د افغانستان په سويل ختيځ کې د ښادۍ هوايي ډزې

د عصري وسلو د دوديزو هوايي ډزو له امله مرگ ژوبله او د اوږدې مودې تربگنۍ رامنځته کيږي.

د افغانستان په سويل ختيځ کې د ښادۍ هوايي ډزې

د عصري وسلو د دوديزو هوايي ډزو له امله مرگ ژوبله او د اوږدې مودې تربگنۍ رامنځته کيږي.

 په افغانستان کې د احمدشاه ليکنه

دوه ويشت کلن زين الله د ژړا په حال کې د خپل پلار کيسه کوله چې يوه مياشت دمخه د افغانستان په سويل ختيځ ولايت، خوست کې په يوه واده کې مړ شو.  

د مندوزيو د ولسوالۍ په يوه کلي کې، په داسې حال کې چې د واده تاوده مراسم روان او موسيقي غږېږي، واده ته يو رابللی شخص خپل کلاشينکوف په يوه لاس نيسي، خوله يې اسمان ته اړوي او په ډزو پيل کوي.

د ډزو پرمهال نوموړی سړی پر خپلې وسلې باندې کنترول له لاسه ورکوي او د زين الله پلار له يوه بل مېلمه سره په گولې لگيږي او دواړه مري. درېم ټپي سړی روغتون ته لېږدول کيږي او ژوند يې ژغورل کيږي.  

واده په غم او ناندريو اوړي.

زين الله د منځگړتوب هغه دود نه مني چې مشران پکې راټوليږي او د ستونزې د هوارۍ په موخه پر قاتل باندې نغدي جريمه لگوي.

زين الله په غوسه وايي: "هيڅ منځگړتوب نه منم. د خپل پلار د قتل غچ اخلم."

د ښادۍ ډزې د افغانستان په ټولو برخو، په تېره بيا په پښتون مېشته سيمو کې ډېر دود لری. دا ډزې په ودونو، کوژدو، مذهبي خوشحاليو او په نورو حالتونو؛ لکه له حج څخه د راستنېدو او د هلک د زېږېدو پر مهال کيږي.   

د کرکيټ په گډون په سپورتي لوبو کې د لوبې مينه وال د خپلې ډلې د بري پر مهال هوايي ډزې کوي او په دې توگه بايلونکې ډله تر اغېز لاندې راولي. 

‌طبي کارکوونکي وايي ډېری داسې کسان ورته راوړل کيږي چې د ښاديو په مراسمو کې د ډزو له امله ټپي کيږي.

د خوست د ښار د عامې روغتيا د روغتون مشر، عبدالمجيد منگل وويل، په تېر کال کې په دې روغتون کې د ښاديو په همدې پېښو کې ١٣ تنه ټپيان، چې نارينه، ښځينه او ماشومان پکې وو، راوړل شوي وو. يو يې ومړ او نور يې ښه شول.

نوموړي زياته کړه: "همدارنگه يوه مياشت وړاندې درې تنه، چې په هوايي ډزو کې ټپيان شوي وو، خو درېواړو روغتون ته د لارې په اوږدو کې سا ورکړې وه."

په خوست کې د متون بابا د روغتون رئيس، پادشا زر عبدالى  وويل، پروسږکال د ښادۍ د ډزو څلور تنه ټپيان ورته راوړل شوي وو، چې يو يې مړ شو. 

د خوست د يو بل کلينيک کارکوونکي، ميرزاجان وويل، تېر کال د ټوپک د ډزو له درېو تنو ټپيانو څخه دوه تنه يې مړه شوي وو. هغه وويل، کېدای شي له ښار بهر د اوښتي زيان شمېر لوړه وي، ځکه "نه څرگنديږي چې څو تنه يې د ولسواليو کلينيکونه ته وړل کيږي."

همدرانگه پر مړه او ټپي کېدو سربېره هوايي ډزې د اوږدې مودې دښمنۍ هم رامنځته کوي.

د غچ اخيستلو د مخيوي لپاره د قومونو مشران د پښتني دوديزو قوانينو له لارې منځگړتوب ته وردانگي چې د هوايي ډزې کوونکی له خوا د وژل شوي شخص کورنۍ ته يوه اندازه پيسې د جريمې په توگه ورکوي. د موافقې په صورت کې دواړه لوري روغې جوړې ته غاړه ږدي. 

د تڼيو د ولسوالۍ يو قومي مشر، حاجي نواز وويل، د هوايي ډزو په يوې پېښې کې د کلي او قوم د مشرانو يوه ډله د وژل شخص کورنۍ ته لاړل او د ډزې کوونکي شخص په استازيتوب يې بښننه وغوښته. د کلي د مشرانو جرگه نوموړي شخص ته لارښوونه وکړه چې د وژل شوي شخص کورنۍ ته يوه اندازه پيسې ورکړي.

هغه وويل: "که کوم لوری جرگه يا د جرگې پرېکړه ونه مني، نو قومي مشرانو ته د درناوۍ په نه کولو پړ بلل کيږي او له قوم او کلي يې شړي. خلک يې نور په غم او ښادۍ کې گډون نه کوي."

د منگسو د سيمې يوه اوسيدونکي، حاجي جانباز آی ډبليو پي آر ته د هغه منځگړتوب کيسه وکړه چې يو زوی يې پروسږکال په گاونډي کلي کې د يوه واده په مراسمو کې په هوايي ډزو کې ووژل شو.   

جانباز وويل: "زه له خپل زوی، شېرخان سره، په کور کې د يوې کوټې په جوړولو بوخت وم، چې هغه ناڅاپه ولوېد. کله چې ورورسېدم ، له سر څخه يې وينې راتلې. يوه هوايي گولۍ د هغه په سر رالوېدلې او وژلی يې و."

د واده خاوند له مړينې څخه خبر کړای شو، په بله ورځ د کلي د استازو او قومي مشرانو په بدرگه د بښې لپاره راغی. جانباز او د هغه کورنۍ له وررسيدلي غم سره سره روغه جوړه وکړه. 

په خوست کې يو شمېر جرگو د "نرخ"تر دوديز نامه لاندې د ښادۍ پر ډزو بنديز لگولی. (د يو بل پراخ تړون په اړه وگورئ: يوې ولسوالۍ پخپله سوله راوستې.)  

د خوست په مرکز متون کې د عباسخېلو اوسيدونکي، حاجي نايب وويل، په دې اړه په دې وروستيو کې د ١٥٠٠ کورنيو تر منځ دا ډول يوه پريکړه سرته رسېدلې. که ثابته شوه چې چا هوايي ډزه کړې، نو بېوسلې کيږي، د دوه سوه ډالرو معادل نغدي پيسې او دوه غوايان ترې د جريمې په ډول اخيستل کيږي. 

د نايب په وينا بنديز تر يوه وخته وساتل شو، خو خلکو بيا په دوديز ډول په هوايي ډزو پيل وکړ او دا دوديز تړون نور د پخوا په څېر عملي نشو.

هغه وويل: "قومي جوړښتونو او پرېکړو خپل زور له لاسه ورکړی."

افغان ولسمشر، حامد کرزي د خپلو راديوې او تلويزيونې ويناگانو له لارې څو څو ځلې د دې عمل غندنه کړې ده. نوموړي په يوې وينا کې وويل، له مرگ ژوبلې پرته "دا کار پر ماشومانو، ناروغانو، زړو خلکو او اميدواره ميندو منفي اغېز کوي، ځکه زموږ هېوادوال د اوږدې جگړې له امله د ټوپک د ډزو په وړاندې حساسيت لري."

د بې پروا ډزو د مخنيوي په وړاندې يو خنډ ددې حقيقت موجوديت دی چې حکومتي امنيتې ځواکونه پخپله په دې کار کې ښکېل دي. 

د خوست يوه اوسېدونکي سباوون وويل: "کله ناکله امنيتي پوځونه د ولسي خلکو په پرتله پخپله د خوشحالۍ زياتې ډزې کوي. زيات شمېر د ټوپک په ډزو ژوبليږي."

د خوست يو بل تن اوسيدونکي، نادر يوې پېښې ته گوته ونيوه چې د هغوی په کلي کې د يو لوړپوړي پوليس د ورور په واده کې د دېرشو دقيقو لپاره پرله پسې هوايي ډزې وشوې.

هغه وويل: "موږ ټول په خپلو کوټو کې پټ شوي وو. داسې برېښېده چې طالبانو پر واده بريد کړی. وروسته خبر شو چې دا د پوليسو هوايي ډزې وې."

نادر وويل، د حکومتي مهماتو او گوليو پر ضايع کېدو سربېره: "هغه څوک چې له قانون څخه د سرغړونې مخه نيسي، خپله قانون مات کړي، له نورو خلکو څخه به څه شکايت وکړي؟"

د خوست د پوليسو مشر، فيض الله غيرت په پېښه کې د خپلو خلکو لاس لرل رد کړل، وايي: "پوليس په ښاديو کې د هوايي ډزو له امله خلک بنديانوي، څنگه په خپله دا کار کوي؟"

غيرت وويل، د هغه پوليس د دې عمل په مخينوي کې ډېر فعال دي. څو سوه تنه يې په دې اړه نيولي او وسلې يې ترې اخيستي. د هغوی په وړاندې د کوم گام له پورته کولو دمخه يې ورته دويم چانس ورکړی دی. 

هغه وويل: "خلکو داسې ژمنې کړي چې بيا به دا کار نه کوي. که په خپلو ژمنو ونه دريږي، کوټلی قانوني گام به يې په وړاندې پورته شي."

په يو شمېر پېښو کې د تاديب يا سزا چانس لاسته نه راځي، ځکه سړی نه پوهيږي، هوايي گولۍ له کوم لوري راغلې.

پادشامير، چې اوس په سخته گرځي، وويل: "يوه ورځ په خپل پټي کې په کار بوخت وم، چې په کيڼه پښه مې څه شی ولگېد. ډېر درد يې وکړ. د پښې حس مې له لاسه ورکړ. کله چې يې روغتون ته يوړم، ډاکټرانو وويل، په گولۍ لگېدلی يم. نه پوهيږم گولۍ له کومه راغلې وه، خو زه اوس معيوب يم."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.  

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists