د افغانستان په سويل ختيځ ولايت کې ملايان د ټاکنو ملاتړ کوي

د مخکنيو کلونو په خلاف اوس ديني عالمان خلک رايو ورکولو ته هڅوي

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت کې ملايان د ټاکنو ملاتړ کوي

د مخکنيو کلونو په خلاف اوس ديني عالمان خلک رايو ورکولو ته هڅوي

Thursday, 27 March, 2014

په خوست ولايت کې  د آی ډبليو پي آرتر روزنې لاندېخبريال، احمدشاه ليکنه

د خوست اوسيدونکي، قيام الدين د جمعې ورځې له لمانځه وروسته له جومات څخه تر وتلو وروسته په حيرانۍ خندل.

د هغه د حيرانۍ خبره دا وه چې ملا په خپل تبليغ کې خلک د اپرېل په پنځمه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته وهڅول. 

هغه وپوښتل: "په مخکنيو ټاکنو کې همدې ملا ويل، رايې مه ورکوئ، ځکه حکومت د امريکايانو دی. اوس يې ولې فکر بدل کړی دی؟"

قيام الدين وويل، د هغه په گډون به زياتره خلک د ملا له خبرو پرته په ټاکنو کې رايه ورکړي.

اسلامي مشرانو تل په افغانستان کې مهم رول لوبولی. زياترو يې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته د دموکراتيک بهير غندنه کړې، ويل يې افغانان بايد تر هغه پورې، چې بهرني پوځيان د هغوی په خاوره کې شتون ولري، په ټاکنو کې برخه وانخلي. 

د کابل حکومت په پرله پسې توگه زيار باسي چې د روان کال په پای کې د ناتو تر مشرۍ لاندې پوځونو له وتلو وروسته د عالمانو زړونه لاسته راوړي او داسې بريښي چې د هغوی چال چلن يو څه نرم شوی دی.

په خوست کې د خليفه عبدالرشيد په نامه يو پېژندل شوي دينې عالم وويل، پخوا حکومت له عالمانو سره کار نه درلود او له امله هغوی له سياست څخه پردي شوي وو. اوس حکومت دې حقيقت ته رسيدلي چې بايد ديني عالمان د دولت په چارو کې ډېر ښکېل واوسي.

هغه وويل: "اوس حکومت هغوی ته په ټولو ملي، سيمه ييزو او سياسي موضوعگانو کې د خبروبلنه ورکوي. د هغوی خبرو ته غوږ نيسي او عمل پرې کوي.ملايان هم غواړي له حکومت سره نژدې اړيکې ولري."

داسې ښکاري چې د بهرنيو پوځونو د وتلو له امله پر کابل د ملايانو باور پيدا شوی دی.

د نصرالله قاسمي په نامه يو بل ديني عالم وويل، څنگه چې يو شمېر بهرني پوځونه لا دمخه وتلي، نور نو د هغوی شتون د خپگان لامل نه کيږي.

قاسمي زياته کړه، په مخکنيو ټاکنو کې د خوست ولايت زياترو خطيبانو خپلو مقتديانو ته ويل، چې له ټاکنو سره مقاطعه وکړي. اوس دا کار بدل شوی دی.

هغه وويل: "زه نه يوازې په ټاکنو کې له ونډې اخيستلو سره مينه لرم، بلکې نور خلک هم هڅوم چې گډون پکې وکړي. موږ بايد د خپل هېواد برخليک پخپله وټاکو او د بهرنيانو د لاسوهنې مخه ونيسو."

سياسي شنونکي، امير شاه کارگر وويل، هغه هم د ټاکنو د ملاتړ نښې نښانې ليدلي. هغه فکر کوي چې د دې کار لامل د مخالفينو د مشر ناڅاپي پرېکړه ده، چې پخوا د دموکراتيک بهير مخالف و او اوس يې خپلو پلويانو داپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د گډون لارښوونه کړې. د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار ولسمشرۍ ته د خپل پخواني همکار، قطب الدين هلال تاييد کړی دی. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: افغان جنگ سالار ټاکنو ته راتاو شو.)

کارگر وايي د سولې د خبرو له لارې له طالبانو سره اړيکو هم ديني عالمان هم د سياسي بهير ملاتړ ته هڅولي دي.

د حکمتيار د دريځ د بدلون برعکس، طالبان لا د اپرېل د پنځمې نېټې له ټاکنو سره مخالف ته دوام ورکوي. هغوی په يوې خپرې شوې وينا کې رايې ورکول د امريکايانو توطئه بللې او د هغه چا په وړاندې يې خپلو گواښونو ته دوام ورکړی چې گډون پکې کوي.

سره له دې په خوست کې د ديني عالمانو د شورا مشر، مولوي شا محمود وويل، د چا له بريد څخه نه ډاريږي.

هغه وويل: "رايه ورکول شهادت دی. که څوک پر شهادت پښېمانه کيږي، نو کافر کيږي."نوموړي زياته کړه، خلکو ته معلومه شوې چې طالبان د افغانانو د وژنو مسؤول دي او تر دې زيات ترې نه ډاريږي.

هغه په دوام وويل:"موږ ديني عالمانو ته ويلي چې د رادېو، تلويزيون، جوماتونو او نورو غونډو له لارې خلک وهڅوي چې په ټاکنو کې گډون وکړي."نوموړي زياته کړه، قران او حديثو د ټاکنو د مفهوم ملاتړ کړی.

هغه وويل: "نه د رايې پلورل، نه د يو فرد د رايې ناسم کارول او نه چوپ پاتې کېدل، بلکې ښه شخص ته رايه ورکول د يوه مسلمان تر ټولو لوړ مسؤوليت دی."

مولوي محمد وويل، هغه او نور ملگري عالمان يې اوس ډاډمن دي چې د کابل حکومت يو اسلامي حکومت دی او مخالفين د عقيدې د دفاع پر ځای د خپلو گټو لپاره جنگيږي.

د عبدالله په نامه يوه بل دينې عالم ډېرو اسلامي هېوادونو ته گوته ونيوه، چې ټاکنې پکې سرته رسيږي.

هغه وويل: "موږ ولې رايه ورنه کړو؟ موږ ولې يو بل ته په سوله ييزو ډول واک ونه لېږدوو چې جگړه او د وينې تويېدنه ودريږي. خدای وينه تويونه بده بولي."

عبدالله ويل، هغه غواړي خلک وهڅوي چې تر ټولو وړ نوماند ته رايه ورکړي.

نوموړي وويل: "موږ پوهيږو چې زياتره نوماندان ښه خلک نه دي. که د رايو له لارې د هغوی مخه ونه نيسو، يو ځل بيا به واک ته ورسيږي. موږ بايد د هغوی مخه ونيسو."

د خوست ځايي چارواکي او د مدني ټولنې فعالان وايي چې اوس ملايان د مخکنيو ټاکنو برعکس په زغرده په ټاکنو کې د گډون لپاره فعالانه کمپاين کوي 

په خوست کې د مدني ټولنې يو فعال، فاروق جان ځدراڼ وويل، زيات شمېر دينې عالمانو د ټاکنو په معلوماتي کمپيان کې گډون پيل کړی او دا کار د دې احساس غبرگون کوي چې طالبان د اسلام دښمنان دي.

"ديني عالمان په اسلام کې د سولې او ټاکنو پر ارزښت ډېر ښه پوهيږي. له دې امله د ټاکنيز بهير ملاتړ کوي."

د خوست د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، شفيق احمد وفا وويل، زيات شمېر ديني عالمانو د ټاکنو په اړه  هغه ته مراجعه کړې ده. يو شمېر يې اوس د ټاکنو د څارونکو دنده پر غاړه اخيستې ده. 

هغه وويل: "د هغوی دنده ... ډېره مهمه ده، ځکه هر څه چې وايي، خلک يې مني."

د خوست زياتره اوسيدونکي وايي هغوی د خپلو ديني عالمانو په پرېکړه باور لري او د هغوی لارښوونې به عملي کړي.

رحمان الله وويل: "په پخوانيو ټاکنو کې زموږ د کلي ملا ويل، چې رايه ورنه کړو. ما رايه ورنه کړه. اوس راته وايي چې رايه ورکړو. موږ هر هغه څه کوو چې ملايان يې وايي، ځکه هغوی د خدای او پېغمبر لاره ښه پېژني."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی. 

Pakistan, Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists