Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانانو اوتاجيکانو ترمنځ پرېکنده خبرې اترې

دواړه لوري وايي، کولای شي له جگړې را وروسته د نوو واقعيتونو په رامنځته کولو کې له يو بل سره مرسته وکړي.
By IWPR
Tajik panellists during the April 7 Skype debate organised by IWPR. (Photo: IWPR)

د آی ډبليو پي آر په يو بې ساري اقدام کې افغان او تاجيکي کارپوهانو د يوې مناظرې له لارې په جگړه ځپلو ټولنو کې د ژوند په اړه خپلې تجربې سره شريکې کړې. 

افغانستان څه دپاسه درېو لسيزو پرله پسې جگړو له امله رنځ او کړاو گاللی او اوس له طالبانو سره د سولې په خبرو کې له ننگونو سره مخ دی.

گاونډي هېواد تاجيکستان پنځه کلنه کورنۍ جگړه زغملې، چې په ١٩٩٧ کال کې د اسلامي ياغيانو په بې وسلې کولو او د حکومتې څوکيو د وېشلو له لارې د سولې په تامين پای ته ورسېده.

د سکايپ له لارې د اپرېل د اوومې نېټې په مناظره کې گډون کوونکي فعالان، د بشري حقونو کارکوونکي او پوهان لېوال وو چې له جگړې څخه د راوروسته ټولنې په ودانولو کې د يو بل له تجربو څخه زده کړه وکړي.  

د تاجيکستان لپاره د آی ډبليو پي آر مسؤول، عبدالملک قادروف وويل: «تاجيکستان او افغانستان پر ژبې او فرهنگ سربېره ډېر مشابهتونه لري. له دې امله زموږ تر منځ تفاهم ډېر اسان دی.» 

«د خبرو لپاره ډېرې موضوعگانې موجودې دي چې دواړو لورو ته ډېر اهميت لري. لکه، د مدني ټولنې جوړول، د خپلواکو رسنيو پياوړي کول، د فکر له ازادۍ سره مرسته، راډیکالیزم  اود نشه يي توکو د لېږد په وړاندې مبارزه، سوداگري او ډېر نور.»

نوموړې غونډه «افغانې روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کول»پروگرام يوه برخه وه، چې د بېلا بېلو پوړکو د استازو د ازادو خبرو اترو او واټن د له منځه وړلو له لارې د سولې د هڅو د ملاتړ لپاره جوړ شوی او په ځوانانو کې د خپل راتلونکي په اړه د تصاحب ژور احساس روزي.له دې نوښت سره د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت د دموکراسۍ، بشري حقونو او کار ادارې مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مسؤول، نور رحمان رحماني وويل: «دغه راز غونډې فعالانو ته د نظر د تبادلې او د هغو موضوعگانو په اړه د يو بل له تجربو څخه د زده کړې زمينه چمتو کوي چې ټولنې اغېزمنوي.» 

«دا زموږ افغان ملگرو ته، چې په هېواد کې د سولې د تامين لپاره هلې ځلې کوي، يو ښه فرصت و ترڅو له خپلو تاجيکي ملگرو څخه زده کړې چې په تاجيکستان کې يې د ١٩٩٠ کلونو کورنۍ جگړې په اوږدو کې له حالاتو سره څنگه مقابله کوله. زموږ ژورنالستانو له خپلو تاجيکي ورونو څخه پوښتنه کوله چې په دغو کلونو کې يې د جگړې په اړه په خوندي او مصؤون ډول څنگه رپوټ چمتو کاوه.»

«سوله يوازې د جگړې د نشتوالي په معنا نه ده، بلکې بشري حقونو، د ښځو حقونو، د بيان ازادۍ او داسې نورو ته درناوی دی. دا ټول له سولې سره تړلي دي چې کېدای شي د دغه راز غونډو له لارې پياوړتيا ومومي.»

همدا راز د ٢٠١٣ کال په سپمتبر کې آی ډبليو پي آر په کابل او فليپين کې په خپلو دفترونو کې د سکايپ له لارې د افغانستان او فليپين د فعالانو تر منځ ورته غونډه چمتو کړې وه. 

(د لا زياتو معلوماتو لپاره وگورئ:افغاني او فليپيني فعالانو گډ فرصت ترلاسه کړ.)

تاجيکي ويناوالو يادونه وکړه چې له کورنۍ جگړې آن نژدې شل کاله وروسته د هغوی د ژوندانه يو شمېر برخې بشپړې رغاونې ته اړتيا لري.   

په بلخ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر مشر، قاضي سيد محمد سامع له دې خبرې سره يوه خوله و، له هغه وروسته چې فعاله جگړه پای ته ورسيږي، په کاري ټولنو کې پانگه اچونه له ډېر ارزښت څخه برخمنه ده. 

نوموړي زياته کړه: «سوله ييز چاپېريال هغه ځای دی چې خلک کولای شي له فرصتونو، حقونو او ټولنيزې خير ښيگڼې څخه په برابر ډول گټه واخلي.»

نورو ويناوالو د جگړو په اړه په خپلو تجربو کې د بنسټيزو توپيرونو يادونه وکړه.

تاجيکي تاريخ پوه، نورعلي دولت وويل: «په تاجيکستان کې جگړه او سوله د افغانستان په وړاندې له امنيتي گواښونو سره پرتله کېدای نشي.» هغه يادونه وکړه، د تاجيکستان د  ١٩٩٢ – ١٩٩٧ کلونو په کورنۍ جگړې کې يوازې د گوتو په شمېر بهرنيو عناصرو گټې نغښتې وې. خو د افغانستان په جگړه کې په لسگونو نور هېوادونه ښکېل دي.

د تاجيکستان په جمهور رئيس پورې اړوند د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مرستيال، سيدخواجه اکبروف له دې سره موافق و چې د افغان جگړې لويه برخه بهرني ځواکونه جوړوي. 

هغه وويل، سره له دې افغانانو ته پکار ده چې په هېواد کې د روانې جگړې مسؤوليت پر خپله غاړه واخلي.

د مدنيتونو تر منځ د خبرو اترو د ناحکومتي موسسې رئيس او د ولسمشر پخوانی سلاکار، پروفيسور ابراهيم عثانوف د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال د کابل پوهنتون سلاکار و. 

هغه وويل، د گاونډيانو تر منځ سياسي او اقتصادي همکاري په افغانستان کې له سولې سره مرسته کولای شي، په دې شرط که لومړی د کابل له خوا د کور دننه بنسټيز گامونه واخيستل شي.  

هغه وويل: «تاجيکستان له افغانستان سره يوازې هغه مهال مرسته کولای شي چې د افغانستان دننه سوله ييز شرايط برابر شي.»

په بلخ کې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ د ادارې نی رئيس، نوراقا شريفي د ١٩٩٠ کلونو جگړې په اړه د رسنيو د پوشش په اړه پوښتنه وکړه. 

ازاد خبريال، مردان محمد، چې د کورنۍ جگړې په اوږدو کې يې د بي بي سي له فارسي څانگې سره کار کاوه، د جگړې پر مهال د رپوټ ورکولو د ستونزو يادونه وکړه.  

محمد وويل: «د جگړې په اوږدو کې اويا تنه تاجيکي ژورنالستان وژل شوي وو.»

په مزارشريف کې د عبدالقيوم بابک په نامه يوه ژورنالست د افغانستان په شمال کې د امنيت د خرابيدو په اړه وروستيو رپوټونو ته گوته ونيوه. 

دولت وويل، تاجيکي حکومت په حقيقت کې د افغانستان د کندوز ولايت او تاجيکستان تر منځ پوله کې د ناامنۍ له امله اندېښمن دی. 

هغه وويل، د تاجيکستان حکومت د نوموړو اندېښنو په غبرگون کې سيمي ته اضافي سرتېرې استولي دي. 

د آی ډبليو پي آر مشر، قادروف وويل: «د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د آمو سیند په بلې غاړې کې مو له خپلو ملگرو سره د مستقيمو خبرو اترو چانس تر لاسه کړ، که څه هم دا يوازې يو کنفرانس و. البته دا به ډېره ښه خبره وي چې که داسې کنفرانسونه مخامخ او ژر، ژر جوړ شي.»

«داسې برخې شته چې تاجيسکتان پکې ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړي، لکه د ښځو حقونه، زده کړه، روغتيا څارنه او نور. په دې توگه کولای شو خپل برياليتوبونه له خپلو افغان ملگرو سره شريک کړو.»

«سره له دې هم داسې څرگندې بېلگې شته چې موږ يې له خپلو افغاني ملگرو څخه زده کولای شو. مذهبي زغم، د بيان ازادي، د شخصي شتمنۍ درناوی او سوداگري داسې ځينې برخې دي چې په تاجيکستان کې ډېر کار ته اړتيا لري. آی ډبليو پي آر دا وړتيا لري چې دا بهير رهنمايي کړي او د دوو گاونډيو ولسونو تر منځ پل شي، ترڅو دواړه په گډه د پرمختگ او سوکالۍ لوري ته پر مخ لاړ شي.