Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان سوالګرماشومان

گوښه شوې ټولنه له ناپوهۍ، تبعيض او ناوړه چلن سره مخ ده.گوښه شوې ټولنه له ناپوهۍ، تبعيض او ناوړه چلن سره مخ ده.
By Ozra Aziz
A boy begs in the busy market area of Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د فرشتې په نامه يوه څلوېښت کلنه مېرمن د هرات ښار د مرکزي برخې په يوې څلور لارې کې له خپلو دوو لمسيانو سره د سړک پر غاړې ډډه لگولې ده.

تنکي ماشومان، چې د ژمې له سړې هوا سره سره يې نرۍ جامې په تن دي، گنگس ښکاري او ساړه نه احساسوي.  

فرشتې آی ډبليو پي آر ته ويل: «دوی ته هره ورځ سهار د خوب گولۍ ورکوم.» هغې زياته کړه، دمخه به يې د سړک پر غاړه په يوازې سر خيرات غوښته، خو ډېرې لږې پيسې به يې لاس ته راتلې.

اوس یې لمسيان هم د خيرات د غوښتلو لپاره له ځان سره راوستي دي، د دې لپاره چې کوچنيان ساعتونه، ساعتونه د سړک پر غاړه ويده وي، نشه يي درمل ورته ورکوي او له امله يې هغه د ورځې له  اتو تر لسو ډالرو پورې گټي.

هغې وويل، لارويان ډېر زړه سوي لري.

نوموړې په دوام وويل: «اوس هم د نړۍ پر مخ ښه خلک پيدا کيږي. لنډه موده دمخه يو سړی او يوه ښځه راغله او راته يې وويل، که لمسيان دې د سړک پر غاړه ويده نه کړي، هره مياشت به درته يو موټی پيسې درکړو.»

هغې وړاندې وويل: «ما د هغوی غوښتنه ونه منله، ځکه د سړک پر غاړه خيرات کې زه له هغې اندازې څخه ډېرې پېسې ترلاسه کوم، چې هغوی يې ماته د مياشتې راکوي.»

د هیواد لويديځ کې دهرات فعالان گوته څنډي چې سيمه ييزحکومت د دغو کوچنيانو په وړاندې کوم کوټلی گام نه پورته کوي، هغوی د نورو له خوا ځبيښل کيږي او د سړک د غاړې درويزه گري ورباندې کوي.  

چارواکي وايي، دې موضوع په ټول هېواد کې ريښې ځغلولې . هغوی په لږو سرچينو تر خپل وس پورې له بېوزلو کوچنيانو سره مرسته کوي.

حکومت په ٢٠٠٨ کال د سړک د غاړې پر درويزه گرۍ بندیز لگولي وو او د افغاني سرې مياشتې له ټولنې سره يې په گډه يوه کميسيون ته دنده سپارلې وه چې د دې عمل په وړاندې مبارزه وکړي.   

په حقيقت کې دغو هڅو هېڅ اغېز و نه کړه او د سړکونو پر غاړه لا اوس هم ښځې او نارينه له ماشومانو سره يوځای خيرات غواړي.

داسې ښکاري چې گوندې زياتره کوچنيان ويده دي، خو په حقيقت کې پرې اپين يا نور نشه يي توکي خوړول کيږي،  دوی کرار پراته وي او د خلکو زړه سوي جلبوي. کله ناکله ښځې د ورځې په نرخ ماشومان له نورو سوالگرو څخه په «کرايه» اخلي.  

د هرات ولايت وياند، عبدالروف احمدي وويل، تر دې زيات خطر هغه بانډونه دي چې د منظمو سوالگرو ډلې لري.

هغه په دوام وويل، په وروستيو کلونو کې پوليسو د تنظيم شوي ځبېښاک د ځپلو لپاره عمليات تر سره کړل. له دغه حالت څخه ځینې ژغورل شوي ماشومان په دې شرط ميندو پلرونو ته وسپارل شول چې بیا به مافیایی سوالګرو ډلو ته به یې نه ورکوي ځینې نوریې   د روزنې ادارې[دارلتاديب]  ته وروپېژندل شول. ځينې يې د کار او ټولنيزو چارو په وزارت پورې اړوند د «شهيد دارالايتام» ته معرفي شول . دغه مرستون اوس ٢٥٠ تنه استوگن لري.

احمدي وويل: «د ٢٠١٦ کال د می د مياشتې د ځانگړو عملياتو په پايله کې د هرات پوليسو وکړای شول د هغه يوې ډلې مشر ونيسي چې اته کوچنيان يې تر استثمار لاندې نيولي او ناوړه گټه يې ترې اخيسته.»

هغه وويل: «د بېوزلو کورنيو کوچنيان گومارل شوي وو چې خيرات وغواړي او د خلکو مال غلا کړي. د ډلې د مشر تر نيول کېدو وروسته، تر ١٥ کلنې کښته ماشومان دارالتاديب او پاتې نور څلور تنه د شهيد دارالايتام ته واستول شول.»

په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کوچنيانو د حقونو د ملاتړ او حمايت رئيس، ميرويس اميني وويل، دغه ناوړه چار چلن اوس د هرات ولايت يوه لويه ننگونه ده.

له زياتروکوچنيانو څخه د نشه يي توکو په قاچاق کې گټه اخيستل کيږي، د پيسو لپاره درويزه گري پرې کيږي يا تر جنسي استثمار لاندې راځي.

هغه وويل: «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په ٢٠١٣ کال کې د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رياست په گډه مرسته د هغو کوچنيانو په لټه او راغونډولو لاس پورې کړ چې تر استثمار لاندې وو. د پلټنو په پايله کې مو لس تنه کوچنيان لاسته راغلل چې دغو ډلو ته پر درويزه گرۍ اړ ايستل شوي وو.»

ځينې يې خپلو ميندو او پلرونو ته ورستانه کړای شول او پاتې نور يې د شهيد دارلايتام ته واستول شول.

هغه وويل: «هغه کورنۍ  چې حرفوي سوالگرو ته د خپلو اولادونو په کرايه ورکولو خوښيږي اکثرا بې تعلیمه او بې وزله کورنۍ دي .» هغه په دوام وويل، کوچنيان په ځانگړې توگه د نشه يي توکو د روږدو کسانو په لاسونو کې لويدلي. په وړاندې يې ورته هغوی نشه يي توکي ورکوي چې په اسانه ډول دروېزه گري وکړای شي.

هغه وويل: «د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې پر نشه يي توکو شاوخوا ٦٠٠٠٠ روږدي ماشومان موجود دي. د هغوی زياتره يې سوالگر دي.»

محمد يعقوب د «شخصی انستيتوت» رئيس دی. دا يوه افغاني ناحکومتي موسسه ده چې د ماشومانو د حقونو ملاتړ ته خپل فعاليتونه ځانگړي کړي دي.

هغه وويل، دولتي ادارې د دغه ستونزې په هوارولو کې پاتې راغلې دي.

هغه وويل: «حکومتي چارواکي هر کال له لارو کوڅو څخه د ماشومانو او هغو کوچنيانو د راټولولو خبرې کوي چې له ناوړه چار چلن او استثمار لاندې دي، خو لا تر اوسه يې يو گام هم اوچت کړی نه دی.»

نوموړي دوام ورکړ او ويې ويل: «که چېرته حکومت د بېوزلو ماشومانو په راټولولو کې له خيريه موسسو سره کار کړی وای، نو ټول يتيمان او ټول استتثمار شوي ماشومان به له يوې مياشتې څخه په لږه موده کې راټول شوي وای.»

هغه وويل، ځايي چارواکو زموږ د انستيتوت پر هغې سروې سترگې پټې کړي چې په ٢٠١٢ کال مو سرته رسولې او د هغه په ادعا يې د ستونزې رښتينې اړخونه څرگند کړي دي.

هغه وويل: «شاوخوا ٥٥ سلنه نارينه او ښځې په هرات کې په دروېزه گرۍ پيسې تر لاسه کوي او څه ناڅه ٢٥ سلنه سوالگر کوچنيان استثماروي او له دې امله يې په عايداتو کې زياتوالی راځي. سربېره پر دې شاوخوا ٤٠ سلنه د سړک د غاړې کوچنيان د نشه توکو د کارکوونکو او غلو له خوا په ناوړه توگه کارول کيږي او ځينې يې ترې جنسي گته پورته کوي.»

نوموړي په دوام وويل: «موږ څو څو ځلې دا موضوع د کار او ټولنيزو چار د رياست د چارواکو غوږونو ته رسولې، خو هغوی تل د بودجې نشتوالی پلمه کړې ده  . په حقيقت کې هغوی هيڅکله په دې  اړه د يو بنسټيز گام اوچوتولو ته پام نه دی کړی.»

د هرات د ولايتي شورا غړې، سکينې حسيني هم وويل، ولايتي حکومت د خلکو اندېښنو ته په ځواب ورکولو کې پاتې راغلی دی.

هغې وويل: «زياتره ځايي اوسيدونکي د هرات ولايتي شورا ته راغلي چې د سوالگرو له خوا د کوچنيانو د استثمار په اړه شکايت وکړي. موږ د هغوی اندېښنې د کار او ټولنيزو چارو د رياست د چارواکو غوږونو ته رسولي دي، خو تر اوسه د دغو بېچاره کوچنانو د ستونزو په هوارولو کې هغوی هيڅ گام نه دی اوچت کړی.»

د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيسې، خالدې افضلي وويل، موږ تر خپل وس پورې هڅه کړی دسړک د غاړې کوچنيانو ستونزه هواره کړو.

هغې وويل، څو کاله دمخه مو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په گډه مرسته په يو څو ورځو کې تر خطر لاندې اتيا تنه کوچنيان راټول کړل. دېرش تنه يې بېرته خپلوکورنيو ته وسپارل شول.

هغې وويل: «موږ د هغو کوچنيانو کره شمېره نه لرو چې د سړک د غاړې د خيرات خورو تر استثمار او ناوړه ګټې  اخيستنې لاندې دي. افضلي په دوام وويل، د حرفوي درويزه گرو له خوا تر استثمار لاندې کوچنيانو د حمايت لپاره حکومت کومه بودجه هم ځانگړې کړې نه ده.  

له دې امله زياتره کوچنيان مرستونونه ته استول کيږي چې له کوڅو څخه يې مخه ونيول شي.  

هغې وويل: «پخوا هغوی يوازې د هرات له اصلي يتيمانو سره مرسته کوله، خو سږکال د کار او ټولنيزو چارو وزارت په لار ښوونه ټول هغه کوچنيان چې تر ناوړه گتې او استثمار لاندې دي، د ښار له شاوخوا څخه راټول شوي او دولتي دارلايتامونو ته استول شوي دي.»

دمگړۍ د کوچنيانو درويزه گري د ډېری بېوزلو خلکو د ژوندانه يوه لاره ده.

٣٥ کلنه تورپېکۍ د هرات ولايت د «درب ملک» د سيمې اوسيدونکې  د تېرو څلورو کلونو راهيسې درويزه کوي.

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «مېړه مې په ٢٠١٢ کال کې د غور ولايت په تېورې ولسوالۍ کې په يوې شخړې کې ووژل شو. زه نه پوهېدم چې زه او درې اولادونه به مې څه کوو. له دې امله مې درويزه گري پيل کړه.»

نوموړې په دوام وويل: «په پيل کې مې په يوازې تن درويزه کوله. وروسته مې راته گاونډيانو وويل چې اولادونو ته د خوب گولۍ ورکړم او د سړک پر غاړې يې څملوم. دا تخنيک ډېر اغېزمن و او له دې لارې مې ډېرې پيسې پيدا کړې. يو څلور کلنه لور مې يوې سوالگرې ښځې ته په کرايه ورکړې، هغه راته د ورځې درې ډالره راکوي.»