دکرزي لخوادانتصابي استازيوټاکنه د خلکو تر پوښتنې لاندې

په کابل کې د آي ډبليو پي آر ژورنالست محمد منير مهربان ليکنه

دکرزي لخوادانتصابي استازيوټاکنه د خلکو تر پوښتنې لاندې

په کابل کې د آي ډبليو پي آر ژورنالست محمد منير مهربان ليکنه

د حيرانۍ خبره نده چې ډير اتنخاب شوي وکيلان او په بهر کې کتونکي د حامد کرزي پواسطه لويې جرګې ته ددغه ٥٤ څلورپنڅوسو کسو انتصابي استازيو انتخابول ترپوښتنې لاندې نيسي .


ډاکټر غلام حبيب پنجشيرى چې د کابل د پوهنتون د اجتماعي علومو دپوهنځۍ استاد دى وويل : (( کرزي ددې کار په کولو سره دديموکراسۍ د کتاب ديو فصل څخه سترګې پټې کړې )) .


د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون د پوهنې د څانګې مشر استاد مسعود وويل چې هغه پدې عقيده دى چې کرزي دا کار د سياسي مصلحتونو پر بنسټ کړى دى .


هغه وويل : (( حامد کرزي وکړاى شول چې پدې کار سره د ٢٠٠٤ د جون د مياشتې د رايو اچونې لپاره په جهادي مشرانو کې سياسي پانګه اچونه وکړي )) .


صبغت الله مجددي چې په ١٩٩٢ کې د ډير لنډ وخت لپاره د افغانستان ولس مشر او کرزى دده په وخت کې د باندنيوچارو د وزارت مرستيال وو ددغو ٥٤ کسانو په سر کې دى . د دغو ٥٤ کسانو له ډلې څخه دوه کسه معيوبين د لويې جرګې د پيل څخه لږ څه وړاندې انتخاب شول .


تيره دوشنبې مجددي د لويې جرګې مشر وټاکل شو او ده له همغه وخت څخه خپل شته والې وښوده. کله چې د ملالۍ جويا په نامه يوې ښڅې په عام منظر کې په لويې جرګې باندې د افغانستان د جنګ د وخت د مشرانو د تسلط په خلاف احتجاج وکړ هغه امر وکړ چې دغه ښځه دې له لويې جرګې څخه ووځي . هغه دا امر د استازو د سخت فشار له کبله وکړ.


په دغو انتصابي استازو کې نور جهادي مشران لکه پير سيد احمد ګيلاني ، آيات الله محسني ، احمد نبي محمدي ، محمد اکبري ، عبدالرشيد دوستم او استاد فريد شامل دي . نور جهادي مشران لکه عبدالرب رسول سياف او برهان الدين رباني د انتخاب شويو استازيو په حيث لويې جرګې ته راغلي . ډير استازي داسې احساسوي چې د کرزي د انتصابي استازيو لست په لويې جرګې باندې ددغو ډلو ولکه نوره هم کلکه کړې ده .


د ملک تر ټولو زياتې خپريدونکې کليد اونيزې تيره هفته ددغې اونيزې په پوښ باندې يو کاټون رسم کړى وو . پدې کاټون کې يو جهادي مشر ښودل شوى دى چې د لويې جرګې د کاري کميټې مخې ته ولاړ دى او يو ډله نارينه او ښڅينه استازي ترې چاپيره ناست دي . دوى وارخطا او لاسونه يې شاته تړلي دي . جهادي مشر ورته وايي (( زما په خيال هيڅوک به هم زما سره مخالف نه وي ، که څوک مخالف شته ؟ ))


د سياسي دموکراتيکه جوړښت د نه موجوديت له کبله ډير جهادي مشران د افغانستان په سياسي ژوندانه ډير زيات نفوذ لري . ډير يې خپل شخصي ځواکونه لري .


خيړونکي وايي چې کرزي ددغه لست پواسطه د هغو ډلو چې لويې جرګې ته يې لږ استازي انتخاب شوي وو برخه زياته کړه .ددغو ٥٤ کسانو څخه يې ٢٦ کسه ښخينه استازي دي او يوازې ٥ تنه ښخې په مستقيم ډول انتخاب شوي .


په دغه لست کې خينې نور شخصيتونه لکه دکابل د پوهنتون ريس اکبر پوپل ، د شمالي ټلوالې د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود ورور ولي مسعود، د اسماعليه د لږکۍ ټولنې مشر سيد شاه ناصر نادري او د پخواني پاچا زوم سردار ولي شامل دي .


د کرزي وياند جاويد لودين وويل چې دغه لست ځکه انتخاب شو ترڅو په لويه جرګه کې مختلف نظريات شامل وي ، نه ددې لپاره چې د جهادي ډلو ملاتړي وشي . هغه وويل : (( مونږ وينو چې دغه استازي په ښکاره ډول د اساسي قانون د مسودې سره مخالف دي )) .


مجددي وويل چې ددغو انتصابي استازو شته والي دا ثابته کړه چې په لويه جرګه کې ټولنيز عدالت په نظر کې نيول شوى دى . هغه وويل : (( د اسلامي شريعت او د ١٩٦٤ اساسي قانون مطابق ولس مشر حق لري چې حتى له ٥٠ څخه هم زيات انتصابي غړي انتخاب کړي )) .


مسعوده جلال د کابل يوې انتخاب شوې استازې وويل چې دغه ټول انتصابي استازي دخيمې دننه دکرزي لپاره کار کوي . هغې وويل : (( دغه کسان حتى د خلکو استازو ته د امتيازاتو وعدې هم ورکوي څو د کرزي په ګټه کار وکړي )).


ځينو استازو دغه حقيقت راپورته کړ چې په دغه لست کې د نورو په شان د ځينو ښځينه استازو دندې ندي ذکر شوي .


لودين وويل دا ځکه چې ځينو ښځو هيڅ دنده نه درلوده ، ميندې او يا هم د کور ښځې وې : ((پدې لويه جرګه کې مونږ هغو ښځو ته هم حق ورکړ چې په کورونو کې ناستې وې )) .


Frontline Updates
Support local journalists