د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه مه اخلى

يو مذهبى حکومت ته اړتيا نشته، ځکه چې د افغانستا ټول خلک مسلمانان دي.

د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه مه اخلى

يو مذهبى حکومت ته اړتيا نشته، ځکه چې د افغانستا ټول خلک مسلمانان دي.

Saturday, 3 January, 2004

څو کاله مخکې ځينو خلکو د اسلام د نوم څخه په ګټه اخيستلو سره دې هيواد ته راغلل. خو هغوى مونږ ته څه راکړل او څه يې لرل. کله چې دوى د اسلام د نوم څخه په ګټه اخيستلو سره قدرت ته ورسيدل، نو زمونږ هيواد يې ويجاړ کړ.


اسلام يو سپيڅلى دين ده . دايو بشپړ مذهب دى او دې دنيا ته د سولې ټيګو په خاطر راليږل شوى دى تر څو خلک د هغه څخه اطاعت وکړي. په حقيقت کې هغه کسان چې د اسلام څخه اطاعت کوي نيکمرغه ژوند لري. خو زمونږ په ټولنه کې دا بل ډول دى. د پخوانى شوروي اتحاد د يرغل څخه وروسته خلک قيام ته پاڅيدل او د هغوى پر خلاف مقاومت يې پيل کړ. هغه مقاومت د هغو کسانو څخه چې هوس ځانونو ته جهاديان وايي رهبري شوى نه وو. مونږ دوه ميليونونه شهيدان ورکړل، په ميليونهاوو ماشومان مو يتيمان شول او په ميليونهاوو ښځې کونډې شوې. خو زمونږ جهاد برياليتوب ته ورسيداو کمونيزم دړې ورې شو. خو سوال دا دى چې د اسلام مدعيانو څه وکړل.


دجهاد په اوږدو کې دوى د اسلام په نامه باندې يو د بل په ضد يا مقابل کې وجنګيدل.


کله چې دغو جهادي تنظيمونو او د اسلام مدعيان په کابل کې قدرت ته ورسيدل څه يې وکړل؟


د رباني حکومت د ډيرو جهادي تنظيمونو په مقابل کې د جهاد اعلان وکړ. اسلامي جميعت د اسلامي حزب په ضد د جګړې اعلان وکړ. هغوى د اسلام کلمه يې د يوې پلمې په څير وکاروله.


د حکمتيار اسلامي حزب هم د اسلامي جمعيت په ضد د جګړې اعلان وکړ او هغه هم د اسلام د کلمې څخه د يوې پلمې په څير ګټه واخيسته.


د وحدت حزب د عبدالعلي مزاري په مشرى او د هغه نورو څانګود حيات الله محسني په مشرى د جميعت او حکومت په ضد په کابل کې دجهاد اعلان وکړ.


د طالبانو د ډلې حکومت ته پام وکړى.کله چې ړوند ملا( محمد عمر) قدرت ته ورسيد، نو يو حکومت په افغانستان کې جوړ کړ او د هغه نوم يې امارت ته واړو. او هغه هم د شرعيت له نوم نه په ګټه اخيستلو سره هيواد يې په کڼډوالو بدل کړ.


آن هم زمونږ په هوسني حکومت کې يې هم د اسلامي کلمه ګډه کړې ده. خو مونږ يې وينو چې څنګه دا سپيڅلې کلمې نه کار اخيستل کيږي.


مونږ په دې هوسني حکومت کې هم د بډې، اختلاس او وسلوالو غلاوو شاهد يو. هوس هم د اسلام ځينې مدعيان شته چې غواړي چې د اسلام کلمه تش د خپل موقف او و قدرت د ساتلو له پاره په کاروي.


نو راښى چې په ګډه سره د نيکمرغى، لويوالي او پرمختيا په لور بوزو. مونږ بايد خپل هيواد د هغو هيوادونو حد ته ورسوو چي نن هرڅه لري. مونږ بايد دا لوى مسووليتونه له دغو کوچنويو خلکو څخه واخلو. مونږ بايد هيڅ کله دوى ته مجال ورنه کړو چي د اسلام له نوم څخه بيا ناوړه ګټه واخلي.


که مونږ ووايو چي د افغانستان حکومت ، نو دا په ډاګه څرګنده ده چې يو اسلامي هيواد دى ځکه چې ټول خلک يې مسلمانان دي. ټول افغانان د زيږيدو له ورځې څخه تر مړينې پورې د آذان غږ آوري. او د خالص تعالى عبادت کوي. او د مړينې نه پس خلک يې د قبر په سر دعا کوي.


زمونږ خلکو له پاره هر څه اسلام دى او په دې کې هيڅ شک نشته.


د امريکا ٨٠ فيصده اوسيدونکي عيسويان دي خو هيڅ کله مو نه دي آوريدلي ( د امريکا عيسوي متحده ايالات) همدارنګه د جاپان حکومت ته پام وکړى هغوى هيڅکله نوايي چې د جاپان بودايي حکومت. په ټوله نړې يو څو مثالونه د مذهبي حکومتونو شته، چې هغه هم په فيوډالي هيوادونو کي دي، چي د مذهب له نوم او ديکتاتورى نه په ګټه اخيستلو سره قدرت ته رسيدلي دي.


که مونږ وغواړو چې په راتلونکې کې يو اسلامي حکومت ولرو، نو په حقيقت کې مو د هغو کسانو نوه چې زمونږ خلک يې ښکار کړي او زمونږ له حکومت څخه يې ناوړه ګټه اخيستې ده، حمايت کوو.


زمونږ دښمن ګاونډيان سترګې په لارې ناست دي چې د اسلام د مقدسې کلمې څخه په ګټې اخيستلو سره زمونږ هيواد لوټ او ټولنه ويجاړه کي.


د مثال په ډول ايران او پاکستان __ هغوى د څو اسلام پلوه ګروپونو جوړونکي دي، چې زمونږ هيواد ته يې راوليږل. ځکه چې هغوى غواړي چي مونږ ډير ضعيف شو. هغوى زمونږ په هيواد کې يو مذهبي حکومت غواړي. ځکه چي د اسلام مدعيان مخکې له مخکې د هغوى په اختيار کې ول. او په ډير آسانى سره يې کولى شي هغوى کنترول کي.


مونږ بايد يو اسلامي حکومت ونه لرواو دا په دې مانا نه ده چې مونږ بايد يو سکيولر حکومت ولرو. مونږ ټول مسلمانان يو او اساسي قانون بايد دې موضوع ته پام وکړي.


کلمې کولى نشي چې يوه ټولنه سره يو کړي. اجازه راکړى چې ، د ايران ټولنې ته وګورى چې يو اسلامي او پر مخ تللى هيواد دى، چې د اسلامي حکومت نه يې له ٢٠ کالو نه ډيره موده کيږي


خو د کاميابي يې د وروستويو شلو کالو نتيجه نه ده. ټول شيان، څړکونه، فابريکې، کورونه ........ له پخوانه د رضا شاه پهلوي له وخت نه پاتې دي. وروستي ٢٣ کاله مساوي په سلهاو کلو شا تګ ده.


زمونږ هيواد ته وګوړى له لسو کالو څخه را په دې خوا د دې موضوع سره مخامخ يو. مخکې له دې نه دا خبره نه وه. له لسو کالو را په دې خوا زمونږ په ضد د دې کلمې څخه ګټه اخلي.


نو ښه به دا وي چې داسې يو حکومت ولرو چې د ټولو خلکو په خوښه وي. او د خلکو د اکثريت له خوا وټاکل شي.


کوم خلک؟ مسلمان خلک، پوه خلک چې د سولې غوښتونکي وي، هغه باوياړه خلک چې د روس شيطاني حکومت يې راوپرزاوه. حکومت بايد له دغو خلکو نه اود هغوى په واسطه جوړ شي.


کلمي مونږ ته کاميابي نه را په برخه کوي .د يو ملت کاميابي او پر مختگ د خلکو په قوت پوري اړه لري او کله چي خلک قدرت ته ورسيږي ، مونږ د اسلام کلمه له حکومت نه لري کوو،او بيابه دا هيواد کامياب شي .


له بشري نيرو آو قوت نه پرته که مونږ ١٠٠٠٠ څلي د اسلام کلمه په ژبه راوړو ،هيواد پرمختگ نه کوي په حقيقت کي د هيواد د پر مختگ عامل خلک دي .نو راشي چي د خلکو د نيرو او قدرت د پياوړتيا په لټه کي اوسو.


Frontline Updates
Support local journalists