دخوست ولايت سيلاب ته مناسب پلونو ته اړتيا لري

ځايي اوسيدونکي وايي سيلابونه د هغوی ژوند ته گواښ او اقتصاد ته يې زيان اړوي

دخوست ولايت سيلاب ته مناسب پلونو ته اړتيا لري

ځايي اوسيدونکي وايي سيلابونه د هغوی ژوند ته گواښ او اقتصاد ته يې زيان اړوي

Thursday, 14 August, 2014

په خوست  کې د احمدشاه ليکنه

د افغانستان په سويل ختيځ کې د خوست ولايت اوسيدونکي وايي،  د موسمي سيلابونو له اغېز څخه د ځايي اوسيدونکو د ژغورلو لپاره دپلونو جوړولو  يو لوی پروگرام ته اړتيا ليدل کيږي.

په دې غرنۍ سيمه کې تنگ ناوونه تېر شوي چې له درنو اورښتونو وروسته د تېرېدو راتېرېدو وړ نه وي او هر کال د يو شمېر خلکو د مرگ ژوبلې لامل کيږي.  

د حساب په نامه د خوست د مرکزي برخې يوه اوسيدونکي وويل، تېر کال يې مور او تروردواړه د سيلاب له امله له لاسه ورکړل. 

نوموړي د ژړا په حال کې وويل، چې څنگه نوموړې ښځې په متون بابا کې سيلاو يوړې او کله چې يې له اوبو څخه راوايستې، دواړه مړې شوې وې.

هغه وويل: "ما په ټوله نړۍ کې يوه مور درلوده. بل هيڅوک نه لرم. د پل د نه موجوديت له امله په غم غمجن شوم."

کله ناکله موټر چلوونکي د خپل ځان او نورو سپرليو ژوند ته په خطر منلو له تنگ او ډاروونکې ناو څخه تېرېږي. 

د خوست د مرکزي برخې اوسيدونکې، شېرخان وويل، په ياد يې دي چې څنگه يوه بشپړه کورنۍ له منځه لاړه.

هغه وويل: "دوه کاله دمخه د تڼيو د ولسوالۍ يوه کورنۍ په خوست کې له درملنې وروسته بېرته کور ته تله. کله چې موټر چلوونکي غوښتل له ناو څخه تېر شي، اوبو موټر پسې واخيست. د کورنۍ پنځه غړي او موټر چلوونکی زموږ تر ستوگو لاندې مړه شول. هيچا ورسره مرسته ونه کړای شوه."

په خوست کې د طبعي ناورين د مخينوي ادارې رئيس، شريف الله وويل، تېرکال يوازې په خوست کې  ١٧ تنه سيلاو يوړل. سربېره پر دې له سلو څخه زياتې موټرې د سيلابونو له امله ويجاړې يا له منځه لاړې او له ٣٠٠ څخه زيات څاروي ووژل شول.   

نوموړي يادونه وکړه: "دا هغه شمېرنې دې چې موږ د خوست په مرکز کې ثبت کړې دي. عمده ستونزه په ولسواليو کې ده. په لسگونه خلک او په سلگونه څاروي سيلابونو وړي. کره شمېره مو په لاس کې نشته."

د خوست ولايت د موسی خېلو ولسوال، ميرويس اماني وويل، له تېرو درېو کلونو راهيسې په نوموړې ولسوالۍ کې ٦٠ تنه خلک او شاوخوا ٣٠٠٠ څاروي د سيلابونو له امله له منځه تللي دي.

نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې د ځمکې د وضعيت (توپوگرافي) له امله امنيتي ځواکونه هلته کار هم نشي کولای.

هغه وويل: "يو شپه مې د يوې جنايي پېښې د پلټلو لپاره يوه ډله پوليس هلته ولېږل، د پل د نشتوالي له امله هغوی په يو ناو کې لاړل، سيلاو ټول پسې واخيستل. له نېکه مرغه پوليس وژغورل شول، خو رينجر موټر يې اوبو يوړ."

سيلابونو ځايي اقتصاد هم زيانمن کړی، کلي او بانډې يې له بنسټيزو خدمتونو څخه بې برخې کړي دي.

د ځاځي ميدان ولسوال، زمري حقمل وويل، زيات شمېر خلک د خوست په ځايي حکومت کې کار کوي او ولايتي مرکز ته بايد ځانونه ورسوي. کله چې سيلاب راځي، اقتصادي ژوند په ټپه درېږي.

هغه وويل: "زموږ د ولسوالۍ او د خوست د ښار تر منځ درې خوړه (هغه وچه وياله چې د باران په وخت کې سيلاب پکې راځي.)موجود دي. کله چې سيلاب راشي، دولتي کارکوونکي، زده کوونکي، هټيوال او نور خلک کار ته نشي تللای. آن بېړني ناروغان ژوند له لاسه ورکوي او يا په ډېره ستونزو پاکستان ته وړل کيږي."

حقمل وويل، د گاونډي ولايت، پکتيا د څمکنيو او ځاحي اريوب د ولسواليو اوسيدونکي د ځاځي مېدان له لارې خوست ته ځانونه رسوي. په دې توگه ټولې درې ولسوالۍ د پلونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره لاس او گرېوان دي.

د خوست يوه اوسيدونکي، اجمل شيرزي وويل، د پلونو ودانول به د ولايت د اقتصادي ژوند له غوړېدا او د امينت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

هغه وويل: "په خوست کې کرنيزه ځمکه ډېره لږه ده. که چېرته پلونه جوړ شي، شاوخوا ته به يې په زرگونه هکتاره ځمکه خړوبه شي يا به د سيلاب له خطر څخه وژغورل شي او د خلکو پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي."

د خوست والي، عبدالجبار نعيمي ومنله چې د ځايي خلکو د ژوند د ښِه کولو لپاره زيات شمېر پلونو ته اړتيا ده. نوموړي په کلکه وويل، چې په دې اړه هڅې روانې دي. 

هغه وويل: "موږ د ټولگټو له وزارت څخه انجينران راغوښتي دي چې په خوست کې د پلونو د جوړولو لپاره نقشې او پلانونه چمتو کړي."نوموړي زياته کړه، په وروستيو کلونو کې يې د دې موضوع په اړه له غوښتنليکونو سره يوځای څو پلاوي کابل ته استولي دي.

نعيمي په دوام وويل: "دمگړۍ، پنځه پلونه تر جوړېدو لاندې دي. په دې پلونو يوازې يو څه ستونزې هوارېدای شي."

په خوست کې د ټولگټو وزارت رئيس، مامورشاه وويل، په تېرو لسو کلونو د ولايتي بيارغاونې د ډلې له خوا د ٨٠٠٠٠٠، ٥٠٠٠٠٠ او ١٠٠٠٠٠ ډالرو په لگښت درې پلونه جوړ شوي دي.

نور يو شمېر تر جوړونې لاندې دي، خو ويې ويل چې د ستونزې کچه ډېره لوړه ده.

شاه يادونه وکړه: "نوموړي پلونه لږې ستونزې هواروي. په ټول خوست کې په سلگونو کوچنيو او لويو پلونو ته اړتيا شته."

د خوست د ولايتي شوار رئيس، سيد کريم خاکسار وويل، د ولايت له بېلابېلو برخو څخه يې د پلونو د جوړولو په اړه په لسگونه غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي.

هغه وويل: "موږ د خلکو اندېښنې د خوست له چارواکو او همدارنگه په کابل کې له اړوندو ادارو سره شرېکې کړې دي، خو له بده مرغه چاته راته غوږ نه دی نيولی."

د هغو ځايونو اوسيدونکي، چې پلونه پکې جوړ شوي، وايي، ژوند يې ډېر ښه شوی دی.

د متون د ولسوالۍ د عباس خيلو د کلي اوسيدونکي، عبدالرووف، چې اوس د خوړ دپاسه د يوه پله د جوړېدو له امله ښار ته ډېر نژدې شوی، وايي: "اوس پوهيږو چې ژوند څومره خوږ دی."

د لکڼو د ولسوالۍ اوسيدونکي، نثار وويل، سږکال د يوه پله د جوړېدو له امله د هغوی په ژوند کې هم بدلون راغی. 

هغه وويل: "باور وکړه، کله چې پل نه و، زموږ زياتره ناروغاڼ به د درملو او ډاکټرانو د نشتوالي له امله مړه کېدل. کوچنيان مو له ښوونځي بې برخې وو، حکومتي کارکوونکي به ورځې، ورځې خپل کار ته نشو تللای."

"له هغېورځې څخه چې پل جوړ شوی، وينه مو په رگونو کې چلېدلې ده. ژوند مو بل رنگ اخيستی او کار وبار مو غوړېدلی دی."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


 

Environment
Frontline Updates
Support local journalists