره نښلوي. دا کار حيرتانو ته په ختيځ کې د پاکستان او په لويديځ کې د ايران په پرتله ښه گټور دی، چې يوازې د سړکونو له لارې نښلول شوي دي.

ددې پر ځای د حيرتانو له لارې سوداگري زياته رالوېدلې ده. د بلخ ولايت د سوداگرۍ او صنايعو د خونې د رئيس، آرش يونسي د وينا له مخې د فبرورۍ په مياشت کې د وارداتو کچه تر دوو زرو ټنو پورې وه، په داسې حال کې چې د ٢٠١٢ کال په همدې مياشت کې اتيا زرو ټنو ته رسېده.

د افغانستان د شمالي ولايتونو سوداگرو د فبرورۍ په يوولسمه نېټه د بلخ ولايت د سوداگرۍ او صنايعو په خونه کې د يوې غونډې پرمهال د حيرتانو د بندر له لارې د سوداگرۍ په اړه خپله اندېښنه په ډاگه کړه. هغوی گوته وڅنډله چې، که مرکزي حکومت د سرحدي سوداگرۍ په اړه په لاره کې پرتې ستونزې هوارې نه کړي، د افغانستان د شمالي ولايتونو اقتصاد به له گواښ سره مخامخ شي. 

افغانستان په عمومي توگه پر وارداتو ډډه لگوي او په سوداگريزو شرايطو کې د هر راز بدلون په وړاندې زيان منونکی دی. په ځانگړي ډول پاکستان د کراچۍ له لارې د افغانستان صادراتي توکي د اوږدې مودې لپاره ځنډولي دي.

ځايي چارواکي وايي د حيرتانو [له لارې د سوداگرۍ دغړند کېدو] لامل دادی چې هلته د نورو ځايونو په پرتله گمرکي مقررات ډېر سخت دي.

د فبرورۍ په ١٨ د بلخ والي، عطامحمد نور وويل، مرکزي حکومت د نورو بندرونو په پرتله د حيرتانو په بندر لوړ معيارونه پلي کوي. 

هغه وويل: "له حيرتانو پرته په نورو ځايونو کې پر صادارتي توکو محصول او ټکس لرې شوی، خو زموږ سوداگر لا تر اوسه د صادراتي توکو په وړاندې محصول ورکوي، په داسې حال کې چې گمرکي قانون بايد په ټولو ځايونو کې يو راز وي."

د والي وياند، منيرفرهاد وويل چې پر حيرتانو باندې قانون په بشپړ ډول پلی کيږي. 

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "د ماليې او سوداگرۍ د وزارتونو ټول اړوند مقررات د حيرتانو پر سوداگرو پلي کيږي. له دې امله هغوی [هغو نورو بندرونو] ته ځي، چې په گټه يې وي."

په عين وخت کې يونسي ادعا و کړه چې په نورو بندرونو کې توکي افغانستان ته په قاچاق راوړل کيږي.

هغه وويل: "د حيرتانو له لارې د وارداتو د رالوېدلو لامل دادی چې مالونه د نورو بندرونو لارو راځي او ټکس او محصول نه ورکوي، ځکه د هغو ځايونو کارکوونکي فاسد دي."

د افغانستان د سوداگرۍ وزير، انورالحق احدي د فبرورۍ د مياشتې په ١٨ د حيرتانو بندر وکوت او انکار يې وکړ چې ددې ځاي مقررات د نورو بندرونو له مقرراتو سره توپير نه لري.

هغه وويل: "بايد په څرگند ډول وويل شي چې په ټولو بندرونو کې قانون برابر او يو خېل پلی کيږي."

احدي ومنله چې واردات په حيرتانو کې غړند شوي، خو هغه يې په شمال لويديځ کې له ترکمنسان په گډه پوله پروت بندر آقينې سره پرتله کړل چې د وارداتو له امله عايدات په چټک ډول زيات شوي دي.

 له هغو سوداگرو سره چې آی ډبليو پي آر خبرې کړي، له دې خبرې سره موافق نه دي چې گوندې د حيرتانو بندر دې د نورو بندرو نو په پرتله لږ فاسد وي. زياترو وويل ستونزه د ولايت له چارواکو پيليږي، چې په بندر کې يې خپل خپلوان د واک د کنترول په موخه پر کار گومارلي دي.

يو تن سوداګر چې خبرو ته حاضر شو، سيد طاهر روشن زاده و.  هغه وويل د حيرتانو له لارې د مالونو د واردلو په اړه د خلکو د انکار لامل گمرکي محصول نه دی، بلکې لامل يې "بيروکراسي او ... د گمرک د مامورينو بډي اخيستل دي."

نوموړي سوداگر وويل: "په حيرتانو کې مفسد او بډي اخيستونکي مامورين، چې زياتره د مرکزي حکومتي لوړ پوړو چارواکو ... تر ملاتړ لاندې دي، تر دې کچې سوداگر لوټلي چې له امله يې ټولو بندر پريښی دی."

عارف توتاخېل، د هغو سوداگرو په استازيتوب، چې له هغه بندر څخه مالونه راوړي، ددې خبرې پخلی وکړ او ويې ويل، د دې بندر کارکوونکي "خورا فاسد دي."

هغه وويل: "هغوی خپلې څوکۍ په بيه اخيستې او له خلکو څخه بډې اخلي... د خپلو ځانونو د خوشالولو لپاره بېلابېلې پلمې کوي. له د ې امله سوداگر له هغوی څخه پوزې ته راغلي دي."

فرهاد د حيرتانو د ستونزې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، "زه د فساد د شتون خبره نه تاييدولای شم او نه يې ردولای شم، خو په هغه کچه نه ده چې سوداگر يې ادعا کوي."

د ځاي گمرک په ادارې کې د يوې څانگې مشر، صالح محمد ټينگار وکړ چې هغوی د قانون له مخې  اجراات کوي.

هغه وويل، د وارداتو د کمېدو لامل "په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيوپوځونو د وتلو په اړه د رسنيو نارې سورې او گوټ څنډنې دي.سوداگرو د ٢٠١٤ کال له ډاره خپل سوداگريز فعاليتونه ځنډولي دي."

د ماليې وزارت وياند، وحيد توحيدي د فبرورۍ د مياشت په يوولسمه په خپلو خبرو کې د امنيتي ډار له امله د بهرنۍ سوداگرۍ له لږېدو خبره رد کړه. د احدي په څېر هغه د اقچې په بندر کې د عايداتو زياتېدو ته گوته ونيوه، ويې ويل، په هرات کې د کوشکي او اسلام کلا په بندرونو کې، چې له ايران سره سوداگري لري، عايدات زيات شوي دي. 

د هرات ولايت مستوفي، سيد سخا په هرات کې د گمرکي عايداتو د لوړېدو د خبرو پخلی وکړ. 

نوموړي آی ډبليو پي آر ته د تليفون له لارې وويل: "په صادراتو او وارداتو کې د زياتېدو له امله زموږ عايدات سږکال اته سلنه لوړ شوي."

په حيرتانو کې سوداگر، توتاخېل آی ډبليو پي آر ته وويل، په بندر کې د بيروکراسۍ له امله نور له کاره نهيلی شوی دی.

هغه په خپل لاس کې يو شمېر اسنادو ته گوتهونيوه او ويې ويل: "باور وکړه، ما تر اوسه د  قانوني حکم د ترلاسه کولو لپاره  ١٥ لاسليکونه راټول کړي، پيسې مې هم ورکړي. درې ورځې کيږي چې کښته پورته گرځم. له ژونده ستړی شوی يم، لا تر اوسه مې کار سر نه دی نيولی."

Economy
Frontline Updates
Support local journalists