د افغانستان په ختیځ ولایت کې د نشه يي توکو کارول په چټکۍ سره وده مومي

سیمه ایز خلک پر دولتي چارواکو باندې غږ کوي تر څو د ځوانانو له خوا د هیروئینو د کارولو په برخه کې لا زیاته مبارزه وکړي

د افغانستان په ختیځ ولایت کې د نشه يي توکو کارول په چټکۍ سره وده مومي

سیمه ایز خلک پر دولتي چارواکو باندې غږ کوي تر څو د ځوانانو له خوا د هیروئینو د کارولو په برخه کې لا زیاته مبارزه وکړي

لیکونکی: هجرت الله اختیار

شرف د جلال اباد د سراج العماره په پارک کې تر یوې ونې لاندې ناست دی او لاسونه  یی  لړزیږي. د شرف کالي له ورایه داسې معلومیږي چې په میاشتو میاشتو به نه وي پریمینځل شوی. دا ۲۷ کلن ضعیفه ځوان هڅه کوي تر څو یو اوړ شی په خپل لاس کې پټ وساتي.

ترې ومو پوښتل چې هغه څه شی دی، هغه په ځواب کې وویل: «دا هیروئین دي. نه یي ویني؟»

پوره دوه کاله مخکې شرف د افغانستان د پولیسو په لیکو کې یو افسر و، مګر همدا دنده وه چې نوموړی یي د ناقانونه مخدره توکو پر کارولو باندې اخته کړ.

نوموړي په داسې حال کې چې ویي نه ویل چې د هېواد په کومه سیمه کې یي دنده درلوده داسې وویل: «زموږ زیاتره ملګرو تاریاک څکول. هغو ماته هم راکړل. ورو ورو زه هم په هیروئینو باندې اخته شوم. زیاتره پولیسان په مخدره توکو باندې اخته دي.»

د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد ښار په عامه پارکونو کې د شریف په څیر زیاتره په هیروئینو اخته کسان تر سترګو کېږي. د جلال اباد په زیاتره تفریحي سیمو لکه هډې فارم، د بهسودو د پله په باغونو او همدارنګه د ولایت د والي دفتر نه په نږدې د سراج العماره او شهید پارک کې خو ځوانان په ازاده توګه مخدره توکي کاروي.

د ننګرهار د امنیې قومندانی ویاند، حضرت حسین مشرقیوال (IWPR) ته وویل چې په ښار کې پلورل کېدونکي هیروئین د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې له خامو اپیومو څخه تولیدیږي.

نوموړي په دې اړه وویل: « موږ په دې اړه غافله نه یو. په تیرو شپږو میاشتو کې موږ څه باندې ۴۰۰ کیلو ګرامه اپیوم او څه باندې ۴۰ کیلوګرامه هیروئین او نور مخدره توکي نیولي دي. همداشان مو څه باندې ۷۰ قاچاق وړونکي او معامله کوونکي هم نیولي دي.»

نوموړي وویل چې، د همدغو مجرمینو نیول کومه اسانه خبره نه وه، ځکه همدا جنایي کړۍ ډېر په مخفي ډول سره خپل کار کوي.

هغه زیاته کړه: «قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د لېږد رالېږد لپاره ماشومان او ښځې هم کاروي. زموږ امنیتي منسوبینو هغوۍ څو ځله نیولي هم دي.»

د ننګرهار د والي، عطاالله لودین ویاند، احمد ضیا عبدالزی وايي چې د هغوۍ دفتر له دې ستونزې څخه خبر دي او پولیسو او له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې ته یي لارښوونه کړي تر څو دا معامله کوونکي ونیسي او په نشو روږدي کسان تر درملنې لاندې ونیسي.»

عبدالزي زیاته کړه: «د پولیسو منسوبین او د نشه يي توکو سره د مبارزې د کمېسیون غړي دغه سیمې تر څارنې لاندې لري او شکمن کسان نیسي.»

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې د امریکا له تیري را وروسته افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د نشه يي توکو سره د مبارزې په وړاندې کمپاین پیل کړی دی، چې بیا هم افغانستان په نړۍ کې د هیروئینو د تولید او صادرولو له اړخه په لومړي کتار کې ولاړ دی.

په ۲۰۰۹ کال کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) له خوا په تر سره شوې سروې دا وموندل شول چې د افغانستان په ختیځ زون کې له ۹۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې په نشو روږدي کسان شته، چې په دې زون کې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونه راځي.

له هغه را وروسته بیا په دې اړه بله هېڅ پلټنه نه ده شوې، خو د ننګرهار د نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې مشر بیا اټکل کوي چې یوازې په دې ولایت کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ په نشو روږدې کسان ژوند کوي.

دغه ستونزه په ځانګړي توګه په ځوانانو کې ډېره ده. د دې ولایت د ځوانانو د چارو د ریاست مشر، مطیع الله احمدزی وايي چې بې روزګاري او د نشه يي توکو سره د نااغیزمنو ستراتیژیو له کبله دا ستونزه لا پسې لویه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې، «که څه هم والي له فساد، شرابو او نورو نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره کمېسیون هم رامنځته کړی دی خو بیا هم په جلال اباد کې د هغو پلور او کارول تر سره کېږي.»

که څه هم د ځوانانو د چارو د ریاست د دې کار لپاره کومه ځانګړې بودیجه نه لري، خو احمدزی وايي چې له نورو ادارو سره په همغږۍ په ښار او شاوخوا ولسوالیو کې په دې اړه عامه کمپاینونه په لاره اچولي دي.

د نشه يي توکو کارول د عامې روغتیا پر خدماتي چارو باندې هم فشار راوستی دی او له پخوا نه یي د هغوۍ بار دروند کړی دی.

په ننګرهار کې د معتادینو د یوه کلینیک مشر، وحید احمد حیدري وايي چې، په دې ولایت کې دا شان دری مرکزونه دي چې دا ټول یوازې ۶۰ بستره لري او هغه هم له پخوا نه ډک دي.

هغه زیاته کړه: «پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه ډېره ستونزمنه ده. موږ نورې اضافي سرچینې نه لرو. په ښې درملنې سره ښې پایلې په لاس راځي، خو د دې روږدیدا مخنیوی تر درملنې ډېر غوره دی.»

نوموړي وویل: «موږ یو شمېر روږدي کسان تر درملنې لاندې ونیول او اوس هغوۍ کار کوي او خپل نورمال ژوند پر مخ وړي. حکومت باید دغې موضوع ته ډېره جدي پاملرنه وکړي. حکومت باید د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخه ونیسي. د جوماتونو ملا امامان باید خلک په دې اړه خبر کړي. او کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د سالمې روزنې څخه څارنه وکړي.»

البته اصلي ستونزه دا ده چې هغه ډېر نږدې او هر چیرته په پریمانه اندازه سره موندل کېدای شي.

په داسې حال کې چې هلمند ولایت په پر له پسې توګه د هیروئینو ستر تولیدونکی ولایت دی، خو په وروستیو کلونو کې په ځینو ولایتونو کې د هغو کرکېله رالویدلې ده. ننګرهار ولایت په ۲۰۰۸ کال کې د (UNODC) له خوا له کوکنارو څخه د پاک ولایت په توګه وپيژندل شو، خو له هغه را وروسته بیا د کوکنارو د کرکېلې سیمې مخ په ډېریدو دي. د (UNODC) وروستۍ کلنۍ سروې ښیي چې تیر کال په ننګرهار کې په ۱۷۵ کیلومتر مربع کرهڼیزه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي و په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کال کې یوازې ۳۲ کیلومتر مربع ځمکه وه.

د افغانستان د اپیومو په سروې کې راغلي دي چې، «د ناامنیو او د اپیومو د کښت تر منځ تړاو له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې تر سترګو شوی، چې د اپیومو د کښت زیاتره سیمې د هېواد په سویلي او لویدیځو ولایتونو کې راځي، چې د ناامنیو او سازمان شویو جنايي شبکو له لوري په کنټرول کې دي.»

د حیدري په وینا، «د ننګرهار له ۲۲ ولسوالیو پرته، دولت یوازې دریو یا څلورو ولسوالیو کې ښه حاکمیت لري او هلته ښايي کوکنار نه کرل کېږي. خو په نورو ټولو ولسوالیو کې یي کرکېله کېږي.»

دلته ځینې خلک ادعا کوي چې د دې کار اصلي لاملین طالبان نه بلکې سیمه ایز دولتي چارواکي هم دي چې له دې ګټور صنعت سره په پټه مرسته کوي.

د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې یو قومي مشر، چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي، ادعا کوله چې ځینې ولسوالان غیررسمي مشرانو ته پیسي ورکوي تر څو بزګران د کوکنارو کښت ته ور مات کړي.

هغه وايي چې، «په خوګیاڼیو کې هر څوک کوکنار کري. ما په خپله په ټوله ځمکه کې کوکنار کرلي دي، ځکه چې اوس نور موږ د هغو د اړولو له پروګرام څخه نه ډاریږو.»

خو د ولایت د والي ویاند، احمد ضیا عبدالزي بیا دا شان ادعاوې ردوي.

هغه وايي چې، «که چیرته موږ داسې کوم شواهد وموندل چې کوم دولتي چارواکي خلکو ته د کوکنارو د کښت په اړه خبري کړې وي، نو موږ به هغه قانوني او قضايي منګولو ته ور وسپارو.»

په ورته وخت کې، هیروئین خپل ټول باج د ننګرهار له ځوانو خلکو څخه اخلي.

د امیر شهید په باغ کې، ۱۸ کلن جاوید د خپل عادت د تر سره کولو په خاطر خیرات ټولوي. هغه له تیرو اتو میاشتو راهیسي چې د خپل یوه ملګري له خوا ورته ورکړل شوي و، په هیروئینو باندې روږدي شوی دی. هغه اوس له خپلې کورنۍ څخه شړل شوی، بې کوره دی او اړ دی تر څو په پارک کې ویده شي.

هغه وايي: «ته داسې اکټ کوي لکه پولیس چې یي.» هغه نورو پوښتنو ته ځواب نه ورکوي او خپله مخه وهي.

د جلال اباد ځینې اوسیدونکي بیا سوداګر او د ډوډۍ پلورونکي تورنوي چې په پارکونو کې دننه د نشه يي توکو غرفي لري.

۲۰ کلن محب الله چې له خپلو ملګرو سره سراج العمارت باغ ته راغلی ادعا کوي چې، «همدا غرفي په ښکاره پولیسو ته پیسي ورکوي او خپل هیروئین پلوري.»

خو په پارک کې د غرفو څښتنان بیا دا شان ښکېلتوب ردوي.

د یوې غرفي څښتن چې انور نومیده وویل: «راشئ او زما ټوله غرفه تلاشي کړی. که مو چیرته کوم نشه يي توکي ونه موندل نو بیا به تاسي ناغه راکوی.»

شاداب نومی چې بیا د بلې غرفي څښتن دی ټینګار کوي چې د هیروئینو معامله کوونکي له هره ځایه څخه پارک ته راځي او هغه بیا دلته پلوري.

د پولیسو پخوانی افسر، شرف وايي چې حکومت باید د هغو قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي چې د زیات شمېر خلکو ژوند ور خرابوي.

د هغه د خپلې معتادۍ د ستونزې په اړه هغه یوازې دا وویل: «په دې هېواد کې د غمونو هېڅ کمی نشته. اعتیاد یوازینۍ لار ده چې له  غمه ځان خلاص کړو.»

هجرت الله اختیار په ننګرهار ولایت کې د (IWPR) خبریال دی.  

 

Afghanistan
Health
Frontline Updates
Support local journalists