د افغانانو د اعدامونو پر وړاندې مظاهرو د ايران غوسه راپارولې ده

په ايران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د افغان کډوالو د اعدام په اړه د ګاونډيانو رپوټونه توپير لري.

د افغانانو د اعدامونو پر وړاندې مظاهرو د ايران غوسه راپارولې ده

په ايران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د افغان کډوالو د اعدام په اړه د ګاونډيانو رپوټونه توپير لري.

په هرات کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال، ضيا احمدى ليکنه

د تهران او کابل ترمنځ اړيکي هغه مهال ترينګلې شوې، چې په ايران کې د نشه يي توکو د ادعا شوي قاچاق په تور د افغان کډوالو د اعدام له امله د افغانستان لر و بر مظاهرې او لاريونونه وشول.

په روانه مياشت کې په کابل کې دايران سفارت مخې ته په يو لړ لاريونونو کې لاريون کوونکو د يو شمېر ايراني چارواکو عکسونو ته اور ورته کړ او له امنيتي ساتونکو سره لاس و ګرېوان شول. په همدې توګه د ايران پولې ته څېرمه په هرات ښار او ځينو ولايتونو کې هم يو شمېر لاريونونه ترسره شول.

ايران نه وايي چې څو تنه يې اعدام کړي، خو د شمېر په اړه يې پراخ توپير موجود دى.

په دې ترڅ کې ايراني چارواکو د رپوټ ورکړ شوو مړينو او په افغانستان کې د ايراني ضد لاريونونو په اړه افغان دپلوماتانو ته خپګان څرګند کړى دى.

د هرات ښار په مرکزي جومات کې د لمونځ کوونکو په منځ کې د معصومې په نامه يوه لاريون کوونکې ولاړه او چيغې يې وهلې: "وروڼو، زما زوى لس ورځه دمخه په ايران کې اعدام شو. هغه بېګناه و. ايرانيان راته د هغه جنازه نه راکوي."

"هغوى زما زوى اعدام کړ او اوس د خپل زوى د جنازې د سپارلو په وړاندې راڅخه پيسې غواړي. زه څه وکړم؟ د خداى لپاره له ما سره مرسته وکړئ!"

نوموړې آى ډبليو پي آر ته وويل، د هغې زوى، جواد احمد اته مياشتې دمخه په هرات کې خپله دنده له لاسه ورکړه او د کار لپاره په ناقانونه توګه ايران ته لاړ . 

له تګ وروسته له هغه څخه خبره نه وه، مګر تېره مياشت يې ورته د تربت جام له محبس څخه تيلفون وکړ. هغې په چيغو ژړل او ويل يې: "زوى مې وويل چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور يې نيولى يم او د لسو ورځو په دننه مې اعداموي. هغه وويل ما هيڅ داسې کار نه دى کړى او نه ترې خبر يم." 

هغې چيغې وهلې او مخ يې په څپېړو واهه، ويل يې: "قاتل ايرانيان، هغوى د افغانانو تر ټولو سخت دښمنان دي. هغوى له کفارو بدتر دي." نوموړې زياته کړه، د هغې مشر زوى د هغه د جسد د راوړلو لپاره ايران ته تللى دى. هغې وويل ايرانيان د مړي د ورکولو په وړاندې ٣٤٠٠ امريکايي ډالر غواړي.

په ايران کې افغان شارژدافير، سيد معصوم بدخش آى ډبليو پي آر ته په يوې تيلفونې مرکې کې وويل، چې سفارت د ادعا شوو اعدامونو په اړه پلټنه کوي. هغه وويل: "د اعدام شوو افرادو شمېره ښايي له لسو څخه زياته نه وي."

د هرات امنيتي چارواکي دا شمېره ډېره لوړه ښيي.

ايراني پولې ته څېرمه په اسلام کلا ښارګوټي کې د افغان سرحدي پوليسو يو چارواکي، چې د نوم له ورکولو څخه يې ډډه وکړه، آى ډبليو پي آر ته وويل: "په تېرو دوو اوونيو کې له ايران څخه شل جسدونه هرات ته راوړل شوي دي. پنځه جسدونه د ناروغانو وو چې په ايران کې مړه شوي وو، خو پاتې نور ١٥ جسدونه د اعدام شوو خلکو وو."

"مرکزي حکومت امر کړى چې په ايران کې د اعدام شوو خلکو کره شمېره رسنيو ته ورنه کړو."

د ولسي جرګې د غړي، نجيب الله کابلي د وينا له مخې، چې په کابل کې يې د ايران ضد لاريون مشري کوله، ٤٥ تنه افغانان، چې زياتره يې بېګناه وو، اعدام شوي دي. هغه وويل يوازې د يو لږ شمېر جسدونه افغانستان ته انتقال شوي دي.

کابلي وويل، هغه ته رپوټونه رسيدلي چې زيات شمېر افغانان د ايراني پوځيانو له خوا له خپلو کورونو څخه ايستل شوي دي. هغه وويل: "موږ ته له ايران څخه دا رپوټونه هم رارسېدلي دي، چې د يزد په ښار کې د سلګونونو افغانانو کورونه د ايراني عسکرو له خوا سوځول شوي دي."

د ولسي جرګې يو بل غړي، نذير احمد حنيفي وويل دوه مياشتې دمخه د پارلمان يو پلاوى  ايران ته تللى و چې هلته د نشه يي توکو په قاچاق باندې د تورنو افغانانو موضوع وڅيړي. پلاوي ته څرګنده شوه چې پر  ٣٠٠٠ کسانو داسې تورونه لګېدلي او مرګ ته سترګې په لار وو.  

حنيفي وويل: "په ايران کې له افغانانو څخه د تر لاسه شوو رپوټونو له مخې تر اوسه د ايران په بېلا بېلو ښارونو کې له ٧٠ څخه زيات افغاني ځوانان اعدام شوي دي. د هغو له ډلې څخه د څلوېښتو تنو جسدونه د اسلام کلا او نيمروز له بندرونو څخه افغانستان ته راوړل شوي دي."

په افغانستان کې ايراني دپلوماتانو په دې اړه د زياتو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه. يو دپلومات وويل: "تر اوسه ددې موضوع په اړه موږ ته کره معلومات نه دي رارسېدلي. موږ نه پوهيږو څو تنه افغانان اعدام شوي او په څه شي محکوم شوي وو. موږ دا معلومات نه لرو."

په کابل کې دولتي راديو تلويزيون د ايران د سفير له خولې ويلي، لاريونونه د هغه هڅې يوه برخه ده چې غواړي د دووګاونډيو تر منځ "تاريخي اړيکو" ته زيان ورسوي.

د فدا حسين مالکي له خولې د مى په اتمه ويل شوي: "زموږ په اند ددې لاريونونو تر شا پټ لاسونه کار کوي. دا د يو فرد يا يوې ډلې کار نه دى. دا د ټاکلو سفارتونو له خوا جوړه شوې سناريو ده."

نوموړي سفير وويل: "يو شمېر لويديځ هېوادونه د ايران – افغانستان له اړيکو راضي نه دي او هڅه کوي چې دې اړيکو ته زيان ورسوي، خو بري به تر لاسه نه کړي."

هغه د اعدام شوو افغانانو د شمېرې په اړه څه ونه ويل، خو نوموړي تلويزيون يې شمېره شپږ تنه وښوده. هغوى ونه ويل چې دا شمېره يې له کومه ځايه تر لاسه کړې ده. 

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې افغان سفير ورغوښتى او د افغانانو د اعدام او ايران ضد مظاهرو په اړه يې شکايت کړى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، زلمي رسول په پارلمان کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، تهران او کابل يو تړون لاسليک کړى، چې له مخې يې د هر هېواد  د اتباعو د محاکماتي دوسيو په اړه يو بل ته رپوټ ورکوي. 

هغه وويل، ايران د افغاني اتباعو د اعدام په اړه کوم رپوټ نه دى ورکړى.

د  عالمي په نامه د پارلمان يو غړي له رسول څخه وپوښتل: "که موږ نشو کولاى د سفارت او قونسلګريو له لارې د يوې مياشتې په تېرېدو د اعدام شوو خلکو نومونه تر لاسه کړو، نو سفارت څنګه خپل هېواد ته خدمت کوي؟ "

رسول ځواب ورکړ: "ايراني منابعو ماته د نهو افغانانو د اعدام په اړه وويل، خو تر اوسه يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته نومونه او نور جزئيات په ډاګه کړي نه دي."

په ايران کې د افغاني کډوالو موضوع له ډېر پخوا راهيسې د نوموړو دوو هېوادو تر منځ د تاو تريخوالي ټکى دى. د کډوالو پوره شمېره ناڅرګنده ده، ګومان دى چې شاوخوا دوو ميليونو ته به رسيږي. په سلګونه زره يې ناقانونه دي.

ډېرى شمېر افغانان په ١٩٦٨ کې له کمونيستي کودتا، په ١٩٩٢ کال کې د شوروي پلوه رژيم له ړنګېدو او په هغې پسې د کورنۍ جګړې له پېلېدو وروسته ايران ته کډوال شول. ځينې يې افغانستان ته د ناامنۍ او بېروزګارۍ له امله نه دي راستانه شوي، په داسې حال کې چې نور افغانان د کار د موندلو لپاره ته ايران ته کډه شوي دي.

Iran, Afghanistan
Drugs
Frontline Updates
Support local journalists