Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان د اوسني عصر مريي کارگر

د درانه پور د خلاصولو په هڅه د کورنۍ ټول غړي د خښتو په بټيو کې کار کوي.
By Mahfooz ul-Haq
افغان ماشومان په کابل کې د خښتو د اړولو په حال کې (عکس: Majid Saeedi/Getty Images)

ديارلس کلن ساجد درې کاله دمخه له ښوونځي څخه تر وتلو وروسته د خښتو جوړولو په فابريکه کې کار کوي.

هغه د ورځې ١٢ ساعته، ډک لاسگاډی له يوه ځای څخه بل ځای ته لېږدوي. پلار او څلور ورونه او خويندې يې، چې کوچنی يې يوازې شپږ کلونه عمر لري، له هغه سره اوږه په اوږه کار کوي، خټه لمدوي، بيا يې په قالب کې اچوي او په پای کې يې اړوي رااړوي، چې وچې شي.   

هغه وويل: «کورنۍ مې ښوونځي ته پرې نښودم، ځکه پلار مې د خښتو د بټۍ له خاوند  زښتې زياتې پېسې پوروړی دی. موږ بايد دا پور ورکړو.» د هغه ديارلس کلن ورور او د ١٢، نهو او شپږو کلونو په عمر درې خويندې ټول د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې د ورځې ١٢ ساعته کار کوي.

نوموړي هلک په خپگان وويل: «زه لا اوس هم په ژوند کې ډېر ارمانونه لرم. ښوونځی مې ډېر خوښيږي. غواړم زده کړه وکړم، خو مجبور يم له پلار سره مې يوځای د خښتو په اچولو کې سخت کار ته اوږه ورکړم.»

ساجد د زرگونو ماشومانو له ډلې څخه يو دی چې کورنۍ يې د خښتو د بټيو له خاوندانو څخه د پيسو له پورولو وروسته په ننگرهار کې د خښتو په بټيو کې ټوله ورځ کار کوي. 

دا داسې پورونه دي چې ورکړه يې نسلونه وخت نيسي. ټوله کورنۍ په ډېره بېوزلۍ کې ژوند تېروي، ځکه د کورنۍ مشر، چې د نفقې د پيداکولو مسؤوليت ورپه غاړه دی، د پور د خلاصولو لپاره کار کوي.  

د ساجد پلار، نورالله وويل: «ما د خښتو د بټۍ له خاوند څخه درې زره امريکايي ډالر په پور اخيستي و، ځکه پلار مې ډېر سخت ناروغ و او ما بله چاره نه درلوده. اوس يرغمل شوی يم او د مرييتوب ژوند تېروم. فکر نه کوم چې وبه کړای شم ټول پور مې خلاص کړم. له دې امله ډېر خپه يم چې زما له مړينې وروسته به زما زوی اړ وي د هغې پور د ورکړې لپاره کار وکړي.»

نوموړی زوړ سړی هره مياشت ١٥٠ ډالره لاسته راوړي. په دې پيسو آن د هغه د کورنۍ اړتياوې نه پوره کيږي.

هغه په پای کې وويل: «د خښتو په اچولو دومره پيسې نشم پيداکولای چې آن کورنۍ ته مې خواړه چمتو کړم، د پور ورکړه ناشونې خبره ده.»

د ننگرهار ولايت د خښتو د بټيو د اتحاديې د وينا له مخې په دغه ولايت کې د خښتو ١٢٠ بټۍ موجودې دي چې ٥٠٠٠٠ تنه پکې کار کوي. زياتره يې هغه پوروړي کارگران دي چې کورنۍ يې ورسره په دې هيله گډ کار کوي، ترڅو خپل پورونه خلاص کړي.

د ننگرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې د خښتو د بټۍ يو مشر سړي، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل: «د خښتو د بټۍ خاوندان کارگرانو ته، چې خپل کورونه نه لري، د اوسېدو ځای ورکوي، خو په وړاندې يې هغوی بايد يو څه وړيا کار وکړي. د دغه اوسېدو لپاره د خښتو د بټيو خاوندان له کارگرانو غواړي چې هره مياشت ١٠٠٠ خښتې له اجورې پرته واچوي.»

وضع له پاکستان څخه په لويو ډلو کې د کډوالو د راستنېدو له امله ناوړه شوې چې اسلام آباد پر افغانانو زور راوړ تر څو خپل هېواد ته ستانه شي. په پاکستان کې شاوخوا درې مليونه افغان کډوال اوسيږي، چې نيمايي برخه يې اسناد نه لري.

د خښتو د بټيو نوموړي مشر په دوام وويل: «په دې ورځو کې له پاکستان څخه ډېر کډوال راستنيږي، چې نه پيسې لري، نه کار او نه کور. دغه کسان د خښتو د بټيو لاسنيولي چرگان دي. که د دغه ځبېښاک  مخه و نه نيول شي، په زرگونه نورې کورنۍ به مريان شي.»

د بټيو کارکوونکي شکايت کوي، سره له دې چې په ورستيو کلونو کې د خښتو بيه درې برابر لوړه شوې، خو مزدورې يې هغومره نه ده زياته شوې. 

د هرو زرو خامو خښتو په وړاندې ورته پنځه نيم ډالره مزدوري ورکول کيږي، چې له پخېدو وروسته بيا هغه خښتې په ٧٥ ډالرو پلورل کيږي.

د ننگرهار د ټولگټو چارو رئيس، عبدالحکيم شېرزاد د دې پخلی وکړ چې په دغه کار کې پراخ ځبېښاک موجود دی. 

هغه وويل: «د خښتو د بټيو خاوندان ظالم خلک دي او دغو کارگرانو ته د ستونزو جوړولو لامل کيږي. لومړی دا چې د بټيو خاوندان قصدا د کارگرانو کورنيو ته پورونه ورکوي، تر څو يې وځبيښي. کورنۍ له ٢٠٠٠ څخه تر درېو زرو ډالرو پوروړي دي او په بل ځای کې د کار تر پيلولو دمخه بايد دا پور خلاص کړي. دويم ستر لامل يې دا دی چې د بټيو خاوندان د کارگرانو کورنيو ته د اوسېدو د خونو په وړاندې زر وړيا خښتې غواړي او درېمه ستونزه دا ده چې د بټيو خاوندان د خښتو اچولو په وړاندې ډېره لږه مزدوري ورکوي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياند، نعمت الله همدرد ومنله چې دا د مرييتوب عصري بڼه ده.

نوموړي زياته کړه: «د بټيو د خاوندانو چارچلند د بشري حقونو د ټولو اصولو خلاف دی.»

د بټيو خاوندان دا ادعاگانې ردوي چې گوندې کارگران استثماروي.

د ننگرهار د خښتو د بټيو د اتحاديې مشر، حاجي گل پاچا دعوه وکړه چې له کارکوونکو سره ناسم چلن نه کيږي.

هغه وويل: «هغوی خپله مزدوري ضايع کوي او د پيسو له لگولو وروسته بده خوله خوځوي. موږ کارکوونکو ته تر ټولو ښې اسانتياوې چمتو کوو، لکه چې خونې او کورونه مو ورته چمتو کړي دي.»

له هغه وپوښتل شول، ولې له کارکوونکو څخه غوښتل کيږي چې د اوسېدو د ځايونو په بدل کې هره مياشت ١٠٠٠ دانې خښتې وړيا واچوي. نوموړې له ځواب ويلو څخه ډډه وکړه.

گل عزيز، چې د سره رود د خښتو د بټيو خاوند دی، آی ډبليو پي آر ته وويل، ١٠٠٠ وړيا خښتې د کرايي يوه بڼه ده.

هغه د کارکوونکو د مزدورۍ په اړه وويل: «موږ د خامو خښتو بيه نه ده لوړه کړې، ځکه د سون د توکو بيه لوړه ده. پخوا د يوه ټن ډبرو سکرو بيه ١١٠ ډالره وه، خو اوس ١٩٠ ډالرو ته ختلې ده.»

د خښتو د بټيو مرکه شوو خاوندانو يوه هم د دغه رپوټ لپاره موافقه ونه کړه چې په مستقيم ډول د مقيد شوو کارگرانو د موضوع په اړه خبرې وکړي. گل عزيز وويل: «که کارکوونکي زموږ پيسې رانه کړي، له دې ځايه چېرته نشي تللای.»  

شيرزاد وويل، د بټيو خاوندان پر کار باندې د بېوزلو کارکوونکو د گومارلو په وړاندې د بېکارۍ د لوړې کچې له موجوديت څخه گټه اخلي. پر کارکوونکو زور راوړل کيږي چې ډېر پور واخلي، که نه، نو کار نه ورکول کيږي. د دغه پور شرايط د پوره کېدو وړ نه دي.

هغه وويل: «د بټيو خاوندان پر کارکوونکو فشار راوړي چې پيسې پور کړي او يو تړون لاسليک کړي او ترهغه چې بېرته دا پيسې ورکړ شوي نه وي، کارکوونکي بل چېرته کار نشي کولای. په دې ډول کارکوونکي استثماريږي.»

شېرزاد وويل، دا کار ناقانونه دی. نوموړي پر هغو سختو شرايط نيوکه وکړه چې ماشومان پکې کار ته اړايستل کيږي. 

په افغانستان کې، چې د ملگرو ملتونو د ماشوم د حقونو د لوظنامې لاسليک کوونکی هېواد دی، دا ناقانونه ده، کوچنيان هغه درانه فزيکي کارونه سر ته ورسوي چې روغتيا ته يې زيان رسوي. تر يوولس کلنۍ کښته ماشومان بيخي له کار کولو څخه منع دي. تر اتلس کلنۍ کښته بايد په اوونۍ کې له ٣٥ ساعتنو پورته کار ته ونه گومارل شي.

په ٢٠١٤ کال کې کابل حکومت د خښتو اچول د کوچنيانو د منع شوو ١٩ زيان منونکو کارونو په لست کې ور زيات کړل. 

پر دغو ټکو بيخي سترگې پټې شوي دي. بيا هم د خښتو په بټيو کې د کار کوونکو د ژوند د ښه کېدو لپاره څه گامونه پورته شوي دي.

شيرزاد په دوام وويل: «پروسږکال د ټولگټو، پوهنې اوعامې روغتيا  د رياستونو، د کارکوونکو د اتحاديې او د خښتو د بټيو د خاوندانو تر منځ يو تړون لاسليک شو. د دغه تړون له مخې د بټيو خاوندان نشي کولای کارگرانو ته هدف وټاکي. د بېلگې په توگه، د بټيو خاوندان نشي کولای هغوی ته ووايي چې د مياشتې يو زر خښتې وړيا واچوي. د دغه تړون موخه له جبري کار څخه د کارگرانو د اولادونو ساتل وو، چې درانه فزيکي کارونه پرې سر ته ونه رسيږي.»

په تړون کې د اجورې پر زياتيدو او د خښتو اچوونکو کورنيو د اولادونو لپاره د پوهنې د رياست او عامې روغتيا د رياست له خوا د لوست د خونو او همدارنگه د گرځنده کلينک پر چمتو کولو هم سلا وشوه.

د هېواد په ختيځ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کوچنيانو د حمايت د څانگې مشر، غلام حسين بېوس وويل، هغوی د نوو اصولو د وضع کولو په درشل کې دي.  

هغه زياته کړه: «موږ څو، څو ځلې له پوروړو کورنيو سره ليدنه کتنه کړې او د خښتو د بټيو له خاوندانو سره هم پر خبرو بوخت يو. له هغوی سره پر داسې يوې لارې چلند کيږي، چې د بشري حقونو د قانون او اصولو ضد ده.»

د ټول افغانستان د سوداگرۍ د اتحاديو د فدراسيون مشر، محمد لياقت عادل وويل، هغوی لاريونونه پيل کړي چې د خښتو د بټيو د کارکوونکو ځبېښاک خلکو ته روښانه کړو او همدارنگه نړيوالو موسسو ته ورغلي يو ترڅو د کابل پر حکومت زور راوړي. 

هغه په دوام وويل: «موږ دوې ځلې د کار له نړيوالې ادارې د کار د عادلانه معيارونو د وضع کولو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې  اړوندو ډلو څخه غوښتنه وکړه چې پر افغان حکومت فشار راوړي، ترڅو د دغه ستونزې د هوارۍ لپاره جدي او عملي گامونه پورته کړي.»

هغه وويل: «داسې کورنۍ شته چې د کور مشر مړ شي، کوچنيان يې يرغمل او استثماريږي. حکومت د عامه کارونو په ډگر کې د نړيوال قانون د پلي کولو لپاره هلې ځلې نه کوي.»

«سربېره پر دې حکومت نشي کولای د خپلو کارکوونکو له ځبېښاک څخه د خښتو د بټيو د خاوندانو مخه ونيسي. په حقيقت کې حکومت هيڅکله هم د دغه کارگرانو ستونزو ته غوږ نه دی ايښی او پر دغه موضوع يې سترگې پټې کړي دي.»

عادل وويل، د دغه ستونزې د جرړې ايستل د پراخ فساد د موجوديت له امله يو څه سخت کار دی. د خښتو د بټيو خاوندان له دې امله پر ځان غره دي چې په لوړو ځايونو کې انډيوالان لري.

هغه وويل: «يو څوک چې بل څوک استثماروي، بايد د دې ډاډ ولري چې يو پياوړی ملاتړ لري او داسې څوک شته چې تر شا يې ودريږي.»

سيمه ييز چارواکي وايي، د مرکزي حکومت له لاسوهنې پرته د دوی له لاسه کوم کار نه کيږي.

د ننگرهار د ولايتي شورا منشي، ذبيح الله زمري آی ډبليو پي آر ته وويل: «يو شمېر هغه خلکو موږ ته مراجعه کړې چې د خښتو د بټيو د خاوندانو تر ځبېښاک لاندې دي او خپلې ستونزې يې راسره شرېکې کړې. موږ د ولايت مقام له دې ستونزو څخه خبر کړ. بس همدا موږ کولای شو، ځکه نور اجرايوي واک نه لرو.»

د ننگرهار د والي وياند، عطاءالله خوږياڼي آی ډبليو پي آر ته وويل: «موږ کومه کورنۍ د چا له پوره نه ده خلاصه کړې، خو موږ د دغو کارگرانو د کورنيو کوچنيانو ته لار هواره کړې چې ښوونځيو ته لاړ شي.»

دا سې ښکاري چې چارواکي نشي کولای يا نه غواړي په دې اړه گام پورته کړي. سيه ييزې رسنۍ په دې اړه مخکښې شوي او د دغو مقيدو کارگرانو پر ستونزو يې رڼا اچولې.

د ننگرهار يو ژورنالست، ذبيح الله غازي د موضوع په اړه نه يوازې يو رپوټ ليکلی، بلکې له کورنيو سره يې د کومک په موخه د ځايي فعالانو په مرسته د بسپنې د راټولولو کار هم پر مخ وړی دی.

غازي وويل: «هغه مهال چې مې خپله کيسه په فيسبوک کې ورسوله او له خلکو مې مرسته وغوښته، ځينو زړه سواندو او مهربانو هېوادوالو زما غوښتنې ته د «هو» ځواب ووايه او بسپنه يې ټوله کړه، چې د يو څو کورنيو پورونه پرې خلاص او له مرييتوب څخه وژغورل شول.»

هغه وويل: «کله چې مو د يوې کورنۍ پورونه خلاص کړل، موږ هغې لس کلنې نجلۍ ته وويل، اوس کولای شې ښوونځي ته لاړه شي. هغه ډېره خوشاله شوه او له خوشالۍ يې له سترگو اوښکې تويې شوې. ټولو راټولو شوو ژورنالستانو او ټولنيزو فعالانو هم ورسره وژړل.»

عبدالرحمن د يوې پوروړې کورنې مشر دی، چې پور يې خلاص شو.

هغه وويل: «زموږ ژوند د مريانو له ژوند سره توپير نه درلود. اوس ډېر زيات خوشال يم.» نوموړي وويل، د تېرو لسو کلونو راهيسې د شاوخوا ١٤٠٠ ډالرو په وړاندې بندي وم.

نوموړي په دوام وويل: «اوس آزاد شوم. زه د جلال آباد د ښار په يوې څنډه کې پيالې او خولۍ پلورم او د ورځې څه ناڅه نهه ډالره گټم.»