Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان د نورستان ولايت اوسېدونکي ښه روغتيايي خدمتونه غواړي

په غونډه کې د نېمگړتياوو د پوره کولو په موخه جدي اقداماتو ته د اړتيا په اړه خبرې وشوې.
By Khan Zali Feroz
Residents of Nuristan province demanded improved health services in a debate organised by IWPR in Paron on July 29. (Photo: IWPR)

د نورستان ولايت اوسېدونکو د دغه ولايت په مرکز، پارون کې د آی ډبليو پي آر له خوا د جولای په ٢٩ نېټه جوړې شوې غونډه کې د ښو روغتيايي خدمتونو غوښتنه وکړه.

دغه غرني لرې پروت ولايت په افغانستان کې تر ټولو وروسته پاتې ولايت گڼل کيږي. صبغت الله جناح په دغه ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ولايتي څانگې مشري کوي. نوموړي وويل، ډېری خلک مناسبو روغتيايي خدمتونو ته له سره هيڅ لاسرسی نه لري.

هغه وويل: «ستره ستونزه دا ده چې طبي مرکز په يو ډېر لرې ځایۍ کې پروت دی او يوازې نرسان پکې کار کوي. ډاکتران او طبي کارکوونکي د ولسوالۍ د مرکز په کلينيکونو کې دنده سر ته رسوي. دا کار له اوږدې مودې راهيسې يوه روغتيايي ستونزه ده.»

د مدني ټولنې فعال، نورالهدی فکور چارواکي له هغو پروژو سره په مرسته تورنوي چې د هغوی گټې په پام کې نيسي. زياتوي، په ټول ولايت کې ايکې يوه ښځينه ډاکتره موجوده ده او هغه هم په برگ مټال ولسوالۍ کې کار کوي.   

د ولايتي شورای غړی، ظاهر نورستانی دا خبره مني چې په روغتيايي موسسو کې ستونزې موجودې دي، خو وايې د دغو نيمگړتياوو د پوره کولو په موخه جدي اقدامات تر لاس لاندې نيول شوي دي.    

هغه وويل: «پخوا د نورستان په ټول ولايت کې يو روغتيايي مرکز هم موجود نه و، خو اوس لسگونه کلينيکونه فعاليت کوي.»

نوموړي زياته کړه، ځايي کارکوونکو څو څو ځلې د عامې روغتيا له وزارت سره د ښځينه ډاکترې د نشتوالي خبره راپورته کړې ده، خو تر اوسه کوم گام پورته شوی نه دی.   

د پارون د لوی جومات ملا امام، مولوي شفيق الرحمن  وويل، اسلام پر حفظ الصحې او روغتيا څارنې ډېر ټينگار کړی دی. نوموړي سيمه ييزې گونگوسې هم ردې کړې چې گوندې ماشومانو ته واکسين کول د اسلام مخالف عمل دی.  

د مناظرې گډون کوونکي عبدالستار شکايت وکړ چې ځايي ډاکتران مفسد دي او مرستې خپلو خپلوانو او ملگرو ته ورکوي. د بشير احمد جلالي په نامه يو بل گډون کوونکي وويل، هغه په خپلو سترگو ليدلي چې د ځايي روغتيايي مرکزونو کارکوونکي څنگه په کلينيکونو کې پر ناروغانو سترگې پټوي او د هغو خلکو درملنه کوي چې زړه يې غواړي.    

د ولايت د عامې روغتيا رئيس، نورالدين ومنله چې په سيمه ييزو روغتيايي موسسو کې ستونزې شته، خو د مناظرې برخوالو ته يې وويل، رياست يې د هغوی په هوارولو کې هلې ځلې کوي.  

هغه وويل، سره له دې چې د دغه ولايت نفوس ډېر زيات شوی، خو مرکزي حکومت او د عامې روغتيا وزارت لا اوس هم له نورستان سره د زړو شمېرنو پر بنسټ طبي مرستې کوي.  

هغه وويل: «نن، سبا موږ د پارون په ٥٠ بستره ييزو روغتون کې د کوچنيانو، پر نشه يي توکو د روږدو کسانو او د مور او ماشوم د ساتنې د مرکز لپاره يو نوی وارډ پرانيزو. دغه تاسيسات به موجودې ستونزې تر يوې کچې راټييټې کړي »

 

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >