د افغانستان په حکومتي ادارو کې پر دندې باندې د گومارلو پر مهال د فساد ادعا

هغه مهال چې په حکومتي ادارو کې د سياسي تړاوونو له مخې افراد گومارل کيږي، نو شفافيت او صداقت د کړکۍ له لارې وځي.

د افغانستان په حکومتي ادارو کې پر دندې باندې د گومارلو پر مهال د فساد ادعا

هغه مهال چې په حکومتي ادارو کې د سياسي تړاوونو له مخې افراد گومارل کيږي، نو شفافيت او صداقت د کړکۍ له لارې وځي.

Wednesday, 31 December, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د دسمبر په مياشت کې د هرات، فارياب او باميانو په ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو مناظرو برخوالو ويل، د افغانستان د حکومتي ادارو کارکوونکي زياتره د شخصي تړاوونو يا بډو اخيستلو له لارې گومارل کيږي.

هغوی وويل، په پايله کې به دا د حيرانتيا خبره نه وي چې که د حکومتي ادارو کارکوونکي له سياسي تنظيمونو يا ځانگړو توکميزو ډلو سره تړاو لري يا د رشوت او بډو اخيستلو لپاره له خپلو موقفونو څخه کار اخلي.

د ٢٠٠٢ کال را په دې خوا په افغانستان کې د حکومتې ادارو د کارکوونکو گومارل د خپلواک اداري ریفورم او د حکومتي ادارو د کميسون (IARCSC) له خوا تر سره کيږي، چې د «يوې عصري، ځواب ورکوونکې، دموکراتيکې، پر جنسي حساسيتونو ولاړې، شفافې او حساب ورکوونکې ادارې» د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې او وړتيا ولري چې خلکو ته عامه خدمتونه په سم، اغېزمن، عادلانه او برابر ډول تنظيم کړي.

د هرات په مناظرې کې يوې برخوالې، د انجيل د ولسوالۍ يوې ښوونکي، چې ځان يې نبي زاده معرفي کړ، وويل، د گومارلو پر هغه سيستم باور نه لري، چې ښايي د ازادې او عادلانه سيالۍ له لارې سرته ورسيږي.

په هرات کې د IARCSC ولايتې مشر، عبدالسلام سلام په ځواب کې ومنله چې پر مهمو څوکيو باندې رښتيني پر کار پوه او ماهر اشخاص گومارل شوي نه دي. نوموړی سيستم د فساد او زورځواکو د فشار او زور تر اغېز لاندې راغلی دی. نوموړي دا پړه په افغانستان کې پر موجودې «نامناسبې سياسي فضا» واچوله. 

د هرات د ولايتي شورا يوه غړي، سيد عظيم کبرزاني وويل، د دې ناسمو کړنو رېښې کابل ته رسيږي، ځکه دا کار د هغه ځای حکومتي چارواکي سرته رسوي.

د باميانو د يکاولنگ د ولسوالۍ په جوړې شوې مناظرې کې د سيد عوض هاشمي نژاد په نامه يوه گډوون کوونکي دعوه وکړه چې د پارلمان غړي زياتره پر حکومتي څوکيو باندې د گومارل کېدونکو اشخاصو په اړه له خپل اغېز څخه کار اخلي. نوموړي وويل، د پارلمان غړي پر لوړ پوړو حکومتي چارواکو زور اچوي چې د خپل نظر وړ سړی پرې وگوماري.   

په فارياب کې د مدني ټولنې فعال، شاه محمد نجوا وويل، له څو کلونو راهيسې له IARCSC  سره کار کوي او په نوموړې ادره کې د فساد شاهد دی.

هغه وويل: «IARCSC اوس پر "د فساد د خپلواکې ادارې کميسون" بدل شوی.»

د فارياب د ولايتي شوار غړي، صبغت الله سيلاپ وويل، دا د شرم خبره ده، فساد داسې ځای ته رسيږي چې سيالي، زده کړه او ژمنتيا (تعهد) پکې هيڅ معنا نه لري.

د فارياب د والي سلاکار، عبدالجليل آور له دې نظر سر يوه خوله و، چې د [اشخاصو] د گومارلو پر مهال زده کړې او تحصيل ته هيڅ پام نه کيږي.

 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists