د استازو پېژدنه: د رئيس مرستيال ميرويس ياسيني

په کابل کې د آى ډبليو پى آر د خبريالانو حفيظ الله ګردش، عزت الله ځواب او بشير ګواښ ليکنه

د استازو پېژدنه: د رئيس مرستيال ميرويس ياسيني

په کابل کې د آى ډبليو پى آر د خبريالانو حفيظ الله ګردش، عزت الله ځواب او بشير ګواښ ليکنه

Sunday, 28 December, 2003

ياسيني د ننګرهار ولايت اوسيدونکى دى، چې د افغانستان د کوکنارو د کرکېلې له دوو سترو سيمو په کتار کې راځي. هغه د لويي جرګې لپاره د خپل ولايت په کچه تر ټولو ډېرې رايي تر لاسه کړي او د ٥٠٢ کسيزې لويي جرګې د مرستيالۍ لپاره يي د خپلو انډېوالو استازو زياتې رايې وړي دي.


ياسيني د زيات شمر استازو په اند د يو اعتدال خوښوونکي او باوري شخص په توګه د لويي جرګې د رئيس صبغت الله مجددي د مرستيال دنده لري. هغه د يو غښتلي رياستي نظام ټينګ پلوي دى.


ياسيني په ١٩٦١ کال د ننګرهار د کامې د ولسوالۍ په يوه علمي کورنۍ کې زېږېدلى دى. د ياسيني کورنى په ١٩٧٨ کال کې د شوروي اتحاد د تجاوز پر مهال پاکستان ته کډه وکړه. د مولوي محمد يونس خالص تر مشرۍ لاندې د اسلامي حزب او د پيرسيداحمد ګيلاني تر مشرۍ لاندې له محاذ ملي جهادي ډلو سره يوځاى شو، ځکه چې دې دواړو مشرانو سره يي کورنۍ اړيکې درلودلې. هغه په تورې بوړې، خوست او پکتيا کې د شورويانو په وړاندې جهاد کړى دى، خو کله چې مجاهدين په ١٩٩٢ کال کې واک ته ورسېدل، هغه له دې ډلو سره اړيکې وشلولې.


په ١٨٨٦ کال کې ياسيني د اسلام آباد په نړيوال پوهنتون کې د نړيوالو حقوقو او شرعياتو په څانګو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ١٩٩٣ کال کې يي په دواړو برخو کې دماسترۍ درجه تر لاسه کړه. د حقوقو په څانګې کې د کار کولو پر ځاى هغه سوداګرۍ ته مخه کړه او اروپا ته يي د افغاني غاليو په صادرولو لاس پورې کړ.


هغه د خپلو دندو په هکله وايي: "دغه مهال زموږ هېواد په جګړوکې ښکېل و، نه حکومت و، نه قضا وه اوپه ځانګړې توګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هيڅ شى هم نه. له بله پلوه موږ بايد ژوند هم کړى واى."


ياسيني په ٢٠٠١ کا ل کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته ننګرهار ولايت ته راستون شو او د افغاني سرې مياشتې د ولايت څانګې د رئيس په توګه وټاکل شو. دهغه له راستنېدو دوه مياشتې وروسته هغه په کابل کې د ماليي وزارت د بهرينواړيکو په رياست کې د اقتصادي چارو د ارزيابۍ د څانګې مشر وټاکل شو. هغه د ٢٠٠٢ کال د جون د مياشتې په بيړنۍ لويي جرګې کې د ننګرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د خلکو استازى و.


ياسيني، چې په خټه پښتون دى، په دري، انګليسي، اردواو عربي ژبوروانې خبرې کوي. هغه واده کړى، دوه زامن او درې لوڼې لري. هغه وايي چې اولادونو د زده کړو په خاطر يي کورنۍ په اسلام آباد کې اوسي. د هغه يو زوى د پښتو او دري ژبو دزده کړې په خاطر له هغه سره په کابل کې اوسيږي.


د فارياب د ولايت استازى، کهزاد په دې اند دى، چې ياسيني د لويي جرګې د مرستيال په توګه هم مثبت اړخ لري او هم ناپلوى. هغه وايي: "هغه په ښکاره ناپيېلى دى، خوښايي چې له دننه داسې نه وي."


د پکتيکادولايت استازې نادر خان کټوازى شهرت ته په ناڅاپي رسېدلوهغه د تعصب په نه لرلو اود هېوادپالنې د احساس د لرلو له امله ستايي. هغه وايي: "د بنسټپالو او هېوادپالو تر منځ يوه کرښه ده، چې ياسيني د کرښې دې خواته د هېوادپالو په ډله کې دى."


خو يو شمېر نور استازې له دې خبرې سره موافق نه دي. اشرف رمضان د بلخ د و لايت يو استازى وايي، ياسيني دا اوسنى دريځ د غښتلو اشخاصو د حمايت له لارې تر لاسه کړى دى. هغه وايي: "د ياسيني په ټاکلو کې، ولسمشر حامد کرزي او د ماليي وزير اشرف غني احمدزي ستر رول لوبولى دى. ياسيني د کرزي يو غبرګون دى. هغه د لويي جرګې او کابينې تر منځ د يو پول حيثيت لري."


ياسيني دا خبره ردوي او وايي "زه په خداي (ج) او د هغه په پيغمبر سوګند يادوم، چې د کرزي يا بل چا تراغېز لاندې نه يم. زما د برياليتوب يوازينى سبب په ما باندې دخلکو باوردى. زه درواغ نه وايم، خلک نه غولوم او له استازو سره ډېر ښه چال چلن کوم."


Frontline Updates
Support local journalists