د افغانستان د سولې په خبرو کې پر اسلام آباد د لاسوهنې پړه

د لوړ پوړو څېرو له تبصرو څخه څرگنديږي چې د کرزي د ادارې د کمزوري کولو لپاره قصدي دسيسې روانې دي

د افغانستان د سولې په خبرو کې پر اسلام آباد د لاسوهنې پړه

د لوړ پوړو څېرو له تبصرو څخه څرگنديږي چې د کرزي د ادارې د کمزوري کولو لپاره قصدي دسيسې روانې دي

Pakistan's national security advisor Sartaj Aziz greets US Secretary of State John Kerry, July 2013. (Photo: US State Department/Wikimedia Commons)
Pakistan's national security advisor Sartaj Aziz greets US Secretary of State John Kerry, July 2013. (Photo: US State Department/Wikimedia Commons)
Friday, 7 February, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، حفيظ الله گردش ليکنه

د پاکستان د بهرنيو چارو مشر، سرتاج عزيز افغانان پر خپلو هغو ادعاگانو په غوسه کړي، چې وايي، طالبان په کابل کې له اوسني حکومت سره خبراترو ته چمتو نه دي.

عزيز دا خبرې له متحده ايالتونو سره پر ستراتيژيک تړون د خبرو اترو په موخه له واشنگټن څخه د خپلې ليدنې پر مهال په داسې حال کې کړي چې د روان کال په پای کې د ناتو تر مشرۍ لاندې سرتېري له افغانستان څخه وځي.   

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کمپاين تېره اوونۍ پيل شو. په ملي امنيت او بهرينو چارو کې د صدراعظم، نواز شريف سلاکار، عزيز څرگنده کړه، هغه په دې اند دې چې د حامد کرزی د حکومت په پېر کې له طالبانو سره د سولې په هر راز خبرو کې پرمختگ ناشونی دی.  

ټاکنې به د اپرېل په پنځمه سرته ورسيږي، خو کېدای شي د رايو د پايلو د معلومېدو له امله د نوي حکومت جوړيدنه څو مياشتې وځنډيږي.

عزيز د جان هافکن د پوهنتون د پرمختللو نړيوالو مطالعاتو د پوهنځي اوريدونکو ته په خپلې وينا کې وويل: "زما خپل احساس دا دی چې ښايي طالبان، له اوسني حکومت سره نه، بلکې له ټاکنو وروسته له نوي حکومت سره خبرو اترو ته کيني. له دې امله هيله کېدای شي د ٢٠١٤ کال له پای څخه دمخه يو څه خبرې اترې وشي."

هغه وويل، پاکستان اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د بهرينو پوځونو له وتلو وروسته به امنيتي وضعه خړه پړه شي، خو هڅه به وکړي "د پولو [سرحدونو] د ښې ادارې له مخې"خپل ځان وساتي.

په غبرگون کې د کرزي د ملي امنيت سلاکار، رنگين دادفر سپنتا پر پاکستان د افغانستان د سولې د پرمختگ د غړنده کولو پړه واچوله.

د افغان رسنيو د وينا له مخې، سپنتا ويلي: "تر ټاکنو وروسته د سولې د خبرو ځنډول د افغانستان په کورنيو چارو کې يو ځل بيا د پاکستان د لاس وهلو هغسې څرگندونه کوي لکه چې په تېرو درېو لسيزو او له هغې راوروسته دولسو کلونو [د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو وروسته] کې يې کړې او خپله تگلاره يې افغانستان ته د ځانمرگو بريد کوونکو په راليږلو او د سولې او ټيکاو په گډوډولو روانه ساتلې ده."

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې، تسنيم اسلم ټينگار وکړ چې اسلام آباد د افغانستان تر مشرۍ لاندې د سولې د بهير ملاتړ کړی دی.

هغې وويل: "پاکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د بهير د روانولو هڅې کړي. د بېلگې په توگه، د جنورۍ په ٢٧ موږ او متحده ايالتونو له افغان طالبانو وغوښتل چې د [خپل] هېواد له حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي."

کابل له اوږدې مودې راهيسې ټينگار کوي چې له طالبانو سره د هر راز خبرو مشري او همغږي دې پخپله د هغه [کابل] پر غاړه وي او په دې اړه ډېر حساس دی چې نور هېوادونه دې په هغې کې لاسوهنه وکړي او يا دې د مشرۍ رول پرغاړه واخلي.

کله چې په ٢٠١٢ کال کې څرگنده شوه طالبان د خبرو اترو د پيلولو په موخه په قطر کې د اړيکو د نيولو لپاره د يو دفتر پرانيستلو ته هڅول شوي، نو کابل د سولې له بهير څخه د ځان د گوښه توب احساس وکړ او د خپلې غوسې او خپگان د څرگندولو لپاره يې له هغه هېواد څخه خپل سفير راوغوښت. 

د سولې عالي شورا، چې د افغان حکومت له خوا په ٢٠٠٩ کال کې ميز ته د خبرو لپاره د طالبانو د راوستلو په موخه جوړه شوې، څو څو ځلې پر پاکستان د هڅو د شنډولو تورونه لگولي دي.  

د نوموړې شورا د نړيوالو اړيکو سلاکار، محمد اسمعيل قاسميار د آزادۍ رادېو ته په فبرورۍ کې ويلي چې د پاکستان پوځي استخبارات (آی ايس آی) تر ننه پورې طالبانو ته مالي، تخنيکي او لوژستيکي مرستې برابروي.

قاسميار وويل: "سره دې چې پاکستاني چارواکو د افغانستان له ولسمشر سره د رښتينې همکارۍ ژمنه کړې، خو د هغه هېواد استخبارات او پوځ په دې لاره کې خنډونه اچوي."

د اسلام آباد د حکومت او د پاکستاني طالبانو د استازو تر منځ رسمي خبرې تېره اوونۍ پيل شوې. په کابل کې يو شمېر په دې باور دي چې پاکستانيان غواړي د افغاني مخالفينو يوه برخه په دې خبرو کې ورگډه کړي.

د افغانستان د مطالعاتو د سيمه ييز مرکز مشر، عبدالغفور لېوال وويل، کابل د افغانستان او متحده ايالتونو تر منځ د دوه اړخيز امنيتي تړون لپاره مخکينی شرط د افغانستان تر مشرۍ لاندې د سولې د بهير پر مخ وړل ايښی دی. ولسمشر حامد کرزي د دې تړون لاسليک کول ځنډولي دي، چې پر بنسټ يې د متحده ايالتونو د پاتې شوو يو شمېر پوځيانو د مصؤونيت د خونديتوب غوښتنه کېده.   

لېوال وويل، پاکستان غواړي دا تړون له خپلې لارې واړوي.

هغه وويل: "سرتاج عزيز په دې تبصرو موجود حکومت ته ډاډ ورکاوه چې خبرې به له تاسو سره پيل نشي. د دې خبرې معنا داده چې بايد تړون لاسليک نشي."

هغه زياته کړه، همدارنگه عزيز راتلونکې افغان ادارې هم اشاره وکړه، چې د سولې د خبرو د پېل کيدو لپاره د پاکستان ملاتړ اړين دی.

لېوال وويل: "هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان راتلونکي حکومت ته يو ډول اشاره ورکړه، ترڅو راتلونکی ولسمشر په دې قانع کړي، که هغه [نوی حکومت] د پاکستان گټه او نظر په پام کې ونيسي، نو وبه کړای شي طالبان د خبرو اترو ميز ته کېنوي. دا تبصرې د دې لپاره وې چې راتلونکی ولسمشر له پاکستان سره پر معاملې کولو راضي کړي."

سياسي شنونکي، جاوېد کوهستاني وويل، د عزيز وينا څرگنده کړه چې موجود حکومت د سيمه ييزو اکتورانو په سترگو کې څومره نامناسب ځای لري. پاکستان له پخوا څخه په دې اند دی چې د اوږدې مودې لپاره خپل اغېز پر ځای پرېږدي.

کوهستاني وويل: "امريکايان له افغان حکومت څخه نهيلي دي، نو ځکه پاکستان هڅه کوي له دې فرصت څخه په گټې اخيستنې امريکايان وپوهوي چې د افغانستان د لانجې د هوارۍ کلي پاکستان ته ورکړي."د هغوی پلان داسې دی، چې اسلام آباد به "نوي افغان حکومت ته د ټاکلو گټو په وړاندې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو چمتو کول ور ډالۍ کړي."

افغان ليکوال او سياسي شنونکی، عصمت قانع دا مني، پاکستان په دې هيله مانورې کوي، ترڅو لويديځ ځواکونه، په تېره بيا متحده ايالتونه وهڅوي، چې د نړيوالو پوځونو له وتلو وروسته پاکستان په افغانستان کې د قدرت تشه ډکولای شي.

هغه وويل: "کېدای شي پاکستان هڅه وکړي متحده ايالتونو ته وښيي چې د دې تشې د ډکولو لپاره هغه ايډيولوژيکې تفکر او سياسي پوځي واک په لاس کې لري او لويديځوال دې يې دا خبره ومني. زه په دې اند يم چې متحده ايالتونه به هيڅکله د افغانستان د ستونزې کلي پاکستان ته ورنه کړي."

حفيظ الله گردش په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر اديتور دی.  

Frontline Updates
Support local journalists