د افغانستان په زیاترو لویو لارو کې شوکه او غلا

د آی ډبلیو پي آر خبریال په لغمان ولایت کې [د غځېدلې لويې لارې] په اوږدو کې د خپلسري او له سند پرته محصول لاسوندي موندلي دي.

د افغانستان په زیاترو لویو لارو کې شوکه او غلا

د آی ډبلیو پي آر خبریال په لغمان ولایت کې [د غځېدلې لويې لارې] په اوږدو کې د خپلسري او له سند پرته محصول لاسوندي موندلي دي.

Typical traffic on a highway in southern Afghanistan, in this case Ghazni province. (Photo: ISAF Public Affairs)
Typical traffic on a highway in southern Afghanistan, in this case Ghazni province. (Photo: ISAF Public Affairs)
Tuesday, 25 September, 2012

 په لغمان ولایت کې ځايي چارواکي د کابل – جلال آباد د سړک له تلونکو راتلونکو موټر چلوونکو څخه د ټکس او محصول په نامه د میاشتې په لسګونو زره ډالر اخلي. د پيسو د اخیستلو له بڼې داسې ښکاري چې دغه پیسې [شخصي] جیبونو ته ځي.     

د آی ډبلیو پي آر د ګډونوالو يوې درې میاشتنۍ څېړنې جوته کړه چې د [نوموړي] سړک په اوږدو کې د بېنظمیو بېلابېلې بڼې موجودې دي.    

لومړی، د هغو پيسو اندازه، چې باید موټر چلوونکی يې د قانون له مخې ورکړي، په اسنادو کې نه لیکل کيږي. دویم، لارۍ چلوونکي د خپلو موټرو د زیات بار په وړاندې بډو ورکولو ته اړ ایستل کیږی. دريم، حکومتي چارواکي د سړک له کاروونکو څخه د «ښاروالۍ د محصول» په نامه پيسې اخلي، چې آن وجود نه لري. پر دې ټولو سربېره ترافیک په غیر رسمي ډول باج اخلي.  

سره له دې چې دمخه افغان رسنیو په دې اړه رپوټونه خپاره کړي، دا د جلال آباد – کابل پر سړک د فساد د لټون په اړه لومړۍ هڅه ده.

څنګه چې پیسې په انفرادي توګه اخیستل او شکول کيږي، د لاسوندو راټولول ستونزمن کار دی. د څېړنې په اوږدو کې له راټولو شوو مرکو، ويديوګانو او انځورونو داسې بريښي چې د ټولګټو (فواید عامې) وزارت مامورین، د ښاروالۍ کارکوونکي او د ترافیکو پوليس په دې کار کې ښکېل دي.      

د آی ډبلي پي آر د اټکلیزو شمېرو له مخې د [اړوندو] چارواکو لاسونو ته د مياشتې پنځوس زره ډالره عاید ورځي. دا اندازه يوازې د هیواد د یوه ولایت د سړک پر سر ده.

د سړک د تېرېدو محصول اسناد نه لري.

د سرخکان د ولسوالۍ له لارې د سړک په اوږدو کې د ټولګټو وزارت يوه پوسته جوړه کړې چې له وړو او بار وړونکو لاریو څخه د محصول په نامه پیسې اخلي. په دې پوسته کې د نوموړي وزارت دولس تنه کارکوونکي په کار بوخت دي، چې ښايي له موټرو څخه په افغانیو محصول واخلي، په وړاندې يې موټر چلوونکي ته رسید ورکړي او راټولې شوې پیسې په بانک کې د اړوند وزارت بانکي شمېرې ته وليږدوي.    

کارکوونکی محصول راټولوي، خو په وړاندې يې له موټر چلوونکو سره د جوړ جاړي له لارې رسید نه ورکوي. د کاغذونو نشتوالی دا معنا ورکوي چې محصول د افغانیو پر ځای په کلدارو اخیستل شوی او دا پیسې هيڅکله هم کابل ته نه رسیږي.

پاکستاني روپۍ، چې په سیمه کې د «کلدارو» به نامه یادیږي، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ختیځو سیمو کې په راکړه ورکړه کې په عادی ډول کارول کيږي. سر له دې چې هغه د افغانستان رایجې پيسې نه دي، خو په ورځنیو معاملو کې په پراخ ډول کاریږي.

د سرخکانو په پوسته کې د موټرو د سایز له مخې د اخیستلو وړ محصول سل او شپږ سوه روپۍ دی. له کابل څخه ترتورخم پورې د کیلومتر له مخې محاسبه شوی محصول د غټو موټرو لپاره شاوخوا ۳۲۰ او د کوچنیو موټرو لپاره له ۵۰ څخه تر ۱۱۰ افغانيو پورې دی.

کابل ته د میر ولي په نامه يو تلونکي موټر چلوونکي، چې وریجې او اوړه يې با رکړي و، آی ډبلیو پي آر ته وويل: «هره پلا چې لغمان ته رارسيږم، د محصول کارکوونکي له ما څخه پيسې اخلي. محصول له درې څلورو سوو روپو څخه نه زیاتيږي، که نه يې ورکوم، نو موټر مې ودروي.»

آی ډبليو پي آر پوستې ته څېرمه په يوه رستورانټ کې د اکبر په نامه له يوه بل سړي سره مرکه وکړه، چې په موټر کې يې سمنټ بار کړي و.  

هغه وويل: «کله چې مې د ترانسپورټ مامورین ودروي، نو څلور سوه کلدارې يې په لاس کې ږدم او روانیږم. که د رسېد پوښتنه وکړم، نو د څلورو سوو کلدارو پر ځای راڅخه درې سوه افغانۍ اخلي. څنګه چې څلورسوه کلدارې راته پاتې کيږي، نو د رسید خبره له فکره وباسم.»

په دې څېړنه کې د آی ډبلیو پي آر يو ګډون کوونکي پر سړک ۷۵موټرې ودرولې. د هغوی له ډلې څځه یوازې ۲۵ تنه مرکې ته  حاضر شول او خپل غږونه يې ثبت کړل. هغوی په خپلو خبرو کې د اکبر د وینا پخلی وکړ.    

د شپږو ورځو په اوږدو کې رپوټ چمتو کوونکي د هغو موټرو څارنه هم وکړه، چې له پوستې روانېدل. هغوی ته پته ولګېده چې د يو ساعت په موده کې اتیا موټر چلوونکو ټولو په کلدارو محصول ورکړ او يو يې هم رسید وانخیست.

که چيرته څوک ووايي چې په يوه ساعت کې په منځنۍ کچه ۵۰ موټره، هر يو سل روپۍ ورکړي، نو دا پوسته به په میاشت کې لږ تر لږه ۳۶۰۰۰۰۰ روپۍ، شاوخوا ۳۶۰۰۰ امریکایي ډالر ترلاسه کړي.  

د لغمان د ټولګټو د ریاست مشر، سید نصرت آغا د سړک محصول د ټولولو مستقیم مسؤولیت په غاړه لري. نوموړي له آی ډبليو پي آر سره په مرکه کې ددې پخلی وکړ چې د هغه د وزارت له خوا په پوسته کې ګومارل شوی کارکوونکي ښايي په افغانیو محصول ټول کړي او په وړاندې يې رسید ورکړي.

هغه ته دوې ويديو وښودل شوې چې له دواړو اصولو څخه يې سرغړونه کړې وه، ويې ويل، «دا ټول درواغ دي.» او په غوسه له دفتر څخه ووت.

همدارنګه آی ډبلیو پي آر څلور ځله پخپله د محصول د اخیستلو کارکوونکو ته ورغلل، خو په اړه يې له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه او ويې ويل چې وزارت ورته لارښوونه کړې له رسنیو سره ونه غږیږي.

له اضافه بار موټرو څخه د بډو اخیستل

د فواید عامې د وزارت بله څانګه دنده لري، ډاډ تر لاسه کړي چې بار وړونکو موټرو له ټاکل شوو ۴۰ ټنو څخه زیات بار نه دی پورته کړی.  دلته هم آی ډبلیو پي آر ته ددې امر خلاف کار څرګند شو.  

په دې سړک ښایسته زیاتې تجارتي موټرې تګ ر اتګ کوي، په تېره بیا هغه لارۍ چې سمنټ، وریجې، تازه مېوې او نور خوراکي توکي افغان پلازمېنې، کابل ته لیږدوي.

د سرخکانو د ولسوالۍ اړوند مشالې کمر ته نژدې په یوه ځای کې لارۍ د وزن د کنترول او چک لپاره  کمپیوتري تلې (ترازو) ته وړل کیږي، ترڅو وګوري چې له څلوېښتو تنو څخه يې زیات مال نه وي بار کړی. د اصولو له مخې باید سرغړوونکي موټران ځای پر ځاي اضافه بار له موټر څخه کښته او نغدي جریمه تحویل کړي.

د ۱۲ لاریو چلوونکو آی ډبلیو پي آر ته وويل، هغوی معمولا، پنځه، لس یا کله ناکله شل ټنه اضافه مال باروي او مازې لس – شل زره روپۍ [کلدارې] د ترازو کارکوونکو ته ورکوو او د لاریو بار لږ لیکي.

د پاکستان له پېښور څخه د جاوید په نامه يوه راغلي موټر چلوونکي وويل: «ما په لارۍ کې ۴۵ ټنه سمنټ بار کړي، چې د حکومتي ټاکلي ۴۰ ټنو څخه پنځه ټنه زیات دي. څو دقېقې دمخه ماشین ولیکل چې پنځه ټنه زیات دي. کارکوونکو راته وويل هغه زاړه سړي ته ورشه، هغه به دې ستونزه هواره کړي. زه هغه سړي ته لاړم، چې کارکوونکو ته ډوډۍ پخوي. هغه راته وويل شل زره روپۍ راکړه، ستونزه به دې هواره شي.»

جاوېد پيسې ورکړې او پر خپلې مخې ولاړ.

هغه وويل: «کارکوونکي ډاریږي چې په بډو اخیستلو ونه ونیول شی. له دې امله دلالي په اشپز کوي.»

رپوټ چمتو کوونکي څو، څو ورځې د تللو [ترازو] بهیر څاره او دې پایلې ته ورسېد چې که هر ساعت لږ تر لږه پنځه لویې لارۍ تیرې شي او هره یوه يې په ناقانونه ډول لس زره روپۍ ورکړي، نو لاس په لاس ټولې نغدې میاشتنۍ پيسې به لږ تر لږه ۶۵۰۰ ډالرو ته ورسیږي.   

د ترازو د کنترول په دې پوسته کې له کارکوونکو څخه څلور ځلې د مرکې غوښتنه وشوه، خو د لویې لارې د تېرېدو د محصول د اخیستونکو انډیوالانو په څېر يې ويل، لوړ پوړو امرینو يې په جدي ډول له مرکې کولو منع کړی دي.     

موټر چلوونکي او هغه سوداګران چې دوی يې ګومارلي، وايي، د لغمان د بارونو د تللو د ترازو په ځای کې ناقانونه محصول تر دې کچې عادي بڼه غوره کړي ، چې دوی دا ناقانونه محصول د مالونو د خرڅلاو پر بيې ورزیاتوي.  

موټر چلوونکي، مير ولي وويل: «د قانون له مخې باید موږ خپلې ټریلرې تر ۴۰ ټنو پورې بار کړو، خو سوداګر راڅخه غواړي چې ۵۰ یا ۶۰ ټنه بار یوسو. ځکه هغوي پر دې پوهیږي، که د ترازو کارکوونکو ته پيسې ورکړي، هيڅ نه وايي.»

د نصرالله په نامه يو سوداګر، چې د لغمان ولایت اصلي اوسیدونکی او اوس په کابل کې اوسیږي، له تېرو دوو کلونو څخه په دې لاره سمنټ راوړي.

هغه وويل: «کابل ته د ۴۰ ټنو سمنټو پر ځای د ۶۰ ټنو سمنټو په راوړلو کې موږ ډېره ګټه کوو. موږ موټر چلوونکي ته د ۲۰ ټنه اضافي بار په وړاندې يوولس سوه ډالر ورکوو. پر دې پوهیږو چې هغوی له نیمايي څخه زیاتې پیسې حکومتي کارکوونکو ته په بډو کې ورکوي او نورې ورته پاتې کيږي. سره له دې هم موږ ډېره ګټه کوو. ځکه که شل ټنه جلا بار کړو، نو له تورخمه تر کابله به راته تر درې زرو ډالرو پورې پرېوزي.»

«د ښاروالۍ ټکس»

درېم ټکس، چې د کابل –  جلال آباد د سړک کاروونکي موټر چلوونکي يې ورکوي، د «ښاروالۍ د ټکس» په نامه یادیږي. دا ټکس په قوانینو کې نه دی راغلی، خو ځاي حکومتي کارکوونکي يې د لويې لارې پر سر او د لغمان ولایت له مرکز، مهترلام څخه تر کابله پورې دوه ځایه اخلي.  

د لسو ورځو په اوږدو کې د آی ډبلیو پي آر له څارنې او ويديو څخه څرګنده شوه چې مامورین له هر موټر څخه شل روپۍ اخلي. د سړک پر غاړه د يوې ودانۍ مخې ته د سهار له اوو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې څخه ساتونکي ولاړ وي. له هغوی سره یو متر اوږد لرګی وي او هغه موټر چلوونکي پرې ګواښوي چې د پیسو په ورکړه کې زړه نازړه وي.

د دواړو سړکونو په بېلابېلو ځایونو کې مرکه شوو موټر چلوونکو ددې خبرې پخلی کړی.

د معروف په نامه يوه ټکسي چلوونکي وويل: «زه له لغمان څخه جلال آباد ته  د ورځې څلور – پنځه ځله سپرلۍ وړم راوړم. هر وخت چې د سرخکانو له سیمې څخه تېرېږم، د ښاروالۍ خلک راڅخه شل روپۍ اخلي او رسېد نه راکوي.»

معروف وويل، دا کار د تېرو لسو کلونو راهیسې روان دی. ددې کار د مخنیوي لپاره تر اوسه هيڅ ګام هم نه دی پورته شوی.

د آی ډبلیو پي آر رپوټ چمتو کوونکي د شمېر له مخې که په یو ساعت کې له شپږ موټرو څخه ټکس واخیستل شي، نو د میاشتې به ۲۸۸۰۰ روپیو يا درې سوو ډالرو ته ورسیږي.   

د ټکس د اخیستلو په اړه د لازياتو معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره خبریال د سرخکانو د ښاروالۍ چارواکي، محمد فهیم ته ورغی. له نوموړي څخه په داسې حال کې فلم واخیستل شو، چې له موټر چلوونکي څخه يې پیسې اخیستې.

خبریال وپوښتل: «د کوم قانون، حکم یا پرېکړې له مخې تاسې له موټرچلوونکو څخه شل روپۍ اخلئ؟»

فهیم په ځواب کې وويل: «نه پوهیږم.»

وروسته يې وویل، هغه د مرکې کولو اجازه نه لري. زیاته يې کړه: «ښاروال ته لاړ شه او ترې وپوښته چې ولې پيسې اخیستل کيږي او څه پرې کیږي.»

خبریال مستقیما د مهترلام ښاروال، عبدالمقیم عبدالله دفتر ته ولاړ. له نهه ځله تګ راتګ وروسته خبریال له ښاروال سره پر مرکې کولو بریالی شو. هغه د ټکس د اخیستلو پخلی وکړ، خو ويې نه ويل چې پر پیسو څه کيږي.  

عبدالله وويل: «ما مې خپلو کارکوونکو ته ویلی دي چې له هر موټر چلوونکي څخه د ټکس په نامه لس افغانۍ [د شلو پاکستاني روپیو معادل] واخلي، خو موټر چلوونکي ته د رسید د نه ورکولو خبره درواغ ده.»

له موټر چلوونکي څخه د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د پیسو د اخیستلو او له هغوی سره د ناسم چلن په اړه ورته اخیستل شوی فلم وښودل شو، عبدالله وويل: «دا زما کارکوونکي نه دي. هغوی د ترافیکو د څانګې یا د (فواید عامې د وزارت) ترافیک دي، چې په زوره له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.»

کله چې نور لاسوندې ورته هم وښودل شول، نو عبدالله اقرار وکړ، په فلم کې ښودل شوی خلک د هغه د ادارې کارکوونکی دي.

هغه وويل: «ددې څلورو تنو دا کړنې د قانون پر خلاف دي. زه وعده درکوم، چې مخه به يې ونیسم.»

پوليس د پیسو د اخیستلو پر مهال

په لغمان کې د موټرچلوونکو په وړاندې بله غمیزه ترافیک پولیس دي، چې له ننګرهار څخه کابل ته تلونکي موټر دروي او په زوره ترې پیسې شکوي.

آی ډبلیو پي آر د سرخکانو د سیمې په اوږدو کې پر غځيدلي سړک په څلورو بېلابېلو ځایونو کې فلم  واخیست او له نهو لارۍ چلوونکو سره يې خبرې وکړې، چې ویل يې پولیس ترې له کلونو راهیسې پيسې اخلي. هغوی وويل، که پیسې ورنه کړو، سرخوږی راته پیدا کوي، ځکه بیا مو د ترافیکي سرغړونو په بهانه ودروي.   

آی ډبلیو پي آر د شمېرنو له مخې، که پوليس له یوه موټر څخه سل روپۍ يا يو ډالر واخلي، نو د میاشتې ۱۸۰۰۰۰ روپۍ یا ۱۸۰۰ ډالر کیږي.

د لغمان د ترافیکو رئیس، عبدالصمد آی ډبلیو پي آر  ته وويل، کارکوونکي له هغو موټرو څخه پیسې اخلي چې درانه بارونه يې بار کړي وي، خو په ټینګار يې وويل کوم ناقانونه کار سر ته نه رسیږي.

هغه وويل: «موږ ځینې ټریلر چلوونکي جریمه کوو او پیسې ترې اخلو. دا بډې نه دي، جریمه ده.»

په عمومي ډول دا موضوع ددې بیانوونکې ده چې حکومتي لوړپوړي چارواکي له موټرو څخه د محصول راټولولو ته لږ پام کوي، له دې امله د قانوني او غیرقانوني عمل تر منځ د کتنې وړ ابهام پروت دی او د عوایدو د راټولولو له سیستم څخه کار نه اخیستل کیږي.  

انقلابي ځوان په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر روزلی خبریال دی.

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists