Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانانو غوسه او خپګان

د ولسمشر د ورور وژل کېدل او د کابل [د انټرکانټيننټال] پر هوټل بريد د افغانستان تياره راتلونکي ته ګوته نيسي.
By Peter Eichstaedt

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر د مشر، پيتر آيشتيت ليکنه

وروستۍ هيښوونکې او ډراماتيکي پېښې؛ د ولسمشر د ورور، احمد ولي کرزي وژل او او په کابل کې د انټر کانټيننټال پر هوټل بريد په افغانستان کې د ورځ په ورځ ترينګلې کېدونکې او نازکې وضعې څرګندونه کوي.

دواړه پېښې د می د مياشتې په پيل کې د القاعدې د مشر، اسامه بن لادن له وژل کېدو او د ولسمشر بارک اوباما له هغه اعلان څخه وروسته رامنځته شوې چې په درېو کلونو کې يې [له افغانستان څخه] د امريکا د متحده ايالتونو د ۱۰۰۰۰۰ سرتيرو د ايستلو په اړه وکړ. د سرتيرو ايستل په روانه مياشت کې پيليږي.   

افغان امنيتي پوځونو ته د افغانستان د راتلونکې د پريښودلو په اعلان، اوباما داسې انګيري، ګوندې هغه څه چې متحده ايالتونو او نړيوالې ټولنې په دې هېواد کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې کولای شول، هغه يې کړي دي.

خو د افغان اردو وړتيا پر انټر کانټيننټال هوټل د اتو تنو بريد کوونکو تر بريد وروسته تر پوښتنې لاندې راغله، چې افغانانو او همدارنګه بهرنيانو ته د کابل تر ټولو امن او خوندي ځای بلل کېده. 

د شپې له خوا پر نوموړي هوټل غير عادي جګړې ترهغې دوام وکړ، ترڅو د ناتو څرخي الوتکو نژدې سهار مهال د هوټل پر بام درې وروستي ترهګر له منځه يوړل.

په داسې حال کې چې د زياترو خلکو په وينا دې کار د افغان امنيتي ځواکونو کمزورتيا څرګنده کړه او داسې رپوټونه هم ورکړ شوي و، چې يو شمېر ساتونکو په هماغه پيل کې   د جګړې له ځای څخه پښې سپکې کړې او تښتيدلي وو، خو بيا هم [د سرتيرو] غبرګون د منلو وړ و. څنګه چې هوټل پر يوې غونډۍ پروت دی، نو له دې امله افغان ځواکونو ته له هوايي ملاتړ پرته  د هوټل له بام څخه د بريد کوونکو له منځه وړل ناشونی کار و. 

پر انټر کانټيننټال هوټل د بريد په څېر د کرزي د ورور وژنه د روان افغاني کړکيچ د اړخ يوه بله ننداره ده. دا کار افغانستان ته د ورپېښو ستونزو يوه بېلګه ده او د هغې په راتلونکې تورې ورېځې خوروي. 

پر هوټل بريد د طالبانو سراسري شتون او له حکومت مخالفه ځواکونو سره د هغوی مخ پر ودې اتحاد څرګندوي، چې ويل کيږي د افغانستان د ګاونډيانو، پاکستان او ايران په خاوره  کې د ځواکمنو کړيو له خوا يې ملاتړ او مرسته کيږي.

نوموړو ځواکونو د خپلو بريدونه اندازه، شمېر او د بريدونو بڼه ډېره پخه او قوی کړې او داسې ځايونو ته د ورننوتلو وړتيا ښيي، چې په اصل کې ورننوتل ورته ناشوني دي. 

په وروستيو پيښو کې د کندهار له زندان څخه د پنځو سوو تنو طالبانو ډله ييزه تېښته، په کابل کې د دفاع وزارت په مقر هيښوونکی بريد او په تخا رولايت کې پر لوړ پوړې امنيتی غونډې بريدونه شامل دي، چې په وروستۍ هغه کې د افغانستان تر ټولو غوره قوماندان ووژل شو او د ناتو يو جنرال ټپي شو.

د لست ګڼه ورځ په ورځ اوږديږي.

د يو نژدې ساتونکي له خوا د ولي کرزي وژل کېدل د افغانستان کورنی ګډوډ حالت انځوروي چې د افغانستان راتلونکې ته د بهرنيو دښمنانو په پرتله خورا ګواښونکې او خطرناکه بلل کيږي.

په داسې حال کې، چې نړيوالو پوځونو له طالبانو او د هغوی له متحدينو سره جګړه کړې او د څه دپاسه ۲۰۰۰۰۰ امنيتی پوځونو د روزلو په برخه کې يې  په مليونونه ډالر لګولي، خو [په دې پيسو] زياترو لوړ پوړ چارواکو خپل ځانونه پړسولي دي.  

د هغوی په ډله کې د پنځوس کلن ولي کرزي نوم د هر چا په خولو کې پروت دی، چې ويل کيږي د هېواد نشه يي توکو په کاروبار کې د مليارډونو ډالرو خاوند شوی دی. نوموړي تل دا تورونه په ټينګه رد کړي دي. ويل کيږي چې هغه ډېر غوښن امنيتي قراردادونه تر لاسه کړي او پر پراخه ځمکه يې ګېډه اچولې وه.   

په کندهار ولايت کې ټولې کېدونکې پېښې د ولسمشر د ورور تر ګورت لاندې وې او  د هغه سيمې د ټولواکمن په توګه يې حکومت چلولو. 

دا پر ولي کرزي لومړنی بريد نه و. درې ناکام بريدونه پرې دمخه هم شوي وو. د اپينو د غوښنې سوداګرۍ او ورځ په ورځ د طالبانو د برلاسه کېدو له امله د هغه ژوند له خطر سره مخامخ و.

د هېواد په دې سويلي برخې کې لس کلنې جګړې او بدمرغۍ او د هېواد په زړه کې بې خړته فساد خلک د طالبانو منګولو ته ورکښلي دي. 

په دې وروستيو کې زه يو ماښام  له يو افغان ملګري سره ناست وم. هغه د کابل د يو ګاونډي ولايت اوسيدونکی دی. نوموړي وويل، طالبانو له اتلسو مياشتو راهيسې د هغوی کلی نيولی دی. [هغه وويل]که زړه مې غواړي او که نه، بايد مرسته ورسره وکړم.

هغه په غوسه وپوښتل: «کوم ځای يې امن دی؟»  هغه وويل، جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د متحده ايالتونو د پوځونو د راتګ په څېر لا تر اوسه  هماغسې روانه ده. په ښارونو کې له يوې ورځې نه بلې ته زيات ځانمرګي بريدونه سرته رسيږي.

نړيوال پوځونه تر دې زيات د هغه په کلي کې ګزمې نه کوي. راتلونکې ته د هغه يوازنۍ هيله له طالبانو سره د هغه روغه جوړه وه، چې کړې يې ده.    

په داسې حال کې، چې پوهيدل پرې ګران و، خو زه د هغه پر مجبوريت [يوې خواته د پاڼ او بلې ته د پړانګ پر حالت] پوه شوم. نړيواله ټولنه وځي، خو هغه پاتې او له يوې ناڅرګندې راتلونکې سره به مخامخ وي.

د ولسمشر د ورور وژل کېدل او پر هوټل بريد د افغانستان تياره راتلونکی څرګندوي. هېواد د دننه او بهر ځواکونو په لاسونو ټوټه ټوټه شوی دی.  

ترخه (!) خبره داده چې له يو امن  او سوکاله افغانستان څخه به، چې د سويلي اسيا زړه دی او د نړۍ تر ټولو بېوزلی هېواد ګڼل کيږي، ټوله سيمه ګټه پورته کړي.  

نه يوازې به افغانان هوسا او سوکاله شي، بلکې ګاونډيان، پاکستان او ايران  او شمال ته د مرکزي اسيا پراته هېوادونه به هم سوکاله شي.

پرځای يې منطقي (!) خبره داده چې افغانستان د ټوپکو د شپېلۍ او د بمونو د ګواښونو له لارې اداره شي. په نژدې راتلونکې کې به هيڅ شی دا لاره بدله نه کړي، په ځانګړي ډول د نړيوالو پوځونو وتل!!؟

په دې رپوټ کې ورکړ شوی نظر الزاما د آی ډبليو پي آر نظر نه دی.