دوديزه درملنى روغتيا له خطر سره مخامخ کوي

له کابل څخه د عبدالرحمن عمر ليکنه

دوديزه درملنى روغتيا له خطر سره مخامخ کوي

له کابل څخه د عبدالرحمن عمر ليکنه

که د معدى درد ولرۍ نو ژړ غوړي پر مالوچو واچوۍ او هغه وسوځوۍ او ايرى يي بيا پر هغى برخى واچوۍ چى درد لري. که چى مرګي يا ايپليپسي ولرۍ نو د اوښ هډوکي اوړه او بيا يي تنفس کړۍ.


په يوه داسى هيواد کى چى روغتيايي امکانات په ډير ندرت سره تر لاسه کيږي او ډير کسان چى سپينى چپنى او سيټيسکوپونه يي پر غاړه کړي وي لازمه او مسلکي وړتيا نه لري، نو په مليونونو کليوال هغو ډاکترانو ته مخه کوي چى ورتلاى شي يعنى په اصطلاح يوناني طبيبان چى په دوديزه توګه د ناروغيو درملنه کوي.


د درملنى دا ډول کړنلاره په ځانګړي توګه د جدي ناروغيو په وړاندى خطرناکى پايلى رامنځ ته کوي. درى مياشتى وړاندى د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کى د زرلښتى پنځه مياشتنى زوى ناروغه شو. د هغى معده خوږيده. زرلښتى چى تر دولسمه ښوونځى لوستى او خاوند يي بى سواده دى نو د خپلى مور تر اغيز لاندى دى، او هغه کليواله ميرمن، د خپل سنتي افکارو سره په دى باور وه چى پر ماشوم پيري ناست دي.


پداسى حال کى چى زرلښتى احمد د درملنى له پاره د کابل د صحت طفل روغتون ته راوستى وو د خپل ماشوم د ناروغۍ کيسه يي داسى تشريح کړه: لومړى مو هغه سيمه اييزه ملايانو او روحانيونو ته يوړ او وروسته نژدى ډاکتر ته ورغلو. خو زموږ په ټوله ولسوالۍ کى د ماشومانو يوازى يو ډاکتر دى او هغه هم نه شي کولى ټول ناروغان وويني.


مجتبى د اندړو د ولسوالۍ ډاکتر ځينى مرستيالان روزلي . هغه ناروغان چى مجتبى يي نه شي ليداى نو دوى يي ويني. دوى احمد پنځه پلا معاينه کړ او هره پلا يي جلا تشخيص وکړ. زرلښته وايي کله به يي ويل چى د ماشوم ناروغي د آميب له امله ده او کله به يي ويل چى د مور د شيدو له امله ده.


زرلښتى پريکړه وکړه چى ماشوم کابل ته راوړي. دا د يوه خوار افغان کليوال له پاره له لګښته ډکه او خطرناکه پريکړه وه. پر دغه مهال يي خواښى يو ځل بيا مداخله وکړه او ناروغ يي د غزني ولايت په لويديځ کى يوى ميرمنى ته يوړ چى سنتي يا يوناني درمل يي ورکول.


دغى ميرمنى لږ څه غوړي پر مالوچو واچول او مالوچو ته يي اور ورته کړ. بيا يي د هغى ايره پداسى حال کى د ماشوم پر نس اچوله چى اور يي لا مړ شوى نه وو. دغه بهير نيم ساعت دوام وکړ. د دغه کار په پاى کى مور او ماشوم دواړو په سلګو ژړل. زرلښتى وويل چى له هغى وروسته احمد ډير بيقراره شو.


زرلښتى له خپلى خواښى اجازه واخيسته او پس له ٨ ساعته مزل احمد يي کابل ته ورساوه. هلته ډاکټر عبدالقهار سروري هغه معاينه کړ. د لابراتواري معايناتو وروسته دا جوته شوه چى د ماشوم په کولمو کى څه مکروب وو . شپږ ورځى د انتي بيوتيک له ورکولو وروسته ماشوم روغ رمټ شو.


زرلښته فکر کوي چى له ٢٠٠ ډالرو څخه يي ډير د ماشوم د درملنى له پاره لګښت شوى او دا د کليوالو له پاره کلنى عايد دى. پداسى حال کى چى په بل ځاى کى د يوه متخصص د ليدو امکان نه شته نو دا لګښت ارزښت لري.


ډاکتر سروري وويل: څو کاله وړاندى مى په غزني کى کلينيک درلود. زه داسى ډير کسان پيژنم چى نيمګړى تحصيل لري. د دوى ډيره درملنه د ناروغ حالت لاپسى بد تر کوي. همدا دليل دى چى خلکو سنتي درملنى ته مخه کړى.


د لويديځ په شان درملنه هيڅکله په افغانستان کى په پراخه موجوده نه وه. همدا دليل وو چى د ١٩٧٩ کال د جګړى له پيل څخه وړاندى د درملني يوناني سيستم ډير رواج درلوده. د کلونو کلونو جګړى په هيواد کى موجوده پوهه له منځه وړى. همدا سبب دى چى د يوه پوه ډاکيتر په مقابل ګى په لس ګونو داسى کسان شته چى مسلکي پوهه نه لري. دوى هر څه چى يي په ذهن کى راځي هغه ليکي او پرى د نسخى نوم ږدي.


منهاج الدين معارج چى د عامى روغتيا د عمومي طب د ديپارتمنت ريس دى وايي: له بده مرغه د جهالت له امله ډيرى خلک له داسى لارو چارو کار اخلي چى هيڅ ډول اساس نه لري او له تاسف سره دا ډول درملنه په کورونو کى تر سره کيږي او موږ نه شو کولى چى مخه يي ونيسو.


په هم هغه ډول چى د درملنى لارى چارى موهوم او خيالي دي په هم هغه کچ د هغى درملنه اوږده او له شرحى ډکه ده. د بيلګى په توګه د وردګو په ولايت کى د زيړي د ناروغۍ يوه درملنه دا ده چى د مريض پر غاړه پياز ږدي. د کابل د قره باغ په ولسوالۍ کى د زخو د له منځه وړلو له پاره پر هغى جوک يا حلزون ږدي. تيوري يي دا ده چى هغه له زخو وينه راباسي. او که خداى دى نه کړي په خوست کى د هډوکى په درد څوک مبتلا شي نو هغه ته د وز پوستکى وراغوندي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists