د افغانستان شمالي ولايتونه له نوو امنيتي ګواښونه سره مخامخ دي

پخواني جنګ سالاران ظاهرا په ناکراره سهيلي برخو کې د حکومت د ښکليتا له امله د خپلو پخوانيو ملوک الطوايفيو د راژوندي کولو په سوچ کې دي.

د افغانستان شمالي ولايتونه له نوو امنيتي ګواښونه سره مخامخ دي

پخواني جنګ سالاران ظاهرا په ناکراره سهيلي برخو کې د حکومت د ښکليتا له امله د خپلو پخوانيو ملوک الطوايفيو د راژوندي کولو په سوچ کې دي.

.



په دې ولايتونو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې تاوتريخوالی، په داسې يوې سيمې کې د هرې ورځې خبره ګرځېدلې، چې پخوا په کې امنيت نسبتا ښه و. په فارياب کې قوماندانان په خپلو کې له يو بل سره ونښتل، څو تنه په کې ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول او ددې اړتيا وليدل شوه، چې بايد د ملي اردو سرتېري راغوښتل شي. په جوزجان کې يو لاريون په وينو ولمبېد، لس تنه په کې مړه او زيات نور په کې ټپيان شول. د سمنګانو په ولايت کې د پارلمان يو غړي تر بريد لاندې راغی او په سرپل کې د وسلو د وېشل کېدو ګونګوسې په پرله پسې ډول اورېدل کيږي.



په سرپل کې د داياګ (د ناقانونه وسله والو ډلو منحلول) د پروګرام مشر، ډګرمن مير علي نادم وويل: "زموږد معلوماتو له مخې د سرپل په ولايت کې يو شمېر پخوانيو قوماندانانو خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي. زموږ د استخباراتو له مخې يو شمېر ډلو او افرادو ته وسلې ورکړشوي دي."



نادم زياته کړه، سره له دې چې نوموړو قوماندانانو تر اوسه د حکومت په وړاندې کوم غبرګون نه دی ښولای، خو د وسلو وېشل امينت ته يو ستر ګواښ بلل کيږي. هغه د داياګ د بهير پاتېوالی هم په ګوته کوي، چې د تېرو دوو کلونو راهيسې يي دېرش زره وسلې راټولې کړي دي. په داسې حال کې هيڅوک نه پوهيږي، چې څومره ټوپکونه، لاسي بمونه او د پوځي توکو نور ډولونه د 2005 کال د جون په مياشت کې د داياګ له پروګرام څخه دمخه په افغانستان کې موجود و. د اټکل له مخې دا شمېره مليونونو ته رسيږي.



ناقانونه يا د چارواکو په وينا "بې مسووليته" وسله والو ډلو په هېواد کې تور تاريخ ترشا پرېښی دی. په 1992 کال د شوروي تر ملاتړ لاندې د نجيب الله د رژيم له رانسکورېدو راوروسته هېواد د بېلا بېلو تنظيمونو په وسله والو کمپونو باندې ووېشل شو او هر يو يي په خپلو اوسپنيزو لاسونو ، خپله ملوک الطوايفي چلوله. د هغوی تر منځ تاوتريخوالي، نښتو او ناندريو د طالبانو راتګ ته لاره هواره کړه. طالبانو لوړه کړې وه، چې هېواد به له "جنګ سالارانو" پاکوي او خلکو ته يي يوه اندازه امنيت راوست.



په 2001 کال کې د امريکا د متحده ايالتونو په مشری له واکه د طالبانو له رانسکورېدو وروسته دا قوماناندان، چې لا تر دې دمه تر پوزې پورې په وسلو کې ډوب و، په خپل تللي زوړ واک بېرته ګېډې واچولې. په ډېرو سيمو کې يي واک تر لاسه کړ. ځايي خلک يي خپلو جنګياليو ته د پيسو په ورکولو اړ ايستل او ان د خپلو لوڼو د ودولو لپاره يي د اجازې په اخيستلو مکلف کړل.



حکومت د ملګرو ملتونو په سخاوتمندانه ملاتړ د بېوسلې کولو لوي پروګرام ترلاس لاندې ونيو. د هغې لومړی پړاو د ډي ډي ار (بېوسلې کول او بېرته ټولنې ته ورګرځول) تر نوم لاندې پيل شو، چې د پوځي رسمي وسله والو ډلو افسرانو او سرتېرو ته متوجه و. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې په ټوليز ډول نژدې 60 زره درنې او سپکې وسلې راټولې او 63 زره وسله وال بېوسلې شول.



د داياګ په دويم پړاو کې 1800 ناقانونه وسله والې ډلې بېواکه او 120 زرو تنه يبېوسلې شول، خو ماهرين په پټه وايي، چې داياګ يوناکام بهير و. په داسې حال کې چې امينت تر يوزې اندازې پورې ښه شو، خو زياتره وسلې لا تر اوسه د اشخاصو په لاسونو کې پاتې دي او زبرځواکان په خپلو زرګونو وفاردارو ملېشو قومانده چلوي.



په شمال کې له سرپل سره په ګاونډي ولايت، جوزجان کې د می د مياشتې په وروسيتو کې د جنرال عبدالرشيد دوستم پلويانو د جوزجان د والي جمعه خان همدرد په وړاندې لاريون وکړ. دوستم د ازبيکانو په منځ کې وتلې څېره ده او په خپلو پلويانو باندې زيات اغېز لري. لاريون په تاوتريخوالي واوښت، لس تنه په کې ووژل شو او تر 40 زيات په کې ټپيان شول.



همدا راز د اپرېل او می په مياشتو کې د دوستم پلويانو په فارياب کې هم وسله والې نښتې پيل کړې او مرکزي حکومت يي د تاوتريخوالي د سړولو لپاره د ملي اردو د سرتېرو استول ته اړ ايستلو.



ولايتي چارواکو په شمال کې د خپلو پلويانو په راټولولو او سبمالولو د دوستم په سياسي ډلې، جنبش ملي، تور پورې کړی دی.



د جوزجان د والي وياند، روح الله سمون وويل: "د اسنادو په ګډون يو زيات شمېر شواهد په لاس کې لرو، چې د (جوزجان په مرکز) شبرغان او د هغې په شاوخوا سيمو کې په زرګونه ميله وسله وېشل شوې ده. موږ د حالت د ترينګلتيا له امله ددې وسلو د راټولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی. موږ کارونه په ډېر پام سرته رسوو."



د جنبش چارواکي په شمال کې د خپلو پلويانو د راټولولو او سمبالولو خبره په کلکه ردوي.



د سياسي ګوند، جنبش ملي مرستيال، کينجه کارګر وويل: "دا زموږ په وړاندې يوه سياسي توطئه ده. جنبش يوه سياسي ټولنه ده، نه يو پوځي سازمان. موږ خپلې ټولې وسلې د ډي ډي ار او داياګ د پروګرامونو له مخې تسليم کړي دي. موږ غواړو د دموکراتيک بهير له لارې سياسي اغېز تر لاسه کړو."



هغه زياته کړه: "د جنبش ګوند ان يو وسله وال نه لري. زه دا په څرګنده وايم. هغه چې وسله وال دي، له جنبش سره تړاو نه لري. دا تورونه هيڅ بنسټ نه لري."



دا څرګنده ده، چې دوستم او نور پخواني جنګ سالاران په ناکراره سهيلي برخو کې د حکومت د ښکليتا له امله د خپلو پخوانيو ملوک الطوايفيو د راژوندي کولو په سوچ کې دي.



د می په مياشت کې د سرپل ګاونډي ولايت، سمنګانو کې د پارلمان په يو غړی، احمد خان باندې بريد وشو. هغه له بريده روغ ووت، خو موټر چلوونکی او ساتونکی يي وژل شول.



د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشيري وويل: "لا تر اوسه د ناقانونه ډلو په لاسونو کې وسلې شته. په سمنګانو کې د پارلمان په غړي باندې بريد، په جوزجان کې خونړی لاريون او د فارياب نښتې ددې خبرې شاهد دي. ما په سرپل کې د وسلو د وېش خبره هم اورېدلې ده خو تر اوسه مو کوم ثبوت لاس ته راغلی نه دی."



د افغانستان په شمال کې يو سياسي شنونکی، محمد نبي اسير په نوموړو سيمو کې اوسنۍ وضعه په هېواد کې د نورو برخو په کتنه يوه منطقي پراختيا بولي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "حکومت په سهيل کې تر فشار لاندې دی. خپل زيات پوځونه يي هلته استولي. په شمال کې قوماندانان داسې انګيري، چې ګوندې حکومت د مقابلې وسه نه لري. هغوی غواړي له دې حالت څخه ګټه پورته کړي. هغو ډلو چې پخوا واک درلود، د هغې د بيا لاس ته راوړلو لپاره هر کار ته لاس اچوي. هغوی د واک لېونيان دي."



په مزار شريف کې يو سياسي شنونکی، فريد حکيمي د اوسنۍ وضعې تر شا بهرني لاسونه ګوري.



هغه وويل: "هغو هېوادونو چې له تېرو دېرشوکلونو راهيسې په افغانستان کې له ډلو ټپلو سره مرسته کړې، د خپلې ښکېلتيا په لټه کې دي. هغه وسلې چې ويل کيږي، د جنګ سالارانو له خوا وېشل شوي دي، په نوموړو هېوادونو کې يي له خپلو بادارانو څخه ترلاسه کړي دي."



حکيمي د کوم ښکېل هېواد نوم وانخيست، خو معمولا له "بهرنۍ لاسوهنې" څخه پاکستان ،ته ګوته نيول کيږي، چې له افغانستان سره يي د اوږدې پولې شتون د ټوپکونو، بنسټپالو او د نيشه يي توکو د کاروباريانو ازاد تګ راتک ته لاره هواره کړې ده. همدرانګه په ايران باندې هم په خپلې برخې کې پړه اچول کيږي، چې طالبانو ته د وسلو په ورکولو تورن دی. دا تور ايران په ټينګه ردوي.



حکيمي وويل: "دا هېوادونه غواړي د کرزي د حکومت له لارې د امريکا په متحده ايالتونو باندې فشار راوړي."



د ځايي اوسيدونکو د وينا له مخې په داسې حال کې چې ښايي د وسلو سرچينې څرګندې نه وي، خو شتون يي ناسمه خبره نه ده.



د فارياب ولايت د درزاب ولسوالۍ يو اوسيدونکي، چې د نوم له ورکولو يي ډډه وکړه، وويل: "اوس دلته داسې وسله وال تر سترګوکيږي، چې پخوا نه ليدل کېدل. هغوی زياتره کلاشينکوفونه لري. دا کلاشينکوفونه ټول نوي دي."



"موږ ډاريږو چې هېواد ټوپک سالارۍ ته وا نوړي. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، (د خدای لپاره) خلکو ته غوږ ونيسئ او مه پرېږدئ، دا خلک يو خل بيا هېواد په کنډوالو واړوي."
Frontline Updates
Support local journalists