Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

دوديز درمل د افغانانو ژوند په خطر کې اچوي

ډاکټران د افغانستان په شمال کې وايي د بيوزلۍ او ناپوهۍ له امله خلک دوديزې درملنې ته مخه کوي، چې د خلکو روغتيا ته لا زيات زيان رسوي.
By Abdul Latif Sahak

په افغانستان کې دآی ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

پاينده په داسې حال کې چې په روغتون کې د خپل زوی بستر ته ولاړ دی، ژاړي. د نوموړي د کوچني ماشوم لاس عمليات او پرې شوی دی.

د ماشوم پلار وايي درې اوونۍ دمخه د سمنګانو د ولايت په يوه کلي کې له ملګرو سره د لوبو پرمهال د هغه لاس مات شو. پاينده وويل زوی يې هلته يو (شکسته بند) ته يوړ. شکسته بند هغه ته وويل، د هغه مات لاس پر ځای شو، خو کېدای شي يوڅو ورځي درد وکړي. پاينده وويل: ((د يوې اوونۍ له تېرېدو وروسته زما د زوی حالت مخ په خرابيدو شو. هغه مې مزارشريف ته راوړ. ډاکټرانو له طبي کتنې او معاينې وروسته وپتېله چې د هغه لاس پرې کړي، ځکه د هغوی په وينا هډوکی يې تور اوښتی و.))

هغه په ژړا دوام ورکړ: ((دا ټوله زموږ د ناپوهۍ او د عادي خلکو په وړاندې د حکومت د نه پاملرنې نتيجه ده.))

دوديزه درملنه په افغانستان کې لرغونې مخينه لري او لا تر اوسه په ليرې پرتو سيمو کې، چې ترانسپورتي لارې او روغتيايي کلينيکونه نه لري، د درملنې يوازنۍ لاره ده د هډوکو او د طبي بوټو د درملنې لارې په يوې کورنۍکې له نيکونو څخه اولادونو ته انتقاليږي، خو ډېر لږ شمېر خلک مسلکي روزنه تر لاسه کوي.

په نتيجه کې زياتره د هغوی درملنه د نورې ټپي کېدا، لا زياتې ناروغۍ، په تېره بيا په حامله ښځو کې، آن د مړينې لامل کيږي. دکتوران ګواښ کوي چې حکومت بايد ددې نامنظمې درملنې په وړاندې ګامونه پورته کړي.

د بلخ د روغتون مشر، دکتور غوث الدين انوري وويل، په پنځو پېښو کې يې د هډوکو د ناسمې درملنې له امله پوليسو ته خبر ورکړی دی. د هغوی [شکسته بند] له درملنې وروسته ماشومانو خپل لاس يا پښه له لاسه ورکړې.

د بلخ روغتون د هډوکو د څانګې (اروتپيدۍ) مشر، دکتور رحيم الله حميد وويل، هغه د تېرو درېو کلونو په اوږدو کې د لاس يا پښې د پرې کولو له لارې د شاوخوا ٦٠ ماشومانو او ځوانانو درملنه کړې ده. که شکسته بند ته د وړلو پر ځای يې هغوی پر خپل وخت روغتون ته راوړی وای، نو کېدای شول، د لاس يا پښو د پرې کېدو مخه يې نيول شوی وای.

نوموړي وويل: ((شکسته بند د لاس يا پښې ماته شوې برخه دومره ټينګه تړي، چې هلته د وينې بهير بنديږي او په څو ورځو کې د هډوکي د تورېدو لامل کيږي.)) هغه زياته کړه، سره له دې چې د غړو د پرې کېدو له ستونزو خبر دی، خو پرته له دې هم هم د مړينې له خطر سره وو..

هغه په دوام وويل: ((بله ستونزه داده چې خلک بيوزلي دي، پيسې نه لري، نشي کولای ښار ته راشي او درملنه وکړي. زياتره هغوی شکسته بند ته ځي او له څلورو څخه تر لسو ډالرو پورې لګوي، خو له پايلو يې بيا ناخبره دي.))

له روغتون څخه مازې پنځوس متره وړاندې په بازار کې د غلام محمد په نامه يو مشهور شکسته بند اوسيږي.

نوموړي ٦٠ کلن زوړ سړي وويل، هغه دا کسب له خپل پلار او نيکه څخه ياد کړی. هغه وويل، هره ورځ ورته له پنځو څخه تر لسو تنو پورې خلک راځي، چې پښې يا لاسونه يې مات شوي وي يا د ملا او يا د غړو له خوږ شکايت کوي. له هر ناروغ څخه له پنځوڅخه تر لسو ډالرو په اندازه پيسې اخلي، مات ځای يې پر ځای کوي او ملهم او پټۍ پرې لګوي.

هغه د ډاکټرانو دا خبره رد کړه، چې ګوندي دا راز درملنه د غړي د پرې کېدو لامل کيږي، ويې ويل: ((که خلک نه ښه کېدای، نو ولې موږ ته راتلل؟))

د عامې روغتيا وزارت وياند، دکتور سخي نور اوغلي وويل، ددې حالت له امله اندېښمن دي، خو دا يې ومنله خلک دوديزې درملنې ته ځکه مخه کوي، چې تر دې ښه نه پوهيږي.

هغه وويل: ((د [عامې روغتيا] وزرات په داسې يو قانون کار کوي چې له مخې يې شکسته بندان وروزل شي او تر روزنې او زده کړې وروسته خپل کار ته دوام ورکړي، ترڅو ناروغانو ته د زيان د رسېدو لامل نشي.))

افغانستان په نړۍ کې د ميندو د مړينې ډېره لوړه کچه لري، ښځې د ماشوم د زېږېدو پر مهال روغتيايي مرکزونو ته د نه رسيدو او يا هم د بلې متبادلې لارې د نه پوهيدو له امله مري. زياتره ښځې په ناروزل شو کليوالو دايه ګانو ډډه لګوي، په داسې حال کې چې يو شمېر نارينه زړه نه ښه کوي، مېرمنې يې په روغتون کې د نارينه ډاکټرانو له خوا تر درملنې لاندې ونيول شي.

د ګلبدين په نامه د بلخ ولايت د زارع د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي خپله اميندواره مېرمن د بلخ روغتون ته راوړې. د نوموړي لومړنۍ مېرمن د کليوالې دايې له شتون سره سره د لنګون پر مهال مړه شوې وه. .

هغه وويل: ((ما خپله دويمه مېرمن ځکه دا پلا روغتون ته راوړه، چې يو ځل بيا هغه ترخه تجربه تکرار نه کړم.))

د نصيرې په نامه د [بلخ د] روغتون د مېرمنو د څانګې يوې ډاکټرې وويل، په سيمه کې د ميندو د زياترو مړينو مخه نيول کېدای شي.

هغې وويل: ((په زياترو لېرې پرتو سيمو کې خلک خپلې مېرمنې د ماشوم د زېږېدو پر مهال ډاکټرانو ته نه وروړي، چې له امله يې هرکال په لسګونو مېرمنې مړې کيږي.))

نصيري يادونه وکړه، د ولايت په زياترو برخو کې کلينيکونه او روزل شوې دايه ګانې شته، خو له هغې سره سره بيا هم خلک کليوالې دايه ګانې غوره بولي.

هغې وويل: ((د کلو دايه ګانې نه پوهيږي. د ماشوم د زېږېدو پرمهال له ميندوسره هيڅ مرسته نشي کولای. له دې امله ميندې مري.))

دکتران وايي د طبي بوټو درمل کوونکي [يوناني طبيبان] هم زياتره خطرناک وي. د خوږ له کرارېدو سره مرسته کوي، خو د ناروغۍ پر علت نه پوهيږي.

په مزارشريف کې د جانان درملنځی د ملا له خوږ نيولې، بيا تر تبې، سرخوږ او ځيګر د ناروغيو د درملنې لپاره طبيعي بوټي پلوري. ..

نظيفه د چاغوالي د ستونزې د هوارۍ لپاره دې درملځي ته راغلې ده. هغې وويل، د خور وزن يې د طبي بوټو د خوړو له امله ډېر کم شو. هغې وويل: (([يوناني طبيبان] ښه درمل ورکوي. دا تش درواغ دي، چې هغوی په دې اړه معلومات نه لري. هغوی له نيکونو څخه دا وړتيا تر لاسه کړې ده.))

جانان، چې هره ورځ د شاوخوا لسو ناروغانو درملنه کوي، وايي په يوناني طبابت کې يې رسمي زده کړه نه ده کړې او د يو شاګرد په اندازه پوهيږي.

هغه وويل: ((ما له [يواني طبيب] سره د شاګرد په توګه درې کاله کارکړی. ما د هغه ټول مهارتونه زده کړي. اوس په خپلواک ډول کارکوم. خلک زما له درملنې خوښ دي.))

ډاکټران وايي کېدای شي د طبيعي درملنې پای زيانمن وي. ځکه هغه د خوږ کرارولو ته پام اړوي، خو د ناروغۍ ريښه او لامل له منځه نه وړي.

د انوري په نامه د بلخ روغتون يو ډاکټر وويل، [يوناني] طبيبان له نشه يي توکو څخه په درملنه کې کا راخلي، چې خوږ له منځه وړي او ناروغ انګيري چې ګوندې ناروغي يې ښه شوه، خو د ناروغ په بدن کې نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

هغه وويل: ((په تېرو شپږو مياشتو کې [د دوديزې] درملنې ٢٠ پېښې ثبتې شوي دي. په دې پېښو کې يو شمېر ناروغانو ته سخت زيان رسيدلی او يو شمېر نور يې مړه شوي دي.))

دوديزه درملنه کله ناکله اغېزمنه وي، خو څرګنده خبره ده چې تل سمې پايلې نه لري.

نقيب الله وايي، ورور يې پروسږکال د پښې د ماتېدو له امله شکسته بند ته تللی و، اوس بيخي ښه دی.

هغه وويل: ((که په دې حالت کې ډاکټر ته لاړ شې، نو عکس (ايکس ری) درباندې اخلي يا دې عملياتوي. په دې توګه دې [د] درملنې [بيه] 2500 افغانيوته خيژي. شکسته بند درڅخه څلور 200 افغانۍ اخلي.))

خو کله چې په دې وروستيو وختونو کې د نقيب الله لاس ته زيان ورسېد، هماغه شکسته بند ته لاړ. اوس يې لاس کار نه کوي، ځوړند او فلج شوی دی.