د افغانانو غږ: ولسمشر ته پيغامونه

يوې سروې څرګنده کړې، چې په ټول هېواد کې افغانان له خپل ولسمشر څخه د زياتو ستونزو د هوارولو غوښتنه کوي.

د افغانانو غږ: ولسمشر ته پيغامونه

يوې سروې څرګنده کړې، چې په ټول هېواد کې افغانان له خپل ولسمشر څخه د زياتو ستونزو د هوارولو غوښتنه کوي.

آن د بلې مياشتې د ولسمشرۍ ترټول ټاکنودمخه افغانانو په ډېره لېوالتيا ددې فرصت تر لاسه کړ، تر څو د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره احتمالي ګټونکي کانديد، حامد کرزي ته پيغامونه واستوي.


هغوى د ستايلو پر ځاۍ زياتې ستونزې وړاندې کړې. د کندهار د ولايت يوې ٣٣ کلنې مېرمنې وويل: "زه هم وږې يم او هم ناروغه. زما مېړه زوړ او ضعيف دى اوسخت کارونه، نه شي کولاى. هغه ته دې پيسې ورکړ شي او يادې ورته کا راو روزګار وموندل شي."


په کابل ښا رکې يو ٣٥ کلن سړي وويل: "زه پخوا ډګرمن وم او اوس يو موچي يم. آيادا د حکومت لپاره د منلو وړ ده، چې يو تجربه لرونکى ډګرمن دې اوس موچيګري وکړي؟"


د اګست په نيمايي کې د آۍ ډبليو پي آر د روزونکي (ټرينر) تر مشرۍ لاندې د خبريالانو يوې ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له دريو زرو تنو عادي افغانانو څخه د هغوى دستونزو او د رايې ورکولو د دليلونو په اړوند پوښتنې وکړې. له هغوى پوښتل شوي و: "که چېرته له ولسمشر سره مخامخ خبرې وکړاى شئ نو څه به ورته ووايئ"


د خلکو ورکړ شوى ځواب تل له خپګان او نهيلۍ ډک و. د جوزجان د ولايت يو ٦١ کلن سړي ويل: "زه به هغه له ګرېوانه ونيسم او ورته به ووايم؛ يا کار، روزګار راپيداکړه او يا دې نه پرېږدم چې لاړ شې!"


د کابل په رحمن مېنې کې يوې ٤٥ کلنې کډوالې مېرمنې وويل: "تاسو موږ ته ويل، چې له پاکستان څخه خپلو کورنوته راشئ، خو کله چې راغلو دلته نه کار شته او نه داوسېدو ځاى. خداي دې تا هم لکه زموږ په څېر بې کوره او بې کاره کړي."


يو شمېر خلک آن که فرصت هم تر لاسه کړي، نه غواړي خپل ولسمشر وګوري. د جوزجان يو ٤٨ کلن سړي وويل: "زه نه غواړم هغه وګورم،ځکه هغه درواغجن دى."


خو يو شمېر نور خلک وايي، چې ددې ګړۍ هر کلۍ به وکړي. په جوزجان کې يو ٣٠ کلن سړي وويل: "موږ له تا خوښ يو. موږ به تاته خپلې رايې درکړو، ځکه تا په هېواد کې جګړه ودروله."


د کابل ښار د نوې کارتې يو اوسېدونکي، اويا کلن سړي، وويل: "ژوندى اوسې کرزيه! ځکه ته په هېواد کې د سولې لپاره کار کوي."


په داسې حال کې چې دا پيغامونه د کرزي په نامه و، خو يو شمېر نورهغه چا ته و، چې په راتلونکي کې ولسمشر وټاکل شي. بې کوره، وږيو او بې روزګاره خلکو خپلې شخصي ستونزې بيانولې او له ولسمشر يې د هغو د هوارولو غوښتنه کوله.


د لوګر ولايت د بره کي د ولسوالۍ يو اوسېدونکي، ٧٥ کلن وپوښتل: "کله به زموږ د اولادونه وږې ګېډې په ډوډۍ مړې شي." د خوست اوسېدونکي، ٦٥ کلن سړي وويل: "فابريکې جوړې کړئ او د بېوزلو لپاره کار او روزګار پيدا کړئ."


ښځو په ځانګړې ډول د کورونو غوښتنه کوله ، آن په يوساده خټين کور هغوى خوښيږي. يوې ٣٥ کلنې ښځې په کابل کې وويل: "زه يوازې يوه نومره ځمکه غواړم او بيا دې (ولسمشر) ژوندې وي!"


په خوست کې يوې بلې ٥٠ کلنې مېرمنې يوه ډېره ځانګړې غوښتنه درلوده: "موږ د غواوو لپاره غوجل نه لرو." د کندوزولايت د ارچې د ولسوالۍ اوسيدونکى، ذکرالله له ولسمشر څخه وغوښتل: "زه موټرغواړم." هغه چې د کار او رزګار او د ژوند يوازينى لاره يي بولي.


يو شمېر نورو له ولسمشر څخه د ټولنيزو ستونزو د حلولو غوښتنه کوله.


د ميدان وردګ ولايت يو ٢٨ کلن ځوان د واده د دودونو او د هغې دلګښتونو په هکله وويل: " زيات شمېر ځوانان (له واده کولو پرته) زړيږي، ځکه هغوى د ولور د ورکولو توان نه لري."


د ننګرهار ولايت د ليسې فارغ التحصيلې، يوې ٢٢ کلنې مېرمنې، وويل: "په کورنيو کې په زوره د اولادونو د کوژده کولو مخه ونيسئ.´هغې شکايت وکړ، چې هغه په خپله په زوره اړايستل شوي، چې کوژده شي." هغه وايي: "زه نه پوهيږم، چې ژوند به مې څنګه وي."


په يوې جلا پوښتنې کې سروې له خلکو پوښتلي و، چې خپلې اندېښنې ووايي. په سلو کې د نژدې دېرشو پوښتل شويو کسانو امنيتي اندېښنې په لومړي کتا رکې يادې کړې. زياتو خلکو دا موضوع ولسمشر ته هم راجع کړه. د جوزجان اوسېدونکي، ٣٦ کلن سړي وويل: "د افغانستان په ټولو برخو کې امنيت ټينګ کړه او ترهګرۍ ته د پاى ټکىکېده." د نورستان د ولايت يو اوسېدونکي، ٤٠ کلن سړي وويل، هغه به ولسمشر ته ووايي: "ځنګلونه او کانونه مه لوټوه!"


د لوګر ولايت اوسېدونکې يو ٢٦ کلن ډاکټر وويل: "موږ ددې وسله والو (سيمه ييزو قوماندانانو) له شره وژغوره!"


د نورستان د ولايت د نورګرام د ولسوالۍ يو اوسېدونکي ٢٦ ځوان وويل، هغه په دې هيله دى، چې د سوله ساتنې د نړيوال ځواک سوله ساتونکي د هېواد نورو ځايونو ته وغځيږي.


هغه يو شمېر زړو خلکو، (چې د داود خان دوره يې د ١٩٧٣ څخه بيا په ١٩٧٨د کې د هغه تر وژنې پورې په ياده وه) ، د راتلونکي ولسمشر په هکله يې بېلا بېل نظرونه درلودل. د هرات يو ٦٥ کلن سړي وويل، ولسمشر بايد ځان د داود خان موډل کړي، په داسې حال کې چې يو بل ٨٧ کلن سړې نيوکه وکړه، چې "په هېواد باندې د داود خان په څېر واک مه چلوه"


يو شمېر خلکو په هېواد کې د ملي يووالي غوښتنه کوله. د باميانو ولايت يو ٣٢ کلن سړي وويل: "هر سړي ته د يو افغان په سترګه وګوره! نه د يو تاجيک يا ازبيک په سترګه."


په پاى کې د باميانو يوې ٣٥ کلنې ښځې، هر هغه چاته چې ولسمشر وټاکل شي، ګواښ وکړ: "د خلکو باور څخه ناوړه ګټه مه اخله، چې په تايې کړى دى."


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists