د افغانستان د تېلو څاګانې

ښايي ګاونډي دولتونه په دې خوښ نه وي چې افغانستان دې خپل تېل توليد او چاڼ کړي.

د افغانستان د تېلو څاګانې

ښايي ګاونډي دولتونه په دې خوښ نه وي چې افغانستان دې خپل تېل توليد او چاڼ کړي.

Bridge connecting Afghanistan with Uzbekistan at Hairatan, which is also the location of a refinery processing oil extracted inside the country. (Photo: US Air Force by Staff Sgt. Bradley Lail)
Bridge connecting Afghanistan with Uzbekistan at Hairatan, which is also the location of a refinery processing oil extracted inside the country. (Photo: US Air Force by Staff Sgt. Bradley Lail)
Wednesday, 1 June, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

افغانستان د تېلو د صنعت پر پراختيا کار کوي. له يو څو څاګانو څخه تېل استخراج شوي او په پام کې ده چې د سږکال ترپايه به څو نورې هم پر توليد پيل وکړي.   

يو شمېر ماهرين اندېښمن دي چې ښايي ددې هېواد تېلو په نوو شتمنو زېرمو د ګاونډيو هېوادونو رخه راشي او د مخې د ډب کولو لپاره يې هلې ځلې وکړي. نور په دې باوري دي، خطر کور ته څېرمه پروت دی، چېرته چې د تېلو او د سون د توکو بازار د نورو اقتصادي سکتورنو په څېر د محتکرينو لاس ته ورتلای شي.   

د افغانستان په شمال کې له سرپل څخه شاوخوا شل کيلو متره وړاندې د «انګوټ» په سيمه کې له څلورو څاګانو څخه تېل اسمان ته دارې وهي. بيادا لاسته راغلي اومه تېل په ټانکرونو کې حيرتانو ته لېږدول کيږي او هلته چاڼ او په پترولو، ډيزلو او ټينګو تېلو بدليږي.

د انګوټ د څاګانو د تېلو اندازه شاوخوا ۶۰ميليونه بيلره اټکل شوې او دا د کار پيل دی. د افغان چارواکو په اند په بلخ، جوزجان او سرپل په ولايتونو کې شاوخوا(۸، ۱) مليارده بېرله تېل موجود دي.

د افغانستان د کانو او صنايع وزير، وحيدالله شهراني وايي د تېلو  ورځنی ۸۰۰  بيرله توليد به حکومت ته د کال لس ميليونه امريکايي ډالره عايد راوړي.

دا اندازه د افغانستان د کال  ۱۳ميليونو بيرلو تقاضا يوازې درې سلنه پوره کوي. خو  دې ته د يو نېک پيل په سترګه کتل کيږي، ځکه کېدای شي توليد اود چاڼ ظرفيت يې لوړ شي  او په زرګونو خلکو ته نوی کار او روزګار پيدا شي.  

شهراني وايي د ۲۰۱۱کال په وروستيو کې به د بلخ او سرپل په ولايتونو کې نورې سيمې د تېلو د رايستونکو نړيوالو شرکتونو ته د داوطلبۍ لپاره وړاندې شي. افغان شرکتونه پخپله د تېلو د راايستلو وس نه لري.

نوموړي وزير وړاندوينه وکړه په راتلونکې کې به په پراخه کچه د تېلو استخراج اتيا سلنه کورنۍ تقاضا پوره کړي. 

پرتېلو سربېره، افغانستان نور ډېر کانونو هم لري، خو تر اوسه د هغوی د اسخراج لپاره بهرنۍ پانګه اچونه ډېره ورو راروانه ده. تر ټولو ستر شرکتونه، دوه چينايي شرکتونه دي چې د لوګر ولايت د عينکو د مسو د کان د استخراج تړون يې لاسليک کړی دی. 

اوسمهال د تېلو يوازې يو چاڼځی شته، چې د ازبکستان پولې ته څېرمه د حيرتانو په ښارګوټي کې پروت دی.  دا چاڼځی د «کام – ګروپ» په نامه يو افغان خصوصي شرکت  جوړ کړی دی. د غضنفر په نامه يو بل کورنی شرکت په پام کې لري دويم چاڼځی جوړ او  د اړتيا وړ ماشينونه يې وارد کړي. 

د کام د چاڼځی رئيس، اتيلا وايي نوموړی چاڼځی د ورځې ۲۰۰بېرله تېل توليدوي، خو وايي د انګوټ تېل پر نورو توکو ککړ دي  

هغه وويل: «په هغې کې ۴۰سلنه اوبه او مالګه ده. موږ دا ستونزه چارواکو ته رسولې ده. که چېرته حکومت د هغې پر بيې (يو بېرل ۵۰-  ۶۰  ډالره)  نوې کتنه ونه کړي، موږ به تړون فسخ کړو.»

په نوموړي چاڼځي کې  ۲۰۰تنه په کار ګومارل شوي  او نورو زياتو ته په استخراج، لېږدولو او امنيتي برخو کې اړتيا شته. دا صنعت همدا اوس په شمال کې خلکو ته کار او روزګار پيدا کوي.

د سرپل – حيرتانو د لارې په اوږدو کې د لسګونو موټر چلوونکو له ډلې څخه يو هم د خدای بردي په نامه يو موټر چلوونکي دی. که چېرته د تېلو پر نوو سيمو کار پيل شي، نو په زرګونو خلکو ته کار روزګار پيدا شي.

هغه وويل: «يو ورځ تر منځ زما وار رارسيږي، چې چاڼځي ته خام تېل ولېږدوم. په هره پېره کې پوره ۴۰۰  ډالر ګټه کوم. دا ډېر ښه عايددی.»

د خان محمد په نامه يو ځايي اوسيدونکي وويل، زيات شمېر کارکوونکي له سرپل څخه د انګوټ د تېلو تر سيمې پورې پر سړک جغل اچوي او نور کارونه سرته رسوي. د تېلو د سيمو د امنيت د ساتلو لپاره د نورو کارکوونکو ګومارلو ته هم اړتيا ليدل کيږي.

سيمې ته د څېرمه سيمو د اوسيدونکو په فکر  يوازنۍ اندېښنه داده چې تېل په  همدې ځای کې نه چاڼيږي.

د فيض الله په نامه يو ځايي اوسيدونکي وويل: «تېل زموږ په سيمه کې دي، چاڼځی هم بايده دي  همدلته جوړ شي، ترڅو زموږ خلکو ته کار او روزګار پيدا شي. که داسې ونشي، نو د تېلو څاګانې به موږ ته کومه ګټه ونه کړي.» 

د سرپل والي، محمد انور رحمتي له دې خبرې سره موافق دی، وايي د تېلو د چاڼځي په جوړېدو به ځوانان  په کار بوخت شي او د حکومت مخالفو فعاليتونو ته به لاس وانه اچوي.  

د کام  – ګروپ وايي [په سيمه کې د چاڼځي جوړول] د هغوی په تړون کې شامل نه دي. که چېرته چاڼځی د تېلو سرچينو ته نژدې جوړ شي، ښه خبره ده. خو ددې کار لپاره شرايط چمتو ندي .  

اتيلا وويل: «د (انګوټ) په سيمه کې نه برښنا شته او نه د اورګاډي پټلۍ. له تجارتي بندر  څخه هم وړاندې پروت دی، له دې امله هلته چاڼځی جوړولای نشو.»  

د نوو چاڼځايونو جوړول به افغانستان ته د تېلو د واردولو کچه راټيټه کړي. اوسمهال افغانستان له عراق، روسيې او قزاقستان د عمده توليدوونکو هېوادونواو همدارنګه له ګاونډيو هېوادونو، لکه ايران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه تېل واردوي.

تېلو ته  اړتيا او پر بل چا ډډه لګول ددې معنا ورکوي چې د تېلو ځنډول او بندول دې د لويو ستونزو د ارمنځته کېدو لامل شي. د بېلګې په توګه هغه مهال چې ايران د ژمې په موسم کې په خپلې خاورې کې د تېلو ۲۰۰۰ټانکرونه ودرول او ستونزې يې رامنځته کړې.

د مزارشريف يو سوداګر، ابراهيم اوغلي وويل: «موږ له صادروونکو هېوادونو سره زياتې ستونزې لرو، چې بيانېدای نشي. هيله ده خدای به زموږ خلکو او حکومت ته ددې وسه ورکړي چې پخپل هېوادکې تيل توليد کړي. ترڅو د نورو هېوادونو تېلو ته اړتيا پيدا نه کړو.» 

له اوږدې مودې راهيسې له ايران او پاکستان سره سياسي اړيکي خړې پړې دي. ځينې افغانان ډاريږي، ګاونډي او نور هېوادونه  ښايي په دې خوشحالهنشي، چې افغانستان د انرژۍ له پلوه پخپل ځان بسيا کيږي. په ځانګړي ډول که چېرته د تېلو استخراج له نړيوالو پولو واوړي. د اندېښنې خبره خو داده چې په دې سيمو کې له ياغيانوسره مالي مرسته ددې استخراج د ګډوډۍ او مخنيوي تر ټولو اسانه لار ده.  

په مزارشريف کې د تېلو او ګاز انجنير، زلمی ميرزازاده يادونه کوي چې د افغانستان د هايروکاربن کاني زېرمې د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان پولو ته څېرمه پرتې دي. هغوی اندېښنه درلوده چې په افغاني خاوره کې تر ځمکې لاندې استخراج به د هغوی زېرمې له زيان سره مخامخ کړي.  

هغه وويل: «زموږ ګاونډيانو، په تېره بيا هغه چې زموږ د تېلو له سيمو سره نژدې پراته دي، په يوې لارې نه، په يوې لارې ددې هېواد د تيلو د زېرمو د استخراج مخه نيولې ده. اوس هم لګيا دي ننګونې کوي.  د ۱۹۸۰کلونو په بهير او آن تر هغې دمخه  شوروي اتحاد د افغانستان د تېلو زېرمې سروې کړې وې. د هغوی د استخراج پر کار يې ځکه پيل ونه کړ، چې څېرمه پرتې سيمې اغېزمنې نه کړي.»      

يو بل خطر، چې دا مهال کورنی خطر بلل کيږي،  دادی د تېلو د ځايي چاڼځي رامنځته کېدل به فساد ته  لاپسې لاره پرانيزي چې همدا اوس د تېلو په مارکيټ کې په پراخ ډول موجود دی.

د افغانستان د ملي سټندرډ د موسسې مشر، احسان وويل، ازبکستان ته له حيرتانو څخه په تېريدونکي پوله د واردو شوو تېلو د چيک کولو لپاره يو شمېر تجهيزات ځای په ځای شوي دي. که چېرته د تېلو کيفيت له غوښتنو ټيټ وي، نو بېرته مسترديږي. احسان وويل، ورته تجهيزات به په نورو ګمرکونوکې هم ځای په ځای شي. هغه ومنله داسې پولې شته چې د افغان حکومت په کنترول کې نه دي.

هغه وويل: «د ټيټ کيفيت تېل له هغو پولو څخه راوړل کيږي چې هلته حکومت کنترول نه لري  او د سټندرډ اداره هم هلته موجوده نه ده.»

د بلخ ولايت د تېلو يو سوداګر، حاجي طاهر وړاند وينه وکړه، په افغانستان کې د توليد شوو تېلو راتګ به افغانی بازار ته د هغه په وينا «د سون د توکو مافيا» رامنځته کړي. د ټيټې کچې خام تېل به وارد کړای شي، همدلته به چاڼ او وپلورل شي. 

هغه وويل: «پر حکومتی موسسو باور کول ګران کار دی، چې يا دې د بې کيفيته تېلو  واردول او يا زېرمه کول بند کړي.»  

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists