د آی ډبليو پي آر ژورنالستان د جایزې په اخیستلو بریالي شول

د غونډې ځنډول ددې څرګندونه کوي چې چاپېریال خبریالانو ته څومره خطرناک دی.

د آی ډبليو پي آر ژورنالستان د جایزې په اخیستلو بریالي شول

د غونډې ځنډول ددې څرګندونه کوي چې چاپېریال خبریالانو ته څومره خطرناک دی.

Hafizullah Gardesh receives his award from SAFMA mission head Zia Bomia. (Photo: IWPR)
Hafizullah Gardesh receives his award from SAFMA mission head Zia Bomia. (Photo: IWPR)
Mina Habib (second from left) at the awards ceremony. (Photo: IWPR)
Mina Habib (second from left) at the awards ceremony. (Photo: IWPR)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه
له اوږدې مودې راهیسې د آی ډبلیو پي آر اديتور، حفیظ الله ګردش او نوې خبریاله، مینا حبیب د جوایزو په یوې غونډې کې له افغاني ژورنالیزم سره د مرستې په موخه وستایل شول.
ګردش د لسیزې د يو وتلي ژورنالست او مينا حبیب د درېو ژورنالستانو په ډله کې د سویلي اسیا د خپلواکو رسنيو د ټولنې (سفما) له خوا جایزې تر لاسه کړې. 
دوه اوونۍ پخوا مینا حبیب د افغانستان د ژورنالستانو د شورا له خوا د ښځينه زړه ورې ژورنالستې په توګه جایزه تر لاسه کړې وه.
د پنځلسو تنو ځايي ژورنالستانو د جايزو د ورکړې غونډه په کابل کې د کاناډا د سفارت له خوا جوړه شوې وه. په پام کې وه دا غونډه د می د میاشتې په درېمه، چې د بیان د ازادۍ له نړيوالې ورځې سره يې سمون درلود، جوړه شی، خو په پلازمينې او يو څو نورو سيمو کې د يو لړ ځانمرګو بريدونو له امله د می تر اوولسمې پورې وځنډېده.
د کاناډا د سفارت د چارو مسؤولې، شیلې وایټنګ د جایزو د ورکړې په غونډه کې دجايزو د ويشلو دځنډيدو لامل په اړه هم يادونه وکړه    
هغې وويل: «افغان خبریالان زیار باسي تر سختو شرایطو لاندې واقعیتونه خپاره کړي. موږ د هغوی ملاتړ کوو.»
په افغانستان کې د سفما مشر، ضیا بومیا وويل، په روانه غونډه کې د حاضرو ژورنالستانو د کار د ستاینې تر څنګ د هغو ژورنالستانو د یادلو فرصت هم تر لاسه شو چې خپل ژوند يې د بیان له ازادۍ  څخه د دفاع په لاره کې له لاسه ورکړی دی.
هغه وويل: «د طالبانو له رژیم راوروسته د حکومت ستره بریا د بیان او د مطبوعاتو ازادي ده. موږ باید دا ارښتمنه لاسته راوړنه، آن که د وينې به بیه وي، له لاسه ورنه کړو.»
ګردش او حبیب ته د جایزو د ورکولو په اړه هغه وويل: «د آی ډبليو پي آر ویب پاڼه زیات شمېر رسنیو ته يو ښه لارښود دی، خو د کارکوونکو کار يې تر اوسه له پامه غورځېدلی دی.» 
حفیظ الله ګردش په کابل کې په ۲۰۰۲ کال د دې موسسې له تاسیس راورسته د آی ډبلیو پي آر د ادیت په برخه کې په زړه پورې رول لوبولی دی. نوموړي د رپوټونو د سمون او رغښت په بهیر کې د معتبرو سرچینو په موندلو او د متوازن او رغنده رپوټونو د چمتو کولو په لاره کې نوو خبریالانو ته روزنه ورکړې ده.
هغه، نوموړې [ګردش] ته د جایزې د ورکړې له امله حیرانتيا وښوده، ځکه د هغه په اند «په افغانستان کې وړتیاوې د تړاو له مخې ټاکل کيږي.»
بومیا وویل: «ما په تېرو لسو کلونو کې د حفیظ الله ګردش سخت کار په خپلو سترګو لیدلی. خو له بده مرغه د هغه سخت کار تر اوسه له ډېرو سترګو پټ پاتې شوی دی. ما هغه ته د جایزې د ورکړې له امله د خپلې دندې د سرته رسولو له امله د ارامۍ احساس وکړ.»
په ۲۰۰۷ کال کې له ژورنالیزم څخه فارغه شوې مینا حبیب د آی ډیبليو پي آر له خوا نوې ګومارل شوې خبرياله ده چې لا له وړاندې يې د ستونزمنو رپوټونو د چمتو کولو له لارې د حقیقت په څرګندلو کې خپله اراده په ثبوت رسولې ده.
هغې وويل: «ما ډېر ستاینلیکونه تر لاسه کړي، خو دا جایزه ماته ځانګړې معنا لري؛ ځکه سفما زیار ایستلی چې مستحق افراد وستایل شي.»
د افغانستان لپاره د آی ډبلیو پي آر مشر، نور رحمن رحماني یادونه وکړه افغان ژورنالستان له هر لوري له خطرونو سره مخامخ دي.
هغه وويل: «ژورنالست کېدل په افغانستان کې يوه ډېره ستونزمنه دنده ده. موږ په تېره لسيزه کې يو شمېر تکړه ملګري له لاسه ورکړي، په داسې حال کې يو شمېر نور له هغه وروسته چې د حکومت او نورو له خوا له فشار سره مخامخ شوي، له هېواده وتلو ته اړ شوي دي»
 

Afghanistan
Media
Frontline Updates
Support local journalists