د افغانستان پر ختيځې لويي لارې د طالبانو برمتې

.ډارېدلي اوسيدونکي، چارواکي او طالبان ټول يوه خوله دي چې ننگرهار تر گواښ لاندې دی

د افغانستان پر ختيځې لويي لارې د طالبانو برمتې

.ډارېدلي اوسيدونکي، چارواکي او طالبان ټول يوه خوله دي چې ننگرهار تر گواښ لاندې دی

The Torkham crossing, looking from Afghanistan into Pakistan. (Photo: US Army/Wikimedia)
The Torkham crossing, looking from Afghanistan into Pakistan. (Photo: US Army/Wikimedia)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيا رليکنه

د تورخم سرحدي پوله، له افغانستان څخه د پاکستان په لور. (عکس: د متحده ايالتونو اردو، ويکي ميډيا)

د افغانستان ختيځ ته د ننگرهار ولايت اوسيدونکي وايي امنيتي حالت په بيړه مخ پر خرابيدو روان دی او د پاکستان خيبر درې ته په غځېدلې لاره سړي تښتونې او برمتې زياتې شوي دي.

نوموړې لويه لار د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداگريزو توکو او د خلکو د تگ راتگ ترانزيتي لار ده.

د ٣٥ کلن زمان په نامه يو ټکسي چلوونکی وايي، د ننگرهار ولايت له مرکز جلال آباد څخه د تورخم سرحدي پولې ته له گڼې گوڼې څخه پر ډکه لويه لاره له يوې ورځې نه بلې ته خطر زياتيږي.

هغه وويل: "آن يوه کال دمخه سهار دوخته يا ماښام نا وخته د مسافرينو د تگ راتگ په وړاندې کومه ستونزه نه وه، خو [اوس] دا لار تر دې کچې ناامنه شوې چې په ځينو ځايونو کې په رڼا ورځ طالبان راوځي، سپرلۍ له موټرو کښته کوي او له ځانه سره يې وړي."

موټر چلوونکي وايي په ځانگړي توگه هغه مسافرين له جدي گواښ سره مخامخ دي چې د حکومتي يا نادولتي موسسو پېژندپاڼه ولري.

زمان د يوې پېښې يادونه کوي او وايي: "يو سړی او يوه ښځه، چې له پېښوره راغلي وو، زما په موټر کې سپاره شول. په لاره کې وسله والو ودرولو او له موټريې کښته کړو. د زيتونوباغ  لور ته يې يوړلو. د ښځې د چېغو او  نارو سورو له امله زيات شمېر موټرونه ودرېدل. له هغه وروسته يې موږ پرېښودو او لاړل."

هغه وويل، سل متره وړاندې امنيتي پوسته پرته وه. هغه زياته کړه: "حکومتي خلک پر څوکيو ناست دي او يوازې خپل ځانونه ساتي."

نورو مسافرينو هم پر امنيتي ځواکونو پړه واچوله چې نشي کولای د لويې لارې امنيت خوندي کړي.

زرمحمد په اوونۍ کې څو ورځې د ولايتي مرکز، جلال آباد په يوه بانک کې د خپلې دندې د سرته رسولو لپاره په دې لويه لار تگ او راتگ کوي.

هغه وويل: "د ورځې له خوا که څوک د چا مېرمن هم وتښتوي، د دې لويې لارې پوليس او اردو ورته په رڼو سترگو گوري او له ځايه نه خوځيږي. ما يوه پوليس ته وويل، ته په خپلو سترگو گوري چې طالبان خلک له موټرو کښته کوي او وړي يې، تاسې يې ولې مخه نه نيسئ او جگړه ورسره نه کوئ؟ پوليس راته وويل، که موږ له طالبانو سره جگړه وکړو، د ناتو ځواکونه راځي او پر موږ او طالبانو دواړو بمباري کوي."

د اگست په مياشت کې د ناتو ځواکونو يوې توغندي ويشتونکي څرخي الوتکې افغان ځواکونو ته د مرستې په ځواب کې [تورخم ته په غځېدلې] لويه لار د بټي کوټ پر يوې امنيتي پوستې په ناپوهۍ کې بمباري وکړه او اته تنه سرتيري يې ووژل.

داسې ښکاري چې د خيبر په لويه لار سړي تښتونې د ننگرهار د امنيت د کاواکه کېدو يوه ستره بېلگه ده. د خوگياڼيو، شېرزاد، شينوارو او سره رود په گډون يو شمېر ولسوالۍ د ياغيانو د فعاليتونو د ډېرېدو له امله د ناامنه کېدو په لور روانې دي. 

طالب وياند، ذبيح الله مجاهد آی ډبليوپي آر ته وويل، ياغيان د جلال آباد ښار په گډون د ننگرهار ولايت په ټولو ولسواليو کې بريدونه کوي. هغه وويل، نژدی ده چې ټول ولايت تر بريدونو لاندې راولي. 

نوموړي زياته کړه: "ډېر ژر ده چې د ننگرهار [سيمه ييز] حکومت سقوط وکړي."

د ننگرهار چارواکو د تاوتريخوالي په پېښو کې د زياتوالي خبره ومنله، خو وايي دا د دوبي "د جگړو موسم"او د لنډ مهال خبره ده.  

د ننگرهار د والي، گل اغا شېرزي وياند، احمدضيا عبدلزي وويل: "دا سمه ده چې د ننگرهار ولايت امنيتي وضع مخ په خرابېدو ده. زموږ امنيتي کارکوونکي [له دې حالته] راضي نه دي. هغوی دې گواښونو ته د غبرگون لپاره چمتووالی لري."

د ننگرهار پوليسو او وسل والو ځواکونو له مرکې ډډه وکړه، خو د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي وويل، په ملي کچه په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي گواښونه شته، خو د ولايت د کلابندۍ کومه خبره نشته. 

صديقي وويل، والي يو لړ غونډې رابللي چې د راتلونکي کال د ولسمشريزي ټاکنو دمخه د هر لوري دندې وټاکي. هغه په ټينگار وويل چې اردو د طالبانو په پرتله غښتلې ده.

نوموړي زياته کړه: "خلکو ته اوس جوته شوې چې طالبان يو تښتېدونکی ځواک دی او په ټولنه کې ځای نه لري."

داسې ادعاگانې، چې ويل کيږي هرڅه سم دي، د استوگنو قناعت نشي ترلاسه کولای.

د هارون په نامه د جلال آباد ښار يوه اوسيدونکي وويل: "چارواکي دروغ وايي. دا سمه ده چې د ننگرهار ټولې ولسوالۍ په فزيکي او رواني ډول د طالبانو تر کنترول لاندې دي. امنيتي ځواکونه د هغوی په وړاندې کوم اقدام نشي کولای. د خلکو اندېښنه  ورځ په ورځ زياتيږي. هغوی اوس د خونديتوب احساس نه کوي."

هارون وويل، هغه خوشحاله و پخوا هر چېرته تلای شو، ښوونځي ته تللو او د انديوالانو ليدلو ته تللو، خو اوس يي  پلار اجاز نه ورکوي چې  له تېر ماسپښين وروسته له کوره ووځي؛ ځکه هغه وايي وضع خرابه شوې ده.

د مدني ټولنې ډلې د امنيتي حالت له امله اندېښمنې دي. د ننگرهار ولايت د مثبت بدلون د ناحکومتي موسسې مشر، عبدالبصير سباوون وايي، د نالايقو او فاسدو چارواکو له لاسه وضع له کنترول څخه وتلې ده. 

هغه وويل: "له ډېرې مودې راهيسې سم سړی پر څوکۍ نه دی ناست. مقرري د قوم، سيمې او سياسي تړاو له مخې سرته رسيږي، چې پايله يې اوسنۍ امنيتي وضع ده."

سباوون وويل، که چارواکو امنيتي وضې ته سم پام اړولی وای او هرې ولسوالۍ ته يې رغنده پلان جوړ کړی وای، نو جلال آباد ښار به اوس تر گواښ لاندې نه و.

نوموړي زياته کړه: "د ننگرهار ولايت امنيتي حالت به تر هغې له يوې ورځې څخه بلې ته خراب شي، چې په امنيتي او [حکومتي] ادارو کې بنسټيز بدلون رانشي. لامل يې دادی چې خلک له نوموړو ادارو څخه راضي نه دي او څوک ورسره همکاري نه کوي."

د ننگرهار د ولايتي شورا غړي، ذبيح الله زمري وويل، طالبانو د ولايت په زياترو سيمو مستقيم يا غيرمستقيم کنترول ترلاسه کړی. لږه هيله شته چې دلته دې د ٢٠١٤ کال په اپريل کې ولسمشريزي ټاکنې سرته ورسيږي.

هغه وويل: "کله چې واکمن چارواکي مفسد او نالايقه وي، نو د هغوی او ولس تر منځ واټن پراخيږي. آن که ټاکنې هم سرته ورسيږي، نو په ښارونو پورې به تړلې وي، ځکه حکومت د ننگرهار د زياترو برخو کنترول له لاسه ورکړی او مخالفان پکې واک چلوي."

د ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد، منگل شېرزاد وويل، د دې يوه ولايت پېښې پر ټول افغانستان اغېز کوي او په تېرو دولسو کلونو کې د حکومت ناکامي په گوته کوي.

هغه وويل: "که په پيل کې مخالفينو ته درناوی شوی وای، که چېرته هغوی ته د تسليمېدو پرځای په حکومت کې د گډون بلنه ورکړ شوی وای، که چېرته مفسد خلک نه وای ټاکل شوی، که چېرته قانون ته درناوی شوی وای، که چېرته د خلکو باور ترلاسه شوی وای، نو نن به له داسې ناکراريو سره مخامخ نه وای. اوس افغان ولس له حکومت څخه خپه دی. د هغوی دواړو تر منځ لوی واټن پيدا شوی دی." هغه زياته کړه ولس بايد له خپل حکومت سره ملاتړ ښود لی وای، خو پر ځای يې له [ياغيانو] مخالفينو سره همکاري کوي. مخالفينو پر حکومت کړۍ (حلقه) تنگه کړې ده."

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists