د اردو د جوړېد کار د ملېشو له بېوسلې کولو سره پر مخ درومي

حکومت د ملېشو د بې وسلې کولو تر پروګرام لاندې د يوې واحدې او نوي اردو د جوړېدو به لور ګامونه اخلي، خو په شمال کې دا بهير يوڅه ستونزمن دى.

د اردو د جوړېد کار د ملېشو له بېوسلې کولو سره پر مخ درومي

حکومت د ملېشو د بې وسلې کولو تر پروګرام لاندې د يوې واحدې او نوي اردو د جوړېدو به لور ګامونه اخلي، خو په شمال کې دا بهير يوڅه ستونزمن دى.

د بېوسلې کولو د پروګرام له پلي کېدو يو کال وروسته، د هغو ملېشو د بې وسلې کولو په وړاندې، ددې څو مليون ډالري پروژې په هکله پوښتنې راولاړيږي، چې دهېواد شمال او شمال ختيځې سيمې تر خپل کنترول لاندې لري. خو وروسره جوښت د نوي اردو د پراخېدا او پياوړي کېدا په اړه هلې ځلې ګړندۍ شوي دي، چې وروستۍ موخه يې د ملېشو له منځه وړل دي.


د يکشنبې په ورځ د ملې اردو يو نوی واحد، د مزار شريف د عقاب ٢٠٩ قول اردو، د درېو زرو تنو سرتېرو په درلودلو په رسمي توګه پرانيستل شوه. دا قول اردو تېره اوونۍ به کندهار کې د اتل قول اردو او په پکتيا کې د برښنا قول اردو او په کابل کې د مرکزي قول اردو ترجوړېدلو وروسته تاسيس شوه. په پام کې ده، چې د بري (ظفر) قول اردو د سه شنبې په ورځ په هرات کې جوړه شي.


د دفاع وزير مارشال فهيم د قول اردو د پرانيستلو د مراسمو پر مهال، د دفاع وزارت د چارواکو، د ايتلاف او د نړيوالو سوله ساتو ځواکونود مشرانو په شتون يې يوه وينا واوروله. د بلخ نوی والي جنرال عطامحمد هم په دې مراسمو کې حاضر و.


مارشال فهيم وويل، تر راتلونکي جون پورې به يوه قول اردو په ننګرهار او بله په کندوز کې جوړه شي. دا قول اردوګانې به ټول ټال ٧٠ زره سرتېري ولري. په پام کې ده، چې تر هغې وروسته به په هېواد کې ټولې ملېشې بې وسلې او منحل شوي وي.


فهيم ځايي ملېشو ته په ګوتې نيولو وويل: ((د ټوپک د کارونې وخت پای ته رسيدلی دی. د جګړې او ناورين د مخنيوي په غرض بايد ټول وسله وال کسان خپلې وسلې په ځمکه کېدې او ملي اردو ته يي وسپاري.)) نوموړي زياته کړه: ((زه ډېر خوشحاله يم، چې په افغانستان کې د لومړنۍ ملي اردو د جوړېدو بنسټ ږدم. .. يو خپلواک هېواد يوې ښې روزل شوې اردو ته اړتيا لري. د ملي اردو جوړول ددې ښکارندويي کوي، چې موږ له ناتار څخه د ثبات او امنيت په لوري درومو.))


په هېواد کې د ملېشو بېوسلې کول د بې وسلې کولو او ملکي ژوند ته د ورستنولو (DDR) د پروګرام برخه ده، چې د ملګرو ملتونو د ١٦٧ مليونو ډالرو تر يوې پروژې لاندې پر مخ وړل کيږي.


له دريو جنرالانو، محمد داود، عطامحمد او جمعه خان سره تړلې ملېشې لا تر اوسه د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې پوځي واک لري او خپلې ځينې درنې او سپکې وسلې يې له ځانه سره ساتلي دي.


يو شمير څارونکي په شمال کې د پروګرام له بهير خوښ نه دي او د جنګ سالارانو دپوځي واک په کمولو کې د حکومت د تګلارې بشپړه اغېزمنتيا تر پوښتنې لاندې راولي.


په شمال کې د DDR د پروګرام مشر، ميلوس کرسمانوويچ دا مني، چې پروګرام ډېر ورو روان دی. هغه وايي: ((زه نه شم ويلای، چې دا پروګرام به بريالی شي او که نه. ځايي قوماندانانو د DDR له بهير سره سمه مرسته نه ده کړې. مرکزي حکومت په هغو ځايي قوماندانانو باندې د فشار په راوړلو کې زيات جدي نه دی، چې د DDR له پروګرام سره همکاري نه کوي.))


د بېوسلې پروګرام د ٢٠٠٣ کال په اګست کې پيل شو، چې د ځايي قوماندانانو پياوړې ملېشې بېوسلې کړي، د پخوانيو جنګياليو لپاره نوې دندې او روزنې ومومي او د يوې واحدې مسلکي او ملې افغاني اردو له جوړونې سره مرسته وکړي.


په شمال کې د حکومت دبېوسلې کولو د پروګرام تګلاره او په هغو سيمو کې د خپل واک د غځولو په اند ولسمشر، حامد کرزي محمدداود او عطامحمد په دوو نويو حکومتي څوکيو وټاکل. په دې ټاکنو هغوی په رسمي توګه د خپلوملېشو مشري له لاسه ورکړه.


د کندوز د شپږمې قول اردو قوماندان، محمدداود د اګست په ١٦ د کورنيو چارو د وزارت له نيشه يي توکو سره د مبارزي د معين په توګه وټاکل شو. د بلخ ولايت د اوومې قول اردو قوماندان، عطامحمد داګست په لومړۍ د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.


په هغوی برسېره کرزي د اتمې قول اردو قوماندان، جمعه خان همدرد داګست په ١٥ د بغلان د والي په توګه وټاکلو. خو د سيمه ييزو مخالفتونو له کبله دې (وروستۍ) ټاکنې لاتراوسه رسمي بڼه نه ده نيولې.


په کابل کې د يو سياسي څيړونکي، رزاق مامون په وينا پورته ټاکنې د حيرانتيا کومه خبره نه وه. هغه وايي: ((دا څوکۍ هغو ته د معاملې پر بنسټ ورکړ شوي دي.))


نوموړی زياتوي: ((د طالْبانو له رانسکورېدو وروسته د حکومت لومړی تګلاره داوه، چې پياوړو لوړو فوځي قوماندانانو ته په ملکې اداره کې ملکي څوکی ورکړي، ځکه حکومت نه شواى کولای ددې قوماندانانو په سيمه کې خپل واک وغځوي. حکومت په دې اند و، چې ملکي څوکيو ته ددې قوماندانانو په تبديلولو به وکړای شي، د هغوی سيمو ته خپل واک وغځوي. خو دې کار نتيجه ورنه کړه، ځکه هغوی د حکومتي څوکيو له لرلو سره سره، د خپلومرستيالانو له لارې په سيمه واک ساتي ، چې همدااوس د هغوی د ملېشو مشري او د خپلو پخوانيو قوماندانانو درناوی کوي.))


په مزارشريف کې يوسياسي څيړونکی، چې نه يې غوښتل ونومول شي، هم په دې اند دی، چې داود، عطامحمد او همدرد به هڅه وکړي، تر څو خپل سيمه ييز واک وساتي او خپلې ملېشې له لاسه ورنه کړي. هغه آی ډبليو پي آرته وويل: ((قوماندانان په دې څوکيو ددې لپاره ونه ټاکل شول، چې ددغه دندې د پرمخ وړلو وړتيا لري، بلکې د هغوی د پوځي پياوړتيا له امله وټاکل شول. د بېلګې په توګه، عطامحمد په دې پوهيږي، چې که وسله والې ملېشې ونه لري، نو ولايت به ونه شي چلولای ... . له هغه سره د اوومې قول اردو واک پر خپل ځای پاتې دی، ځکه دهغه مرستيال، جنرال صبور اوس په موقتي ډول د هغه قول اردو مشر دی.))


يو سياسي څيړونکی حبيب الله رفيع وايي: ((هغه خلک چې وسلې لري، د حکومت لوړې څوکۍ هم له هغو سره دي. هغوی د بهير په وړاندې خنډ دی اونه غواړي ملېشې يې بېوسلې شي.))


د مياشتو مياشتو راهيسې حکومت په دې ټينګار کوي، چې بېوسلې کول د هغوی د لومړيتوبونو په ډلې کې دي.


د جولای په ١٤ کرزي د يو فرمان د لاسليک کولو له لارې ګوته و څنډله، هغه قوماندانانو ته به سزا ورکړي، چې د بېوسلې کولولو له پروګرام سره همکاري ونه کړي.


د جولای په ٣٠ د دفاع د وزارت مرستيال، جنرال رحيم وردګ د هېواد دقوماندانانو په يوې غونډې کې ويلي و، هغه قوماندانان چې د بېوسلې کولو په پروګرام کې يي نومونه ليکل شوي، بايد تر ټاکنو دمخه خپلې وسلې وسپاري.


د دفاع د وزارت وياند، جنرال عظيمي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((د (قوماندانانو او دهغوی د ملېشو ) ستونزه به تر هغه په هېواد لاسبرې وي، چې د بېوسلې کولو بهير پای ته نه وي رسيدلای او د ېوې سمې ملي اردو او ملي پوليسو خاوندان شوي نه اوسو.))


د کندوز د پوليسو مشر، مطلب بيګ له دې ټکي سره موافق دی. هغه وايي، د ملېشو ځواک به هغه مهال اوبه شي، چې د هغوی نفر د ملي اردو او ملي پولسيو په ليکو سمبال شي. مطلب بيګ وايي، ((دا ټول خلک (ملېشې) بايد په ملي اردو او ملي پوليسو کې ورګډ شي.))


د شپږمې، اوومې او اتمي قول اردو ملېشې د افغاني ملېشو د ځواک يوه برخه ده او د نوې رازرغونېدونکي ملي اردو برخه نه ده. سره له دې چې له تخنيکي پلوه د ملي دفاع وزارت په جوړښت کې راټولې شوي، خو په اصلا له خپلو اړوندو تنظيمونو او سياسي ګوندونو سره تړاو لري. حقيقت دادی، چې هغوى له هغو انفرادي قوماندانانو او سياسي تنظيمونو سره ټينګې اړيکې لري، چې ورپورې اړوندې دي.


شپږمه او اوومه قول اردو، چې پخوا په داود او عطا پورې مربوطه وه، د جمعيت اسلامي په تنظيم پورې تړلي دي. د همدرد اتمه قول اردو د جنبش ملي اسلامي پوځي ګوند سره نژدې تړاو لري، چې ولسمشرۍ ته کانديد، عبدالرشيد دوستم يې مشري کوي.


په افغانستان کې د ملګروملتونو د وينا له مخې د ټول ټاکنو د مخه به يوازې فعالې درنې وسلې راټولې شي. درنې وسلې لا دمخه په کابل، ګردېز، مزارشريف او جلال آباد کې راټولې شوي دي. د درنو راټولو شويو ټولو وشلو شمېره ١٣٩٠ ته رسيږي. داټکل له مخې د ټولو سروې شويو درنو وسلو نيمايي برخه تر اوسه وسلتون ته لېږدول شوې ده.


جنرال عظيمي وايي: (( په هره بيه چې کيږي بايد (دا) وسلې د ټاکنو (تروخته) راټولې شي. که چېرته نومول شوي خلک د ټاکلي شوې مودې تر پايه خپلې وسلې ونه سپاري، هغوي به (ددفاع وزارت ) د لګښت له تر لاسه کولو څخه بې برخې، د دفاع وزارت له تشکيل څخه به ليرې اوغيرقانوني به اعلان شي.))


دا خبرې په داسې يو مهال کې تر سره کيږي، چې درګر دى، د نويو ملېشو د واحدونو دجوړولو لپاره نوى بنسټ جوړيږي. د اکتوبر په اوومې د ملېشو يوه نوې قول اردو به په رسمي توګه د اوومې قول اردو له لومړۍ فرقې او په دوستم پورې تړلي د اتمي قول اردو له ٥٣ فرقې څخه رامنځته شي.


عظيمي وايي: ((ددې نوې قول اردو تشکيل د حکومت له خوا منل شوی دی.)) هغه وويل، چې دا نوې قول اردو به تر راتلونکي جون پورې موجوده وي، چې پرسونل به يې د بېوسلې کولو له پروګرام سره يوځای کيږي.


د بلخ د والي په توګه د عطا تر ګومارل کېدو وروسته، د اوومي قول اردو مسوول، صبوراو همدرد د اتمې قول اردو مسوول آی ډبليو پي آر ته وويل،چې له دې يوځای کېدو سره موافق دي، سره دې چې کله ناکله يې يو بل ته د توپک شپېلۍ اړولي دي. د نوې قول اردو رسمي مشر لا تراو سه ګومارل شوی نه دى.


صبورآی ډبليو پي آر ته وويل، هغه ته د نوې قول اردو د مشرۍ وړانديز شوی و، خو ((د دواړو قول اردوګانو تر منځ د ښو اړيکو د ساتلو په منظور يې) هغه ونه منلو. هغه وايي، هغه وړانديز وکړ، چې دا څوکۍ جنرال مجيد روزي ته ورکړ شي، چې د دوستم د پوځي ډلي، جنبش پوځې مرستيال دی. روزي وويل، چې که حکومت ترې غوښتنه وکړي، نو دا څوکۍ به ومني.


صبور او همدر دواړو آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د پخوا راهيسې يې د بې وسلې کولو له بهير سره ملګرتيا جاري ساتلې ده. صبور وويل، چې اوومې قول اردو تر اوسه د بېوسلې تر پروګرام لاندې په سلوکې ٩٥ درنې وسلې دولت ته سپارلي دي. همدرد وويل، چې اتمې قول اردو خپلې ټولې درنې وسلې ددې پروګرام لاندې دولت ته سپارلي دي. خو د اوومي او اتمې قول اردو سرتېري بايد خپلې سپکې وسلې وسپاري او دملکي کولو له پروګرام سره يوځای شي.


د بېوسلې کولو د پروګرام د کفيل، پيتر بابينګتن د وينا له مخې داود پلان درلود، چې په دې مياشت کې په کندوز کې د شپږمې قول اردو درنې وسلې وسپاري.


داود د طالبانو په وړاندې د مقاومت پر مهال د نوې يمو کلونو تر پايه د ملي اتل، احمدشاه مسعود د دفاع وزير و.


بابينګتن په يوې بيانيي کې وويل: ((دا کار به د هېواد دراتلونکي امنيت لپاره ښٍه وي.)) هغه د درنو وسلو د سپارلو په اړوند د داود پرېکړه يو ښه اقدام وبللو. د جولای په مياشت کې له آی ډبليو پي آر سه په يوې مرکې کې بابينګتن، داود د بېوسلې کولو په پروګرام کې ((يو زړه نازړه برخوال)) ګڼلی و. دا حقيقت، چې په تخنيکي لحاظ داود نور د شپږمې قول اردو مشر نه دی او ددې قول اردو د بېوسلې کولو په هکله دهغه ژمنه ددې ښکارندوی کوي، چې داود سره له دې چې دکورنيوچارو په وزارت کې په نوې څوکې ګومارل شوى، لا تر اوسه په هغې (قول اردو) واکمن دی.


همدرد خبردارى ورکړ، چې مرکزي حکومت به په شمال کې تر هغه دامنيت په راوستلو بريالی نه شي، تر څو له ټولوملېشو څخه وسلې نه وي اخيستل شوي. هغه وايي: (( دا قول اردوګاني قومې تړاوونه لري، تر هغه چې دا موجوديت ولري، په هېوادکې به د وسلو ستونزه حاکمه وي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists