Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د آی ډبلیو پی آر رپوټ په محابسو کې د بدلون لامل شو

د رپوټ له خپرېدو وروسته چارواکو د بندیانو پر شکایتونو غور پیل کړ.
By IWPR Afghanistan

افغان چارواکو د بدخشان ولایت د محبس د وضعې د ښه کولو په اړه له هغې وروسته ګام پورته کړ، چې د آی ډبلیو پي آر یو رپوټ د هغه محبس حالت برسېره کړ.

نه یوازې د هغه محبس ودانې د لویدو په حال کې وه او د نوې ودانې کار د شپږو میاشتو په اوږد کې بشپړ نشو، بلکې د محبس په خونو کې د زیاتې ګڼې ګوڼې او د سون د توکو او تودو اوبو د نشتوالي له امله ناروغي ډېره شوې وه.

وګورئ: (محبس د مرگ په لومه کې)

د دسمبر په وروستیو کې د رپوټ له خپرېدو وروسته د افغانستان د وزيرانو شورا بدخشان ته یو لوړ پوړئ پلاوی واستاوه.

د بدخشان د والي مرستیال، ګل محمد بیدار وویل: «د آی ډبلیو پي آر د رپوټ له خپرېدو وروسته په پوځي چارو اکې د ولسمشر سلاکار، عبدالحی یاسر بدخشان ته سفر وکړ او [د ودانولو شرکت] ته يې د محبس د نوې ودانۍ د بشپړولو لپاره یوه میاشت وخت ورکړ.»

هغه وویل، د محبس کار اوس په بېړه روان دی.

د محبس ساتونکي، صدیق الله عمري هم وویل، د آی ډبلیو پي آر د رپوټ له خپرېدو وروسته ښه والی راغلی دی.

کارکوونکو ۱۲۰ تنه بندیان نوو جوړو شوو خونو ته لېږدولي دي. د شمس الدین په نامه یو بندي وویل، اوس د هر بندي د سر دپاسه چت دی. دمخه ځینې بندیان مجبور وو چې په ازاده هوا کې ویده شي.

د بدخشان د ښځو د چارو رئیسې، ذوفنون حسن ناطًق وويل، کله چې یې د محبس خواشینوونکی خبر واورید، نو ټکان یې وخوړ.

ناطق وویل، ریاست یې اوس د جرمني د یوې ناحکومتي موسسې، KinderBerg  په مرسته ښځینه بندیانو ته جامې او د سون توکي چمتو کړي دي، زیاتوي، له دې وروسته به يې ریاست په منظم ډول د ښځینه محبس حالت له نژدې څخه څاري.

د بدخشان د ښځینه محبس یوې بندۍ، زبیدې وویل، ژوند یې اوس بدل شوی دی.

هغې زیاته کړه: «اوس موږ ته د KinderBerg  موسسه لرګي او د اوبدلو لپاره سپڼسي چمتو کوي.»

د KinderBerg له موسسې څخه ناهید نیران وویل:«موږ هره اوونې د بندیانو د اړتیاوو له مخې د لرګو، کوچنیانو ته د شېدو، د جاکټونو ګنډلو ته د خامو توکو او درسي توکو، لکه قلمونو او کتابچو د چمتو کولو له لارې له هغوی سره مرسته کوو.»

هغې زیاته کړه، KinderBerg همدارنګه ښځینه بندیانو ته د روغتیا څارنې روزنه چمتو کوي.

د بدخشان د ژورنالستانو د اتحاديې رئیس، عبدالبصیر حقجو وویل، [د بندیانو] وضع تر هغې وروسته ښه شوه چې آی ډبلیو پي آر د بندیانو ستونزو ته [د چارواکو] پام واړاو.

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >