د افغانستان د سويل ختيځ ولايت ښځې د ژوند له عام ډگر څخه ايستل شوې

ځايي مبارزانې وايي سياسي يا فرهنگي غونډو ته نه بللې کيږي.

د افغانستان د سويل ختيځ ولايت ښځې د ژوند له عام ډگر څخه ايستل شوې

ځايي مبارزانې وايي سياسي يا فرهنگي غونډو ته نه بللې کيږي.

Monday, 18 January, 2016

د سويل ختيځ ولايت، خوست ښځينه فعالانې شکايت کوي، چې په عامه مناسبتونو کې له گډون څخه بې برخې دي. هغوی پر سيمه ييزو چارواکو پړه اچوي، په سمبوليک ډول په عمومي غونډو کې د ښځو له گډون پرته دهغوی له پراخ ګډون سره مينه نه لري.

په خوست کې د ښځو د ظرفيت د لوړولو د موسسې مشرې، کاملې اکبري وويل، په مشورتي مهمو غونډو کې هم د هغوی استازيتوب نشته.

هغې وويل، کله چې څو مياشتې دمخه ولسمشر خوست ته راغلی و، يوازې نارينه استازي له هغه سره د ليدو لپاره ورغوښتل شوي وو.

هغې وويل: «تر هغه ځايه چې ماته پته ده، د خوست والي او قومي مشرانو په ولايت کې د خلکو ستونزې راپورته کړې، خو هلته کومه ښځه نه وه چې ولسمشر ته په خوست کې د جنسيت د اندېښنو په اړه معلومات ورکړي.» هغې د ملنډو په ډول زياته کړه: «هيچا ولسمشر ته د هغو ستونزو په اړه معلومات ورنه کړل چې ښځې ورسره په خوست کې مخ دي. له دې امله زه فکر کوم، ښايي ولسمشر داسې فکر کړی وي چې گوندې د خوست خلک ډېر ښه خلک دي، له ښځوسره په بشپړ ډول ښه چلن کوي او د حقونو درناوی يې کيږي.»

د خوست فعالې، زهرې جلال د بېلگې په توگه د ٢٠١٥ کال په لومړيو کې د خوست له والي او نورو لوړپوړو چارواکو سره د ولسمشر د ويديوې کنفرانس يادونه وکړه چې په ولايت کې يې د پرتو ننگونو په اړه خبرې اترې کولې.

هغې وويل، نه ښځو ته په غونډه کې د گډون بلنه ورکړ شوې وه او نه د جنسيت د مساواتو په اړه په کومې موضوع خبرې وشوې.

دا خبره د دې معنا لري، ښځې، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې يې رايې ورکړې وې، اوس د خيانت احساس کوي. 

جلال وويل: «ولسمشر موږ له ياده ايستلې يو. هغه د خوست له پخواني والي څخه نه و پوښتلې چې د خوست ښځې څه ستونزې لري.»

د خوست د سيمه ييزو ښځو د اتحاديې مشرې، ناديې باوري وويل: «له بده مرغه بايد ووايم، په خوست کې د ښځو پر وړاندې ډېر تعصب موجود دی.»

د ټولنيزو چارو کارپوه، ارشاد رغاند وويل، په هغو غونډو کې چې ښځې نه وي، د وخت له لاسه ورکول دي.

هغه وويل: «د انساني ټولنې نيمايي په دغه راز غونډو او د هغې په پرېکړو کې موجودې نه وي. د ښځو اړتياوې، ستونزې او نظريې ناويلې پاتې کيږي.»

د دغه ولايت ښځو له پخوا راهيسې شکايت درلود چې هغوی د عامه ژوند له ډگر څخه ايستل شوې دي. د سيمه ييزو حکومتونو پر کار باندې د گومارلو په اصولو کې د مثبت تعصب د رامنځته کولو له هڅو سره سره  د دولتي ادارو کارکوونکو يوازې د گوتو په شمېر ښځې دي. 

د رسمي شمېرو له مخې په خوست ولايت کې د اتو زرو نارينه گانو په پرتله يوازې ٢٤٠ تنې ښځې په حکومتي اداروکې کار کوي. شپږ تنه ښځې د هغه ځای له اردو سره کار کوي.

(وگورئ: ښځې په سويل ختيح ولايت کې له حکومتي دندو څخه بې برخې دي.)

د مدني ټولنې فعالې، نعت بي بي وويل، دا بې برخي توب ځايي جشنونو او سياسي غونډو ته هم ورغځېدلی دی. 

نوموړې هغه جشن ته گوته ونيوله چې هر کال د اگست په ٢٠ د خپلواکۍ د ورځې او د برتانوي پوځيانو د ١٨٨٠ کال مشهورې ماتې د لمانځلو په اړه نيول کيږي.

په دې غونډو کې په زرگونه نارينه گډون کوي، خو ښځې پکې ډېرې لږې وي او يوازې د گوتو په شمېر ښځې په رسمي ډول دغه غونډو کې د گډون لپاره بلل کيږي. په دې کې په ځانگړي ډول د ښځو رول ډېر زيات دی، هغه يوه ښځينه اتله وه چې د مرکزي رول په لوبولو يې جگړه وگتله او يادونه يې کيږي. 

هغې وويل: «د هلمند اوسيدونکې ملالۍ په خپلواکۍ کې ستر رول درلود.» نوموړې څرگنده کړه، دغې پښتنې پېغلې افغان بېرغ په خپلو لاسونو پورته کړ، د سرتېرو په سر کې ودرېده او تر هغې دمخه چې مرگونی ټپ واخلي، د ميوند جگړه يې وگټله.   

«سړو دا خبره هېره کړې ده. هغوی زموږ په وړاندې تعصب ته دوام ورکوي. خو ولې؟ آيا موږ د دې خاورې اوسيدونکي نه يو؟ آيا موږ حقونه، نه لرو؟ قانون څه وايي؟ دغه غونډو ته د ښځو نه بلل د ملالۍ سرښندو ته ستغ ځواب دی.»

د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ وويل، دا ادعاگانې بې بنسټه دي.

هغه وويل: «هره اوونۍ د ښځو د چارو رئيسه د نور رئيسانو په گډون له والي سره غونډه لري او د خوست د ښځو د پرمختگونو او ستونزو په اړه يو بل ته معلومات ورکوي.»

ځدراڼ وويل، د ولايتي شورا دوه ښځينه غړې هم له والي سره په مياشت کې يو ځل گوري. هغه زياته کړه، که ښځې ستونزې ولري او وغواړي له والي سره يې شرېکې کړي، د ولايت دروازه يې پرمخ تل پرانيستې ده. 

د خوست ولايت د ښځو د چارو رئيسې، ملالۍ ولي هم وويل، چې غونډو ته بلل کيږي.

هغې وويل: «که د مدني ټولنې ښځينه غړي غونډو ته نه وي بلل شوي، هغه د ښځو د چارو د رياست مسؤوليت نه دی.»

په خوست کې په لسگونه کارکوونکې ښځينه فعالانې وايي، په رسمي غونډو کې د ښځينه چارواکو سمپوليک گډون بسنه، نه کوي.

د ولايتي شورا غړې، وږمې ارزو وويل: «ښځو ته په ټولنه کې کوم ارزښت نه ورکول کيږي. خلک لا تر اوسه په دې باور دي چې ښځې د کور کارونو ته او نارينه له کوره بهر کارونو ته پيدا شوي.»

هغې وويل: «زه له چارواکو څخه خپه يم. هغوی په هره غونډه کې د ځوانانو د گډون ملاتړ کوي، خو ځوانې ښځې ... نه غونډو ته بلل کيږي او نه يې څوک ملاتړ کوي. آيا دا د ناسم چال چلن لاسوندي نه دي؟»

همدارنگه ښځې شکايت کوي چې قومي مشران هم ښځو ته اجازه نه ورکوي د تصميم نيولو په بهير کې گډون وکړي، آن که موضوع يې مستقيما له ژوند سره تړاو ولري.  

د خوست اوسيدونکې رحيمه يادونه کوي، څو مهمې قومي غونډې جوړې شوې چې د ولور د محدودولو په اړه پرېکړه وکړي.  

د ولور پيسې تر دې کچې زياتې وي چې ځوانان زياتره کلونه، کلونه ودونه نشي کولای او ځينې خو د ژوند تر پايه مجرد پاتې کيږي. 

هغې وويل، نوموړو غونډو ته د ښځو يوه استازې هم نه وه بلل شوې. معنا يې دا وه چې د ولور په اړه توافق بري ته نه رسيږي.  

هغې زياته کړه، ميندو د زيات ولور پر ورکړې ټينگار درلود. «له دې امله يې له قومي پرېکړې څخه سرغړونه وکړه.» 

د افغان ښځو د شبکې د خوست د څانگې مشرې، زېبا بارکزۍ وويل، د هغې د موسسې مرکزې دفتر ډېره لېوالتيا لري چې زه د مهمو موضوعگانو په اړه غونډو کې گډون وکړم او په دې توگه د جنسيت د برابرۍ د موضوع په اړه معلوماتو ته پراختيا ورکړم، خو هغه نه وه بلل شوې. 

هغې وويل: «زموږ اداره د ښځو د شبکې له خوا د غونډو، ثبتو شوو ستونزو او موضوعگانو او په نورو غونډو کې زموږ د گډون په اړه مياشتنۍ رپوټ غواړي. په غونډو کې موږ ته څوک د گډون بلنه، نه راکوي او له دې امله يې په اړه رپوټ هم نشو ورکولای.»

د نوموړي ولايت د مدني ټولنې او بشري حقونو د موسسې رئيس، بوستان وليزي هم په دې اړه اندېښنه درلوده.

 هغه وويل: «د خوست په حکومتي دفترونو کې د ښځو د شمېر د لږوالي له امله نارينه ښځو ته ارزښت نه ورکوي او د ټيټ ظرفيت له امله د ښځو نور حقونه هم تر پښو لاندې کيږي.»

حقوقي کارپوه، نجيب الله الکوزي وويل، د جنسيت برابري د افغانستان په قانون کې يوازې يو نظري اړخ لري.

هغه په ټولنيزو چارو کې د ښځو استازيتوب يو الوتونکي مرغه ته ورته وباله.

هغه وويل: «نارينه او ښځې د يوه مرغه د دوو وزرو په څېر دي: که الوتونکی يو وزر ونه لري، هيڅکه نشي الوتلای. په ورته ډول د يوې ټولنې پرمختگ د ښځو له گډون پرته ناشونی دی.»

Frontline Updates
Support local journalists