د افغانستان نابشپړه موضوع

کېدای شي د لوړ پوړي مذاکره کوونکي قتل دنړيوالو سرتيرو تر وتلو وروسته د يوې ناوړه جګړې نښه نښانه وي.

د افغانستان نابشپړه موضوع

کېدای شي د لوړ پوړي مذاکره کوونکي قتل دنړيوالو سرتيرو تر وتلو وروسته د يوې ناوړه جګړې نښه نښانه وي.

Thursday, 22 September, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د مشر، پيتر آيشتت ليکنه

د سپتمبر په شلمه د افغانستان د پخواني ولسمشر، برهان الدين رباني له مړينې څو ساعته وروسته پر پلازمېنې کابل مرګونې تيارې خپلې وزرې وغوړولې. 

پوليسو، چې اوسپنيزې خولۍ او زغره لرونکي واسکټونه يې اغوستي وو، د ښار په  تيارو او له دوړو څخه په ډکو سړکونو کې د ګوتو په شمېر تلونکې راتلونکې موټرې درولې او په هغوی کې يې له سپرو خلکو څخه  پېژندپاڼې غوښتلې.

دا امنيتي  تدابير لږ او يو څه ناوخته وو.

رباني ژوند له لاسه ورکړی هغه پخپل کورکې ووژل شو ولسمشر حامد کرزي هغه د سولې د عالي شورا د يوې اويا کسيزې ډلې په مشرۍ ټاکلی و،  چې له طالبانو سره د جګړې د بنديدو په اړه يوې روغې جوړې ته ورسيږي.

نوموړې وژنه د سولې هڅو ته د ياغيانو غبرګون و.

خانمرګي سړي ځان د طالبانو قوماندان باله، چې د سولې خبرو ته راغلی دی. د رپوټونو له مخې  يې د غونډې لپاره له لوړې کچې تړاو او اړيکو څخه کا راخيستی و. هغه څو ورځې انتظار ايستلی او د سولې د استازو د مېلمنو په څېر چلن ورسره شوی و. د ايران له سفر څخه د ربانی له راستنېدو وروسته د غونډې نېټه ټاکل شوې وه.   

له افغاني دود سره سم ميلمه د سپين ږيري د لاسونو د ښکولولو لپاره ورټيټ شو. وروسته يې د رباني سينې ته نژدې هغه بم وچاوه چې په خپلې پګړۍ کې يې پټ کړی و. 

افغانانو د رباني پر مړينې ټکان وخوړ او حيران شول چې ورپسې به د چا وار وي. خو دې وژنې ډېرې ژورې ريښې درلودې.

زما ملګرو راڅخه وپوښتل، که چېرته طالبان پخوانی ولسمشر وژلای شي،  نو په کابل کې به څوک خوندي وي؟

زياتره خلک په دې اند دي چې اوس هر څوک زيانمنونکی دی، آن ولسمشر کرزی. حکومت د هغې په وړاندې د کوم ګام د پورته کولو وس نه لري. د افغانانو باور پر خپل حکومت ډېر کمزوری شوی دی او د هېواد په سويل کې د طالبانو په وړاندې د نړيوالو پوځونو د  جنرالانو د برياليتوب ادعاګانې بابيزه بولي. 

په کابل کې مې د ټکسي موټر چلوونکي، ۲۳ کلن صبور څخه وپوښتل، چې د قتل په اړه څه انګيري. هغه خپل سر په خپګان وخوراوه او ويې ويل دا ښه کار نه و.

کله چې صبور ماته د موټر دننه  تياره کې کتل او د راتلونکو موټرو د څراغونو رڼاګانو يې اندېښمن مخ ښکاره کاوه، هغه وويل: «کله چې په خپل ژوند پوه شوی يم، له جګړې پرته مې بل شی ليدلی نه دی. اوس موږ ټول ډاريږو. راتلونکې ته هيڅ هيله نه لرم.»     

يو شی څرګند دی او هغه داچې طالبان د رواني جګړې ګټونکي دي، د تر ټولو لويې جګړې!

د رباني وژل ددې ټکي څرګندونه کوي، ياغيانو داسې لوړ پوړې څېرې په نښه کړي، چې د جګړې په بهير لږ اغېز لري، خو په مقابل کې د ټولو پام ځانته راګرځوي. په وروستيو مياشتو کې ددې بريدونو په لړۍ کې پر انټرکانټيننټال هوټل او د برتانيې پر فرهنګی مرکز بريدونه، د پوځي چورلکې رانسکورول، چې د متحده ايالتونو د ۳۰  تنو سرتيرو په ګډون يو شمېر سرتيري پکې ووژل شول او تر ټولو ورستی د امريکا پر سفارت اوږد بريد شامل دي.  

رباني يوه علمي څېره وه او د ۱۹۹۲ -  ۱۹۹۶ کلونو د کورنۍ جګړې په بهير کې يې د افغان ولسمشرڅوکۍ په لاس کې وه، چې د طالبانو راتګ ته يې لار هواره کړه. له هغې څخه په راوروسته کلونو کې رباني د شمالي ټلوالې سمبوليک مشر و، چې د طالبانو په وړاندې يې جګړې ته دوام ورکړی او وروسته په ۲۰۰۱ کال کې د متحده ايالتونو په مشرۍ ائتلاف سره يوځای کابل ته بريالي راستانه شول.

نوموړی تر پروسږکال پورې په وروستۍ لسيزه کې له صحنې بهر پاتې و، تر هغې چې يې د سولې د عالي شورا مشرتوب ومانه. دا يوه ستونزمنه دنده وه.

يو کال دمخه د شورا له رامنځته کېدو راهيسې طالبانو د سولې په هڅو ملنډې وهلې او يو مهال يې يو پاکستانی هټيوال د يو لوړپوړي مذاکره کوونکي په توګه استولی و.

د رباني مړينه ددې مفکورې پر مخ يوه څپېړه ده، چې روغه جوړه له طالبانو سره شونې او آن يوه غوښتنه ده.

که داسې دليل راوړل شي چې د هغه وژنه په واقعيت کې د زاړه ټپ رغول دي، چې يو مهال هغه د طالبانو د اصلي غليم، د شمالي ټلوالې مشر  پاتې شوی و. زيات شمېر خلک پوښتنه کوي هغه څنګه په داسې يو مهال کې له يو زاړه غليم سره، چې ورځ په ورځ پسې پياوړی کيږي، سوله کولای شي.

که پورته دليل سم وي، نو ښايي د سولې چانس بيخي له منځه تللی نه وي.

نوموړې وژنې ته د کورنۍ جګړې د پيلامې به سترګه هم کتل کېدای شي، چې زياتره افغانان ډاريږي په درېوکلونو کې د نړيوالو پوځونو له بشپړو وتلو وروسته هېواد بېرته د۱۹۹۰  کلونو کورنۍ جګړې حالت ته ور ونه ګرځي. 

آيا نړيواله ټولنه غواړي دا خطر په ځان ومني؟ که ځواب هو وي، آيا غواړي د ا ومني چې پر مرستو او تجهيزاتو باندې له ملياردونو ډالرو لګېدو او د زرګونو خلکو له وژل کېدو وروسته د پام وړ پايله  تر سترګو نشي؟

په افغانستان کې له لسګونو کلونو جګړو وروسته وضعه تر بل هر وخت ناوړه ده. د رباني مړينه يوه موضوع ښه څرګندوي او هغه داچې د نړيوالې ټولنې د کار پای ته لا ډېر واټن په مخ کې پروت دی.

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists